اخلاقصحابه کرامو سیرت

خوږې ویناوې د صحابه کرامو ژوند څخه

ته پاک وې، رعيت دې هم پاک شو!
کله چې حضرت سعد بن ابی وقاص د کسری خزانې ونيوې،  په هغو کې د شاهانو په لاس له مودو راټول شوي د دنيا هر ډول جامې، ګاڼې او ډول ډول شيان و. حضرت سعد دغه ټولې خزانې په پوره امانت حضرت عمر ته واستولې ، کله چې حضرت عمر وليدې، ويې فرمايل: بې شکه هغه قوم چې دغه شيان يې په دومره امانت رااستولي دي ، ريښتيني امينان دي، حضرت علي رضی الله عنه يې په خوا کې ناست و، هغه ورته وفرمايل: امير المومنينه! ستا خپل لاس پاک و، نو رعيت دې هم پاک شو، که چيرې ته  په حراموکې څريدلې وای نو رعيت به دې هم ارومره په حراموکې څړکاوه.

ملغلره او سکروټه

د حضرت عمر بن عبدالعزيز لور يوه ملغلره له کومې خوا وموندله، خپل پلار ته يې واستوله، ورته ويې ويل: پلاره! که له دې سره يوه بله پيدا شي، نو زه به يې په خپلو دواړو غوږونو کې واچوم. هغه ورته دوه سکروټې ور واستولې، ورته ويې ويل: لورې! که چيرې دغه دوه سکروټې په غوږونو کې اچولی شې، نو زه به درته بله ملغلره پيدا کړم.

زه خو داسې يم لکه د يتيم سرپرست

حضرت عمر رضي الله عنه به فرمايل: زما د امارت مثال داسې دی لکه درې تنه چې سره په يو سفر کې روان وي او خپله توښه يو تن ته ورکړي چې ته پر مونږ مصرف کوه، نو آيا دغه شخص حق لري چې ځان ته ترې زياته برخه واخلي؟
هغه به تل دا ويل چې زه خو لکه د يتيم سرپرست ، که چيرې الله تعالې مې له بل لوري چاره وکړي نو د مسلمانانو له مال نه به ځان ساتم، او که چاره مې نه وه نو دضرورت په اندازه به ترې څه اخلم.

پاچاهي په ژړا نه راګرځي:

يوه ورځ يو پاچا خپلې مور ته ورغی او په ژړا يې لاس پورې کړ، هغه د خپلې پاچاهۍ په سقوط ژړل، مور يې ورته وويل: بچيه ! ژاړه مه، پاچاهي په ژړا نه راګرځي،  پاچاهي توره غواړي ، ميړانه غواړي او سم په نره ساتنه غواړي.

نيکمرغه والي:

حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه ابوموسی اشعري ته يو ليک واستاوه، هغه په يمن کې والي و، له حمد او ثنا نه وروسته يې ورته وليکل: د الله تعالی په وړاندې تر ټولو نېک بخته او محبوب والي هغه دي چې رعيت يې هوسا ژوند ولري او نيکمرغه وي، پام کوه چې کوږ نه شې چې بيا به دې رعيت هم کوږ شي، بيا به ستا مثال دهغه څاروي وي، چې چيرته شنه واښه وګوري، وروګرځي ، په کې وڅريږي، داسې فکر کوي چې په دې به لږ څورب شي، خو ديته يې پام نه وي چې په همدې شنو وښو کې ورته مرګ نغښتی وي.

حضرت علي د ذميانو حق ساتي:

د حضرت علي کرم الله وجهه د خلافت پر وخت يو مسلمان شخص د يو ذمي په قتل تورن شو او بالآخره قتل پرې ثابت هم شو، حضرت علي پر هغه د قصاص فيصله وکړه، د هغه مقتول ذمي ورور راغی او حضرت علي ته يې وويل: زه له قصاصه تير يم. حضرت علي ورته وويل: ګوره ! چابه ويرولی وې، يا به چا څه ګواښ درته کړی وي؟  هغه وويل: نه دا کار ندی شوی، ما  ديت واخيست ځکه زه پوهيږم چې په دې قصاص زما ورور نه راژوندی کيږي، نو حضرت علي هغه قاتل پريښود او ويې ويل: ذميان زمونږ په امان کې دي، د هغوی وينه زمونږ په شان ده او ديت يې هم زمونږ په څير دی.

د ابوبکر صديق وصيت:

حضرت ابوبکر صديق د مرګ په بستر پروت و، چې خپله لور حضرت عايشه رضی الله عنها يې راوغوښته، ورته ويې ويل: ای عايشې! مونږ ته خو د مسلمانانو چارې راسپارل شوې وې خو مونږ پر ځان د مسلمانانو هيڅ حق هم نه دی پرې ايښی. خوراک مو تر ټولو سپور و، جامه مو تر ټولو زيږه وه، د مسلمانانو له مال نه  له ما سره همدا يو اوښ او يو خادم پاتې دی، لدې کبله نه غواړم چې د الله تعالی سره مخ شم او دمسلمانانو د مال څه راباندې پاتې وي.


سرچینه: قافله میاشتی مجله، د ۱۳۸۹ کال د میزان او عقرب ګڼه

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: