افغانستان کې اته سلنه وګړي د شکر ناروغي لري

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په ټول هېواد کې اته سلنه وګړي د شکر ناروغي لري.

نن د لړم درویشتمه د شکر له نړيوالې ورځې سره سمون خوري، چې پر دې ناروغۍ اخته کسان ډېری په وروسته پاتې سیمو کې اوسېږي.

د همدې ورځې په مناسبت د افغانستان د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د دوی د څېړنو له مخې په ټول هېواد کې اته سلنه وګړي پر دې ناروغۍ اخته دي.

ویل کېږي د نړۍ په سطحه ښايی راتلونکو دوو لسیزو کې د دې ناروغۍ سلنه نوره هم لوړه شي، چې دم ګړۍ يې ۷۰ سلنه په وروسته پاتې ټولنو کې ثبت شوې ده.

ځينې روغتيايي څارونکي د عامې روغتيا وزارت له لوري د شکر نارغۍ په اړه د دوی بې پروايي غندي او وايي چې د پام وړ پام ورته نه دی شوی.

کابل مېشتی ډاکټر وحید احد رسنیو ته وویل چې تر اوسه په افغانستان کې د شکر ناروغۍ بشپړه څېړنه نه ده شوې، خو په وينا يې یوازې په پلازمېنه کابل کې يې د ګوتو شمېر روغتيايي مرکزونه شته.

your ads

هغه وايي چې په نورو ولایتونو کې د دې ناروغۍ د درملنې ځانګړي روغتيايي مرکزونه نشته او په کابل کې هم یوازې پنځه – شپږ روغتيايي مرکزونه دي چې کافي نه ګڼل کېږي.

ویل کېږي نن په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې د دې ورځې په مناسبت غونډې کېږي، چې پکې به د شکر ناروغۍ د تشخيص، مخنیوي او درملنې لارې چارې هم بیان شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب