دعوت او تبلیغ

داسلام دین ته بلنه، له تاڅه غواړي؟

د کارونو د زیادت په وجه باندی یو بلوونکې د اسلام طرف ته بلنی سره خپل تړاو هیروی نو باید چې لاندینی پوښتنی هر وخت په یاد ولري :
• زما منسوبیدل دعوت ته څه معنی لري ؟
• ایا یواځی تائید او احترام کول به کافی وي ؟
• ایا یواځی د دعوت څخه ملاتړ به کافی وي ؟
• او که ایا د اسلامی دعوت د حرکت سره تګ او تړاو باید ولرو ؟
بلوونکي انتساب که چیرې دعوت ته رښتینی وي نو:
• د نیمی لاری ملګري کمیږي او دعوت خپلو اهدافو ته لاره پرانیستل کیږي .
• زړونه ئې صفا کيږی او عقلونو ئې وحدت مومي .
• فرق نه کوي که تاسی د لښکر په سر کې روان یاست او که لښکر په آخر کې یعنی قاید یاست او که ورک نومی عسکر چې هیڅوک مو نه پیژنی .
• د خپلو ملګرو د خطاګانو څخه صرف نظر کېږي او دهغویو په مورد هیڅ بدبیني نه پاتیږي .
• عفوه او بخښنه به خپل صفونو کې عام کیږي .
• هیڅ قسم د وجایبو او دندو په اجراء کې کوتاهي او سستي نه لیدل کېږي .
• خپل وخت څخه استفاده کوي او بی ځایه وخت نه تیروي که هغه د الله عبادت ، جهاد ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وي ، د اولادونو تربیه کول وي او یا په مسجد کې وعظ او نصیحت وي .
• د عوت په کار کې د مالی مسئولیت په اداء کولو کې هیڅ قسم سستی او تمبلی نه کوي.

• د سمع او طاعت په برخه کې هیڅ قسم تردید او شک نه کوي بلکې خپل رائی په مقابل کې ئې فوری منلو ته تیار وي .

• هر قسم قربانی چې د الله تعالی حکم مطابق وی نو لبیک ورته وايي او هغی ته هیڅکله د ( نه ) لفظ نه استعمالوی .

• د خپلو قایدینو فکری مشرانو باندی اعتما د لری او دهغویو اوامرو ته غاړه ږدی .

• په خپلو نیمګړتیاوو به پښیمانه کیږي او کوشش به کوي چې خپل ځانونه ملامت احساس کړي .

نو څه پروا کوي چه هر یو دخپل ځان څخه وپوښتي چې : زما منسوب کېدل اسلامی دعوت ته څه معنی لری ؟

وائې په حقیقت کې ددی سوال ځواب دوه صورتونه لری :
۱- هغه قسم خلک چې خپله مستقیمه لاره ئې پیژندلی ، خپل منسوبیدلو حقیقت ئې پیژندلی دهغی په اساس پدغه لاره کې روان دي ، خپل نهائې هدف ئی ټاکلی او هماغي په لورې قدم په قدم روان دي .

۲:- هغه ډله خلک دي چې د اسلامي دعوت حقیقت ئی له لاسه ورکړي په هغه لاره چې باید حرکت وکړي منحرف شوی د دنیاوي ژوند څخه متاثره شوي په هغویو کې کسالت او سستي رمنځ ته شوی او دماحول تر تاثیر لاندی راغلی . کړنی ئې د دعوت د لاری څخه مکمل په تضاد دي ، دعوتی کارنو انګیزی ئې سړۍ او خاموش شوي ، چې په بل تعبیر لاندی سوالونوته به هیڅ ځواب ونشی ویلی :

ولی دعوت باندی باور لری او ورسره یوځائې شوی ؟
ستا نقش په دعوت کې څه دی ؟
دعوت ته منسوبیدل ستا څه معنی لری ؟

لومړی فصل :
دعوت ته زمونږ منسوبیدل څه معنی لري ؟
نیکې ته د عوت کول او دهغی مخالف عمل تر سره کول یو داسی آفت دی چه مخاطبین په شک کې مبتلا کوی . نه یواځی د داعی په مورد بلکې دهغه دعوت په مورد هم شکوک او بدګمانی پیدا کوی .
الله تعالی فرمائی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ )الصف ۲
خلک هغه وخت د دوی خبرو ته غوږ نیسی او باور پری کوي چې د خبرو ترجماني ئې عمل وکوي .په همدغه ملحوظ دغه فصل دعوت ته منسوب کېدل څه معنی لری تر عنوان لاندی مختص شوی ځکه چې خلک به دغسی دعوت ته په سپکه ګوری چې بلوونکي خوږی خبری کوی خو تری هغه بد اعمال ترسره کیږي چې خلک تری نفرت لري په دغه صورت کې څرنګه خلک دهغوی پسی اقتدا ء وکړي چې وائې او زړه کې ځائې نه لري خلکو ته په نیکې امر کوي او خپله پری عمل نه کوي .

د دعوت لاری هغه ریښتینی نښی څه دي؟
اول : د دعوت د پیل له شرایطو او ظروفو څخه باید خبر ووسیږو :
یعنی خپل تیر تاریخ ته پوره پاملرنه وشی او هغه دننۍ حاضر وخت لپاره یو جزء وګڼل شي . ترڅو راروان ژوند لپاره او د دعوتی کارونو په خاطر یو واضحه نقشه په لاس ولرو .
اسلام سره دکفر معرکه په هروخت کې جریان لري ، نو دغرب لخوا کشمکشونه او فتنی چې داسلامی ملکونو د اشغال لپاره په کار اچول او ویل به ئې چه ستاسی دپاتی کیدو لامل د اسلام سره تړاو اود شرق عادات دي . نو همدغه وجه وه چې هغوی د اسلام مقابله په هرمیدان او هره وسیله باندی کوله لکه : فرهنګی وسایلو میډیا، اخبار ، مجلی او انټرنټ و غیره سره ، خلک ئی د فحاشی او عریانی طرف ته سوق کړي .او همدارنګه مالداره خلکو ځامن به ئې د غرب تعلیم لپاره لیږل .
همدغه هدف د ترلاسه کولو لپاره غرب غوښتل چې خپلی هڅې لاګړندی کړي تر څو وکولائې شی چې اکثره اسلامی ملکونه داشغال لاندی ونیسي .
په ترڅ کې يي د تبشیري هجوم چې د کشیش معروف ( زویمر ) په قیادت کې شروع کړي ؤ د وخت حکامو ورسره پوره همکاری کوله .

امام حسن البناء رحمه الله دمصر او نړۍ حالاتو په کتنه د دغه تبشیری هجوم د مقابلی اراده وکړله . چې د دښمن الهلال او السیاسیه په نامه مجلی چاپ کېدل فرهنګی مقابله کې ئې د الفتح په نامه مجله ئې شروع کړه . امام چې کله عملاً دعوت پیل کړ نو په لاندی ترتیب دعوت ترسره کولو:

• په عامه ځایونو کې لکه قهوه خانو ( هوټل ) کې به ئې د هوټل خاوند ته وویل چې د پنځه دقیقو لپاره دی خبرو وخت ورکړي نو دوی به خپل پیغام خلکو ته رسوه .
• د عامه اطلاع لپاره ئې یو تن ګمارلی ؤ ترڅو په ښار کې چیرته څوک وفات کیږي نو اطلاع به ورکوي تر څو هغوی ته دماسختن لمانځه څخه وروسته ولاړی شی تعزیت او هغویو سره خپل پیغام شریک کړي .

• د خپلو ملګرو سره به کیناسته او هغویو ته به ئې په مختلفو مناسباتو کې دخبرو کولو طریقه ښودله او نقابت به ئې کولو .

دوهم : باید د دعوت اعتقادی مبادئ او مباني وپیژنو ؟

د اخوان اعتقادی مبادئ او مباني د اسلام دین څخه اخستل شوی او اسلام د کلمی لوړتیا لپاره کار کوي . ځکه چې شعار ئې دی :

الله غایتنا، والرسول قدوتنا، والقرآن دستورنا، والجهاد سبیلنا، والموت فی سبیل الله أسمى أمانینا.

امام حسن البناء به په دی ډیر زیا ت ترکیز کولو چې مسلمانان باید بیرته د اسلام دوو اصیلو مصدرونو ته راوګرځی چی هغه د الله تعالی کتاب قرانکریم او سنت نبوی دي .
مونږ څوک یاستو :

زمونږ دعوت سلفي دی ، طریقه مو سني ده ، حقیقت مو صوفی دی ، هیئت مو سیاسي دی ، ډله او ګروپ مو سپورتي دی ، مجموعه مو علمی او فرهنګي ده ، مونږ یو اقتصادی شرکت یاستو او یو اجتماعي مفکوره یو .

