خورې ورې ملغلرې- غوره خبرې

۱- یوځوان یوحکیم ته راغي او ورته یي وویل:ماسره زما په نفس کي دوه لیوان په جنګ دي یومي خیرته رابلي اوبل مي شرته رابلي
حکیم ورته وویل:دی دواړو کی به هغه یو برې مومي کوم چه ته مړوي اوپالنه یی کوي.
۲- یوعالم وایي: هغه خلکوته تعجب وړی یم چه نیمایي حدیث یي اوریدلې وي او په څلورمه برخه دحدیث پوهیږي اوخبری په حدیث کي څوچنده کوی.
۳- په مدرسو کي مونږ لومړي زده کړه کوو بیا په امتحاناتو تیریږو خوپه ژوندکي لومړې په امتحاناتو تیریږو بیازده کړه کوو.
۴- دسرو زرو کته له خره څخه آس نه شي جوړولاي لکه ځیني خلک چه هرڅومره ډولي لباس واغوندي بیاهم بی عقله اوجاهل وي.
۵- عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمایي:دیوچالپاره همدومره مصیبت کافي دي چه په ځان کي کمي اوتقصیر وویني اوبیایي هم داصلاح کوشش نه کوي.
۶- یوعالم وایي بدخلک دخلکو په بدیو پسي ګرځې اوپه نیکیو یي سترګي پټوي لکه مچان چه په جسدکي ګنده اوناولي ځاي پسی ګرځې او روغ ځاي پریږدې.
۷- دري مفلسان:۱- دښکارسپې، چه ځان ستړي کړې منډي ووهي خوښکاریي نورو ته ځي.۲- بخیل سړي ،مال اودنیاجمعه کړي خو هرڅه نورو ته پاتي شي. ۳- غیبت کونکي ، دخلکوغیبت کوې او نیکیاني یي نوروته ځي.

ټولونه اوترتیب:عاطف صاحبزاده

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب