امیدواره میندې څه وخوري او څه ونه خوري!؟
یو روغ او سالم ماشوم د هرې مور او پلار هیله وي. خو د یو روغ او او صحتمند ماشوم زیږول، په سټه د یوې روغ مور څخه سرچینه اخلي.
په دې مقاله کې ځینې هغه خواړه چې میندې يې باید د امیداوارې په وخت کې وخوري، ذکر شوي او هغه څه هم پکې دې، چې میندې يې باید ورڅخه ډډه وکړې.
۱ـ امیداوره میندې باید ډول ډول خواړه وخوري تر څو د بدن هر ډول ضروري مواد پوره کړي. ډوډۍ، تازه میوه، سبزي، لبنیات او غوښه ټول باید په مناسبه اندازه وخوري.
۲ـ لوبیا، وریجې او نور تخمي خواړه د امیداواره میندو لپاره ګټور دي؛ ځکه چې په زیاته اندازه انرژي ورکوي.
۳ـ په زیاته اندازه اوبه او مایعات څښئ.
۴ـ ویټامینونه پوره کړئ.
۵ـ د امیدوارۍ پر مهال زیات کلسیم ته اړتیا لرئ. د کلسیم د پوره کولو لپاره زیات لبنیات (شیدې، ماستې، کوچ، پنیر او نور) استعمالوئ.
۶ـ اوسپنه لرونکي خواړه خورئ. لکه پالک، لوبیا او سریال.
۷ـ د ماشوم د دماغي قوت لپاره جوش شوي الوګان او لبینات وخورئ.
۸ـ د ویټامین سي د پوره کولو لپاره نارنج، ځمکی توت، ګلپي او شین مرچک وخورئ.
۹ـ ګازرې، کدو، خواږه الوګان، پالک، شلغم، بینډۍ او زردالو هم د امیدوارو میرمنو لپاره پوره ګټه لري، تر څو د A ویټامین پوره کړي.
څه باید ونه خوري؟!
۱ـ د الکولو له استعمال څخه ډډه وکړي.
۲ـ شګرین دې په هیڅ ډول نه کاروي. په ټوله کې د خوږو د استعمال څخه ډډه وکړي.
۳ـ د ماهي غوښې سره د پام وکړي. د شارک ماهي غوښه دې هیڅ نه خوري.
۴ـ شیده او پالک یو ځای ونه خوري.