دریم : باید د دعوت په نهائي هدف ،د هری مرحلی په اهدافو باندی او د دعوت په وسایلو باندی قانع ووسیږو :

د دعوت سره یو ځایی کېدل باید عقلاً ، روحاً او په رڼو سترګو وی . ( اهداف او وسائل مو معلوم وی ) .

د دعوت وسایل : د اخوان المسلمین عامه وسایل چې قیادت سره تړاو لری :

  1. صحیح منهج :
    چې قرآنکریم او سنت نبوي زمونږ اصلي محور دی ، باید په دقیقه توګه مطالعه ،درست فهم او په هراړ اخیزه توګه پري ځان پوه کړل شی .

  2. مومن کارکنان :
    هغه کوم فهم چې د قرآن او سنت څخه اخستی دی بدون دنرمی باید عملي کړي .

  3. قاطع او د اعتماد وړ قیادت :
    یو داسی قیادت چې د هغی سمع او اطاعت په معروف کې وشی او اخوان د دغسی قیادت څخه برخمن ؤ.

هغه وسایل چې د بلوونکو پوری تعلق لری:
1. ژور ایمان
2. دقیق تکوین
3. دوامداره عمل .

چې ټول افراد ئې په خپل فکر باندی پوه او باوری اوسیږی ، هغه ته کار وکړي او تکلیفونو په لړی کې ثابت قدمه پاتی شي .

څلورم : باید بلوونکې د دعوت برنامو ، لوائحو ، او قوانینو څخه پوره خبر وي :
د یو منظم حرکت لپاره ډیره اړینه ده چې باید خپل لوائح ، مقرراتو او قوانین وپیژني ، او بیا دهغی عملی کولو لپاره پابند ووسیږي او د مخالفت په صورت کې باید اداره یو قاطع او جدی تصمیم ونیسی .

پنځم : د نورو حرکتونو په مورد باید خپل دعوتی موقف ته ملتزم ووسیږو :

زمونږ موقف د نور حرکتونو په مورد چې ننی عصر کې موجودیت لري خو د تفرقی سبب شوی دا دی چې دهغوي خبره د خپل دعوت په تله کې وتلو که چېری زمونږ د دعوت د اصولو سره برابر ؤ نو استقبالوو او که نه نو بیا تری مونږ برائت اعلانوو .

لکه بعضی خلک د اخوان په مورد دغه شک لری چې دوی د وطن سره مینه نه لري او د وطن د آزادی لپاره دوی قرباني نه ورکوي .

لکه څرنګه چې د اخوان د دعوت بنیاد اسلام دی نو څرنګه اسلام مونږ ته حکم کوی هماغه زمونږ موقف دی .
امام وائې : – که چیری د دوی مقصد د استعمار څخه د وطن آزادول او استقلالیت وي نو مونږ له هماغو سره یاستو ځکه الله تعالی فرمائې :
ولله العزه ولرسوله وللمؤمنین و لکن المنافقین لا یعلمون ) المنافقون ۸
او که مقصد ئې د وګړو ترمنځ مینه ، محبت او د خپلوی تقویت وي نو بیا هم اسلام مونږ ته لارښونه کوی :
(انما المومنون اخوه ) الایه . او همدارنګه حدیث کې دی : (کونو عبادا لله اخواناً ) صحیح بخاری
او که مقصد ئې د اسلامی امت په منځ تفرقه اچول وی ، او په قومی او سمتی دښمنیو ښکېل کول وي نو بیا مونږ دغسی قوم پرستی مردوده ګڼو .

دوهم فصل

صلاحیتونه او آمادګی
هغه صفات چې په یوبلوونکې کې وي په لاندی ډول یادونه کیږي :

1. ژور ایمان :
دایو لازمی صفت دی د بلوونکې لپاره چې ایمان ئی قوي وي ، امام حسن البناء به په خپلو ملګرو روحی جانب باندی ډیر زیات تاکېد کولو .
هغه مسنون دعاګانی او وظیفی باید روزانه سهار او ماښام تکرار شی . لکه (‏ قُلِ اللَّهُمَّ مالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشاءُ وَ تَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشاءُ وَ تُعِزُّ مَنْ تَشاءُ وَ تُذِلُّ مَنْ تَشاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلى‏ كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَديرٌ . ) ، (اللهم هذا إقبال ليلك وإدبار نهارك وأصوات دعاتك فاغفر لي …) او (اللهم انک تعلم انه هذه القلوب قد اجتمعت علی محبتک ………. ) الخ

واجبات :
هر شخص مکلف دی چې روزانه ، هفته وار او میاشتیني وجایب باید عملی او ترسره کړي:
لکه : تهجد ، محاسبه ، اسره ، کتیبه ، رحله ، د جمعی مبارک ورځ غسل ، دهغه وخت لټه کول چې دعاګانې پکې قبلیږی ، ، فرضی او مستحب صدقاتو ورکړه او اعتکاف.

2. قوی ارده :
امام رحمه الله وائې : چې بعضی خلک داسی فکر کوی چې محض د اسلام بیرغ د الله تعالی په لاره کې اوچت او توره په لاس کې واخلی نوختماً په ورته کامیابی په برخه کیږي او فرشتی به ئې کومک ته راځی . دغه فکر خو صحیح دی لیکن د مشکلاتو او ابتلاتو تیرو څخه وروسته چې انسان په خپل نفس باند غالب وی . ځکه الله تعالی فرمائې : یا ایهالذین آمنوا ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت اقدامکم ) محمد ۷ یعنی : که تاسو د الله د دین ساتنه او مرسته وکړي نو الله تعالی به ستاسی مرسته وکړي اوستاسی قدمونه به محکم کړي .
لکه څرنګه چې د انبیاؤ علیهم السلام باندی امتحانات راغلی ؤ : آدم علیه السلام په مورد الله فرمائې : (وقلنا:يا آدم اسكن أنت وزوجك الجنة , وكلا منها رغدا حيث شئتما , ولا تقربا هذه الشجرة , فتكونا من الظالمين) الاعراف ۱۹ الخ
همدا رنګه د تبوک په غزا کې چې دګرمې موسم ؤ ، مسلمانان په سختو شرایطوکې ؤ الله تبارک وتعالی حکم وکړلو:

(انْفِرُواْ خِفَافًا وَثِقَالاً وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ .) التوبه ۴۱ یعنی : په سپکو او درنو وسایلو سره بیرون ولاړ شی ( جهاد میدان ته پیاده او سورلی سره ، ځوان او بوډا ولاړ ) .

اراده څه قسم قوی کیږي ؟
• د الله تعالی سره مضبوط رابطی او قوي اړیکې باندی : ځکه الله تعالی فرمايي (کم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ.) البقره ۲۴۹
• الله تبارک و تعالی ته عاجزی او تضرع کول : الله تعالی فرمائې (رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ.) البقره ۲۵۰
• د جهاد لاره په صحیح توګه پیژندل : چې دغه لاره د اغزو نه ډکه ده . او ګلان پکې نه دی خوری شوی .
• قوی رغبت : په خپل شوق او ارادی سره . الله تعالی فرمائې : (وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) العنکبوت ۶۹
3. لوړ همت او په عمل کې جدیت او قاطعیت :
په حرکت کې د سستی او کسالت لپاره ځائې نشته ځکه دا یو طولانی لاره ده .
د لوړ همت او جدیت نښی :
۱ – د لمانځه په اداء کې جدیت : یو داعی باید چې ا‌ذان واوری فوری پاڅیږی او مسجد ته دجماعت سره لمانځه د اداء لپاره ولاړشی .
۲ – اسری ( هفته وار درس ) ته په پابندی سره راشی .
۳ – د هغه کارونو ترسره کول چې ورته په ناڅاپی ډول ورکول کیږي .
۴ – د دعوت په کارونو کې مالی مرسته کول .
۵ – د سست او تنبل خلکو سره د ناستی څخه ځان ساتنه .
۶ – په خپلو ټولو امکاناتو او استعدادونو څخه د دعوت په لاره کې کار اخستل .
4. د نورو لپاره قدوه او نمونه وی :
یو بلوونکې باید قوی ایمان ولری ، د ښو اخلاقو خاوند وی ، د لوړ همت څخه برخمن وی ، وسیع علم ولری او پدغه علم باندی باید عمل وکړي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ ) الصف ۲
5. محبت لرونکې او نرم خوی :
بلوونکې باید د نرم خوي څخه برخمن وي او سخت طبیعتی څخه د ځان وساتي . الله تعالی فرمائي : (فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ ﴿۱۵۹﴾. ال عمران

څرنګه کولائې شو چې نور خلک دوستان کړو ؟
• دهر څه نه مخکې باید خپل ورور ښه وپیژنو ( پوره پیژندنه د تصادم مخه نیسي ) .
• خپله شخصي رایه په نورو ملګرو مه تحمیلوي .
• په نورو باندی د خپل حد څخه زیات او بی موجبه نقد مه کوئ .
• هغویو سره داسې برخورد کوئ چې څه رقم مو ورسره دوستی او تعامل وي . یعنی لومړی ئې دوستي وپالئ مینه او محبت ورکړئ بیائې تری ثمره وغواړئ .
• د غیبت کولو څخه ئې ځان وژغورئ .
• د نورو لپاره عذرونه ولټوئ چې کېدايی شی څه عذر به لری مونږ پری نه پوهیږو ځکه نه دی راغلی .
6. د راز ساتنه او پټونه :
هریو بلوونکې ته پکار دي چې دعوت راز ساتنه وکړي ځکه چې د ا دپیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت دی . فرمائې :
( استعینوا علی انجاح الحوایج بالکتمان )
د راز ساتنی فواید :
۱- د دعوت صف د داخلي او خارجي ضررونو څخه په امان کوي .
۲ – د دعوت پرخلاف ددښمنانو پلانونه شنډوي .
۳ – د دعوت اعضاء د ښمنانو د دسیسو څخه په امان کې پاتی کیږي .
۴ – د دعوت په کارمندانو کې اعتماد راځی قوت ئې لوړیږی .
۵ – د تربیتی کارونو لپاره ښه زمینه مساعدیږی تر څو نور افراد وروزل شی .
۶ – د دښمنانو په زړونو کې رعب او ویره پیداکیږي .
7. په وعدی باندی وفاء کول :
وفاء هر وخت د تعهد او بیعت صورت نیسي . بلوونکې باید په یاد ولري چې دوی کوم تعهد کړی د هغی څخه غرونو ، آسمانونو اوځمکو خپل عجز ښودلی . الله تعالی فرمائې (وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً.) الاسراء ۳۴

د دعوت په لاره کې د وفاداری شکلونه :
۱ – د وروګلوی مفهوم ته تحقق ورکول (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) سوره حجرات (۱۰ )
۲ – د دعوت په کارونو کې چې ورته سپارل شوی وی قربانی ورکول او ترسره کول . الله تعالی فرمائی : (أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ ) ال عمران ۱۴۲
۳ – بلوونکې باید خپل قیادت باندی پوره اعتماد او باور ولری ( یاایهاالذین امنوا اطیعوا الله واطیعو الرسول و اولی الامر منکم .
۴ – د تنظیمی لوایحو ته غاړه ایښودل هم وفاداری ده .
۵ – خپل منهج او نصاب باندی پوره باوری وي چې قرآنکریم او سنت دي .
۶ – د دعوت په برنامو باندی هم اعتماد وی ، د خپلو ورونو د شان اوشوکت ساتنی لپاره د هغوی په غیاب کې دفاع کول ، د وحدت او اتفاق ساتنه ، د شخصی نظر څخه تیریدل ، د افرادو ترمنځ د اختلاف په صورت کې باید د عوت سره مبارزه ونکړي ، د خپل لاس لاندی کسانوپه حقوقو کې سستی نه کول .( كلّكم راع و كلّكم مسؤول عن رعيّته) الحدیث
8. قرباني او فداکاری :
هر څو ک چې دعوت سره یوځای کیږي پدی وپوهیږی چې په دغه لاره کې به خپل ځان قربانوي . ځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم د دغه دین دنشرولول لپاره ئې څومره مشکلات ګاللي . ایا خپل ځان د خطرونو سره مخامخ کړي نه ؤ؟ ایا د دین دښمنانو د هغه قتل دسیسه نه وه جوړه کړی ؟
9. د وخت ارزښت او قیمت باید وپیژنو :
وخت څخه عبارت د انسان ټول ژوند دی باید دغه سرمایه د دعوت په لاره کې ولګول شي . نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمائي : ( عن ابن عباس رضی الله عنهما قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم نعمتان مغبون فیهما کثیر من الناس الصحة والفراغ ) صحیح البخاری .

یعنی : دوه نعمتونه داسی دي چې اکثره خلکو د هغه په پیژندنه کې دهوکه شوی یو صحت دی اوبل فارغ وخت .

بلوونکې باید د هرچاڅخه دمخه خپل وخت ارزښت وپیژنی ، د وخت په مورد به ترینه پوښتنه کیږي ، د نورو وخت ته پاملرنه وکړي او دهغوی بی ځایه وخت ضایع نه کړي د وعدی په صورت کې د ی باید خپل وخت ته ځان ورسووي خو متاسفانه دغه ضعف په ورونو کې ډیر لیدل کیږي .

د هغه خلکو ناستی څخه ځان وساتی چې هغی وخت ضایع کوی خو البته داعی باید دهری ناستی لپاره اهداف ولری چې خپل دعوت د انتقال لپاره خوږی خبری تقدیم کړی ، او مسئول شخص باید دی ته پاملرنه وکړي که چیری بلوونکی خبری د خپلو اهدافو څخه بل خواته تلل نو باید یادونه وکړي .

  1. دژوند په ټولو اړخونو کې باید منظم وي :
    بلوونکې نسبت نورو ته خپلو شخصی مصرفیتونو ترڅنګ د دعوت کار په غاړه لري نو پکار ده چې خپل ژوند منظم کړي .

وصیت :
که غواړی چې خپل ژوند کې منظم ووسئ نو لاندیني سوالونه ته ځوابونه ووایاست :
• ایا داسی وخت درڅخه تیر شوی چې هیڅ قسم دی پکې استفاده نه ده کړی ؟
• ایا خپل وختونه دی په صحیح توګه تنظیم او اداره کړي ؟
• ایا خپل دندی او کارونه دی د اهمیت له نګاه نه ترتیب کړي ؟
• ایا د دغه اعمالو دترسراوي په موخه دی توازن مراعات کړی دی ؟
• ایا داسی کارونه شته چې تاته په زړه پوری وي او ستا زیاتر وخت نیسی ؟
یقین سره ویلی شم که چېری دغه سوالونو ته په صحیحه توګه ځواب وویلی شی نو ستا دضعف نقطی به درته معلومی شي .
وروره په یاد ولره : -چې الله جل جلاله په ټولو خلکو کې ددغه رسالت رسونی لپاره تاسو اختیار کړي یاست چې د دعوت مکلفیتونه زیات او کارونه ئې مختلف دي او د خیر رسونی خلک کم دی . تاسو پکې یو تن یاست نو بیا د الله تعالی څخه کومک وغواړه او خپله زنده ګۍ په اموراتو کې منظم ووسیږه .

دریم فصل
عملی وجائب
هر څه نه مخکې دعوت خلک د خیر طرف ته سوق کوي او د شر کارونو څخه ئې منع کوی ، دنفس اصلاح ، دکورنۍ اصلاح او ټولنۍ اصلاح ته رابولي ، د آذان په اوریدو سره مسجد ته دجماعت طرف ته بلنه ورکوي ، په خپلو وختونو حریص وسیدو باندی تاکېد کوی ، عدل او انصاف سره فییصلی کولو باندی امر کوي ، دعوت غواړی چې اهل ئې د رحم اوترحم ماده ولري ، غواړی چې خپل ټول بلوونکې ئې دسودی معلاملاتو څخه پاک وي ، دعوت غواړی چې یو برخه دمال ئې په دعوت کې مصرف کړي ،زکات اداء کړي بخیل او ممسک نه اوسیږی ، دعوت غواړی چې د بدو ملګرو څخه دی ځان وساتی ، دعوت درته ددې سپارښتنه کوي چې خپل دعوت هر چېرته ورسوئ ، اسلامي دعوت خپلو اتباعو ته امر کوي چې اسلامي عادات خپلو کړنو او ویلو کې ژوندي کړي ، دعوت د دی دستور ورکوي چې همیش لپاره الله تبارک وتعالی په یاد ولري او مراقب ئې وګڼي .
د هغه واجباتو یادونه کیږي چې باید بلوونکې پکې هیڅ قسم تقصیر و نکړي :
لومړی : په دعوت کې باید هر شخص مثتب او مفیدوی .
هر بلوونکې په خپله خوښه او اختیار د دعوت کاروان سره یو ځاي شوی ، په ناڅاپی توګه باندی د دی پیوستون یوه ورځ او شپه کې نه دی شوی بلکې میاشتی او کلونه ئې نیولی دی نو پکار ده چې خپل مسئولیتونه وپیژنی او ورته کار وکړي . ځکه دا د یو بلوونکې وجیبه ده.

اسباب :
• د الله جل جلاله او د رسول اطاعت : ( کنتم خیر امه اخرجت للناس تامرون بالمعروف و تنهون عن المنکر وتؤمنون بالله ) آل عمران ۱۱۰
• د خلکو سره مینه او د هغویو اور څخه خلاصون : ( لقد جاءکم رسول من انفسکم عزیز علیه ما عنتم حریص علیکم بالمؤمنین رؤف الرحیم ) التوبه ۱۲۸
• د دعوت کار تر سره کول او پکې سستی نه کول : ( والعصر ان الانسان لفی خسر ……. وتواصوا بالحق و تواصوا بالصبر ) سوره العصر
• د اجر او ثواب په طمع .
• دالله په حضور کې عذر وړاندی کول .
• د فساد منکراتوزیادت او خپریدل .
• د باطل پرستو خلکو هلی ځلی او تحرک زیاتیدل .
• دوجایبو زیاتوالی اود وخت کمښت .
• دمسلمانان عامه وژنه دردونه او زخمونه
دوهم : د مالی وجیبی لپاره په دعوت کې باید آماده ووسیږو :
مال دانسان لپاره د اور څخه دخلاصون یوه وسیله ده خو که چیری انسان ژوندی زړه ونلري نو بیا ورته همدغه مال او اولاد غفلت سبب ګرځی ځکه چې انسان فطرتا مال خوښوی . الله تعالی فرمائې ( وتحبون المال حباً جماً ) الفجر ۲۰
بلوونکې باید د مال په ورکړه کې له نورو زیات مخکې وي ، ۳ فیصده دخپل آمد څخه دی دعوت ته ورکوي . جهاد بغیر قربانی تر سره کېداي نشی . مال ، ځان او وخت باید د دعوت په لاره کې مصرف شی .

دریم : دجماعت په فقهی نظریاتو کې باید پابند ووسیږو او خپلو نظریاتو نه تیر شو :
د ا د دعوت سره یوځای کېدونکو اشخاصو لپاره ، اما نورخلک پدی مکلف نه دی اونه دا د دین د قطعی مسایلو څخه دی چې نورخلک پری شرعاً ملزم شی بلکې هغی پدی کې داجتهاد او یا مخالفت رایه ورکولای شی .
څلورم :په تربیتی وسایلو باندی التزام کول:
تربیوی حلقی ( اسره)
د اسری ارکان :
• تعارف ( پیژندنه)
۱ – د ورورګلوی معنا په صحیحه توګه پیژندل
۲ – هیڅ څیز باید ستاسی اخوت خراب نکړي .
۳ – اتفاق او اتحاد (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ) آل عمران ۱۰۳

• تفاهم :
هغه واجبات چې د دغه رکن په اداء کې برخه لري په لاندی توګه دي :
۱ – په سمه لاره او منهج باندی روان ووسئ .
۲ – په هغه څه چې الله تعالی امر کړی عمل کول او د منکر څخه ځان ساتل .
۳ – خپل نفس جدی مراقبت وکړه او د ګناه په صورت کې ئې محاسبه کړه .
۴ – دخپل ورور د عیب لیدنی په صورت کې باید نصیحت ورته وکړئ .
۵- د نصیحت کوونکې نصیحت باید په ورین تندی واوریدل شی .
۶ – نصیحت کوونکې باید مخاطب ورور ته کمتری احساس ونکړي او نه باید خپل ځان لوړ او اوچت وګڼی .
۷ – که څه عیب په کوم ورور کې ولید باید ئې پټ کړي او که داصلاح څخه عاجز وی نو بیا د اسری مسئول پری خبر کړئ .
۸ – وروسته لدی څخه باید خپله ورورګلوی کما فی السابق ژوندی وساتی .
۹ – هغه ورور چې نصیحت ورته کیږي باید عناد او بدبینی وانخلی بلکې په ورین تندی ترینه واوري او عمل پری وکړي .

• تکافل :
هغه وجایب چې په دغه رکن کې ترسره کیږي په لاندی ډول دي :
۱ – یو د بل کفالت کول.
۲ – یو دبل پوښتنه کول.
۳ – د امکان په صورت کې یو بل سره مساعدت او کومک کول .
۴ – هروخت دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دغه ارشاد په یاد ولری : (لأن یمشی أحدکم فی قضاء حاجة – و أشار بإصبعه – أفضل من أن یعتکف فی مسجدی هذا شهرین ) المستدرک علی الصحیحین للحاکم
امام حسن البناء بیا دوه نقطی ویلی :
۱ –باید هرنفر حتماً ټولوپروګرامونه ته حاضري ورکړي او د بی ځایه عذرونوڅخه ځان وساتی .
۲ – هر نفر باید خپله مالی مکلفیت اداء کړي او هیڅ قسم تخلف ونکړي .
پنځم :په ټولو مراحلو کې د قیادت احترام او پری اعتماد کول :
۱ – د اخوان په دعوت کې قیادت په زړه کې د پلار په شان حق لري ، دعلمی سوی دلوړوالي په بناء د استاذ په شان حق لري ، د روحی تربیت په خاطر د مرشد حق لري.
شپږم : د وروګلوی وجیبه ترسره کول :
د دعوت صف په جوړونه کې اخوت یو مهم ترین او مستحکمه وسیله ده الله تعالی فرمائې(وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ)
د غایبو ورونو احترام کول ( د غیبت څخه ځان ساتنه ) ، په مالی اموراتو کې ( معلاماتو کې ) شفافیت ددی لپاره چې اخوت او ورورګلوی کې کوم خلل رانشی ، یو بل ته نصیحت کول .
اووم : په عمومی پروګرامونو کې مشارکت او حاضری :
نه یواځی فقط حاضریدل بلکې د پروګرامونو د ښه پرمختګ لپاره پوره ونډه اخستل ځکه چې د هر فرد وجیبه ده چې دعوت ته کار وکړي ځکه چې پروګرمونو ناکامی د دعوت په لاره کې خنډ واقع کیږي او دښمنانو ته د تبلیغ زمینه مساعدیږی .
اتم : په داخل اوخارج کې د دعوت د خبرونو څخه ځان خبرونه :
د خپل ملک او د نړی په سطحه د ټولو مسلمانانو څخه ځان خبرونه ځکه چې د مسلمانانو شتون لکه د یو جسد په څیر دی .
د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسو او خپلودعوتی رسنی ( بروشر ، مجله ، پیغام ویب پاڼه وغیره ) باید پوره تعقیب کړو .
د اخبار تعقیب د مسلمانانو سره دمینی اومحبت ښکارندوی ده .

څلورم فصل :
هغه نقاط چې باید ترینه ځان وساتل شی او د دعوت لاری موانع ګرځی په لاندی ډول دی :
0- داختلافاتو او تفرقی څخه ځان ساتنه :
د دعوت هر لاروي ته پکار دي چې د بی ځایه اختلافاتو څخه ډډه وکړي الله تعالی فرمائې (وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) الانفال ۴۶
1- د ضرر رسوونکې مسجدونو څخه ځان ساتنه :
یعنی واړه ډلی چې د یو لوی صف څخه بیلیږي او خپل مشران او قیادت نه خوښوی او د هغویو خلاف جبهه نیسی . هغه خلک چې منصب غوښتونکې وي او تعصب لري نو هغوی د خپل قیادت باندی تورنه لګوی ترڅو دعوت ته صدمه ورسوي . پدغه صورت کې قیادت ته پکار دي چې جدی تصمیم ونیسی او د تنظیمی لوایحو مطابق د صف څخه جداکړي .
2- په خپلو شخصی نظریاتو باندی اصرار کول .
3- جنګ او جدال کول :
پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمائې ( من ترک المراء و هو مبطل ، بُنی له بیت فی ربض الجنه ، ومن ترکه وهو محق بنُی له فی وسطها ) جامع الاصول .
4- خاص مصلحت پر عام مصلحت باندی مقدم او مخکې ګڼل :
الله تعالی وائې : (قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)
5- د ضروری درسونو څخه چې د تربیت په لاره کې کیږي غیاب او عدم حضور .
د قیادت او افرداد ترمنځ اړیکې دایمی وی ، بی ځایه عذرونه ونشی ، بلکې حقیقی غذرونه وړاندی شی ، عذر همیشه عادت ونه ګرځول شی او د عذر په وړاندی کولو کې باید مو زړه خفه شی .
6- په خپل نفس د حد څخه زیات اعتماد :
عسکریت شرف دی او اصلی مقصد مو داسلامي حکومت جوړول دي .
7- د خپل مسیر او لاری عدم وضوح :
خپل هدف او د هغی وسیلی وپیژنو ، دلاری طول او پکې مشکلات باید پکی درک کړو .

دبلوونکې صفات :

• داعی باید ویښ او آماده وی.
• هروخت باید مثبت طرف ته روان وی چې چېرته سستی پکې پیدا شی هغه ډیر زره لری کړي .
• قوی اراده ولري .
• په ورکړه باندی اموخته وی ممسک نه وي .
• قربانۍ ته تیار وي .
• لوړ همت ولري.
• دحکمت خاوند وي ( ادع الی سبیل ربک بالحکمه والموعظه الحسنه)
• د نورو لپاره قدوه او نمونه وي .
• اجتماعي خوی ولري .
• دخپلو شته امکاناتوڅخه پوره استفاده وکړي .
• او هغه وینا ترڅنګ د عمل په ‌ډګر کې هم غښتلی وي .

اختصار او پښتو ژباړه : عبدالله حامد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: