اسلام ته کار زموږ په خپله ګټه دى
الله تعالى فرمايلي دي:وَمَنْ جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنْ الْعَالَمِينَ (العنكبوت6)
ژباړه:څوک چې له کفاروسره ياله نفس سره جهادکوي بيشکه همدا خبره ده چې دى دخپلې نفعې لپاره جهادکوي، بيشکه چې الله تعالى له ګردوعالمونوڅخه بې نيازه دى (هيڅ اړتياورته نه لري)
لنډتفسير: الله تعالى ته دچاله طاعت اوعبادت څخه کومه ګټه نه رسيږي اوپه همدې توګه که څوک نافرماني وکړي الله تعالى ته څه زيان نشي رسولاى،هغه غني اوبې پرواذات دى،سره له دې چې الله تعالى بې نيازه ذات دى بياهم په خپل رحمت اوشفقت سره زموږ او ستاسې زحمتونه نه بابېزه کوي او پرځاى يې رسوي.
داسلامي کارلومړنۍ ځانګړتياوي:
ترټولو لومړى چې بايد هغه څوک چې داسلام لپاره کارکوي ،په دې خبره باندې ځان ښه پوهه کړي چې يواځې همدى اسلام ته اړتيالري اسلام دوى ته اړتيا نه لري ،کله چې دوى کوم کار کوي، جهاد او مبارزه کوي ،دا د دې لپاره دى چې ددوى نفسونه پرې پاک شي، بل ددې لپاره چې دالله تعالى حقوق ادا کړي او په هغه ورځ يې په درد وخوري چې زړونه به ستوني ته پکې را رسيدلي وي.
که څوک اسلام ته مخ کړي نو فائده يې ده ته راګرځي اوکه اسلام ته يې شاکړه تاوان يې هم ده ته رسيږي.
دويم داچې داخبره بايد په ښه ډول درک کړل شي چې د دوى قد او قيمت تر اسلام پورې تړلى دى ، پرته له اسلام څخه انسان هيڅ ارځښت نه لري په دغه وخت کې بيا د انسان مرتبه له څاروي څخه هم ټيټه ده په دې هکله الله تعالى فرمايلي دي:
أُوْلَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمْ الْغَافِلُونَ (الأعراف179)
دريېم په دې هم بايدځان خبرکړي چې دااوږده مبارزه او سخته لارده، جنت په سختيوباندى پوښل شوى دى او اږدصبر او اخلاص ته پکې اړتياده
څلورم: داچې داسلام لپاره کار کول د عزت او ابرومندۍ لار ده
پنځم: داچې دا داسې ليارده چې مزاجي اود نفسي غوښتنوڅښتن پکې قدم نشي پورته کولاى،په همدې توګه دتنګ زړه والاهم هم نشي پکې چليدلاى.
شپږم: داهم درسره په نظرکې ولره چې دا د صدق، اخلاص،صبر،تجرد،کرامت اودخپلي منځي ترحم اوشفقت لياره ده
نواسلام ته کارکوونکيه اومبارزه کوونکيه وروره! پرالله تعالى اوپه نوروباندې هيڅ کله خپل احسان اومنت مه باروه څه چې کوې دخپل ځان دنجات لپاره يې کوې ،له نوروسره اوږ په اوږه دورورى په فضاء کې دخپل نجات لپاره دالله تعالى په مرسته اوتوفيق اسلامي کارته دوام ورکړه،هغه څوک په دې نشي تلاى چې دروزي به له کومه درکه پيداکومه اوپه خپل ژوندانه باندي ويريږي چې څه به راسره کيږي.
مولوي امين الله ازره وال