اخلاقبیانات او پوښتنې او ځوابونهتعریفونه | تشریحات او اړوند

امانت تعریف او بیان

امانت په لغت کې:

دعربو ددې قول مصدر دی چې وايي ‘ أَمُنَ يَأْمُنُ أَمَانَةً أَيْ صَارَ أَمِينًا ‘ د(أم ن) له مادې نه اخیستل شوی، هغه چې د زړه په سکون اوډاډ دلالت کوي ، دغه راز ویل کیږي : أَمِنْتُ الرَّجُلَ أَمْنًا وَأَمَنَةً وَأَمَانًا ( سړي ته مې پنا ورکړه …’ په امن مې کړ’

په اصطلاح کې:

کفوي وايي : هرهغه څه چې خدای تعالی په بندګانو فرض کړي هغه أمانت دی لکه لمونځ، روژه، زکات اوددیني احکامو ترسره کول، اوترټولو ستریې امانتونه دي په هغوکې ستر امانت بیا درازپټوالی دی ، بل ځای وايي هرهغه څه چې په سړي امانت کیږي لکه مال، ناموس، اورازونه داأمانت دی .

څوک وايي داپه نفس کې هغه شته خوی ده چې انسان پرې له هغه څه ځان ساتي چې ده ته حق اومناسب نه وي که څه هم ترپښولاندې کولو ته یې داسې شرایط هم برابر وي چې څوک پرې خبر نشي. بلکې په دې خوی سره هغه څه اداکوي چې پرده لازم وي یا له ده سره دبل حق وي، سره ددې چې که ویې خوري څوک به پرې خبر هم نشي . دادخلقت له فروعو څخه یوده چې له حق سره دمینې او ایثارلپاره وي اودادخیانت ضد ده .

د پیغمبرانو امانت

امانت درسولانو له وتلیو اخلاقو څخه و په شعرآء سورت کې مو الله تعالی له نوح، هود، صالح، لوط او شعیب علیهم السلام نه خبروي چې له دوی نه هریوه خپل قوم ته ویل : إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ اوزمونږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خولاله پیغمبري مخکې او وروسته په خپل قوم کې په امین باندې مشهور و او خلکو به خپل مالونه له ده سره ساتل تردې چې هجرت یې کاوه دخلکو دامانتونو دسپارلو لپاره یې حضرت علی رضی الله عنه خپل وکیل پرېښود.

جبريل علیه السلام دوحی امین و اوپه دې صفت خدای تعالی یادکړی دی فرمايي وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعالَمِينَ* نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ* عَلى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ (الشعراء/ ۱۹۲- ۱۹۴).

د امانت خواوې

هغه خواوې چې امانت ورته شاملیږي ډېرې دي چې ځینې دادي :

دین، ناموس، مال، اجسام، ارواح، معارف اوعلوم، سرپرستي، وصیت، ګواهي، قضاء، کتابت، دحدیثو رسول، داسرارو اوپیغامونو رسول، سمع ، بصر، او ټول حواس ، هریو یې مناسب تفصیل لري .

امانت او مکلفیت

امام نیشاپوري وايی : امانت طاعت دی اوطاعت مکلفیت اومسؤلیت وي، بیاوايي مکلفیت هغه څه دي چې دطبیعت په خلاف وي اودایې هغه قسم ده چې په اسمانونو، ځمکو اوغرونو کې نشته ځکه له اسمانونو ټيټېدل نه غوښتل کیږي، له ځمکې پورته کېدل اوحرکت نه غوښتل کیږي اوله غرونو تګ نه ده مطلوب، دغه راز ملائکې مکلفې دي په تسبیح اوتقدیس سره ( یواځې همداپه انسان کې دي) .

مکلفیت ځکه امانت بلل شوی چې که څوک پکې نیمګړوکړي هغه به جریمه کیږي اوچاچې پوره ترسره کړهغه ته به یې ښه بدله وي ، امانت په دې معنی اودغو اجساموراوړل اوله منلویې انکارځکه و چې هغه دې ته جوړ نه وو ، ځینو مکلفیت تر لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ پورې ځانګړی کړی، امام نیساپوري وايی زما په نزد امانت هغه صلاحیت اواستعداد ته ویل کیږي چې دمخلوقاتوهره نوع پرې عادی وي ، اوحمل یې نه اداکول دي لکه چې ویل کیږي فُلاَنٌ رَكِبَ عَلَيْهِ الدَّيْنُ نو څوک یې چې په کولوکې خپل ټول قوت صرف کړي نوپه رښتیاچې امانت یې ادا اوحق یې ترسره کړی وَإِلاَّ فَهُوَ حَامِلٌ لَهَا اوله شك پرته چې اسمانونه دخدای تعالی دامر تابع دی هریوترخپلې نیټې چلیږي ، ځمکه په خپل ځای ثابته ده ، غرونه په خپل ځای کلک دي ، اوداسې نور خو انسان نه! ځکه ځینې خلک بلکې اکثره یې اسفل السافلین ته ورګرځېدونکي دي نو چې دامانت حق ادانکړي اودحیواناتو درجې ته ورټیټ شي ظالم به بلل کیږي ځکه استعدادیې په هغه څه کې وکاراوه چې خلقت یې هغه ته نه و شوی ، اوجاهل به بلل کیږي ځکه داستعداد دفاسیدېدلو پایله یې پټه کړه، یایې علم وکړ خو عمل یې پرې ونکړ نودعلم نفی ترې وشوه ځکه ثمره یې ورکه کړه ، نو ځکه خوویلای شو چې له انسانانو نه مراد آدمیان دي ، دجنس په یوه حصه اطلاق کول په ټول جنس دلالت وي .

ډېرو مفسرینو داذکر کړې چې امانت مکلفیت دی، چې وايي : هغه څه چې انسان پرې مکلف شوی دده عظمت او دبار درنښت په ګوته کوي ولې چې دا خو دخدای تعالی په مخلوقاتوکې ترټولو سترو اوقوي مخلوقاتوته وړاندې شو خو هغو یې له منلوانکاروکړاو انسان له خپلې کمزورۍ او خوارځواکۍ سره سره ومنل ، ابو حیان وایی : دانسان حال (دخدای تعالی اوامروته په منلواونواهیوته په غاړه ايښودوکې ‘ سره له دې چې دمکلفیت دترسره کولو وړدی )داسې نه و لکه دجماداتوچې په انقیادپرې صحیح کېده هم اولایق یې هم وو ، ابن کثیر رح فرمايي په آیت کریمه کې چې دادومره اقوال راغلل یوله بله ضد نه دي ، بلکې ټول یو اودې خبرې ته راګرځي چې مکلفیت اوداوامرو اونواهیو منل په خپل شرط سره دي هغه داچې که ترسره یې کړل ثواب به یې وي اوکه پرې یې ښودل سزابه یې وینی .

د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په ژوند کې د امانت عملي بيلګې:

ابو سعید خدري رضی الله تعالی عنه وايي حضرت علي رضی الله تعالی عنه له یمن نه پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دزرو یوه ټوټه راولېږله چې په یوه ککړ پوستکې کې نغښتې او له خاورو هم پاکه نه وه ، دی وايي په څلورو نفرو یې تقسیم کړه عیینه بن بدر، اقرع بن حابس ، زید بن خَیل او څلورم کس یاعلقمه و اویا عامربن طُفیل. نو له صحابه وو نه یوتن وویل : تردوی خو مونږ ډېرحقداره وو، داخبره پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ورسیده ویې ویل : ایا تاسې په ما باوري نه یاست په داسې حال کې چې زه دهغه چا آمین یم چې په اسمانونوکې دی ، ماته دسهار اوماښام خبرراوړي . دی وايي چې یوسړی ورته پورته شوژورې ځوړنده سترګې وتلې تېره ټنډه او ګڼه ږيره یې وه ویې ویل : له خدایه وویریږه ای رسول الله ! پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وویل : خوارشې ! آیا دځمکې دسرپه خلکو کې ترټولو زیات له خدایه ویرېدونکی زه نه یم ؟ راوي وايي چې سړي مخ واړاوه اوولاړ ، حضرت خالد رضی الله تعالی عنه وویل : یا رسول الله سریې ونه وهم ؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل : نه ! کېدای شي لمونځ به کوي خالد رضی الله تعالی عنه وویل: ډېرداسې لمونځ کوونکي وي چې په ژبه هغه څه وايي چې په زړه کې یې نه وي ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل زه دخلکو دزړونواوخېټو په څيرلومکلف نه یم، دی وايي چې بیا یې هغه ته وکتل په داسې حال کې چې دهغه شاوه، ویې ویل : دا له ضِئضئ څخه دی هغه قوم دی چې دخدای کتاب په لنده ژبه وايي خو ترستونې یې نه تیریږي له دین څخه داسې وزي لکه غشی له لیندې نه ‘ اوګومان کوم دایې هم وویل چې : که مې وموندل دثمودیانو په څېر به یې ووژنم )

(له حضرت عائشې رض عنها روایت دی وايي : په پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې دوه قطري درنې جامې پرتې وې دومره درنې وې چې کله به کېناست خولې به و، په دې وخت کې له شام نه یوه یهودي د’ بز’ ټوکر راوړی و ما پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل که یوڅوک دې ورلیږلی وای او میسره ته دې دوه جوړه جامې ترې اخیستې وای پیغمبر صلی الله علیه وسلم څوک ور واستول ، یهودي چې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم استازی ولید ویې ویل : زه پوهیږم چې داولې راغی º دی غواړي له مانه زما مال اوزما پیسې واخلي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دروغ وايي ، ښه پوهیږي چې له خدایه ترټولووېرېدونکی اوښه امانت اداکوونکی یې زه یم )

د امانت ګټې

۱- امانت درښتیني ایمان اومسلمانۍ نښه ده .

۲- ځمکې اواسمانونه پرې ولاړ دي .

۳- ددین بنیاد او درب ازمایښت دی .

۴- دین، ناموس، مال، بدن، روح، علوم، حکومت، وصیت، ګواهي، قضاء اوکتابت …هرڅه په امانت ساتلي وي .

۵- امین سړی الله تعالی ته هم ګران وي او خلکوته هم .

۶- له لوړو خویونو څخه دی چې الله تعالی خپل بنده ګان پرې داسې یادکړي : { وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ } (المؤمنون/۸‍، والمعارج/ ۲‍‍)
۷- په کومه ټولنه کې چې امانت وي هغه دبرکت اوخیرسکالۍ ټولنه وي .

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close