انجوني څنګه خپل بریتونه د تل لپاره ختم کړي؟
د انجونو د بریتونو ویښتان ددوې د ښکلا یو کمی ګڼل کیږي، خو څنګه کولای شو، چې ډیر په اسانه او ارزانه طریقه د بریتونو ویښتان له منځه یوسو؟!
ممکن ډيرې لارې چارې اووسي، چې یوه دوه يې موږ دلته ذکر کوو:
۱ـ د هګۍ سپین د جوارو له وړو او بورې سره ګډ کړئ. په خپلو بریتونو يې پورې کړئ. نیم ساعت وروسته يې پریمنځئ.
۲ـ بوره او د لیمو جوس سره یوځای کړئ. په بریتو يې پورې کړئ. ۱۵ دقیقي وروسته يې پریمنځئ.
۳ـ د بادامو غوړي لږ ګرم کړئ. په خپلو بریتو يې پورې کړئ. نه یواځې دا چې د بریتونو ویښتان به مو له منځه لاړ شي، بلکي پوستکی به مو هم نرم او سپین شي.