تنګ جینز اغوستل د پښو د ناروغۍ لامل ګرځي

څیړونکي وايې چې ډیر تنګ یا چسپ جینز خلک د ناروغۍ تر بستره رسوي.

۳۵ کلنې استرلیايۍ میرمنې وروسته له هغې د څلورو ورځو لپاره بستر شوه، چې تنګ یا ټایټ جینز يې اغوستی و. که څه هم ډاکتران وايې، چې خپله تنګ جینز د ناروغۍ سره مستقیمه رابطه نه لري، ولی ستونزې زیږولی شي.

د استرلیا دې میرمنې د یو خپلوان سره د کور د سامان (کډې) په انتقال کې مرسته کوله. او تقریبا ټوله ورځ د میزونو د روکونو او غوټو د بسته کولو لپاره په تنګ جینز کې د پښو په سر ناسته وه. کله چې د ورځې له کاره وزګاره شوه، د شپې مهال يې پښو سم او منظم حرکات نه کول. په ناڅاپي ډول له حرکته ولویده او روعتون ته انتقال شوه.

ډاکتر توماس کیمبر چې ددې میرمنې درملنه يې کوله وویل چې یادې میرمنې تنګ جینز اغوستی و او د زیات وخت لپاره پکې د پښو په سر ناسته وه، چې له امله يې د نومړې پونډې پړسیدلي دي.

ډاکتران وايې، که یاده میرمن روعتون ته پر وخت نه وه وړل شوې، د پښو په دایمې درد به اخته شوې وه.

د ډاکترانو په بارو تنګ جینز هغه چې انجونې پکې ناراحته وې، د پښو د ناروغۍ لامل ګرځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب