بې ثباته افراد اوپرګنې

بې ثباته اوبې شخصيته افراد اوپرګنې هغه وي چې دکمزورتيا اوبې ثباتۍ له امله  خپل نظر اوفکر نلري اونه څه ارزښتناک اوغوره اهداف اوموخې ،تل په نورو پسې روان وي اوپه پټوسترګو دنورو تقليد کوي  او د نورو د موخو او اهدافو لپاره استعماليږي ،که نورخلک ښه کارونه کوي نو دوی هم ښه  وي اوکه څوک بد کوي نو دوی هم په بدو سر وي ،که څوک ظلم کوي نودوی هم ظلم کوي اوکه څوک عدل کوي نو دوی هم د عدل خوا نيسي. تردې چې هر ډول ناوړه کارته  د نورو په تقليد کې چمتو وي , لنډه دا چې د فکري کمزورتيا له امله  ثبات او استقامت نلري ،کله له يو چاسره روان وي اوکله له بل چاسره ،له دې دول خلکو څخه په حديث شريف کې په (امعة) سره تعبير شوی دی ،
په دې هلکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا تَكُونُوا إِمَّعَةً تَقُولُونَ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا وَإِنْ أَسَاءُوا فَلَا تَظْلِمُوا.رواه الترمذي
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:له ځان څخه امعة مه جوړوی (خپل ځانونه مه بې ثباته کوی) په دې معنا چې داسې ووايې که نور خلک ښه کوي نو مونږ هم ښه کوو او که نور ظلم کوي نومونږ هم ظلم کوو،بلکې خپل ځانونه کلک کړی په دې معنا چې که چېرې خلکو ښه کول نوتاسې هم ښه کوې او که نورو بدکول نوتاسې ظلم مه کوی.

ستره ستونزه

له بده مرغه زمونږ دملت ډيرې پرګنې،رهبران او افراد هم لکه ځينې نورې پرګنې او افراد له ډيرې مودې راهيسې په همدې عذاب او مصيبت اخته دي اولاپسې اخته دي او ورځ تربله چې څومره ښوريږي دبدبختۍ په همدې زرڼه کې لاپسې ډوبيږي،کله يوکلتور اوفرهنګ خپل هېواد ته راواردوي اوکله بل،کله دشرق ډول ته نڅاکوي اوکله دغرب اوکله دنورو ،خپل تشخص،کلتور،فکر اوعقيده نلري تل په نورو پسې روان وي ،نوځکه زمونږ دهيوادوالو حالت ورځ تربله خرابيږي،له يوه رنځ څخه لاخلاص نه وي چې په بل رنځ او ناروغۍ باندې مبتلاوي.،له يوه عذاب څخه خلاص نه وي چې بل عذاب ورباندې راشي  اوله يوه استعمار څخه خلاص نه وي چې په بل استعمار باندې اخته وي ،خدای خبر چې دالړۍ به ترکومه روانه وي؟؟؟

بېلګې اومثالونه:

۱-  عام وګړي:
په دې هلکه له لرغوني تاريخ تېريږو،دافغانستان دنيږدې څلورو لسيزو تاريخ اوپېښوته يوه ځغلنده کتنه کوو:
ومولېدل کله چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد په مستقيمه مداخله اومرسته کمونيستي کودتا بری ترلاسه کړ،نوپه هغه مهال له هغوی سره دومره زياتې بې ثباته او بې شخصيته پرګنې او افراد په پټو سترګو يو ځای شول، چې نورفکر کېده چې  ګوندې په افغانستان کې داسلام کېسه پای ته ورسېدله ، نور به  د تل لپاره کمونيستي نظام چليږي داسې فکر کېده چې ګواکې ټول خلک  خلقيان اوپرچميان دي،په سيمينارونو اوکانفرانسونوکې به خلکو سرې جامې په تن کړې وې  او سره بيرغونه به يې پورته کړي وو او په سيمينارونو اوکانفرانسونو کې به نارينه وو او ښځينه وو په ګډه اتڼونه کول  اوځينې نورو به هغه د ( هورا) په ناوړه نارو اوسورو سره بدرګه کول..

کله چې ناټو دامريکاپه مشرۍ په افغانستان باندې نظامي يرغل وکړ اوافغاستان ته غربي مشربه سېکولرستان او اوديموکراتان،له يوه پتلون، اوبکس سره د وزارتونو او چوکيو په اميد راغلل،نو يوځل بيا بې شخصيته قامونو او پرګونو دږيرو په کلولو  پېل وکړ،خبره دې حد ته ورسېدله چې فکر کيده چې له سره په افغانستان کې چرته کوم مسلمان نه دی تېر شوی،له ټولو لومړی هندي کلتور افغانستان ته رامخه کړه هندي فلمونه پښتو او دري ژبوته وژباړل شول او داسې بې خرته ناروا موسيقي په ډنګيدو شوه  چې فکرکيده نورد اسلام خبره له سره وجود نلري،په هوټلونو کې شرابخوري، ګډاګانې او کانسرتونه رامنځ ته شول ، همداسې يې  پسې راواخله.      اوس بياحالت په بدليدو ښکاري نو اوس لا پته نه لګيږي چې بې شخصيته وګړي اوپرګنې به څه کوي او څه ته به ځان تياروي؟

۲ – ګوندونه او ډلې:
مونږ په خپلو سترګو وليدل کله چې افغانستان د شوروي اتحاد له پلوه په مستقيمه توګه اشغال شو او دروسانو مستعمره شوه ،دوخت کم ظرفه اوبې شخصيته ګوندونه ور سره دامريکا په مخالفت کې دې حد ته ورسېدل چې چابه دامريکاغږ راديو او دبي بي سي راډيو ته غوږ نه شو کيښودلای ،په دې  به يې خلک مجازات کول،نو له همدې امله به فکر کېده چې داخلک دامريکا خورا سرسخته دښمنان دي اوهيڅ کله به يې له امريکايانو سره روغه اوجوړه ونشي،خوکله چې افغانستان دامريکا له خوا اشغال شو،نو وموليدل چې هماغه ګوندونه اومشران يې امريکاته  په بشپړه توګه ماته غاړه شول او ورته سلامي شول ،آن تردې چې له امريکايانو سره يې دافغانستان په اشغال کې پوره مرسته وکړه اوتر اوسه يې ورسره کوي بلکې دوی اوس دخپل ځان بقا تر هغوی تړلې ګڼي ،دوی ولې هلته هاغسې او اوس دغسې کوي ،ځکه چې دوی خپل ذاتي فکر اونظر نلري ،بې شخصيته اوبې ثباته دي،دشوروي په دوران کې يې ګټې له هغوی سره خوندي وې اوس يې ګټې دامريکايانو په حضورکې خوندي دي.


قافله مياشتنۍ مجله

مولوي امين الله ازره وال

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب