اوبه وڅښئ چې وزن مو کم شي

اوبه د ژوندیو موجوداتو لپاره یو حیاتي ماده دي چې د زړه حمله کموي، انرژي زیاتوي، د سردرد ښه کوي، په هضم کې مرسته کوي، د سرطان مخه نیسي، د وینې لوړ فشار ټیټوي او نور ګټو سربیره وزن کموي.

ډاکتران وايي د هاضمې سیسټم د خوړو د هضم او غیر ضروري موادو د دفعې لپاره زیات مقدار اوبو ته ضرورت لري. په کافې اندازه اوبه د خوړو هضم اسانه کوي او د معدې تیزاب د زیاتیدو مخه نیسې.

د اوبو کمښت په بدن کې د عضلاتو ویده کیدو او انرژي کموالۍ سبب ګرځي. د اوبو زیات استعمال د عضلاتو فعالیت او د بدن انرژي زیاتوي. طب پوهان وايي هر ورڅ لږ تر لږ ۸ ګیلاسه اوبه څښل د کولمې سرطان خطر ۴۵٪ او د مثانې د سرطان خطر ۵۰٪ کموي او همدا راز د سینې سرطان لپاره ګټور دی.

په دې وروستیو کې د بوخیتاوو له امله خلک د ورزش لپاره وخت نه لري، چې له همدې امله د ناروغىو تر څنګ د وزن له ډېروالي سره مخ دي.

هغه کسان کې د وزن له ډېروالي شکایت لري نو ورته په کار ده چې اوبه وڅښي.

your ads

اوبه د بدن اضافي وازدې او وزن کمولو لپاره تر ټولو غوره لار ده ځکه چې کالوري، غوړ، قندې مواد او کاربوهایدریت نه لري.

روغتیا پالان وايي د اوبو له استعمال سره کولى شئ په اسانۍ او چټکۍ سره اضافي وزن کم کړئ.

څىړوونکي وايي چې په ورځنۍ ډول له هرو خوړو نیم ساعت وړاندې نیم لىټر او یا هم دوه ګىلاسه اوبه څښل په ډېره چټکۍ سره اضافي وزن له منځه وړي.

د څېړونکو په وىنا له خوړو وړاندې اوبه څښل ډېرې روغتىايي ګټې هم لري او انسان له زیات شمېر ناروغىو څخه ژغوري.

څېړنو ښودلې هغو کسان چې له خوړو څخه ډېر وړاندې اوبه څښي، د هغو کسانو په پرتله چې له خوړو څخه وړاندې اوبه نه څښي ۱،۳ کیلو ګرامه اضافي وزن له لاسه ورکوي.

بلخوا هغو کسان چې له خوړو خوړلو څخه نیم ساعت وړاندې دوه ګىلاسه اوبه څښي له ټولو څخه په چټکۍ خپل وزن کموالی شي.

د روغتىاپالانو په اندا د وزن د کموالي لپاره دا تر ټولو غوره او اسانه لاره ده، چې له خوړو مخې دوه ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

د څېړنو په اساس یاده طرىقه له انسان سره د اضافي خوړو خوړلو څخه په مخینوي کې ډېره مرسته کوي ځکه چې له خوړو وړاندې دوه ګىلاسه اوبه څښل د معدې یوه ستره برخه اشغالوي او په دې ډول انسان د لږو خوړو خوړلو سره مړیږي او له اضافي خوراک څخه پرته له کومې هڅې ژغورل کېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب