اسلامي تعلیمات

دماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات ( ۵ برخه )

پوښتنه : کوم لمونځ چي تروخت مخکي وسي دهغه حکم څه دی؟.

ځواب : دهرلمانځه لپاره وخت ټاکل سوی دی نوبايدهرلمونځ پرخپل وخت وسي . که یولمونځ ترخپل ټاکلي وخت مخته وسي نودهغه سړي لمونځ نه سيي کیږي .

پوښتنه : آیا خوراک اوڅښاک اودس ماتوي؟.

ځواب :  نه! .

پوښتنه : په سفر کي دسهار لمونځ څورکعته دی؟.

ځواب : ۲ رکعته .

پوښتنه : په سفرکي دماپښین لمونځ څورکعته دی؟.

ځواب : ۲ رکعته .

پوښتنه :  په سفر کي دمازېګرلمونځ څورکعته دی؟.

ځواب : دوه رکعته .

پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څورکعته دی؟.

ځواب :درې رکعته .

پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څورکعته دی؟.

ځواب: دوه رکعته فرض سره له درورکعتو وتروخــــودابایدپه یادولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدارنه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېرتلوارنه وي نوسنت بایدهرومروپوره اداء کړي .

پوښتنه :  دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي بایدپر ځمکه کښېښودل سي کوم دي؟

ځواب :

      تندی  او پوزه

      دلاسونو ورغوي .

      دواړه زنګونونه .

      ددواړوپښوقدمونه .

پوښتنه :  دجماعت پروخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ودريږي ؟

ځواب : دامام راسته لاس ته .

پوښتنه :  د جنازې دلمانځه حکم څ ه دی؟

ځواب  : فرض کفایه .

پوښتنه  :  که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟

ځواب :  روژه یې نه فاسدیږي .

پوښتنه :  په جماعت کي ترټولو غوره صف کوم صف دی؟

ځواب : لومړی صف .

پوښتنه :  کورته دننوتلو دعاء کومه ده ؟

ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا .

پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟

ځوا ب :  بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ .

پوښتنه :   د ‌آذان په اورېدو سره بایدڅه وویل سي؟

ځواب  :  هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی الصلاه ) او (حی علی الفلاح)   وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي .

پوښتنه :  کله چي یو مصیبت پېښ سي نوڅه بایدوویل سي ؟

ځواب : (انا لله واناالیه راجعون ) .

پوښتنه : دروژه مات پروخت کومه دعاویل کیږي؟

ځواب :  ذَهَبَ الظَــلْمَاءُ وَابْتَ-تِ الْعُرُوْقُ وَثَبَتَ الْاَجْرُاِنْ شَاءَ اللهُ.

پوښتنه : تررکوع وروسته څه ویل کیږي ؟

ځواب : (سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ – رَبّنَاوَلَکَ الْحَمْدُ ) .

پوښتنه : له خوبه ترپاڅېدووروسته کومه دعاء ویل کیږي؟.

ځواب :   (اَلْحَمْدُلِلّهِ الَّذِيْ اَحْیَانَابَعْدَمَااَمَاتَنَاوَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ )

پوښتنه : دناروغ دلیدوپرمهاکومه دعاء ویل کیږي؟.

ځواب : (لابَاْسَ طَهُوْرٌاِنْ شَاءَ اللهُ ) .

پوښتنه :  کله چي یوه غونډه یا مجلس پای ته رسيـــږي کومه دعاء ویل کېږي؟.

ځواب : (سبحانک اللهم وبحمدک اشهدان لااله الاانت استغفرک واتوب الیک )

پوښتنه:  د ډوډۍ ترخوړلو مخکي څه ويل کيږي؟.

ځواب :  (بسم الله ) .

پوښتنه :  دډوډۍ ترخوړلووروسته څه ويل کيږي؟.

ځواب : (الحمدلله الذي اطعمني هذا ورزقنیه من غیرحول منی ولاقوه )

پوښتنه : چاته قوي انسان ويل کيږي؟.

ځواب : هغه شخص چي دغوسې په وخت کي خپل ځان کنټرول کړي .

پوښتنه : دغوسې په وخت کي څه ويل کيږي؟.

 ځواب : (اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیْمِ ).

پوښتنه : دپرچ په وخت کي څه ويل کيږي؟.

ځواب : (اَلْحَمْدُلله ) .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: