د بشپړې ریجسترۍ بک اپ اخیستنه

که تاسو د ریجسترۍ (Registry) په بېلابیلو برخو کي مختلف تغیرات راولئ او دهر تغیر لپاره ئې د هغه اړوند ریجستري کیلۍ (Key)  بک اپ اخلئ ، په دې کار سره نه یوازي چي وخت مو ضایع کیږي ، بلکې دډېریو تغیراتو راوستلو لپاره باید هرځل یوه یوه کیلۍ څخه بک اپ واخلئ ،ښه مرغه ، یوه بله ډېره ساده او آسانه لاره چي دټولي ریجستري بک اپ واخلي ، داده چي د وینډوز ریجسترۍ Export کړئ .

دبک اپ اخیستو وروسته که هرڅومره تغیرات وغواړئ دوینډوز سیستم په ریجسترۍ کي راوستلی سئ اوکه ریجستري کوم وخت د ستونزي سره مخامخ کېږي ، په ډېري آسانۍ سره کولای سئ چي اخیستل سوی بک اپ بیرته ورته راستون کړئ .
دبک اپ اخیستو لپاره ئې لاندي ګامونه اوچت کړئ:
۱:- سټارټ مېنو څخه د RUN کمانډ کلیک کړئ .
۲:- په متنځای کي د Regedit کلیمه ټایپ او د Ok تڼۍ دموږک په ذریعه کښېکاږئ .
۳:- کله چي ریجستري پروګرام (Registry) راخلاص سو ، د Computer  برخه ئې انتخاب کړئ .
۴:- د Registry پروګرام فایل مېنوڅخه د Export کمانډ کښېکاږئ .
۵:-  دپورتني کمانډ په وهلو سره د ذخیره کولو لپاره یوه کړکۍ راښکاره کیږي ، دذخیره کولو لپاره نوم او ځای انتخاب کړئ .

regedit backup

۶:- د ذخېره کولو لپاره د Save تڼۍ کښېکاږئ .

تېمورشاه یوسفزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب