بې مزيه خبرې اترې Wireless Communication

بې مزيه خبرې اترې Wireless Communication

د بلوټوت Bluetooth تر څنګ اوس يو بل معيار هم جوړ شوی  کوم چې د 802.15.3 په نامه ياديږي او تقريبا تر Mbps ۵۵  پورې په سرعت باندی ليږدول راليږدول تر سره کولای شي ، کوم چی د بلوټوت په نسبت ډير زيات چټک دي په داسې حال کې چې د بلوټوټ اعظمي چټکتیا تر 1 Mbps څخه ډیره نه  ده.

802.15.3 عبارت له هغه نوی IEEE سټينډرډ څخه دی کوم چې به د WPAN يانې Wireless Personal Area Network لپاره په پکار وړل کیږي.

دا سټينډرډ د بلوټوت په څير د لږ واټن لپاره جوړ شويدی د بیلګې په توګه د ګرځنده کمپيوټر او کوچنی لاسي کمپيوټر تر مينځ د ډيټا data ليږدول راليږدول.

٢٤٥ مختلف بې مزیه وسایل کولای شي  چې له دې ټيکنالوجۍ څخه د استعمال په نتيجه کی يو له بل سره په يوه وخت کې خبرې communication وکړي ، ليکن سرعت به ئې يو تر بله توپير ولري. اعظمي سرعت ئې د پيځوسو مټرو پورې ٥٥ Mbps دی ، نو څومره چی یوه وسیله لرې کيږي او د اعظمي (١٠٠ مټره) مصافې ته نږدې کيږي نو د ليږدولو راليږدولو سرعت ئې کميږي. دا سټينډرډ په ٥٥ ، ٤٤ ، ٣٣ ، ٢٢ ، او ١١ Mbpsچټکتیا سره کولای شي چې ليږدول راليږدول وکړي.

د 802.15.3  سټيندرډ د يوې داسې ټيکنالوجۍ څخه کار اخلي کومې ته چی UWB يانې Ultra Widebandوائي ، اوله همدې امله  په 802.15.3 کی د اعظمي سرعت ته د رسيدو لپاره پکار وړل کيږي.

د 802.15.3 سټينډرډ په ٢،٤ ګيګاهارټس فريکوينس ځايونو کی 802.11b او بلوټوت باندې يو ډول کار ورکوي ، او داسې جوړ شوي چې د نورو پرزو او وسایلو سره conflict پيدا نکړي. دا په هغه صورت کې چې هغه نورې پرزې او وسایل هم په هم دې يو وخت کې له همدې فريکوينسۍ څخه کار واخلی.

802.15.3 د غږ ، انځور او ويډيو د ليږدولو راليږدولو لپاره په کور کی هم کارولای شئ. UMB به په راتلونکي کې لدې څخه هم د ډير سرعت ليږدول راليږدول و کولای شي. په 802.15.3 سټينډرډ باندی لګيا دی کار کيږي تر څو سرعت ٤٨٠ Mbps ته ورسوي ، دا په هغه صورت کې چې واټن د يو مټر په اندازه وی ، او ١١٠Mbps په هغه صورت کې چې واټن تر  ١٠ مټره پورې وي.

لکه څرنګه چی پوه شوی موږ دلته د بې مزیه خبرو اترو  څخه خبرې کوو کوم چی د USB 2.0 او Firewire سره په لنډو واټنونو کې په سیالۍ competation کې دي.

ژباړه: انجنير رياض احمد عابد

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب