خنزیر غوښه ولی حرامه ده – څیړونکو خطرناکی پایلی موندلی

خنزیر غوښه ولی حرامه ده – څیړونکو خطرناکی پایلی موندلی

د اسلام مبارک دین کی د خنزیر غوښه ناپاکه او حرامه ګڼل شوی خو په نوره کفری نړۍ کی یی بیا ښه په شوق خوری .

موږ مسلمانان ویاړو چی الله ج له داسی پلیتۍ څخه منع کړی یو.

نویو ساینسی څیړنو جوته کړی چی د (ټیپ ورم) په نوم یو ډول چینجې له خوګ څخه انسانانو ته انتقالیږی کله چی بدن ته داخل شی ځان دماغ ته رسوی او د مغزو په خوراک شروع کوې ساینسپوهانو دغه چینجی د خنزیر سره په تړاوو د Pork tape worm یعنی د خنزیر ټیپ چینجی په نوم نومولې څیړونکو زیاته کړی چی د ټیپ ورم له ډولونو  څخه یوه نوعه یی داسی ده چی د انسان دماغو باندی برید کوی.

د لندن د ( سکول آف های جین اینډ تراپیکل میډیسن) ډاکتره هلیناهیلبی وایی چی پورک ټیپ ورم په خاص ډول د انسان دماغ ترخپل برید لاندی نیسی ددی ډول چینجیو یوه نوعه Teenia Solium په دوه طریقو د انسان بدن ته ننوزی یو په دی ډول چی د خنزیر غوښه نیمه خامه وخوړل شی او بل یی په دی ډول چی که د خوګ غوښه مکمله هم پخه شی بیا هم د یادو چینجیو هګۍ بدن ته داخلیږی او دغلته له هګیو څخه چینجی راوزی چی عصابی نظام ته له رسیدو سره سم ځان دماغ ته رسوی.

په دوهم حالت کی یاد چینجې د لاروا په ډول د خنزیر په فضله موادو کی پاتی کیږی چې دغه فضله موادو نژدی کسان مستقیم تر خطر لاندی دی کله چی دغه چینجې دماغ ته داخل شی نو د Neurocysticerosis په نوم ناروغې پیدا کوی چی لومړیو کی د یادی ناروغۍ نښی نښانی داسی وی چی مرګی، د غړو فلج او بلاخره د مرګ تر کومی رسول دی ډاکترانو وینا ده چی ددی ناوړه  ناروغۍ مکمل علاج ته لاس رسې نشته د روغتیا ماهرین وایی د یادی ناروغۍ څخه د ځان ژغورنې یواځینې لار له خنزیر څخه ځان ساتل دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب