بایوپسي یا د ژوندي نسج مطالعه څه شی دی؟ ډولونه یې Biopsy

د بدن د یوې برخې څخه د یو نسج اخیستل تر څو د سرطان یا د کوم بل افت د موندنې په موخه تر مایکروسکوپ لاندې وکتل شي د بایوپسي یا د ژوندي نسج د مطالعې په نوم یادېږي. بایوپسي د نسج یوه نمونه ده چې د بدن څخه اخیستل کیږي ترڅو له نږدې څخه د مایکروسکوپ په واسطه ولیدل شي.بایوپسي یوه طبي ازموینه ده چې معمولا د جراح ، یا راډیولوژیست ، له خوا ترسره کیږي. په پروسه کې د ازموینې لپاره د نمونې په ډول د حجرو یا نسجونو استخراج شامل دي ترڅو د ناروغۍ شتون یا اندازه معلومه کړي. نسج عموما د مایکروسکوپ لاندې د پتالوجسټ لخوا معاینه کیږي؛ دا کیدای شي په کیمیاوي توګه هم تحلیل شي.

یو ډاکټر باید د بایوپسي سپارښتنه هغه وخت وکړي کله چې په لومړنۍ ازموینه کې د نسج ساحه غیر نارمل ښکاره شي.
ډاکټران ممکن د غیر معمولي نسج ساحې ته زخم، تومور یا د یوې کتلې نوم ورکړي. . شکمنه ساحه ممکن د فزیکي معاینې په جریان کې یا په داخلي توګه د امیجنگ ازموینې( یو ډول تجربه چې د بدن دننه ساحو دقیق انځورونه تولیدوي. د انځور اخیستنې په ازموینو کې د انرژي مختلف ډولونه کارول کېږي لکه ایکس وړانګه(د لوړې انرژي لرونکې وړانګې) ، الټراساؤنډ (د لوړې انرژي لرونکي غږ څپې) ،  او راډیو اکټیو توکي.) په جریان کې ولیدل شي.
عرب رنځپوه  ابوالقیس(1013-1107) یو له لومړنیو تشخیصی بایوپسیو څخه جوړ کړی وو. هغه د ستنې څخه کار اخیستی ترڅو جاغور سوري کړي او بیا یې مواد مشخص کړي.

 

Neck biopsyد ستوني بایوپسي

ولې د ژوندي نسج یا بایوپسي مطالعه ترسره کېږي؟

دا ازموینه په څرګنده توګه د سرطان د موندلو لپاره ترسره کېږي خو کولای شو په نورو ډېرو ناحلو شرایطو کې ورڅخه کار واخلو. که چېرې کومه طبي پوښتنه شته وي نو کولای شو د حل لپاره یې هم د بایوپسي یا د ژوندي نسج له مطالعې څخه کار واخلو.ځینې وخت بایوپسي د یو نارمل نسج څخه ترسره کېږي تر څو د سرطاني حجرو خپرېدنه څرګنده کړي او همدارنګه که مو له یو چا څخه کوم غړی یو بل کس ته پیوند کړی وي هم د پیوند رد یا نه رد راښایي.
د بایوپسي( د ژوندي نسج مطالعه) ډولونه

د بایوپسي ډولونه:

د بایوپسی ډیری ډولونه شتون لري. چې نږدې ټول یې د یو کوچني نسج د لرې کولو لپاره د تېرې وسیلې څخه کار اخلي. که بایوپسي په پوستکي یا د بدن په نورو حساسو برخو کې وي، لومړی د بې حسۍ درمل کارول کیږي.
دلته یې څو ډولونه واضح کوو:

●د ستنې بایوپسي needle biopsy: په دې ډول نسجي مطالعه کې ستنه د شکمنو نسجونو په مطالعه کولو کې کارول کېږي

●د CT-scan تر لارښوونې لاندې بایوپسي: په دې ډول کې کس د سي ټي سکن تر ماشین لاندې استراحت کوي او هغه ستنه چې د شکمن نسج د اخیستلو لپاره کارول کېږي، د سي ټي د ماشین په واسطه څارل کېږي او موږ یې وینو.

●د الټراساونډ تر لارښوونې لاندې بایوپسي: د ژوندي نسج په دې ډول مطالعه کې هغه ستنه چې شکمن نسج اخلي د الټراساونډ په واسطه څارل کېږي یعنې د الټراساونډ په واسطه د ستنې کارول ګورو.

●د هډوکو د نسج مطالعه(بایوپسي): ددې لپاره کارول کېږي چې د هډوکو کنسر یا سرطان معلوم کړي او دا عملیه کېدای شي چې یا د CT سکن تر لارښوونې لاندې او یا د یو اورتوپېډیسټ له خوا ترسره شي.اورتوپیډیسټ هغه ډاکټر  ته ویل کېږي چې د هډوکو هغه ناروغۍ چې په مورزادي ډول شته وي د جراحي د عملیې په واسطه یې ورغوي. اورتوپیډیسټ کله کله د هډوکو د ټپونو په رغولو کې هم مرسته کوي.

●د هډوکي د  مغز بایوپسي: یوه اوږده ستنه چې د حوصلې د هډوکي مغز ته دننه کېږي کېږي تر څو ځینې ناروغۍ ومومي لکه د لېمفوما او لیوکیمیا په موندلو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

●د ځیګر د نسج مطالعه یا بایوپسي: په دې عملیه کې ستنه د ګېډې د پوستکي له لارې ځيګر ته داخلیږي،او د ځيګر نسج نیسي.

●د پښتورګو بایپسي: د ځيګر بایپسي ته ورته، ستنه د پوټکي له لارې په شا کې، پښتورګو ته داخلیږي.

●اسپایرېشن بایوپسي.
●د پروسټاټ د نسج د  مطالعې یا بایوپسي لپاره په یو وخت کې له څو ستنو څخه د پروسټاټ د معاینې لپاره کار اخلو نو پروسټاټ ته د رسېدو په موخه  پروب مقعد ته دننه کوو.
●د پوستکي بایوپسي.

د بایوپسي څخه وروسته څه پېښېږي؟

وروسته له دې چې نسج راټول او وساتل شي ، دا یو پتالوجسټ ته سپارل کیږي. پتالوجسټان هغه ډاکټران دي چې د نسجونو نمونو او نورو ازموینو پراساس د شرایطو په تشخیص کې تخصص لري. (په ځینو مواردو کې، ډاکټر چې نمونه راټولوي کولی شي حالت تشخیص کړي.)
یو پتو لوجسټ د بایوپسي نسج تر مایکروسکوپ لاندې مطالعه کوي. د نسج د حجرو ډول، شکل، او داخلي فعالیت په پام کې نیولو سره، په ډیری مواردو کې یو رنځپوهنه کولی شي ستونزه تشخیص کړي.
د بایوپسي د نتیجې د لاسته راوړلو لپاره بېلابېل وختونه دي یعنې د ځینو نتیجه ژر لاسته راځي خو د ځینو هغو وروسته لاسته راځي.

ژباړه: وړانګه اکبر 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب