
دريم مخرج وسط الحلق | تجوید ۸ لوست
دريم مخرج وسط الحلق ( د حلق منځنۍ برخه)
موخه: د “ع ، ح” دمخرج پېژندنه
وسط الحلق دستوني منځنۍ برخې ته وايي او له دې مخرج څخه دوه توري ( عين او حا ) ادا کيږي.
دعين تلفظ | عا | عِيْ | عُوْ | اَعْ | اِعْ | اُعْ |
د حا تلفظ | حا | حِيْ | حُوْ | اَحْ | اِحْ | اُحْ |
پوښتنې:
۱- وسط الحلق دستوني کومې برخې ته وايي؟
۲- له وسط الحلق څخه کوم توري ادا کيږي؟