تر ټولو زیات عصابي کارونه وپېژنئ

نن سبا هر څوک دا شکایت کوي،چې د کار بوج ورباندې زیات او د عصبانیت لامل هم تر ډېره بریده خپل کار په ګوته کوي، خو  امريکايي پوهانو او د کولمبيا پوهنتون کارکوونکو د یوې نوې څېړنې په پایله کې په نړۍ کې تر ټولو عصبي کار را پېژني.

امریکايي رسنیو د دې څيړنو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

سرچېنه وايي په دې څېړنه کې  په ۲۲۰۰۰ کسانو چې په دريو ډلو ويشل شوي تجربه او ازموېنه تر سره شوه. په لومړۍ ډله کې د سوداګرو استازي ، دوهمه کې د شرکتونو کار کوونکې او په دريمه ډله کې د منځني مديريت استازي شامل ول.

څېړونکو وموندله ، چې عصبي اختلالات په منځني مديريت لرونکو کې ۱۸سلنه،  په عادي مامورينو کې ۱۲ سلنه او د راکړې ورکړي په کاروباريانو کې ۱۱سلنه شته.

د ماهرینو په باور دا شميرې يو لوړ مسؤليت په ډاګه کوي او هغه دا چې په اوس مهال کې په منځني مديریت کې د کار فشار يا بار زيات دی. او وجه یې دا کېدای شي، چې هغوی په پر له پسې توګه د عادي کار کوونکو او امرينو سره تماسونه نيسي او دوی په کار کې له فشار سره مخامخ دي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب