دماشومانو تربیت ډولونه
تنکي ماشومان دولسونو د راتلونکي معماران دي، کوچنیانوته ښه سالمه روزنه ورکول، د سالمې او ځواکمنې ټولنې دبنسټ ایښودو معنی لري، ښه روزنه یې دغوره او مثالي ټولنې له جوړولو سره مرسته کوي،څنګه چې د ښه نهال نه، په راتلونکي کې د ښې ونې د لویدو تمه کېږي.
ماشومتوب کې ماشوم سالمه روزنه، له بلوغ وروسته دهغه په دیني او اخلاقي حالت ژور تاثیر لري، دماشو متوب دورې روزنه دکاڼي کرښې مثال لري، ددې برعکس هغه ماشوم چې په کوچنیوالي کې دهغه سهې روزنې ته پاملرنه ونشي، له بلوغ وروسته د هغه نه، دغوره شخص جوړیدو تمه انصاف ته نیږدي نده! بلکې هغه دبلوغ وروسته چې دکومو بدو کړنو مرتکب کېږي، له امله یې دهغه مور او پلار ګرم اوملامت دي ، چې هغوئ د پیله دهغه سهي روزنې اوښوونې ته پاملرنه نده کړي، هم دا راز داولاد سهي روزنه دنیا کې دمور او پلار لپاره دنیک نامۍ باعث او په اخرت کې دهغوئ دکامیابۍ سبب کېږي، هر چې نافرمان اوبې تربیې اولاد دی، هغه دمور او پلار لپاره په دنیا کې دبدنامۍ باعث اوپه اخرت کې دهغوئ درسوایي سبب کیږي.
د”تربیت” لفظ پراخ مفهوم لري، ددې لاندې دافرادو تربیت، دکورنیو تربیت او دټولنې تربیت هم راځي، بیا تر دي لاندې قسمونو کې نوربې شمېره ډولونه راځي، چې دهغو ټولو اصل هدف اوغرض ،عمده، پاکېزه او سپیڅلې ټولنه جوړول دي، د اولاد روزنه یا تربیت دهمدې ډولونو یو مهم ډول اوښاخ دی.
د تربیت ډولونه:
تربیت دوه ډوله دی:۱…. ظاهري تربیت،۲…. باطني تربیت….. له ظاهري پلوه تربیت کې داولاد ظاهري شکل صورت، لباس، خوراک، څکاک،ناسته ولاړه،دهمزولو اوملګرو سره اړیکي اومصروفیتونه څارل راځي، تعلیمي کوایف یې له نظر تیرول، دبلوغ وروسته دهغه د معاشي زریعو کلک مراقبت کول، داټول هغه کارونه او اصول دي چې داولاد په ظاهري تربیت کې په کار راځي، هر چې باطني تربیت دی، هغه نه مراد، دهغه دعقیدې او اخلاقو اصلاح ته توجه کول دي، داولاد دواړه ډوله تربیت دمور او پلار مسؤلیت اوفریضه ده، دمور او پلار په زړه کې داولاد لپاره دمحبت او رحمت بې پایه فطري جذبه او احساس مندل کېږي،هم دا فطري جذبات او احساسات دماشومانو د ښې پالنې اوروزنې لورته دهغه مور او پلار هڅوي، دمور او پلار په زړه کې چې کله دا جذبات راسخ او شتون ولري! او ترڅنګ یې هغوئ د خپلو دیني مسؤلیتونو احساس هم ولري، بیا هغوئ په ښه توګه د خپلو فرایضو اومسؤلیتونو سرته رسول اسان وي.
په عظیم الشان قرآن اونبوي احادیثو کې دا ولاد ونو دتربیت په باره کې څرګند ارشادات شتون لري دالله (جل جلاله) ارشا ددی]قوا انفسکم وأهلیکم نارًا وقو دهاالناس والحجارة[ التحریم:۶)
خپل ځان، خپل اولاد، دهغه اورنه وژغورئ دکوم دسون توکي به انسانان اوتیږې وي.
حضرت علي (رضی الله عنه) ددي ایت تشریح داسې کړي:
علموهم وأدبوهم
هغوئ ( خپلو اولادونوته) ته تعلیم ورکړئ او ادب وروپیژنئ!
فقهاوو لیکلي چې په هر شخص دا فرض دی، چې هغه خپلې میرمنې او خپلو اولادونو ته دشرعي فرایضو ، دحلالو او حرامو په اړه علم ور وښیي اوپه هغو یې دعملي کولوکوښښ وکړي.
داولاد دتربیت اهمیت له دغو احادیثونه هم ثابت دی، لکه درسول الله (صلی الله علیه وسلم) ارشاددی:
مانحل والد أفضل من ادب حسن.
هېڅ پلار خپل اولاد ته له دینه غوره تحفه نشي ورکولی، چې ور ته ښه ادب ور وښيي!
یعني ښه تربیت ورکول، او ورته ښه ادب ښودل، داو لادلپاره ښه بهترینه تحفه ده.
۲…. عن ابن عباس….. قالوا :یارسول الله قد علمنا ما حق الوالد فما حق الولد؟ قال: أن یحسن اسمه ویحسن أدبه.( سنن بیهقي)
حضرت ابن عباس (رض) نه روایت دی: چې صحابه وو عرض وکړ، یا رسول الله دمور او پلار حقوق خو مو و پيژندل ، د اولاد حقوق څه دي؟ رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: هغه دادي چې ورته نوم ښه کېږده، ورته ښه روزنه ورکړه.
۳…. دا ډېره لویه ګناه ده چې انسان دڅه زیموار وګرځول شوی، هغه یې ضایع کړي او اولادته ښه روزنه اوپالنه ور نکړي.
دا هم په ضایع کولو کې راځي ، چې یو پلار د خپلو ماشومانو دزده کړې نه بي پروا کیني، په سمه لار یې د بیولو کوښښ ونکړي،ښکاره ده چې ددغسي ماشومانو عقاید او اخلاق بیا برباد شي،بل داسلام له نظره ناپوهې هیڅ عذر نده،دماشومانوپه سهې روزنه کې کوتاهې کوونکي ځان دقیامت په ورځ د حساب او کتابه نشي ژغورلی.
حضرت عبد الله بن عمر(رض) ارشاد دی:
خپلو اولادونو ته ادب ورښیئ، دقیامت په ورځ له تاسو، ستاسي د اولا د و نو په باره کې پوښتنه کولی شي،ایا تاسي ادب ور ښودلی و؟ اودکوم علم، تعلیم مو ورکړی و؟( شعب الایمان للبیهقی)