بادونه او د ځمکې لاندې اوبه | قرآن علمي اعجاز

بادونه:

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۱۵:۲۲« او رالیږلی دی موږ بادونه بلاربونکې [لواقع] پس نازله کړي لیږلې ده موږتاسو ته دغه اوبه نو وڅښولی موږ تاسی ته دغه اوبه…»

په دې ایت کې دوه ډوله ژباړه کیدای شي باد د نباتاتو د القاح سبب ګرځي ځکه باد د نباتاتو ګرده انتقالوی دا شاید په هر حال یوه نمونه او کنایه وي او بل داچې بادونه د وریځود جوړیدوسبب ګرځي خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۳۰:۴۸«الله هغه دئ چې رالیږي بادونه پس پورته کوي
وریځي نو خپروي دغه په آسمان کښې څرنګه چې اراده وکړي…»

نننۍ هایدرولوژی بلکل د دې قراني تشریح سره موافقه لری.

د ځمکې لاندی اوبه:

د اوبو په رول هر څوک پوهیږی په اوومه پیړۍ کې (تالیس او میلی توس) یوه تیوري طرح کړې وه هغوویل:
د بحرونو اوبه ځمکې ته راپورته کیږی او بیا په خاورو کې نفوذ کوي.

تر( ۱۸) پېړۍ پوري همدا تیوري چلیدله بیا (برنارد پالیسی ) په(۱۵۸۰ )کې دا نظر ورکړ :چې د مځکې لاندی اوبه د باران د اوبو نه لاس ته راځي چې دا (۱۴)پېړۍ مخکې قرانکریم   همداسي ویلی دي.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۳۹:۲۱«آیا نه وینې ته الله بیشکه نازلي کړي دي له (طرفه) د اسمانه اوبه پس ننه ایستلی یې دي دا (اوبه) په چینو د ځمکې کښې…»

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب