ژوند مهارتونهکاري ژوند او مدیریت

تنظيمي او مؤسساتي غونډې څه ډول اداره کېدی شي؟

کيداى شي ځينې خلک تعجب وکړي او و وايي چې د دې ډول موضوعاتو څېړلو او ويلو ته څه اړتيا نشته ځکه دا خو ټول څرګند او هر چاته ښکاره دى، او د دې ثانوي امورو د څيړلو په خاطر دومره زيار ايستل بې ځايه دي… خو زه له هغه کسانو سره سخت مخالف يم چې تنظيمي کارونه بسيط او کم ګڼي، ان زياته توجه ورته نه کوي… او د دې تر څنګ دا چې هر کار او عمل که هر څومره عادي او بسيط وي، تر هغې برى نه شي موندلاى تر څو چې په دروسته او لازمه توګه نه وي پلى شوى.

بل دا چې موږ په يوه داسې زمانه کې اوسيږو چې د مقابلې زمانه ورته ويل کيږي… او د اسلام دښمنان په ډېر دقت سره مخ پر وړاندې درومي… په تخطيط، تنظيم، او تصور کې لږ شانته قصور د وخت او قوت د ضياع او کار د ناکامۍ سبب کيږي…
د ټولنو د کارونو انتظام، د وړو اجتماعاتو له انتظام، او د هغوى د پلانونو په ښه ډول جوړولو څخه پيل کيږي، او همدا راز ناکامي هم په دې او يا هغې کې د قصور او ګډوډۍ نه را منځته کيږي…

کولاى شو په يوه ټولنه باندې د هغې د يوې جلسې او غونډې يا يوې طرحې د پلې کولو په اساس حکم وکړو… که پيل يي ښه و نو راتلونکى به يي ډېر ښه وي، او که شروع يي خرابه وه نو راتلونکى به يي تر هغې ډېر خراب وي… نو تنظيمي غونډې بيشکه د ټولنيزو کارونو د بري او يا ناکمۍ کلي دي… او د دې غونډې د بري زيات عوامل دي… چې ځېنې يي په لاندې ډول دي:

1. د غونډې په وخت پابندي:
د غونډې د خرابيدو او نړيدو لومړى عالم په ټاکلي وخت پابندي نه کول دي، که څه هم دا د څو شيبو خبره وي!! ځکه هغه دماغ او فکر چې يوه شيبه کمه بولي او تر نظر يي هيڅ نه راځي، کيداى شي ګړۍ او بلکې ټول وخت هيڅ ونه ونه بولي او تر نظر يي سپک راشي… او هغه څوک چې د زماني په شيبو پابند نه دي نو د شريعت په دقيقو به هم پابند نه وي، او په دې ترتيب سره به د هيڅ شي پر وړاندې پابند نه وي…

وخت د شريعت او عرف له نظره د تړون مثال لري، چې بايد وفا ورباندې وشي، او د ماتولو کوښښ يي ونه شي.
و اوفوا بالعهد، ان العهد کان مسئولا ( بني اسرائيل: ٣٤).

د ژمني پابند اوسئ، دا يقيني خبره ده چې د ژمني په باب به تاسې پوښتيدوني ياست.
قران کريم مؤمنان داسې معرفي کوي:
و الموفون بعهدهم اذا عاهدوا ( البقره: ١٧٦).
او نيکان هغه کسان دي چې کله وعده وکړي تر سره يي کړي.
و الذين هم لاماناتهم و عهد هم راعون ( المؤمنون: ٢).
د خپلو امانتونو او د خپلو ژمنو او تړونو لحاظ ساتئ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د منافق صفتونه داسي بيانوي:
اذا حدث کذب، و اذا وعد اخلف و اذا ائتمن خان
چې خبري کوي نو دروغ وايي، د وعدې پابند نه وي او په امانت کې خيانت کوي.

2. د غونډې رحمانيت:
بې شکه چې رحماني غونډې له الهي برکت، توفيق او مرستې څخه برخمنې وي، او هغه غونډې چې رحمانيت پکې نه وي نو د شيطان تر اغيزې لاندې او د خير او برکت څخه بې برخې وي…

او له همدې ځايه دا لازميږي چې د غونډې له پيل څخه وړاندې بايد هر څوک خپل ځان ته توجه وکړي، تر څو د چا په زړه کې کوم شيطاني وسواس پاته نه شي، او غونډه له فساد او خرابۍ څخه وساتله شي…. هره غونډه چې په اعوذبالله… د قران کريم په تلاوت، او دعا سره پيل شي، هغه به له الهي توفيق څخه برخمنه داسې غونډه وي چې ارامي او رحمت ورباندې نازليږي، ملائکې به پکې برخه اخلي، او الله (جل جلاله) به يي د هغه چا پر وړاندې يادوي چې له ده سره دى.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول بې حکمته نه دى چې فرمايي:
ان کل عمل لم يبدا بسم الله فهو اقطع او ابتر.
هر کار چې د الله (جل جلاله) په نامه ( بسم الله) سره پيل نه شي هغه ابتر بې فايدې دى.

3. مناقشې بايد موضوعي وي:
د غونډو د بري له مهمو عواملو څخه يو دا دى چې هغه موضوعي او له احساساتو څخه خالي وي… او په دې هکله د لاندينو څو ټکو يادول اړين دي:
لومړى: د غونډې په پيل کې بايد د هغه موضوعاتو لست جوړ کړل شي چې بحث ورباندې کيږي…
دويم: تر څو چې يوه موضوع پاى ته نه وي رسېدلې او د هغې په هکله فيصله نه وي شوې بايد بله موضوع را ياده نه شي….

دريم: له اړتيا پرته د پاى ته رسيدلي موضوع تکرارول.
څلورم: د هغې موضوع ځنډول چې ټول اړخونه يي نه وي څېړل شوي…
پنځم: د ټولو موضوعاتو خصوصا د مهمو او خطرناکو موضوعاتو څېړلو په وخت کې بايد هر څوک خپله رايه په ليکلي شکل سره وړاندې کړي…
شپږم: موضوعات بايد د غونډې له پيل څخه څه موده مخکې د غونډې په غړو باندې و ويشل شي، تر څو هغوى يي وڅېړي او د هغې په هکله خپل نظر وړاندې کړاى شي…

4. د مناقشې اداب:
د دې په خاطر چې د موضوع په هکله سليم او روغ نظرونه او رايي مطرح شوې وي، او د موضوع ښه او بد اړخونه په ډاګه شوي، او بالاخره د موضوع په هکله مناسب تصميم نيول شوي وي نو بايد په مناقشه کې دا څو عوامل وجود ولري:
له سپکو او مسخره لرونکو خبرو، او د چا نظر ټيټ شمېرلو څخه بايد ډه ډه وشي، او که چېرته کومه داسې خبره تر خوله وي نه بايد ژر تر ژره بخښنه وغوښتله شي…

د هر چا رايه او نظر که څه هم غلط وي په بشپړه توګه اوريدل…
مناقشه بايد له شخصي اغيزو څڅه پاکه وي، د يوې ډلې پر بلې د غلبې خبري نه وي…
د امکان تر حده خبرې بايد په ټيټ اواز سره وشي…

هيڅوک بايد په خپل نظر باندې مستبد نه وي، بلکې هر يو بايد د غوره او حق نظر په خاطر له خپلې رايي څخه تنازل وکړي، نو خداى به يي هم لوړ مقام ته ورسوي او حقه لاره به وروښيي.
مناقشې او غونډې بايد له غيبت، نمامت ( چغلي)، د غمز او لمز ( اشاره کولو او سترګو وهلو) او نورو ټولو بدو صفاتو څخه پاکې وي…

دا او ځېنې هغه عوامل چې که چېرې په يوه غونډه کې موجود شي نو هغه به حتما يوه بريالۍ او جوړونکي غونډه وي، او که دا عوامل نه وي نو بيا به غونډه ناکامه او نړوونکي وي.
العياذ بالله من الشيطان الرجيم…
ـــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي حرکت الفبا له کتاب څخه

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: