علم حدیث

حدیث څه ته وايي؟

حدیث تعریف:

حديث معنا خبرې دي او دا د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خبرې دي نو ځکه نن ورځ په اسلامي نړۍ کې ورته حديث ويل کيږي.
که څوک په دې خبرو باندې اعتراف وکړي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم احوال او افعال خو خبرې نه دي نو بيا ولې په حديث کې شميرل شوى دي، ددغه اعتراض په اړه د اسلامي امت علماء دغه ځواب غوره گڼلې چې احوال او افعال د کثرت له امله يې په حديث کې شميرلي دى او بله دا چې علماى کرامو ليکلي دي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، احوالو او افعالو ته حديث ويل خو د ساخته او له ځانه جوړه شوې اصطلاح نه ده بلکه دقرانکريم څخه استنباط او راخستل شوېده او همدا رنگه چې دحضرت محمدصلى الله عليه وسلم ټولو ارشاداتو ته حديث ويل کيږي او دين بلل کيږي . او په سورت ضحى کې يې تعبير په دې ډول کړي دى (( اما بنعمة ربک فحدث )) علماء کرام دنعمت څخه مراد دين اخلي او په نورو آياتونو کې حديث او احاديث او ورته الفاظ راغلي دي.
د (علم حديث) څخه وړاندې بايد لومړى د (نفس حديث) تعريف او پيژنده وړاندې شي ځکه چې په (علم حديث) کې(حديث) ديو علم په ډول لوستل کيږي، بل ( نفس حديث) دى چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، افعالو ، اصولو او تقريرانو ته ويل کيږي چې ددغه نفس حديث څخه وروسته علم جوړ شو چې په اوس مهال کې ( علم الحديث)يا حديث پوهنې) په نامه ياديږي ، بيا علم الحديث په څو برخو ويشل شوى او هره برخه يې ځان ته تعريف ، موضوع او غرض (هدف ) لري .
روايت الحديث:
درايۀ الحديث يا علم الحديث روايه ، علم الحديث درايه دعلم الحديث په باب چې څومره کتابونه په مدارسو کې لوستل کيږي او دوره حديث کې ترې څخه کار اخيستل کيږي دغه ټول درواية الحديث پورې اړه لري .
حديث دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، افعالو ، احوالو او تقريراتو ته ويل کيږي هدف او مطلب دادى چې کوم يو امتي دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په هغه کار باندې دمنع کيدو حکم نه مخکې کړې وي او نه وروسته دې ته د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم تقرير ويل کيږي او کوم شي يا کار چې په دې ډول ثابت شي ويل کيږي چې داد حديث څخه ثابت شوى دى دتقرير څخه ثابت شويدى ددې.
خبرې اساسي او بنسټيز لامل دادى چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د مبارک شان څخه داخبره ډير ليرې وه چې دهغه په مخکې دې کوم غلط کار يا ناجايز کار وشي او هغه دې پرې چپ پاتې شي نو داخبره څرگنده شوه چې لکه څرنگه چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوال ، افعال او احوال حجت دى نو همدارنگه سکوت او تقرير هم حجت دى .
د حديث پوهانو او د اصول الفقهې دپوهانو په اتفاق او يووالي سره دحديث په تعريف کې داخل دي ځکه چې دا حجت دى احوال يې په دوه ډوله دي .
١- اختياري احوال ٢- غير اختياري احوال لکه د نبي عليه السلام خلق او اخلاق چې داد حديث په تعريف کې دعلماء په اتفاق سره داخل دي غير اختياري دخلقيه احوال چې مونږ يې په پيدايشي احوال سره پيژنو لکه دنبي عليه السلام سر، قد او ويښته او … دغه احوال دحديث پوهانو په رايه دحديث په تعريف کې داخل دي دوى وايي کل ما نسب الى النبى عليه حتى الحرکات ، السکنات فى اليقظه والمنام . ژباړه : هر هغه شى چې نسبت يې نبى عليه اسلام ته کيږي ان چې ويښته ، خوب ، حرکات او سکنات ټول حديث دى خو داصولو فقه علماء په نزد او اصطلاح کې غير اختيارى او خلقيه احوال د حديث په تعريف کې داخل نه دي.
دغه اصولين يا داصولو الغت علما وايي چې مونږ دهغه شې څخه بحث کوو چې په حجت او دليل ولاړ وي او زمونږ لپاره دنبي عليه السلام لارښونې ، ارشادات او اخلاقي صفتونه هدف او مراد دى . او خلقي غير اختيارى صفتونه زمونږ دبحث وړ نه دى او په شريعت کې دليل نه گرځي او نه پرې حکم مرتب کيږي او هغه حجت هم نه دى داوه د نفس حديث يوه لنډه پيژندنه .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: