ښځه په اسلام کې

حجاب د قرآن آيتونو په رڼا کې

لومړى قراني دليلونه:

لومړى دليل: لوى خداى ( ج) په قران كريم كې فرمايي:

ژباړه: (( او ووايه لپاره د مومنو ښځو خپلې سترګې ټيټې او د خپل شرم ځايونه پټ وساتئ او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښكاره دي، نه په ډاګه كوي او خپل پړوني دې، پر خپلو سينو او ټټرونو خپاره كړي او خپل سينګار او ښايست دې نه ښكاره كوي، مګر يوازې د دغو خلكو په وړاندې مېړونه يې، پلرونه يې، د مېړونو پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزيان) وروڼه، وريرونه، خوريونه، خپلې ښځې، خپل غلامان د خپل لاس لاندې هغه نارينه چې څه خواهش و نه لري. او هغه كوچنيان چې لا تراوسه د ښځو د پټو رازونو سره اشنا نه وي. او پښې دې په زوره نه ږدي، ترڅو يې پټ كړې ښايست ډاګيز نه شي. او اى مومنانو! ټول الله ته توبه وباسئ. ښايي چې خلاصون مو په برخه شي.)) د النور سورت، ۳۱ مه آيت.

دغه مبارك آيت له څو اړخونو پر ښځو د حجاب پر وجوب دلالت كوي:

۱. لوى خداى ( ج ) مسلمانې ښځې د خپلو شرم ځايونو پر پټ ساتلو امر كړى. د فرج پر پټ ساتلو امر، په حقيقت كې امر دى، د هغه څه پر پټ ساتلو چې د شرمځاى د پټ ساتلو لپاره وسيله ګرځي او په دې كې هېڅ يو عاقل كس شك نه كوي، د شرمځاى د ساتلو ځېنې وسيلې هماغه د پټول دى. ځكه چې د مخ لوڅو د دې لامل ګرځي چې انسان ورته وګوري، پر ښكلا او ښايست يې سوچ وكړي، ترې خوند واخلي او په پاى كې له همدې امله ده، چې انسان فحشا او زنا ته نژدې كېږي. په حديث شريف كې راغلى: (( سترګې هم زنا كوي او د هغوى زنا كتل او ننداره ده.)) تر هغه ځايه چې ګران پيغمبر (ص) وايي: (( او فرج هغه تصديقوي او يا يې تكذيبوي.)).

پر دې بنسټ، كله چې د مخ پټول، د شرمځاى د ساتلو او پټولو يوه وسيله شوه، نو د مخ پټول هم ماموربه ګرځي، ځكه وسايل د مقاصدو (هدفونو) حكمونه خپلوي.

۲. لوى خداى (ج) فرمايي: و ليضربن بخمرهن على حيوبهن.

ژباړه: ((او خپل پړوني دې، پر خپلو سينو او ټټرونو خپاره كړي.))

خمار هغه پړوني ته وايي، چې ښځې پرې خپل سر او بدن پټوي او په سر كوي يې. نو كله چې ښځې پر دې ماموريږي، چې خپل ټټر د خپل سر پر پړونې پټ كړي، نو د مخ پر پټولو هم ماموره ده. يا په بله وينا، د مخ پټول، د ټټر د پټولو له لوازمو او اړتياوو څخه دي او يا دا چې د مخ پټول د ټټر پر پټولو قياسېږي.

د قياس وجه دا ده: كله چې د ټټر او غاړه پټول واجب وي، نو د مخ پټول په اولى طريقه واجبېږي، ځكه چې مخ په خپله د ښكلا او فتنې محل دى. هغه كسان چې غواړې د يوې ښځې ښكلا او ښايست ځانته معلوم كړي، يوازې د هغې د مخ ننداره كوي، كه چېرې د هغې مخ ښكلى او حسين وي، د هغې د ښايست د معلومو په موخه د هغې د نورو ځايونو كتلو ته اړتيا نه نه پيدا كېږي.  كله چې وويل شي، فلان ښځه ښكلې ده، د دې جملې مانا دا ده، چې مخ يې ښكلى دى، پر دې بنسټ، له ښكلا او ښايست څخه موخه د مخ ښكلا او ښايست دى.

نو ثابته شوه، چې د طلب او خبر له مخې، مخ او څېره د ښكلا او ښايست ځاى دى.

كله چې مخ د ښكلا او ښايست ځاى وي، نو دا بيا به څرنګه پوهېدل كېداى شي، هغه شريعت چې د حكمت او پوهې پر ستنو ولاړ دى، د ښځې د ټټر او غاړې پر پټولو امر كوي او د مخ بربنډتوب  ته يې اجازه وركوي.

۳.

لوى خداى (ج) په قران كريم ښځې په مطلق ډول د ښايست له ښكارولو څخه منعه كړې ده، مګر هغه څه چې په خپله ښكاره شي، او هغه، هغه ځاى دى، چې كه وغواړي او كه و نه غواړي ښكاره كېږي، لكه د جامې ظاهر. له همدې امله خداى (ج) وې فرمايل: (( الاماظهر منها)) يانې ((مګر هغه چې ښكاريږي،)) او يې: (( الا ما اظهرن منه)) يانې هغه څه چې يې ښكاره كړي، و نه ويل. وروسته يې د بيا لپاره د ښايست او سينګار له بربنډولو څخه منعه كړه، مګر د هغو كسانو لپاره چې استثنا شوي دي، پر دې بنسټ، دا دويمه منعه پر دې دلالت كوي، چې دويم سينګار له لومړې پرته ده، لومړنې سينګار هماغه له ظاهري سينګار څخه عبارت دى چې د هر چا په وړاندې ښكاره كېږي او د پټولو شونتياوې وجود نه لري. خو دويم هماغه باطني (دننني) سينګار دى. كه د هر چا په وړاندې د دويم ډول سينګار ښكارول روا واى، نو د لومړې سينګار په تعميم او د دويمې په استثنا كومه ګټه مرتبه نه واى.

۴.

خداى تعالى د هغو كسانو په وړاندې، چې شهوت نه لري لكه زړو او هغه ماشومانو چې لا تراوسه د بلوغ او شهوت كچې ته نه دي رسېدلي او د ښځو پر راز ونه  نه دي خبر، د باطني سينګار پر ظاهرولو رخصت او اجازه وركړى، دغه اجازه پر دوو شيانو دلالت كوي:

لومړي: له دغو دوو ډلو كسانو پرته، بل هېچا ته د باطني سينګار او ښايست ښكاره كول، روا نه دي.

دويم: د هغه حكم لامل او مدار چې د حجاب او باطني سينګار له پټولو څخه عبارت دى، له ښځې سره د ناروا تعلق د صورت موندلو او د فتنې د رامنځ ته كېدو د وېرې پر بنسټ دى. او په دې كې شك نشته، چې مخ د ښكلا او ښايست اصلي هسته او د فساد او فتنې ځاى دى، پر دې بنسټ، د نامحرمو كسانو په وړاندې پټول يې فرض دى، څو هغوى په ليدو يې پر فتنه اخته نه شي.

۵.

 لوى خداى (ج) فرمايلى: (( و لا يضربن بارجلهن ليعلم ما يخفين من زينتهن )) ژباړه: ((او پښې دې په زوره نه ږدي، ترڅو يې پټ كړې ښايست ډاګيز نه شي)) كله چې ښځې پر ځمكه د پښو له وهلو څخه منعه كېږي، ترڅو نارينه د پښو او د سينګار وسيلې غږ يې و ا نه وري، څرنګه به د مخ له بربنډولو څخه منعه نه شي.

له دې دواړه څخه كوم يوه يې ډېر د فتنې او فساد لامل ګرځي؟ آيا دا چې نرينه د ښځې او د پښو اواز يې وا نه وري، په داسې حال كې چې پر دې هم نه پوهيږي، چې دغه ښځه څرنګه بڼه او څېره لري، ايا ځوان دى او كه زړه؟ او يا كه د داسې يوه ښځې د څېرې په ننداره بوخت شي، چې ډېره ښكلې او ښايسته ده او ورته كتل وار په وار انسان ځان ته راكاږي؟ هر انسان چې شهوت ولري او له ښځو سره لېوالتيا ولري، پر دې مسئله ښه پوهيږي چې، كوم يې ډېر فتنه اچوونكى او لوى دى او د ښځې د بدن د كومې برخې ستر او پټول ډېر اړين دى.

دويم دليل:

خداى (ج) فرمايلى: والقواعد من النسا اللاتي لا يرجون نكاحا فليس عليهن جناح ان يضعن ثيابهن غير متبرجات بزينه و ان يستعففن خير لهن و الله سميع عليم. سورت النور ۶۰ آيت.

ژباړه:

(( او له خواني نه ناستي زړې ښځې چې د واده كولو شوقمنې نه وي كه خپل پړوني كېږدي څه ګناه پرې نشته، خو په دې شرط چې د خپل ښايست ښوونه به نه كوي خو كه بيا هم ځان پټ وساتي ډېر يې په ګټه ده. الله پاك هر څه اوري او په هر څه پوه دى. ))

له دې آيت څخه د حجاب او ښايست ځايونو د پټولو د دلالت وجه دا دى، چې لوى خداى (ج) له هغو ښځو څخه چې د عمر د زړښت له امله د نكاح لېوالتيا نه لري، د پړونې په لرې كولو كې يې په دې شرط د ګناه نفى كړي، چې د حجاب له پرېښودلو څخه موخه د ښايست ځايونو بربنډول نه وي.

له دې امر څخه په بديهي توګه څرګنديږي، چې د جامې له اېستلو څخه موخه دا نه ده، چې خپل ټول بدن لوڅې كړي، بلكې د ثياب له وضعې څخه موخه د هغو جامو اېستل او اېښودل دي، چې پر قميص باندې اغوستل كېږي او په وسيله يې مخ او كفين دواړه پتيږي. پر دې بنسټ، په زغرده ويلاى شو، چې د زړو ښځو لپاره د كومې جامې د اېستلو او ترك كولو اجازه شوې، هغه جامې دي، چې د مخ او لاسونو په ګډون د ښځو ټول بدن پرې پټيږي.

د پړونې په اېستلو كې، د هغو زړو ښځو ځانګړنه چې د نكاح لېوالتيا نه لري، پر دې دلالت كوي، چې ځوانې او يا هغې ښځې چې نكاح ته لېوالتيا لري، په دې حكم كې له زړو ښځو سره مغايرې دي؛ يانې د ځوانو او يا هغو ښځو لپاره چې د نكاح تړلو لېوالتيا لري، د هغې لويې پړونې اېستل، چې لاسونه او مخ پرې پټېږي، اجازه نه ده وركړ شوې، بلكې هغوى پر دې مكلفې دي چې د نامحرمو نرينه وو په وړاندې خپل مخ او لاسونه پټ كړي.

كه چېرې د ثياب د وضعې په حكم كې زړې او ځوانې ښځې دواړه شامله واى، نو په دې حكم كې به د عجوزه او زړې ښځې ځانګړنه او تخصيص كومه ګټه نه لرله.

د خداى تعالى دغه وينا، ( غيرمتبرجات بزينة) يانې په دې شرط چې د خپل ښايست ښودنه به نه كوي، پر دې دلالت كوي، چې پر ځوانو او هغو ښځو چې د نكاح لېوالتيا لري، د حجاب اغوستل واجب دى؛ ځكه هغې ښځې چې خپل د ښايست ځايونه، مخونه او لاسونه لوڅوي، نارينه د هغوى له ښايست او ښكلا څخه په بشپړه توګه اطلاع ترلاسه كوي او د هغو ستاينه كوي او له هغوى سره د نكاح كولو لېوالتيا پيدا كوي. او دغه موضوع ډېره نادره (لږه) پېښېږي، چې ښځې دې، د خپل ښايست او مخ له لوڅولو څخه همداسې يو هوډ و نه لري، دا هم بايد ووايو، چې نادر شاذ دى او كوم حكم پرې مرتب نه دى.

درېيم دليل:

لوى خداى (ج) فرمايلى: (( يا ايهاالنبي قل لازواجك او بناتك و نسا المومنين يدنين عليهن من جلابيبهن ذالك ادنى ان يعرفن فلا يوذين و كان الله غفورا رحيما)).

ژباړه: (( اې نبي! ووايه، ښځو ته دې او لوڼو ته دې. او ښځو ( د نورو ) مومنانو ته چې خواره دې كاندې پر ټولو ځانونو خپلو له ټكريو ( څادرونو) پړوني خپلو څخه، دغه ( پټول د بدن) نژدې دى دې ته چې و به پېژندى شي دوى ( چې اصيلي دي) پس ايذا به و نشي رسولى دوى ته ( په زعم د وينځو) او دى الله ښه بښونكى ( د خطياتو) ډېر رحم والا ( په انعام د اجر او ثواب سره) )). د احزاب سوره، ۵۹ آيت

حضرت عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما) وايي: ( لوى خداى (ج) مسلمانو ښځو ته امر كوي، كله چې دوى له خپلو كورونو څخه راوزي ( د اړتيا او حاجت په صورت كې) نو خپل مخونه دې په خپلو پړونو د سر له خوا پټ كړي او يوازې د خپلې يوې سترګې مخه خلاصه پريږدي).

د صحابي تفسير حجت او دليل دى، ان يو شمېر علماوو ويلي، چې د صحابي قول پيغمبر ته د مرفوع په حكم كې دى، دا چې حضرت ابن عباس ويلى، چې دوى دې يوازې خپلې يوې سترګې پرانېستى ساتلى شي، په دې خاطر دى، څو لاره ولېداى شي. يانې دا استثنا هم د اړتيا له مخې دي، كنه د يوې سترګې لوڅولو ته هم ضرورت نشته. جلباب هغه لوى پړوني ته وايي، چې د ټولو جامو او كوچنى پړونې پر سر اغوستل كېږي، د مثال په توګه، قبا او چوپان. حضرت ام سلمه ( رض) وايي: كله چې دغه آيت نازل شو، نو د انصارو ښځې به په ډېر برم او حيا په داسې حال كې د باندې وتلې، چې تور پړونې يې اغوستي وې. ابوعبيده سلماني په دې اړه وايي: مسلمانې ښځې به د دې ايت له نازلېدو وروسته پرخپلو مخونو باندې به د سر له خوا څادر غوړول او يوازې به د هغوى سترګې هغه هم د لارې د لېدلو په خاطر معلومېدې او نور بدن به يې مستورې وي.

څلورم دليل:

لوى خداى تعالى فرمايي: (( لا جناح عليهن في ابائهن و لا ابنائهن و لا اخوانهن و لا بنا اخوانهن و لا ابنا اخواتهن و لا نسائهن و لا ما ملكت ايمانهن و اتقين الله ان الله كان على كل شي شهيدا)).

ژباړه: (( نشته ګناه پر دغو ښځو په ( مخامخ كېدلو د ) پلرونو د دوى كې او نه په زامنو د دوى كې او نه په وروڼو د دوى كې او نه په زامنو د وروڼو د دوى كې او نشته ( ګناه پر دغو ښځو په مخامخ كېدلو د ) زامنو د خويندو د دوى كې او نه په ښځو د دوى ( يعنې په ښځو د نورو مومنانو) او نه په هغو ( وينځو) چې مالكان وي ښې لاسونه د دغو ( ښځو لره) او وويرېږئ ( اې ښځو) له الله ! بېشكه الله دې پر هر شي باندې ښه شاهد عالم. )) د احزاب سورت ۵۵ آيت.

د اسلام لوى مفسر ابن كثير رحمه الله وايي: كله چې لوى خداى (ج) پرښځو امر وكړ، چې له نامحرمو نارينه وو څخه حجاب وكړي، دغه مسئله يې روښانه كړه، چې له هغو خپلوانو څخه چې په دې ايت ترې يادونه شوي، حجاب ته اړتيا نشته؛ لكه څرنګه چې هغوى يې د نور سورت په دې ايت كې مستثنا وګرځول:

و لا يبدين زينتهن الا لبعولتهن… ژباړه: ((او خپل سينګار او ښايست دې نه ښكاره كوي، مګر يوازې د خپلو مېړونه په وړاندې…))

دغه څلور دليله له پرديو (نامحرمو) نارينه وو په وړاندې پر مسلمانې ښځې حجاب واجب ګرځوي، چې لومړى ايت يې پر پنځو وجوهو پر حجاب باندې دلالت كوي.

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: