د قرآن وړاندوېنې: د روم بری | قرآن علمي اعجاز

د قرآن وړاندوېنې:
د قرآن بل اعجاز د هغو پېښو وړاندوینه ده چې کټ مټ پېښې شوی دی چې بېلګې یی دادی:

 د روم بری:

دقرآن کریم په دوهم  سورت کې دختیز روم بری ددې کتاب یوه وړاندوینه ده.
روم ماته وخوړه په ډیره ټیټه ځمکه کې ، اوهغوی به وروسته له دې ماتې نه له درېو نه تر نهوکلوپه موده کې  بریالی شی  (الروم 1-4).
دغه آیت په زېږدیز ۶۲۰  کال کې نازل شو یعنې وروسته دختیزروم ( ننۍ استانبول یا قسطنطنیه ) دعیسویانو له ماتې نه چې دپارسیانو له لوری یی وخوړه. کله چې رومیانو په زېږدیز ۶۱۳ کال په  انتيوچ کې ماته وخوړه پارسیانو شام, سيليسيا, تارسوس, آرمينه او بيت المقدس ترلاسه کړل. په تیره بیا دبیت المقدس له لاسه ورکول او دصلیب له مېنځه تلل رومیانو ته ډیر ستونزمن تمام شول. برسېره پردې پارسیانو، آوارانو، سلاوانو لمباردانو هم دروم امپراطوری ګواښوله ، له وخت نه په ګتې آوران دقسطنطنیې دیوالونو ته ورسیدل ، امپراتور هيراکليوس فرمان ورکړ څو چې دکلیسا ګانو دټولو سرو اوسپینو زرو  نه پیسې جوړې کړی چی لښکرته ورکړشی، له دې نه چې داپیسې کافی نه وی  دژېړو پیسې هم جوړې شوی . ډیرو والیانو دهراکلیوس پرضد پاڅون وکړ اونږدې وو چې قسطنطنیه سقوط وکړی . عراق, سوريه, مصر, ارمنيه , فلسطين او سليسيا ټول دامپراطوری دله مېنځه وړلو په سوچ کې وو. خو قرآ ن وړاندوېنه وکړه چې له دریو نه ترنهو کلونو پورې به روم بیا بریالی شی. خو دعربو مشرکینو دانه منله چې داوړاندوینه به سمه وی اوحقیقت به شی. په ۶۲۲ز کال کې  هيراکليوس دپارس په وړاندې بریالیتوبونه ترلاسه کړل او ارمنيه یی ونیوله د۶۲۷ زېدیز کال په وروستیو کې دواړه لښکر ددجلې دسیند په ختیزه برخه کې بغداد ته نږدې په جګړه اخته شول، داځل هم پارسیانو ماته وخوړه اوڅو میاشتی وروسته پارسیانو له رومیانو سره سوله وکړه اوپه زورسره خپل هیواد ته ستانه شول.

په کال ۶۳۰ز کې  دپارس دخسروپاچا په ماتې سره اودبیت المقدس په بیانیولو اودصلیب په لاسته راوړو سره په پارس باندې دروم بری په حقیقت بدل شواوڅه ډول چې قرآن وړاندوینه کړې وه له دریو نه ترنهوکلونوپوری روم په پارس غالب شو.
بل اعجاز لرونکی ټکی په دې آیت کې یو جغرافیایی مثل دی چې دهغه وخت پوهې سره د اټکل وړنه وه . رومیانو دځمکې په ډیره ټیټه برخه کې ماته وخوړه.
“ادنی الارض”  په ډيرو تفسیرونو کې نږدې ژباړل شوی په داسې حالی کې چې اصلی مانای یی دځمکې ډیره ټیټه برخه ده . مفسرینو دجګړې دسیمی نږدې والی دعربو دژوندانه له سیمې سره په پام کې نیولی . حقیقت په دې کې دې چې جګړه په بحر ميت کې په کال  ۶۱۳ – ۶۱۴ ز کې پېښه شوې .  دغه سیمه ۳۳۹ متره دسمندر له سطحې نه ټیټه  ده اودځمکې پر سر ډیره ټیټه وچه ده . دبیت المقدس ښار هم دهمدی بحرالمیت سره نږدې دی . جګړه دسوریې، فلسطین او اردن دتقاطع په ځای کی شوې اودځمکې ددې سیمې ډیر ټيټ والی یواځې اوس اوس دپرمختللو وسیلو له لاری  تثبیت شوی  اوهغه وخت یی په قران کې ذکر ددې الهی کلام یوه بله معجزه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب