
تکنوکراسي یا (تخنوکراسي) Technocracy

د تخنوکراسۍ تیوریسنان په دې نظر دي چې انجینران باید د دولت رهبري په غاړه واخلي، ځکه چې دوی تر نورو ښه د عامه هوساینې له پاره کار کولای شي، جنجال نه جوړوي، اوږده بحثونه نه کوي، کودتا نه کوي، سیاسي دلیل نه وایي او د آمر د دستور او فرمان منلو ته تر نورو ښه چمتو دي.
د تخنوکراسۍ نظریې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي انقلاب او د کپیټالیسم د عمومي بحران په وخت کې ډیر پلویان لرل. داسې سیاسي میلانونه رامنځته شول چې تخنوکراسي یې د سوسیالیسم او کپيټالیسم تر منځ دریمه (د حل لاره) بلله. په تخنوکراسۍ کې وسایل موخې ټاکي، نه داسې چې هدفونه وسایل تعین کړي. تخنوکراتان په دې نظر دي چې هر تخنیکي پرمختګ چې د انسانانو لخوا رامنځته کیږي له ځانه سره په ټولنه کې نويې غوښتنې او ستونځې را زیږوي چې د هغو د حل له پاره بیا هم نوي تخنیکي پرمختګونه ځوابونه موندلای شي. له دې کبله د دوی له نظره، نور په انسان باندې د انسان د سلطې او حاکميت وخت تیر دی او دا تخنیک دی چې پر انسانانو واک او حاکمیت چلوي. په دې توګه تخنوکراتان د دیموکراتیکو بهیرونو او د شتمنیو د عادلانه ویش د موضوع څيړل ضرور نه ګڼي، سیاسي بحثونو او ګوندونو ته اهمیت نه ورکوي او وایي چې تخنیک د انسانانو او سیاستوالو لخوا د ټولنې د ارزښتونو د بدلون او پرمختګ د لوري ټاکلو ته اړتیا نه لري، ځکه چې تخنيکي پرمختګ دا کار پخپله کوي.
په شلمه پیړۍ کې د تخنوکراسۍ د سیاسي طرحو د منظم سيستم د وړاندې کولو تر مخه په مدرن حکومت کې د علمي او تخنیکي معقولیت او په اداره کې د تخنوکراتانو د رول د څرنګوالی موضوع لا ډيره د مخه مطرح وه. ځینې پوهان په دې نظر دی چې ان د افلاطون د (فیلسوفانو دولت) طرحه هم له تخنوکراسۍ سره اړیکه لري.
د تخنوکرات حکومت مسئله په دریو غوره دلایلو ولاړه ده:
لومړۍ دلیل یې په ټولنه او ټولنیز سیاسي سیستم کې د تخنیکرانو رول دی. دا چې سیاسي ځواک د علم او فن پر مهارتونو تکیه لري، نو انجینران او تخنوکراتان کولای شي چې د ټولنې پرمختګ او د خلکو هوساینې ته ګټور واقع شي.
دوهم دلیل یې په ټولنیزو سیاسي چارو کې د تخنیک د رول عمده بلل دی. دوی وایي چې روځ په روځ د سیاسي کړو وړو او نورماتیفي پریکړو ډګر د تخنیکي پرمختګونو په واسطه تنګیږي. تخنیک ورځ په ورځ په سیاسي پريکړو خپله اغیزه زياتوي او دا اغیزه د انسانانو د اختیاره وزي او سوچه سیاسي پریکړې له ټولنیز ډګره ورکیږي.
او دریم افزاری دلایل دي چې د وسایلو شتون او له هغو ګټه اخیستنه پخپله هدفونه ټاکي، نه داچې د مشخصو موخو د لاسته راوړو له پاره وسيلې.
علمی او تخنیکي پرمختګونه په ټولنیزو اقتصادي او سیاسي چارو ژورې مثبتې او یا منفي اغیزې کوي. علمي او تخنیکي پرمختګونه د انسانانو ډیرو غوښتنو او اړتیاوو ته ځوابونه او د ستونزو د حل لارې مومي. د علم او تخنیک اغیزې په ټولو ټولنو، سوسیالیستي او کپیټالیستي نظامونو کې خپل اغیز شیندي. لنین د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د شوراګانو حکومت او ټول هیواد ته د برښنا رسول د سوسیالیستي نظام دوه غوره اړخونه بللي دي. يعنې چې د شوراګانو د سياسي پريکړو تر څنګ يې د ټولنې د ودې او د خلکو په هوساينه کې تخنيک ته لوړ رول ورکړى دى. په اوس وخت کې ډیر پوهان او اقتصادي فعالین هم په ټولنیزو کړو وړو باندې د تخنیک او تخنوکراتانو ژوره اغیزه مني او د هغوی د ډول او ودې د لوري په ټاکلو کې يې رول غوره بولي. د مثال په توګه، بیل ګیتس (Bill Gates) په دې نظر دی چې نوی معلوماتي او ارتباطي تخنیک (انټرنټ) دا قابلیت لري چې کپيټالیستي له کنتروله وتلې اړیکې د خلکو تر اغیزو لاندې راولي او د «نرم کپیټالیسم» د رامنځته کيدو سبب شي.
نور پوهان په دې نظر دي چې په ټولنیزو کړو وړو او راشه درشه باندې علمي او تخنیکي پرمختګونه منفي اغیزې هم کوي او په دې اړه ډیر نظرونه او تیوري ګانې شته. داسې تیوری شته چې د علم او تخنیک چټکه وده د انسانانو شخصي آزادۍ محدودوي. د مثال په توګه د انترنټ په اوسنیو شرایطو کې د افرادو آزاده راشه درشه او کړه وړه محدود او تر کنترول او نظارت لاندې دي چې د خصوصي حریم شتون ته لویه ضربه رسوي. د علم او تخنیک یاغي پرمختګ د انسانانو د ژوند چاپیریال ته زیان رسوي، د اوسني نسل له پاره هوا ککړوي او د راتلونکو نسلونو له پاره د ځمکې پر مخ د ژوند شرایط سختوي او یا یې له منځه وړي.
په تکنوکراسۍ کې غټ منفی ټکی دادی چې تکنوکراتان عمدتا عیني- تخنیکی لید لري او په دولتی چارو کې د انسانانو روحي او ټولنیزې برخې په نظر کې نه نیسي او یا کم اهمیت ورکوي.نور محمد غفوري
السلام وعليکم ورحمت الله وبرکاته بعد له سلامه محترمه ډير خه معلومات مو نشر کړي الله مو ونازوه ، خو دغه يوه خبره چی ملايان ټکنالوژۍ ته کفر وايي دا مو لږه تيزه غوندی ده تحقيق مو نه دی پسی کړی يو نيم ملايان به وي هغوي نه ددين په ګټه دي او نه هم ددنيا په ګټه دي هغوي پسی مه ګرزی وروره په دی هيله چی خفه نسی