اسلامي کیسې

تجار او بېوزله ښځه؛ خوندوره – کیسه!

 

يو تجار کیسه کا : يوه شپه په خواږه خوب د خپل کور په یوه زړه وړونکې کوټه کې، پر نرم او پاسته پالنګ ويده وم …

ناڅاپه دروازه يو چا په درز _ درز وټکوله، که ګورم يوه ځوانه، له ښکلا نه بډایه مېرمن په در وازه کې ولاړه ده!

راته يې کړه: لوږې له خپل کور نه، را وتلو ته اړه کړې یم!

ما له خبرو اترو وروسته خپل نفس کابو نه شو کړای، سمدستي مې ور نه د جنسي تېري (زنا) غوښتنه وکړه. هغې په ټيټو سترګو، په شرمناکه لهجه راته کړه: په مرګ خوښه يم؛ نه د لوی الله (جل جلاله) په نافرمانۍ او ناخوښۍ!

بېرته يې هغه لاره په موخه ور کړه، کومه چې پرې راغلې وه.

څه مهال وروسته بيا نوموړې د یوې ځلانده سپوږمۍ په څېر را څرګنده شوه، د زاريو ځولۍ یې و غوړوله، د تېر په څېر يې رانه د خوراکي توکو غوښتنه وکړه.

ما بیا د تېر په څېر ترې د جنسي ځورونې غوښتنه وکړه. نوموړې په خپل پخواني دریځ ولاړه وه، زما غوښتنې ته تیاره نه شوه، ويې ژړل!

زه بیرته کورته ولاړم، نوموړې هغلته په داسي حال کې پاتې شوه، چې نوره د لوږې له امله د مرګ تر پولي رسېدلې وه! بيايې په نیم ژوانده لهجه را غږ کړ: د لوی الله پاک د رضا او خوښۍ په موخه لږ څه راکړه چې ويې خورم!

ما ورته بيا په “نه” ویلو سره، سر وخوځاوه، د تېر په څېر مې بيا ترېنه د زنا غوښتنه وکړه.

نوموړې نېکه مېرمن بیرته روانه شوه په خوله يې دا وينا بدرګه کوله: د لوی الله پاک تر عذاب – چې زنا، فحاشي او بد عملي يې ستر لامل دی – راته مرګ سل ځله غوره دی!

ما هم د څار په موخه د هغې لاره ونيوله. نوموړې له ځان سره څه نظم زم زمه کاوه. په نظم کې یې د کائناتو د خالق (جل جلاله) عظمت (لويې) او کبريا ستايله، له خپلې بې وزلۍ، نادارۍ ور ته ژړېده؛ له یاد سړي سره یې د را منځ ته شوي حالت په اړه شکایت کاوه.

په نظم کې يې یو داسې هېښونکی او زړه را ښکونکی کيفيت انځور و، چې هر د عاطفې او زړه سوي څښتن يې په ليدو او او ريدو بې حسه او بې سده کېده!

دايې د یاد انځور یوه څنډه ده، چې نظم پرې خپل مزل هم سر ته رسوي

((ســـأتلفها في نيل حبـــك سيدي!

عسی ان استوجب القرب والعتقا!))

ژباړه : ستا د مینې او محبت موندنې په پار به خپله اروا لوګی کړم زما ربه! شونې ده، چې و تاته به د نږدېکت او ستا له عذاب نه، به د خلاصون لاره لازمي کړي.

یاد تجار وايې: یاد نظم په ما دومره اغېز وکړ، چې نور مې د کاڼي په څېر سخت زړه، د ګلاب په څېر نرم شو، د ايمان رڼا او ښکلا په ډېره اسانۍ ور ته لاره و مونده؛ سم د لاسه مې د توحید د کلمې په ویلو سره خپل تور او ناولی زړه روښانه کړ؛ د ايمان په ستر نعمت برخمن شوم (!!!)

یادې له پت او عفت نه، بډایې مېرمنې ته مې د او ښکو په بدرګه وویل: راځه؛ چې زما په کور کې کوم خوراکې توکې شتون لري او تاته خوښ وي، هغه وخوره، څومره چې وړلای شې هغومره – یواځې د لوی الله پاک د خوښۍ په پار در سره يوسه!

هغې و الله (جل جلاله) ته لاسونه لپه کړ ل، په ژړا – ژړا یې وویل:

((اللهم کما انرت قلبه، فاجب دعاءه…)

ژباړه: اې الله پاکه! څنګه چې دې زړه په ايمان روښانه کړ، ته يې روا اړتیا او غوښتنه هم و منه؛ خالي لاسونه يې مه پرېږده!

الله ﷻ يې دعاء قبوله کړه نوموړې ښځه يې په حلاله نکاح د تل له پاره د ژوند ملګرې کړه! او دابدې ژوندون له پاره يې د خپل حقيقي مالك له لوري د تلپاتې خوښۍ او نيکمرغۍ سند تر لاس کړ – ان شاءالله – (وماذالك على الله بعزيز).

اې د کائناتو مالکه! ته زمونږ ټولو روا اړتیاوې پوره کړې! درنو ملګرو که مو ولوسته په پای کې “امین” لیکل مه هېروئ! درنښت.\

کتاب “صلاح البيوت”

ژباړه: م. “حمدالله دانشمند”

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: