اولاد یو ستر نعمت؛ په کوچنیوالي کې یې تربیت

نیک اولاد یو ستر نعمت:

اولاد د الله تعالي يو ډير ستر نعمت دي ليكن په دى شرط چي نيك او صالح وي همدغه وجه ده چي پيغمبرانو هم د الله تعالي څخه د دغي ستر نعمت غوښتنه كړي ، څرنګه چي په قران كريم كي هم مونږ ته يو ستره دعا راښودل شوي چي ابراهيم عليه السلام له خپل رب څخه غوښتي: (رَبِّ هَبْ لِي مِنَ الصَّالِحِينَ  [الصافات : 100] ژباړه:اي الله ما ته نيك اولاد را په برخه كړي.او په همدغه ځاي كښي د سپين ږيري زكريا عليه السلام ذكر هم دي چي د خپل رب څخه يى د اولاد غوښتنه ګړي الله تعالي په ال عمران سورت كي فرمائي(هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ [آل عمران :38 ژباړه: زكريا عليه السلام د خپل رب څخه دعا وكړه چي اي زما ربه ما ته نيك اولاد را په برخه كړه بيشكه ته د دعا اوريدونكي يي.
همدا راز د عباد الرحمن د صفاتو نه يو دا هم دي چي هغوي د الله تعالي نه د نيك اولاد غوښتنه كوي الله تعالي فرمائي:( رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ  [الفرقان : 74] ژباړه: اي الله مونږ ته زمونږ د ښځو او اولادونو څخه د سترګو يخوالي را په برخه كړي.

نيك اولاد صدقه جاريه:

صالح اولاد د الله تعالي هغه تلپاتي نعمت دي چي د انسان د مرګ څخه وروسته هم د مغفرت او بخښني سبب ګرځي  لكه په حديث شريف كش چي راځي(اذا مات الانسان انقطع عنه عمله الا من ثلاث: صدقة جارية او علم ينتفع به او ولد صالح يدعوا له)ژباړه: كله چي انسان مړ شي د هغي د عملونو سلسله هم ختمه شي مګر دري شيان داسي دي چي د هغي ته فائده رسوي چه هغه صدقه جاريه او يا هغه علم چي ورڅخه ګټه اخيستل كيږي او يا نيك اولاد چي هماشومغي لپاره دعا كوي، نو د دي حديث څخه دا خبره په ډاګه شوه چي ځيني داسي عملونه شته چي ګټه يي انسان ته د مرګ څخه وروسته هم رسيږي چي يو د دغي عملونو څخه نيك او صالح اولاد هم دي چي خپل مور او پلار ته د هغوي د مرګ څخه وروسته د مغفرت او بخښني دعا كوي.
په يو بل روايت كي راځي:(ان الرجل لترفع درجه في الجنة فيقول اني لي هذا فيقال : باستغفار ولدك لك)ژباړه:د يو سړي به په جنت كي درجه لوړيږي نو هغه به پوښتنه كوي چي دا په څه وجه باندي اوچته شوه نو هغه ته به وويل شي چي دا ستا دصالح اولاد په وجه چي تا ته يى د مغفرت دعا كوله.

د اولاد د دغي سعادت د لاس ته راوړلو لپاره ځيني مسئوليتونه دي چي والدين يي بايد پر غاړه واخلي تر څو دغه ستر سعادت ور په برخه شي او دغه ستر مسئوليت دا دي چي والدين خپل اولاد د اسلام په اصولو تربيه كړي او د اسلام ستر نعمت د هغوي په لمنو كي واچوي ځكه مسلمان سره تر ټولو ستر نعمت اسلام دي .
د مسلمانو والدينو تر ټولو ستر وظيفه دا ده چي خپل اولاد ته ديني لارښونه وكړي او هغوي ته ديني چاپيريال برابر كړي ، او بيا دا خو يو روښانه حقيقت دي چي اسلام داسي يو دين دي چي په كښي د ژوندانه  ټول اداب او طريقي موجودي دي  نو بيا دا د هر مسلمان لومړني وظيفه ده چي دغه اسلامي طريقي او اداب د خپل ژوند لارښود جوړ كړي او خپلو اولادونو ته هم دا وروښيي چي دغه تعليمات د خپل ژوند په هر اړخ كي پلي كړي.همدغه د الله تعالۍ حكم هم دي چي فرمائي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا [التحريم : 6] يعني خپل ځانونه او خپل كورونه د اور څخه وژغوري،امام ابن كثير د دي ايت په تفسير د حضرت علي رضي الله عنه قول نقل كړي چي فرمائي:خپلو كورنيو ته اداب او علم ورزده كړي.
عبد الله ابن عباس فرمائي :اعملو بطاعة الله و اتقو معاصي الله و امروا اهليكم بالذكر ينجيكم الله من النار.ژباړه: د الله تعالي اطاعت وكړي د هغي د نافرماني څخه ځان وژغوري خپلو كورنيو ته د ذكر حكم وكړي الله تعالي به درته د اور څخه نجات دركړي.
نو ددي لپاره پكار دي چي والدين د خپل اولاد تربيت په ديني چاپيريال كي وكړي

د اولاد تربيت په كوچنيتوب كې:

والدين د خپل اولاد لپاره هميشه مربيان وي ليكن په كوچنيتوب كي دغه مسئوليت لږ څه زيات وي ، د كوچنيتوب مرحله په دوه برخو ويشل كيږي اوله مرحله د وړوكتوب او دويمه مرحله كله چي د شعور مرحلي ته ورسيږي ، ليكن اوله مرحله يعني د كوچنيتوب مرحله د ماشوم د تربيت لپاره ډيره مهمه ده كه چيرته په ماشومتوب كښي د اولاد صحيح روزنه وشي او هغي ته تهذيب او اخلاق ورزده كړاي شي نو د ژوند تر پايه به د هغي مثبت اثرات وي ،او كه چيري  خداي مكړه د ماشوم سمه روزنه ونشي نو دا به د هغي د ټول ژوند د تباهي سبب وګرځي.

لكه يو شاعر چي وايى :
اراني انسى ما تعلمت في الكبر   و لست بناس ما تعلمت في الصغر
ژباړه:كوم علم چي ما په غټوالي كي زده كړي هغه رانه نه هيريږي  او كوم مي چي په وړوكوالي كي زده كړي هغه به هيڅكله هم له ما څخه هير نشي.
د انسان د ښو او بدو اخلاقو د زده كړي اساسي وخت همدغه دي لكه چي ګران پيغمبر صلي الله عليه و سلم فرمائي:(ما من مولود الا و يولد علي الفطرة فابواه يهودانه او ينصرانه او  يمجسانه)ژباړه:هر ماشوم په دين فطرت پيدا كيږي بيا د هغي والدين هغه يهودي عيسائي يا مجوسي كړي .

خلاصه
نو دا په ډاګه شوه چي ټول ماشومان په صحيح عقيده پيدا كيږي بيا د هغوي د والدينو تربيت په نتيجه كي د هغي اثرات مرتب كيږي.
كه چيرته مونږ په كوچنيوالي كه د ماشومانو صحيح اسلامي روزنه وكړو نو هغه به زمونږ لپاره د دنيا او اخرت تر ټولو ستره سرمايه وي او كه د دي بر عكس په يو خراب او غير اسلامي او غير اخلاقي  چاپيريال كي د هغوي روزنه وشي نو د هغوي پر ژوندانه به ډيره بده اغيزه وكړي لكه څرنګه چي مونږ په خپل چاپيريال كي ګورو چي په ډير كوچنيان په ډير كم عمري كي په ډيرو ناوړو عادتونو عادي كيږي لكه سندري ويل كنځاوي كول او داسي نور ناوړه عادتونه نو نتيجه دا شوه چي والدينو ته پكار ده چي خپلو اولادونو ته يو صحيح او اسلامي چاپيريال مهيا كړي او په اسلامي طريقه د هغوي روزنه وكړي

 

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب