ایا ته هم غواړې چې تاوان وکړې؟

په لار به روان وي ناڅاپه به له یوه کس سره ټکر وکړي، دا به ورته وايي ړوند خو نه یې لار ته ګوره هغه به ورته ووايي: وروره زما پام نه وو خیر وبخښه

دا ورته توندې خبرې وکړي او پدې سره دواړه په جنګ شي

له معمولي ټکر څخه به له دوی څخه یوه ته هم زیان نه وي رسیدلی خو په جنګ سره به د یو بل سپیږمې په وینو رنګ او جامې به یې څیرې شي.

په بخښنې سره د ده هیڅ نه کمیدل بلکې د یو انسان زړه به یې خوشاله کړی وای مګر په جنګ کولو سره یې لوی تاوان وکړ

ګټه یې وکړه که تاوان

بې له شکه چې یو لوی تاوان

میرمن به ورته ټوله ورځ په انتظار وي، د کور کارونه به یې کړي وي خو چې ماښام یې مخې ته ډوډۍ کیږدي، هر څه به سم وي خو صرف مالګه به په خوړو کې یو څه کمه وي.

دی به ووايي چې د فلانۍ لورې مالګه پکې کمه ده

میرمن به ورته ووايي چې هن دا مالګه پکې واچوه خیر بخښنه کوه نور به داسې نه کیږي.

دا به ورته ووايي: نور څنګه د جاهل لورې ستا یوه ورځ نه وي

پدې سره د ښځې او خاوند تر مینځ خبرې توندې شي

له ډيرې غوصې یو څه راواخلي او ښځه پرې ووهي، ښځه یې ژوبله شي

او بیا یې دغه شخص پخپله ډاکټر ته ورسوي

د ډاکټر فیس هم پخپله خلاصوي، میرمن یې هم ژوبله شوه او یو څه وخت به یې په سمه توګه خدمت نشي کولای او ښایسته خوشاله ژوند یې صرف د یوې مالګې له امله په ځان تریخ کړ

ګټه یې وکړه که تاوان
بې له شکه چې یو لوی تاوان

له کلیوال سره به یې پدې لانجه وي چې تا دوه ګوتې د پټې پوله زیاته وهلې، هغه ورته وایي چې وروره دا پوله پخپل ځآی ده او د پخوا په څیر ده

دا به ورته ووایي چې ځای هم نیسې او دروغ هم وایي د دواړو تر مینځ شخړه شي ټوپک راواخلي او د دوه ګوتو په اندازه د ځمکې ګټلو لپاره خپل کلیوال ووژني

سره له دې چې دښمنداره شو د محکمې قاضیان یې هم له پیسو وڅنډي او بیا ټول عمر په ویره کې ژوند کوي

ګټه یې وکړه که تاوان
بې له شکه تاوان

دغه لوی تاوانونه د تاوتریخوالي څخه رامنځته کیږي

د دې په ځای چې تاوتریخوالي ته خبره ورسوو، راځئ هر څه په بخښه او یو بل ته په سالم قناعت ورکولو سره حل کړو

ځکه…..

هغه کار چې په نرمۍ ترسره کیږي
څه حاجت چې رساوه شې تر جنګونه

لیکنه: جاوید صافی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب