ښځه او اسلام

اسلام کې د ښځو ازادي!

ښځه او ازادي:

داسلام دښمنان په اسلا م دا تور لګوي چي اسلام  ښځه په څلور کنجه ديوال کي بندول غواړي حقيقت دادي چي اسلام هيڅ کله دانه دي ويلي چي ښځه دي څلور کنجه ديوال کي بنديوانه شي  بل کي اسلا م په ټو لنيز ژوند کي ښځو ته دومره  ازدي ورکړيده څومره ازادي چي دټو لنيز ژوند لپاره ګټوره ثابتيداي شي او دا هله کيداي شي چي ښځه په ټولنيز ژزند کي په پرده کي وه اوسي.
که څوک دا وائى چي دښځي پرده ديوي ټولني دترقي او پر مختګ لپاره  ګټور ثابتيداي  نه شي ددي خلکو په جواب کي مونږ دومره ويل غواړو چي ايا دټو لني دتر قي او پر مختګ په کا رونو کي دنوي نسل تربيه کول هم شامل دي اوکنه؟

او که چيرته ښځه په کورونو کى خپلو او لادونو ته د انسانيت رسول ورزده کړى او نيک ئى وپالى نو د ټولنى په ترقى او پرمختګ کى مهم رول لرلي شى او که نه ؟
نو که چيرته ښځه د خپل ژوند ډير وخت د کور څخه په بهر کارونو تيره کړى او ښځه د کور څخه په بهر کارونو مصروفه وساتل شى نو دا کار د نوى نسل په تربيه او پالنه منفى اثر کوى او د يوى ټولنى د ترقى او پرمختګ په لا ر کى خنډ واقع کيداى شى.

نو له همدى وجى نه اسلام وائى چى ښځى دى د معقول او شرعى عذرنه پرته د کور څخه بهر ته نه رواځى الله تعالى فرمائى –وقرن فى بيو تکن ولاتبرجن تبرج الجا هليه الاولى-
په کور کى کينۍ او د جاهلي ټولنو د ښځو غوندې له کوره مه رابهر کيږۍ.
همدا وجه ده چى اسلام په ټولنيز ژوند کى د هغه کارونو زيات مسؤليتونه د نارينه په غاړه اچولى کوم کارونه چى د کورنه بهر سر ته رسيږى اودهغه کارونو زيات مسؤليتونه ئي د ښځى په غاړه اچولى کوم کارونه چى د کور دننه سرته رسيږى ،اواسلام د دغه مسئوليتو په تقسيم کى د ښځى او نارينه پيدائشى استعدادونه او صلاحيتونه په نظرکى نيولى دى او بيا ئى هر يوته د هغه د استعداد مطابق مسئوليت په ټولنيز ژوند کى ورسپارلىدى .

 

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: