املاء او لیکنښې

املاء :

املاء په لغت كي مهلت وركولو،ځنډولو، او ډكولو ته وايي او په اصطلاح كي دې ته وايي چي يو سړى يو ليك بل ته وايي او هغه ئې ليكي او كله پر هغه ليك هم اطلاقيږي چي يو سړى يو څه وايي او بل هغه ويل ليكي. (4)

د املاء په زده كړه كي ددې شيانو مراعت ضرورى دى :

(1) د كلمو صحيح تلفظ :

ليكونكي ته بايد د كلمې صحيح تلفظ معلوم وي، چي دليكني پر وخت غلط نه شي، ځكه چي په هره ژبه كي لږ يا ډېر ليكل او د عامو خلكو تلفظ توپير لري خصوصاً په اروپايي ژبو كي مثلاً : په پارسي كي
( آب ته “او” خواب ته ” خو” ) وايي، او د “من چه ميدانم” پر ځاى “مچم” وايي يا په پښتنو كي د ” نه يم خبر” پر ځاى “نيخه” استعمالوي يا نور داسي.
نو كه ليكونكي ته د لغت صحيح تلفظ څرګند وي او څه چي وايي يا ئې اروي هغه وليكي دا كومه املائي غلطي او اشتباه ځيني بېله شي، ځكه چي په ليك كي د ګرامري اصولو مراعات لازم دى.

(2) د كلمو نښلول :

د كلمو په نښلولو كي بايد ډېر دقت وشي، داسي نه چي يوه بشپړه كلمه د يوې بلي بشپړي كلمې سره ونښلول شي دا غلطي علاوه پر دې چي د املاء له اصولو مخالفه ده اكثراً د كلمې معنا هم اړوي مثلاً : “نه وي” چي د “نباشد” معنى لري كله يو ځاى وليكل شي “نوى” د “نو” په معنى وركوي يا مثلاً يوه بشپړه كلمه له بلي سره ونښلول شي لكه “ټولو ګړى” ځكه چي ټول ځانته كلمه او “وګړي” ځانته كلمه ده مګر ټوليمشر چي د ټول او مشر څخه يوه كلمه ده تركيب شوېده بايد يو ځاى وليكل شي دا ځكه چي دلته ئې دريم مفهوم پيدا كړيدى (5) يا داسي نور مثالونه.

(3) د پښتو مخصوص توري :

د پښتو د مخصوصو تورو د اشكالو ځاى پېژندل او د هغو مراعات كول دي، اكثر ليكونكي د “ځ” او “څ” فرق نه كوي همدارنګه د “ږ” او “ژ” فرق ته ملتفت نه دي كله لا د “ز” او “ځ” پر بېلوالي نه قائليږي مګر دا فرقونه خورا ضروري دي كه ونه شي معنا غلطيږي مثلاً د پښتو د مخصوصو تورو په ليكلو كي داسي اشتباهات پيښيږي :

ږ :
دا تورى دوه تلفظه لري بلكي كله كله پر درو لهجو ويل كيږي ” ږ” چي يو رقم د ” ژ” ډبل آواز دى چي دا تر غزني پورته خوا لهجه ده، بل “ګي” چي د كابل كښته خوا لهجه ده او دريمه لهجه د ” ګ” او “ږ” ترمنځ لهجه ده چي دلوګر شاوخواته ده. نو ليكونكي بايد پخپل ليك كي ددې توري ځاى وپېژني او هغه د پارسي په “ګ” ونه ليكي كه نه وي معنى ئې تغير مومي مثلاً : ” لږېدل” د “كم شدن” په معنى او “لګيدل” د “چسپيدن” يا د “ګرفتن” په معنى راځي بايد سره بېل وي، په تلفظ كي څه فرق نه كوي په هره لهجه چي وي مگگګر په ليكلو بايد يو شكل وي.
همدارنګه ځيني زلمي ليكوال د ” ږ” او ” ژ” فرق نه كوي د “ږېري” پر ځاى ” ژيره” ليكي د ” كوږ” په عوض ” كوژ” ليكي چي دا هم لويه غلطي ده.

ښ :
دا تورى هم تقريباً درې تلفظه لري چي يو “ښ” بل “خ” او بل ددې دوو تورو ترمنځ يوه لهجه ده.
په دې توري كي هم اكثر ليكونكي اشتباه كوي څوك د “ادم” پر ځاى چي عربي كلمه ده ” ښادم” ليكي او څوك بيا د “ښندل” په عوض چي د نثار كردن په معنى دى “خندل” چي د خنديدن په معنى دى ليكي. مثلاً : خندل او ښندل، ښور او خور،پوښ او پوخ، پښه او پخه او داسي نور.
څوك لا دا تورى په شين ليكي اوتلفظ كوي مګر دا هم غلط دى مثلاً : خندل ، ښندل ، شندل . درې سره جلا جلا معناوي لري
همدارنګه : ښور ، خور، شور بېل بېل دي. نو ځكه پر ليكونكي ددې توري د ځاى پېژندل او پر خپل ځاى استعمالول لازم دي.

ځ :
چي تر ” ز” لږ شانته دروند ويل كيږي ددې توري بايد له “ز” څخه فرق وشي بعضي ليكونكي ئې نه كوي. مثلاً : “زما” او “ځما” دواړه په “ځ” ليكي او دا ئې خيال دى چي هر ځاى “ز” وي هغه “ځ” ليكل كيږي ، مگګر دا عقيده غلطه ده، ” ز” خپل ځاى لري او “ځ” خپل ځاى. مثلاً : ” زه” د من په معنى “ځه ” امر دى يعني “برو” يا ځر او زر يا ځوړ او زوړ يا نور …

څ :
دا تورى هم اكثر زلمي ليكونكي له “س” سره ګډوي اوعقيده لري چي “س” او “څ” فرق نه لري،مګر اشتباه كوي هم په تلفظ او هم په استعمال كي فرق لري مثلاً “څوك” او “سوك” په يوه معنا نه دى همدارنګه “څا” او “سا” “څر” او “سر” او ” اوڅار” او “اوسار” يوه معنا نه لري يا نور …

ډ :
دا تورى هم چي دانګليسي (D) اواز لري اكثراً د “دال” سره مشتبه كيږي او ځيني زلمي ليكونكي چي هر ځاى “دال” وويني ” ډ” ئې ليكي مثلاً : په ډېرو ځايو يا اخبارو كي وينم چي ” څرګند” څرګنډ ليكي او دا غلط دى. په پښتو كي “د” هم شته او “ډ” هم، او خپل خپل ځايونه لري مثلاً : “رډ” او “رد” “ډم” او “دم” ډډ او دد، ډډه
او دده ډېر فرق سره لري.
ړ :
ددې توري ځاى هم بايد د “ر” څخه جلا وپېژانده شي هم په تلفظ او هم په معنى كي فرق لري مثلاً : موړ او مور، چاړه او چاره، پړ او پر ،خوړ او خور، يا نور داسي …
ټ :
دا تورى هم چي د انګليسي ( T ) آواز لري له ” ت” څخه هم معناً او هم لفظاً جلا دى او دواړه په پښتو كي شته مثلاً : پټ او پت، سټ او ست، كت او كټ، ټول او تول يا نور داسي …
ڼ :
د پښتو دا نون هم د مشترك او عمومي نون څخه فرق لري او په غُنه ويل كيږي او داسي آواز لري لكه : “ړ” او “ن” چي سره يو ځاى اداء شي ددې تورى يو خصوصيت دادى چي هيڅكله د كلمې په سر كي نه راځي، او د نون سره هم معناً او لفظاً فرق لري مثلاً : باڼه او بانه، كاڼه او كانه، چڼه او چنه او نور …

(4) د “ى” د اقسامو پېژندل :

په پښتو كي د “ى” ليكل دا شكلونه لري :
الف : معروفه “ى”
لكه خپلوى، ورور ګلوى، دا “ى” بې له كومي نښي ليكله كيږي.
ب : مجهوله “ې”
ددې تورى شكل لومړى چپه “يا” وه چي اوږده لمن ئې درلوده مگګر څنګه چي دا شكل كه د كلمې په منځ كي راشي اشكالات پېښوي، نو “ې” يعني معروفه يا ته دوه ټكي سرپر سر وركړه شوه چي په منځ او آخر كي يو شان وي او دا تورى اوږد او كشاله وايه كيږي لكه: نارې، غلبلې، مېلمه، مېرمنه يا نور …
په ليكلو كي د معروفي او مجهولي “يا” فرق په كار دى كه نه وي معناً غلطيږي مثلاً : خاندي ( معروفه ى ) خاندې ( مجهوله ې) معناً فرق لري، يو غائب او بل مخاطب فعل دى، يا لكه : مستى او مستې، مينه او مېنه …

ج : تانيثي “ۍ”
دا “ۍ” په آخر كي يوه كوچنۍ “لكۍ” لري چي د نورو ياګانو سره ئې فرق وشي لكه : چوكۍ، خولۍ، ډوډۍ، نجلۍ او نور …

د : ثقيله ” ئ ” :
ثقيله ( ئ ) هم د تانيثي يا په شان ثقيله اداء كيږي مګر په ليكلو كي ئې شكل فرق كوي يعني په آخر يا پر سر همزه لري مثلاً : راغلئ ، ځئ، چي دا اكثراً د جمع مخاطب په آخر كي راځي.

(5) _ د تنقيط (لیکنښو) د علامو پېژندل :

د تنقيط اصول ددې دپاره دي چي د ځينو اشارو د راوړلو په واسطه د كلمو يا جملو خصوصي روابط يا جلاوالي څرګند شي، دا اشارې عموماً يوولس دي :

(1) _ وير ګول :
يا چپه واو ( ، ) چي يوه لنډه او مختصره وقفه راښيي، دې ته فاصله او سكته هم وايي، او ددې علامې د استعمال ځايونه دادي :
الف : د يوې جملې د مشابهو قسمتو دجلاوالي دپاره يعني اسمونه، فعلونه، صفتونه، او نور لكه دا چي : “راغلل، ولاړل، هيڅ ئې ونه كړل” ( 6 ).
ب : تر هغو كلماتو وروسته چي د التفات په صورت راغلي وي يعني بل ځانته ملتفت كوي مثلاً : ” زما وروڼو، يو له بله مه بېلېږئ ! ” ( 7 )
ج : د عاطفه واو په عوض مثلاً : ” زه، ته ، دى او هغه ټول پښتانه يو” مګر دلته دا نكته بايد ذكر شي چي د وروستنۍ عاطفې پر ځاى بايد پخپله عاطفي تورى “او” راوړه شي.

تبصره :
په اروپايي ژبو كي وير ګول د راسته (و) شكل لري مګر په شرقي
ژبو كي ددې دپاره چي التباس پېښ نه شي (،) راوړه كيږي.

(2) كامه : (،)
دا علامه يوه منځنۍ وقفه وښيي چي د يوې جملې د شبيهو برخو د جلاوالي دپاره راځي خصوصاً هغه جملې چي دمخه د ويرګول په واسطه ويشلي شوي وي مثلاً : “ښه وكه، د خلكو به كست دركيږي ، تر هغه لا ډېر ښه وكه ، هغوى به هم ستا طرفداران شي”

(3) دوه ټكي (:) :
دا د شرح او بيانيي علامه ده او په دې ځايو كي راځي :
الف : تر جملې وروسته چي شرح ئې وروسته راځي لكه : احمد درې وروڼه لري : محمود،مسعود، او مقصود.
ب : د هغي جملې تر يوې برخي وروسته چي د بل چا له قوله اخيسته شوي وي ( 8 ) مثلاً : لا هيڅوك نه شي ويلاى چي : زه بالكل خوشبخته يم.”
ج : تر هغي جملې وروسته چي دمخي جملې تشريح وي مثال : “پرېږدئ ، ناپوهان چي هرڅه وايي ودې وايي : پوهنه خپل قيمت نه بايلي !” ( 9 )
د : د مخه يا وروسته تر يوه نمبر لرونكي بيان راځي، نوكه دا تعدادي بيان جمله شروع كړي او كه ئې ختم. مثلاً : “د انسان د ژوند تاريخ په درو كلمو كي خلاصه كيږي : زېږېدل، زحمت ليدل، مړل” يا په معكوس صورت : ” زېږېدل، زحمت ليدل او مړل : په همدې درو جملو كي د انسان د ژوند تاريخ خلاصه كيږي”.

(4) استفهاميه : (؟)
دا علامه د پوښتني په پاى كي راځي يعني د هغي جملې چي پوښتنه افاده كوي مثال : څه كوي؟ ولي ولاړ يې؟ څه وايي ؟.

(5) ټكى (.) :
دا علامه يوه لويه وقفه راښيي او تر يوې داسي جملې وروسته راځي چي كاملاً تمامه شوې وي مثلاً : “د وظيفې سره عشق د هغې ستړيا او زحمت سپكوي. ”
(6) ندائيه (!) :
دا علامه د هري ندا په پاى كي راځي او هم د هغو جملو په پاى كي راځي چي مسرت، تعجب، تحسين، درد، دهشت او نور افاده كوي، مثالونه : “آ زلميه !” يا دا “اوه !” “آفرين ! ” “ډېر ښه ! څومره ښكلى دى !” يا نور …

(7) دوه قوسه ( ) :
دا علامه معترضه هم بولي او د جملې له منځه د يوې يا څو كلمو د جلاوالي دپاره راځي چي دا كلمې د جملې د حقيقي معنا سره لزوم ونه لري. او ددې دپاره په جمله كي داخلي شوي وي چي كاملاً يو فرعي فكر په ياد كړي مثال : “په دې ورځو كښي لويه تبه ( چي دا ئې پښتو نوم دى) د خوارانو په پېڅه ده”.

(8) مميزه يا دوه غبرګ قوسونه ” ” :
ددې علامې په منځ كي د بل چا اقتباس شوى قول راځي او كله
كله هم د هري اقتباس شوى ليكي په سر او پاى كي راځي، مثلاً : ناپليون ويلي وه : ” محال د لېونو د قاموس لغت دى”.

(9) درې ټكي ( … ) :
دې ته د انصراف علامه هم وايي او د يو موضوع په پرېكړه او يا ناتماموالي دلالت كوي يعني ددې ټكو راوړل پر دې دلالت كوي چي ددوى پر ځاى د ليك يوه لږ برخه پاته ده لكه : “ده چي ستاسي په باب كښي … خير دا به سبا درته ووايم.”

(10) خط كښ يا رابطه ( _ ) :
دا علامه په څو ځايو كي استعماليږي :
الف : په هغه ځاى كي چي يوې كلمې ته د بلي كلمې سره ربط وركوي ( 10) لكه : هغه _ دغه ټول يو دي. يا شپږ _ اوه تنه راغله.
ب : د يوې كلمې څه تورى چي په يوه ليكه كي او څه توري په بله ليكه كي راشي نو دا علامه د لومړۍ ليكي په پاى كي يا ددوهمي ليكي په سر كي راځي ( 11 ) مګر دا په اروپايي ليكنو كي راځي په شرقي ليكنو كي د يوې كلمگې توري سره وېشل عيب دي.
ج : د هغو جملو په سركي چي د محاورې په توګه وي يعني سوال او ځواب وي نو په دې صورت د “ده وويل” ځاى نيسي. مګر شكل ئې لږ اوږديږي او په دې وخت كي نو فارقه علامه هم ورته وايي.

(11) تفريقيه [ ] :
كوم وخت چي د معترضه جملې په منځ كي بله معترضه جمله يا كلمه راوړه شي هغه ددې علامې په مينځ كي ليكل كيږي مثال :
” خوشحال خان خټك ( خداى [ج] دې وبخښي ) د پښتو پلار وْ.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب