تر ټولو غوره وقف هماغه وقف دی چې د دعوتي بنسټ لپاره وقف کیږي

یوه دوست مشوره کړې ده چې غواړي پنځه جریبه ځمکه یې د پلار په نوم چې وفات شوی وقف کړي او کوم اړخ د وقف مستحق دی؟

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد:
په دې کې شک نشته چې وقف کول یو مالي عبادت دی او تر ټولو غوره عباداتو څخه شمیرل کیږي ځکه چې اجر او ثواب یې دوامداره او مستمر دی آن د انسان له وفات نه وروسته هم مړي ته ثواب رسیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کې فرمایلي دي: ” إذا مات ابن آدم انقطع عمله إلا من ثلاث: صدقة جارية أو علم ينتفع به أو ولد صالح يدعو له ” کله چې انسان وفات شي عمل یې له دنیا پري کیږي مګر درې شیان ورته ګټه رسوي له وفات نه وروسته، جاریه صدقه چې هغه همدا وقف دی، نافع او مفید علم چې د خلکو د سمې لارې د لارښوونې لامل کیږي، او نیک عمله او صالح اولاد چې ورته دعاء کوي.

د دعوتي بنسټونو په اوسنیو شرایطو کې چې د خیر په لار کې او د افغانستان د مؤمن او مظلوم ملت د بریا او د رڼا د خپراوي لپاره فعالیت کوي او د ستر دیني او ملي رسالت په درک کولو سره په ټولنه کې د مثبت بدلون راستلو په خاطر د اصیل اسلامي ارزښتونو او تعلیماتو او عقیدې پر بنسټ، او د انساني نیک او سالم تجربو د مشخصو او واضحو پروګرام د اصولو سره سم هڅه او جدوجهد لري د اسلام د مبین دین د خپراوي په دعوتي پروګرام او فرهنګي او فکري مبارزه کې په سم شکل د هغې له اصیلو سرچینو نه د هغوی په نزد په اولویت کې قرار لري .. البته یو مهم شی چې د هغو دیني مبارزه او دعوت متمیز ګرځوی دا دی چې -لله الحمد- دا بنسټونه په ناسمو ممارساتو او منفي رقابتونو زمونږ په ټولنه کې متورط نه وي په هیڅ کورني جنګ کې، د ګوندونو تر مینځ وهل او بندول او سیاسي نښتې، او متخاصمو ډلو جریانات او نښتو کې اړخ او دخیل نه وي.

روزنه، کلتور، او تعلیم د هغوی د کار بنسټ تشکیلوي او د اسلامي ټولو موخو او پروګرامونو په حقیقت کې د همدې روزنیز، کلتوري او ښوونیز او ټولنیز په ګرو کې وي او د قرآن او سنت نه د هغوی د پوهې پر بنسټ او د امت د سلفو او مجددینو او مصلحینو او ائمه د کړنو په تجربو روان دي.. په خپلو دعوتي فعالیتونو کې، داحکام، تعلیمات او شرعي ثوابت موازین د قرآن او سنت د نصوصو او د پیغمپر صلی الله علیه وسلم سیرت او د صحابه کرامو او ائمه او د اسلام مجتهدینو باندی مبتني یې رهنما او رهنمایی وي.

لهذا زمونږ ګران هیوادوال کولای شي خپل وقفي املاک د همدې دعوت د بنسټونو زمونږ د متدینو خلکو په چوپړ کې کړي، او دا دیني او دعوتي بنسټونه زمونږ د ګران هیواد په زیاتره ولایتونو کې ولایتي دفترونه او د ځوانانو تشکیلات لري.

ليكنه : فضل الله مممتاز

ترجمه: تاج محمد عرفان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب