خوشحال خلک ډېر کار کولای شي

لندن: يوې روغتيايي څېړنې کې ويل شوي چې، ډېر خوشحال خلک ډېر کار کولای شي.

د څېړنې زياته برخه پر هغو کارکوونکو ده چې، شرکتونو او دفترونو کې مزدوري کوي.

څېړندويانو ويلي چې، ښه چاپيريال او د ښه مدير تر مديريت لاندې، کارګر ښه کار کولی شي.

څېړنه زياتوي چې، په خوښۍ کې کار کول د انسان ذهني قوت ۱۲ سلنه زياتوي.

دغه څېړنه د لندن د مزدوران په اقتصادي ژورنال کې خپره شوې ده. په څېړنه کې له اوو سوو زياتو مزدورانو سره خبرې اترې شوي دي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب