اسلام تاریختاریخ

اسلامي او رومي امپراطوري

د پیل خبرې:

مخکې له دې چې د اسلام او رومي امپراطورۍ تر منځ روابطو او ټکرو ته راشو ښه به وي چې د رومي امپراطورۍ په باب یو لنډکۍ پيلیزه هم ولرو تر څو د اصلي موضوع د فهم په باب له لوستوونکو سره مرسته وکړي.

د رومي امپراطورۍ نسبت د ایطالیا د روم ښار څخه اخیستل شوی دی چې په اصل کې د ښار د مؤسس رومیلوس نه اخیسل شوی دی.
رومیانو خپله امپراطوري درېیمې پېړۍ ق ـ م کې تشکیل کړه او د دومې پېړۍ ق ـ م پورې د غربي اروپا، نږدې شرق، آسیایی صغیر او شمالي افریقا اکثره برخې د خپل تصرف لاندې راوړې.

کله چې کنستانتین د خپل پلار کنستانتیوس د مرګ نه وروسته په ۳۰۶م کې امپراطور وټاکل شو نو په همدې کال د نوموړي پر خلاف په روم کې یو ستر پاڅون وشو، نوموړي د پاڅون په ټکولو او خاموشۍ باندې موفق شو او د خپل رقیب کالریوس سره یې د میلان په ښار کې د سولې یوه دايمي معاهده امضاء کړه چې له مخې یې د مسیحیت دین د ټولې امپراطورۍ د رسمي دین بڼه غوره کړه

همدا هغه زمانه وه چې د نړۍ په سطحه رومي او فارسي ساساني امپراطوریو سره څنګ په څنګ د دوه سترو رقیبانو په حیث سرحدونه لرل او د دواړو تر منځ به سرحدي نښتي کېدلې، روميانو په ډېرو ځایونو کې په ټکرو کې ماتې وخوړه، نو له همدې کبله رومي امپراطور کنستانتین په (۳۳۰م) کې بیزانس یا بیزانیوم ته ولاړ او امر یې وکړ چې یو نوی ښار دې هلته آباد شي او له همدې کبله کله چې امپراطوري په دوو برخو شرقي او غربي وویشل شوه شرقي برخې باندې د بیزانس یا بیزنطی اطلاق وشو.

د ښار آبادولو تقریبا پنځه کاله ونیول چې وروسته نوموړی ښار د نوموړي رومي امپراطور په افتخار کنستانتینوپول (قسطنطینه) په نوم شهرت پیدا کړ او په دې ډول امپراطور د فارسیانو سره د جنګ د ښه مدیریت لپاره خپل پایتخت نوموړي ښار ته انتقال کړ نو د شرقي رومي بیزانس امپراطوري مؤسس کنستانتین ؤ

د نوموړي د مرګ نه وروسته د امپراطور انتخاب او ټاکنه د پوځ د اساي وظایفو نه وګرځېده. په ۳۶۳م کې فوځي افسرانو لستیانوس د نوي امپراطور په حیث وټاکه، نوموړي د همدې کال په آخر کې د امپراطورۍ د ښه مدیریت لپاره د امپراطورۍ د تقسیم طرحه وړاندې کړه چې په خپله د غربي برخې او وروریی والنس د شرقی برخې امپرطور شو چې تیودوئوس اول په خپله زمانه کې بېرته یوه امپراطوري جوړه کړه او دواړه برخې یې د یوې قوماندې لاندې کړې البته د نوموړي د مرګ نه وروسته رومي امپراطوري د تل لپاره په دوه برخو وویشل شوه.

د شرقي برخې یې مشر زوی ارکادیوس او د غربي برخې یې کشر زوی هونوریوس امپراطوران شول چې دا تقسیم بیا په خپل وار د اروپایي فرهنګ او مسیحیت دین د تقسیم سبب شو چې شرقي برخه یې د یونانی فرهنګ او ارتودکس کلیسا نماینده شوه. او غربي برخه یې د لاتین فرهنګ او کاتولیک کلیسا نماینده شوه.

د روم غربي امپراطوري د ورپېښو مختلفو حوادثو په نتیجه کې بالاخره په ۴۷۶م کې سقوط وکړ او له منځه ولاړه او شرقي برخه چې د بیزانس یا بیزنطی په نوم هم یادېدله، د دې ټولې سترې امپراطور د میراث په ډول پاتې شوه تر دې چې بالاخره د نوموړي پایتخت قسطنطینه هم د اسلامي عثماني امپراطورۍ په وسیله په ۱۴۵۳م فتحه او رومي امپراطوري د تل لپاره په تاریخي سیاسي جغرافیې کې له منځه لاړه.

د اسلام او رومي امپراطورۍ تر منځ ټکرې (احتکاک)

كله چې هم د اسلام او رومي امپراطورۍ خبره مطرح کېږي نو له دې نه مراد د رومي امپراطورۍ شرقي برخه چې د بیزانس رومي امپراطوري باندې شهرت لري او قسطنطینه یې پایتخت او مرکز ؤ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت نه اته کاله د مخه د وخت د رومي امپراطور ماریس په خلاف یو پاڅون او بغاوت سر راپورته کړ او په نتیجه کې د فوکاس په نوم یو شخص امپراطور باندې مسلط شو او د روم قیصر یې د خپلې ټولې کورنۍ سره ووژلو.
د پورتنۍ حادثې نه په استفاده سره د ایران ساساني امپراطور خسرو پرویز (خسرو ثاني) ته ښه بهانه په لاس ورغله چې نوموړی د پخواني رومي امپراطور صمیمي دوست او احسان لاندې ، ځکه له ایراني پاچاه سره یې په خپل وخت کې همکاري لرله، او په ۶۰۲م کې د رومي امپراطور په خلاف د جنګ اعلان وکړ او د څو کلونو په دوران کې د فوکاس پوځونو ته یو د بل پسې سخته ماتې ورکړه او د رومي امپراطور خاوره کې یې ډېر پرمختګ وکړ.
د رومي امپراطوری د پوځ افسرانو، وزیرانو او مشاورینو احساس وکړ چې فوکاس نشي کولای امپراطوري وساتي نو د رومي امپراطورۍ افریقایي والی نه يې مرسته وغوښتله نوموړي خپل زوی هرقل د یو ستر لښکر سره قسطنطنیې ته ولېږه، د نوموړي په رسېدلو سره فوکاس معزول او پر ځای یې په ۶۱۰م کې هرقل امپراطور وټاکل شو.

او په همدې کال باندې حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د آخرالزمان پيغمبر په حیث د بشریت د لارښوونې لپاره د الله متعال لخوا مکلف شو او په مکه کې یې الهي دین ته بلنه پيل کړه.

خسرو پرویز د فوکاس د عزل سره بیا هم خپل جنګ ته ادامه ورکړه او جنګ ته یې د مجوسیت او مسیحیت تر منځ د مقدس مذهبی جنګ عنوان ورکړ او پر مخ ولاړ او رومي لښکر ته یې ماتې ورکړه، په ۶۱۴م کې یې بیت المقدس تر خپلې ولکې لاندې راوړ او اصلي صلیب یې ترېنه مدائن ته یووړ چې مسیحي نړۍ ورباندې ولړزېده. ساسانی لښکرې پرمخ ولاړې او اردن، فلسطین او د سینا د دښتې ټوله منطقه یې ونیوله او د مصر سرحدونو ته ورسېدل.

له بل طرفه دا هغه زمانه ده چې په مکه معظمه کې د دې جنګ نه د ډېرې لوړې مرتبې او ستر تاریخي اهمیت لرونکي د حق او باطل تر منځ تاریخ ساز جنګ پيل شوی ؤ. تر دې چې په ۶۱۵م کې یو شمېر مسلمانان په مکه کې د مشرکانو د اذیتونو او مشکلاتو د لاسه تنګ او د خپلو کورونو او اولادونو پرېښودو ته مجبور شول او د حبشې مسیحي پاچا چې د رومي امپراطور حلیف ؤ پناه وروړه. او دا هغه وخت ؤ چې هرې خوا ته د مسیحي رومیانو په مقابل کې د ساساني مجوسي امپراطورۍ د غلبې انګازې وې.

د مکې مشرکان د ساساني مجوسي امپراطورۍ په دې غلبه او موفقیت ډېر خوښ وو او دا یې د مسمانانو په خلاف په خپله ګټه یو نیک فال ګڼلو، چې په دې وخت کې د روم سورت نازل شو او په ابتدایي آياتونو کې یې داسې فرمایي: «الم 1 غُلِبَتِ الرُّومُ 2 فِي أَدْنَى الأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ 3 فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ 4 بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاء وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ5» [د الروم سورت ۱-۵] «رومیان په نږدې هېواد کې مغلوب شوي، او له خپل دې مغلوبوالي نه وروسته به په څو کلونو کې د ننه هغوی برلاسي شي، یوازې د الله واک دی مخکې هم او وروسته کې هم. او هغه به هغه ورځ وي چې کله د الله په بښل شوي بري باندې مسلمانان خوشحالي وکړي. الله مرسته په برخه کوي چا ته یې چې خوښه شي او هغه برلاسی او رحیم دی. دا وعده الله کړې ده. الله هېڅکله له خپلې وعدې څخه مخالفت نه کوي، خو زیاتره خلک نه پوهېږي».

پورتني آياتونو کې دوه وړاندوینې شوې دي، لومړی دا چې رومیان به بری تر لاسه کوي دویم دا چ ورسره به مسلمانان هم بریالي کېږي.
د دې آیاتونو په نزول سره د مکې مشرکانو د مسلمانانو پورې ډېرې ټوکې او مسخرې وکړې ځکه چې په ښکاره ډول په مسلمانانو باندې ډېر بد حالات وو، هرې خوا ته تورې تیارې وې او د رڼا هېڅ څرک نه لېدل کېده خو د پاخه عزم مؤمنانو لکه ابوبکر صدیق رضي الله عنه د مشرکانو سره په دې باندې شرط کېښود چې په ظرف د ۹ کلونو کې که دا کار ترسره نه شو نو حضرت ابوبکر به هغوی ته سل اوښان ورکوي او که تر سره شو هغه به یې ورکوي او دا کار همداسې وشو او ابوبکر رضي الله عنه ترېینه سل اوښان واخیستل او صدقه یې کړل.

په ۶۲۲م کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ او د بل طرف نه د روم امپراطور هرقل د تورې بحیرې د لارې نه طرابزون په طرف وخوځېد او په ۶۲۳م کې ارمنستان باندې حمله وکړه او په دویم کال ۶۲۴م کې اذربایجان ته ننوتلو چې هلته یې د زردشت د پیدایښت ځای ارمیاه ونیوله او ورانه یې کړه او د دې نه وروسته یې د ساساني فارسي مجوسیانو د اور تر ټولو ستره عبادتخانه ګډه وډه او ویجاړه کړه.
او په مدې کال باندې د مسلمانانو او مشرکانو تر منځ په بدر کې لومړی تاریخ ساز جنګ وشو او الله متعال مسلمانانو ته تاریخي فتحه په برخه کړه او د روم سورت دواړه وړاندوینې د لسو کلنو نه په کمه موده کې پوره شوې چې د یو خوا نه مسلمانانو د مشرکانو مقابل کې فتحه وکړه او په مدینه کې د مستقل نظام خاوندان شول او بل طرف نه رومیانو د فارسیانو مقابل کې پرمختګونه وکړل او د رومي امپراطوري زمکې یې بېرته د فارسیانو نه لاسته راوړې.

په ۶۲۷م کې ساساني فارسي امپراطوري لښکرو ته په نینوا کې سخته ماتې ورکړه او هرقل مسیحي صلیب په ۶۲۹م کې د ستر مارش په ترڅ کې پېرته بیت المقدس ته وروګرځاوه.

لنډه دا چې د اوه مي پېړۍ لومړۍ ربع کې د نړۍ د سترو امپراطوریو ساساني او رومي تر منځ خپلو کې سختې نښتې روانې وې، د دواړو قوتو نه سره په جنګونو کې ډېر حده پورې ضعیف شوې وو او په دې وخت کې رومیانو د لاسه وتلي شاو او شاوخوا سیمې ټولې بېرته ترلاسه کړې وې.
په همدې وخت کې د مدینې اسلامي نظام د مشرکانو مقابل کې بریاوې ترلاسه کړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم د شام د فتحې لپاره فکر کولو چې په همدې غرض یې یو درې زره کسیز لښکر د زید بن حارثه په مشرۍ کې شام ته روان کړ. چې همدا د رومیانو پر خلاف د مسلمانانو لومړی ټکر ؤ

د مسلمانانو لښکر او روميانو لښکر چې دوه سوه زررو ته یې شمېر رسېده مؤته نومي یو ځای کې سره مخامخ شول، زید بن حارثه، جعفر بن ابي طالب او عبدالله بن رواحه د اسلامي لښکر د قومندانانو په حیث یو د بل پسې په شهادت ورسېدل ، خالد بن ولید ته قومانده وسپارل شوه نوموړي به خپل ځانګړي جنګي تاکتیک دښمن مخ په شاه کولو ته مجبور کړ او اسلامي لښکر یې په حفاظت سره مدینې ته راستون کړ.

د مکې د فتحې نه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل بیا په خپله د مسلمانانو (۳۰۰۰۰) دېرش زره لښکر سره د رومیانو جنګ ته ولاړ تبوک نومي ځای کې یې دښمن ته څو ورځې انتظار وکړ دښمن مقابلې ته راغنی او بېرته مدینې ته راستون شو.

درېم ځل یې بیا د اسامه بن زید په مشرۍ کې لښکر برابر کړ چې رومیانو سره جنګ ته ولاړ شي نوموړي لا د خندق نه ؤ تېر شوی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات خبر ورته ورسېد او بېرته راستون شو. حضرت ابوبکر رضي الله عنه نوموړي ولېږه شام ته ورسېد او فاتح بېرته رستون شو.
حضرت ابوبکر رضي الله عنه چې د مدینې شاوخوا مرتدینو د جنګونو نه خلاص شو، د څلورم ځل لپاره یې یو ستر لښکر په جداګانه ډول مختلفو لارو باندې څلور قوماندانو یزید بن ابی سفیان، شرحبیل بن حسنه، عمروبن العاص او ابوعبیده بن الجراح په مشرۍ کې ولېږل. رومیانو سره شام کې نښتی پیل شوې، اسلامي لښکر مسلسل مخکې روان وو، هرقل چې خبر شو یو ستر رومي لښکر یې د خپل ورور په مشرکی کې د مسلمانانو مقابلې ته ورولېږه.

خلیفه چې خبر شو خالد بن ولید ته یې امر وکړ چې عراق پرېږدي او شام ته د خپلو وروڼو د مرستې لپاره ورشي، حضرت خالد لښکر سره د هغوی مرستې ته ولاړ، د دواړو طرفونو تر منځ اجنادین کې سخته نښته وشوه چې د مسلمانانو په ګټه تمامه شوه.

رومیانو د انتقام لپاره یو قوي روان کړ او دا ځل د خالد بن ولید تر مشری لاندې یرموک کې اسلامي لښکر سره مخامخ شو چې البته په همدې وخت کې خلیفه حضرت ابوبکر رضي الله عنه وفات شو او حضرت عمر رضي الله عنه ابوعبیده بن الجراح د اسلامي لښکر د عومي قوماندان په توګه و ټاکه او په دې ډول یرموک کې اسلامي لښکر یو ځل بیا د رومیانو په مقابل کې فاتح راووت، مسلمانانو خپل پرمختګ ته ادامه ورکړه تر دې چې د شام ټولې سیمې او بیت المقدس یې هم ونیول او په دې سره د رومي بیزانس امپراطوري تسلط په شام او شاوخوا سیمه کې ختم شو او د بلې خوا نه په دې سره د شام او عراق د فتوحاتو خط هم سره وصل او یو ځای شو.

د حضرت عثمان رضي الله عنه زمانه هم د فتوحاتو دور ؤ د حضرت معاویه په مشرۍ کې د کوچني آسیا او شاوخوا سیمو کې د رومیانو په ضد جنګونو ته ادامه ورکړل شوه تر دې چې عموریه ته ورسېد او ورسره د قبرص او رودوس جزیرې یې هم ونیولې او ارمنستان ته یې ځان ورساوه. د بلې خوا نه حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه د عبدالله بن سرح تر مشری لاندې په ۲۷هـ کې اسلامي لښکر شمالي افریقا خوا ته سوق کړ چې د رومیانو تسلط لاندې سیمې وې او هلته یې ډېرې مهمې سیمې لکه لیبیا او المغرب ونیول او رومي بیزانس والي هلته ووژل شو او ټوله سیمه یې ترې ونیوله. رومي امپراطوري د سمندري ځواک په درلودلو سره د مدیترانې سمندر په خپل لاس کې درلود او د نوموړي سمندر د تجارتي او عسکري هراړخیزه امتیازاتو نه رومیان برخمن وو.

کله چې شام او شاوخوا سیمې فتحه شوې حضرت امیر معاویه لومړنی شخص ؤ چې حضرت عمر رضي الله عنه ته یې د سمندري کښتۍ د صنعت وړاندیز وکړ چې بالاخره د حضرت عثمان په خلافت کې بحري کښتۍ جوړې او د مسلمانانو او رومیانو تر منځ لومړنۍ سمندري جنګ په مدیترانې سمندر کې وشو، رومیانو ماتې وخوړه او د مدیتراني سمندر ټول امتیازات د مسلمانانو لاس ته ورغلل، د یادونې وړه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت دی فرمایي: «زما د امت اولین لښکر چې په سمندر کې غزا کوي د هغوی لپاره جنت دی». د حضرت علی رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې د داخلي مشکلاتو په وجه د فتوحاتو په برخه کې ډېر پرمختګ نه دی شوی.

حضرت امیر معاویه رضي الله عنه چې کله په ۶۱هـ کې مستقر شو نو افریقا کې د فتوحاتو لړۍ د رومیانو د واک لاندې سیمو کې پیل کړه. مختلفو قوماندانو دا جنګونه رهبري کړل او بالاخره عقبه بن نافع الفهري د افریقا والي مقرر شو ډېر فتوحات یې وکړل مختلف مناطق د لیبیا، سوډان ځینې برخې او تونس ځینې سیمې خپل واک لاندې راوړې، قیروان کې یو ستر مرکز جوړ کړ وروسته یې ستر مسجد آباد کړ چې ورسوته همدا ځای ستر تجارتي، علمي او فرهنګي تمدني مرکز وګرځېد. د حضرت معاویه د وفات نه وروسته د یزید بن معاویه زمانه کې هم افریقا کې ډېر فتوحات وشول خو د عقبه بن نافع د شهادت له امله قیروان د لاسه ووتلو.

بیا د عبدالملک بن مروان په زمانه کې رومیانو سره به شمالي افریقا کې د زهیر او حسان په لاس ډېرې نښتې ترسره شوې او ډېر فتوحات یې وکړل. تر دې چې موسې بن نصیر شمال افریقا اکثره برخه فتحه او د یو ستر لښکر په وسیله یې بربرقوم ته ماتې ورکړه. او بیا یې یو ستر لښکر د طارق بن زیاد په مشرۍ کې برابر کړ چې سمندري ځواک هم ورسره ؤ نوموړی اندلس ته پورې وتلو او ۹۲هـ کې د نښتو نه وروسته دغه ښکلی او شنه جزیره ونیوله.

دا د یو طرف نه د رومي بیزانس د لښکرو په خلاف د اسلامي لښکرو د فتوحاتو لنډکی داستان ؤ، چې مسلمانان په ډېر لږ وخت کې وتوانېدل چې د رومي بیزانس امپراطوري د نفوذ ساحې څرنګه په لاس راوړي، ولې د رومي بیزانس امپراطوري اصل مرکز او پایتخت قسطنطنیه باندې که غږیږو چې دا مرکز څرنګه او څومره موده کې فتحه شو چې هغه په خپل وار د اسلامي تاریخ ځلانده صفحاتو یو ستر داستان دی.

لومړنیو مسلمانانو د اسلامي دعوت د خپرولو په غرض په وچه او سمندر کې د لیرې پرتو سیمو ته د رسېدو لپاره غزوات وکړل، جنګونه یې په لاره واچول ډېر کړاونه یې ولیدل او الهي توحیدي بلنه یې افریقا، آسیا او اروپا ځینو برخو ته ورسوله د شمالي افریقا همدارنګه د ساساني فارسي امپراطوري له جنګونو نه وروسته مسلمانانو او اسلامي مرکزي دولتونو خپله توجه د رومي امپراطورۍ آخري مرکز قسطنطنیې د فتحې لپاره واړوله او دا یو جدي ضرورت ؤ چې مسلمانان د دې لارې نه په امن کې شي او د بل طرف نه د نوموړي ښار د فتحې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوا وړاندوینې او بشارتونه موجود ؤ چې مسلمانان یې هڅول چې د نوموړي ښار د فتحې لپاره باید کار وکړي، د حدیث شریف مضمون دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې فرمایي: لتفتحن القسطنطینه، فلنعم الامیر امیرها و لنعم الجیش ذلک الجیش. خامخا به تاسې قسطنطنیه فتحه کړئ، امیر به یې بهترین امیر وي او غوره لښکر به همدا لښکر وي، او په یو بل روایت کې فرمایي: سئل رسول الله صلی الله علیه وسلم «أی المدینتین تفتح اولا قسطنطنیه او رومیة» فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینة هرقل تفتح اولا یعنی القسطنطنیة». له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه چې د قسطنطنیې او رومي ښارونو څخه به کوم یو لومړی فتحه کېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویل: د هرقل ښار یعني قسطنطنیه به اول فتحه شي.

نو پټه دې نه وي چې نن د رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندوینه البته د ډېرو هڅو نه وروسته د وینا نه په سلګونو کاله وروسته صحیح ثابته شوه او نوموړي ښار فتحه شوی او د وړاندوینۍ دوهمه برخه چې د یو مسلمان د عیدې جز دی خامخا به فتح کېږي خو کله، څه وخت او څرنګه؟ الله تعالی په دې ښه پوهېږي.

نو په دې اساس چې دلته یوه داخلي قوي معنوي انګیزه مسلمانانو سره موجوده وه ډېرو خلفاوو او عامو اسلامي لښکریانو به آرزو درلوده چې د نوموړي ښار د فتحې لپاره جنګونو کې برخه واخلي او له همدې کبله مسلمانانو د نوموړي د فتحې لپاره څو ځله حملې کړې او بالاخره د پېړیو پېړیو وروسته په دولسم ځل فتحه شوې چې په لنډ ډول ورته داسې اشاره کوو:

د لومړي ځل لپاره د نوموړي ښار د فتحې لپاره مسلمانانو په ۴۹هـ /۶۶۹م کې د حضرت امیر معاویه په دوره کې هڅه وکړه چې د نوموړي ښار د فتحې لپاره د وچې لارې نه د فضاله بن عبیدالله الانصاري په مشرۍ یو لښکر ولېږه په کوچنی اسیا کې پرمخ ولاړ او په اناضول کې یې ډېر قوي مرکزونه ونیول او د مرمرې سمندر څنډو ته ورسېدل نوموړي سره څه نامتو اصحاب کرام لکه عبدالله بن عباس، عبدالله بن عمر، عبدالله بن زبیر او ابوایوب الانصاري هم وو وروسته نور کومک د یزید په مشرۍ هم ورورسېد او افتخاري امیر هم ورته وټاکل شو، ښار محاصره شو دواړو طرفونو تر منځ سخت جنګونه وشول د ډېرو په شمول اسلامي طرف نه حضرت ابوایوب الانصاري هم په شهادت ورسېده او هلته په یوه څنډه کې ښخ شو چې قبر یې نن هم د استانبول په ښار کې دی.

دوهمه حمله په نوموړي ښار مسلمانانو په ۵۴هـ/ ۶۷۴م کې وکړه چې په دې حملو کې مسلمانانو د لومړي ځل لپاره د نوموړي ښار د محاصرې او جنګ لپاره د وچې تر څنګ سمندري ځواک هم وکاروه، تر اوه کلونو ۶۰هـ پورې ښار څو طرفونو نه محاصره وو خو بیا هم د ښار یو څه برخې لکه د تورې بحیرې لار خلاصه وه او اروپایانو لخوا ورته مرستې رسېدلې او مسلمانان په فتحه موفق نشول البته په آخر کې د درویشتو کلونو لپاره یوه اوږد مهاله د سولې معاهده لاسلیک شوه.

د درېیم ځل لپاره په ۹۵هـ/۷۱۷م کې سلیمان بن عبدالملک (۱۸۰ زره) زمکني لښکر او (۱۸۰۰) سمندري ځواک د خپل ورور مسلمه بن عبدالملک په مشرۍ کې د نوموړي تاریخ رومي بیزانس ښار د فتحې په اراده واستوو. ښار د وچې برخې، مرمري سمندر او دردنیل تنګي د طرفونو نه محاصره شو جنګ پیل شو، سخت جنګ وشو خو د ښار د سختو او قوي دیوالونو په وجه یو طرف نه او د تورې بحیرې لار د خلاصون د بل طرف نه چې د هغې لارې نه په آسانۍ ورته د اروپایانو او په ځانګړې ډول د بلغاریانو لخوا مرستې او کومکونه رارسېدل.

په دې وخت کې سلیمان وفات او عمر بن عبدالعزیز یې ځای ناستی شو د سخت وضعیت له امله د نوموړي په امر باندې په ۹۹هـ/۷۱۸م کې مسلمانانو محاصره پرېښوده او بېرته راوګرځېدل.

پورتنیو قوي حملو نه وروسته په قسطنطنیه باندې د مسلمانانو اساسي او درنې حملې د ځینو مشکلاتو له امله متوقفې شوې که څه هم ځینې کوچنۍ حملې شوې خو ښار ته نه دي رسېدلې او د هغې له جملې یو حمله د عباسي دورې خلیفه هارون الرشید په زمانه کې تر سره شوې چې په هغې کې د ښار ځینې شاوخوا سیمې لکه د هرقل ښار چې قسطنطنیې په څنګ کې واقع وو فتح کړی دی، له دې وروسته بیا نو تر څو پېړیو د دې ښار د فتحې د لښکرو استول متوقف شول.

د عثماني ترکي دولت د قسطنطنیې د فتحې لپاره هلې ځلې

عباسي خلافت کې د داخلي کشمکشونو د ایجاد نه وروسته چې بالاخره شرقي طرف ترېنه آزادي اعلان کړه او بیا یې په تعقیب مغولانو په شرقي مستقلو اسلامي دولتونو حمله وکړه او د شرقي برخې د نیولو نه وروسته د خلافت پایتخت په لور روان شول چې په دې سره مرکزی خلافت هم ډېر ضعیف او انحاط طرف ته ولاړ نو په دې وجه څو پېړۍ قسطنطنیې طرف ته توجو ونکړای شوه.

خو د عثماني ترکي دولت په رامنځ ته کېدو سره یو ځل بیا مسلمانان متحرک شول او د نوموړي ښار د فتحې لپاره یې هلې ځلې پيل کړې.
په ۷۹۳هـ /۱۳۹۱م کې عثماني خلیفه بایزید اول قسطنطنیه محاصره کړه او بالاخره رومي بینزانس امپراطور عمانوئیل یالیولوګ ثاني د خلیفه عثماني د سولې شرطونه ومنل چې په دې سره عثماني خلیفه بلکان کې د اروپایې صلیبي تړون جنګ ته ورودانګل هتله یې ډېر فتوحات وکړل او د بلکان جبهې د جنجال نه یې ځان بې غمه کړ.

له دې وروسته یې د رومي امپراطور د سولې د معاهدې نه په سرپېچې باندې یو ځل بیا په قسطنطنیه باندې حمله وکړه او نوموړی ښار یې کلک محاصره کړ، نږدې وه چې فتحه شي، خو د تیمور لنګ حملې د شاه د خوا نوموړی دې ته مجبور کړې چې رومي امپراطوري سره یو ځل بیا په څه شرطونو د سولې معاهده امضاء کړي او خپله د تېمور لنګ طرف ته روان شو، بایزید اول تیمور لنګ سره د انقرې په جنګ کې بندي او بالاخره همدې بند کې وفات شو چې په دې سره عثماني ترکي دولت هم ډېر ضعیف شو او څه کوچنۍ برخې هم ترېنه جدا شوې، خو له دې سره هم د بایزید اول زوی سلطان الروملي موسی چلبي د قسطنطنیې د محاصرې اراده وکړه خو رومي امپراطور د نوموړي د ورور محمد چلبي په همکارۍ د یو طرف نه او د میربي امیر په مرسته د بل طرف د محاصرې نه ځان خلاص کړ او موسی چلبي د خپل ورور لخوا اسیر شو چې په ۸۱۶هـ / ۱۴۱۳م کې یې ووژلو.
د نوموړي تاریخي ښار د بشپړه فتحې نه مخکې د عثماني سلطنت په زمانه کې د ښار د محاصرې لپاره سلطان مراد الثاني بن محمد چلبي یو ستر لښکر برابر کړ او ښار یې د ۸۲۵هـ کال په رمضان او د ۱۴۲۲م په اګسټ کې محاصره کړ او سخت جنګ د دواړو طرفونو تر منځ وشو، خو متأسفانه چې عثماني امپراطو په سلطنت کې د داخلې واک په سر داخلي کشمکش له امله او په خصوصي ډول کوم اغتشاشات یې چې د تره مصطفی چلبی په وسیله د رومیانو په پارونه پیل شو محاصره یې ماته کړه او د داخلي کشمکش دارامولو طرف ته متوجې شو.

محمد الفاتح او د قسطنطنیې بشپړه فتحه:

بالاخره په دې کشمکشونو کې محمد بن مراد په ۱۶ محرم ۸۵۵هـ / ۱۸ فبروري ۱۴۵۱م کې د عثماني سلطنت په تخت کیناستلو یو څه ګډوډي د تیمور لینګ د حملې نه د یو طرف نه داخلي واړه امیران پارول کېدل چې اغتشاشات جوړ کړي، نوموړي ځوان امیر چې د سلطنت په چوکۍ کیناستلو لومړی د قسطنطینې فتحې طرف ته متوجې شو چې همدا په اصل کې د اسلام د مقابلې اساسي دښمني په منطقه کې پاتې وو. د محمد الفاتح او قسطنطنیې د فتحې تفصیلات ډېر په زړه پورې دي چې دلته متأسفانه په دې مختصرو سطورو کې نشي ځاېېدلای، ان شاء الله هغه به د یو مستقل مضمون په حیث کله وړاندې کړو.

محمد بن مراد د یو طرف نه د خپلو سابقینو په پل باندې د پل کېښودلو او د بل طرف نه د دې ستر خنډ چې د الامي فرهنګ او تمدن په وړاندې هره ورځ یو نوی چیلنج ؤ فیصله وکړه چې د نوموړي رومی بیزانس ښار د فتحې لپاره د یو ستر زمکني او سمندري لښکر سره حرکت وکړ، ښار په ۲۶ ربیع الاول ۸۵۷هـ/ ۱۶ اپریل ۱۴۵۳م باندې محاصره شو، رومي امپراطور ته یې وړاندیز وکړ چې پرته له جنګه ښار تسلیم کړي په داسې شرط چې د ښار ټولو اوسېدونکي به په پوره احترام سره د خپلو معتقداتو سره سم عبادتخانو کې عبادت کوي او په پوره آزادی سره به ژوند وکړي، امپراطور جنګ ته ترجیح ورکړه او جنګ پیل شو، دې دوران کې د اپریل په ۱۸مه باندې د مسیحي نړۍ یو لیک سلطان ته ورسېد چې محاصره ماته کړي که نه نو د اروپایي ګډو پوځونو عملیاتو ته دې آمادګي ونیسي چې عثمانی امپراطوري باندې به حمله وکړي، سلطان عثماني د دې څخه پروا ونکړه او خپل کار یې جاري وساته رومیانو ته د بحر د لارې نه ډېر زیات کومکونه او مرستې راورسېدل او وتوانېدل چېد عثماني سمندري ځواک سره وجنګیږي او خپل کومکونه داخل د ښار ته ورسوي.

د عثماني په لښکر کې د یو ډول تشویش په ایجاد سره هم سلطان عزم کلک ؤ او خپل کار ته یې ادامه ورکړه، او د نوموړي تاریخي جنګي تاکتیکي ابتکار ؤ چې د هغه برخې ته بېړۍ د وچې د لارې نه ورسولې چې د ښار طرف ته سمندري لاره پرانیستې وه، په سبا باندې ښار بشپړ محاصره ؤ
سلطان محمد د خپلو لوړپوړو پوځي امیرانو، مشاورینو وزیرانو اخیري مجلس راوغوښت مشوره وشوه، ځینو د محاصرې د خاتمې په شرطونو سره ټینګار وکړ او ځينو نورو لکه شیخ آق شمس الدین د دې نظر په کلکه مخالفت وکړ چې نوموړی خوبونه لیدلی چې ښار د سلطان محمد په لاس فتحه کېږي.

په ۱۹ جمادي الاولی ۸۵۷هـ / می ۱۴۵۳م باندې سلطان محمد د اخري جنګ لپاره اعلان وکړ او شعار یې ورکړ چې یا به عثماني دولت له منځه ځي او یا به قسطنطنیه سقوط کوي په دې ورځ ټول پوځ د خپل امیر د غوښتنې مطابق روژه ونیوله او دعاګانې یې وکړې، دوهمه ورځ هم همدارنګه په معنوي او مادي تیاریو کې تېره شوه او بل طرف نه رومیانو هم تیارۍ نیولې، د سه شنبې ورځ ۲۱ جمادي الاولی ۸۵۷هـ /۲۹می ۱۴۵۳م نو بیا یوه تاریخ سازه ورځ وه، مسلمانانو د سهار له لمانځه فورا وروسته قسطنطنیه باندې حمله پیل کړه او په لاس کې هر ډول سلاح ثقیله او خفیفه پکې وکارول شوه او د سخت اور لاندې پلي لښکرې هم د ښار د پولو ته ورسېد او په دې سره مختلفې فرقي یو د بل پسې ښار ته ورننوتلي، داخل کې هم یو څه مقاومتونه وشول خو بالاخره رومیانو ماتې تسلیم کړه امپراطور ووژل شو، د ښار خلکو کلیساګانو ته پناه وړې وه زیات په اباصوفیا میدان کې راټول شوي وو، سلطان د کلیساګانو او نورو ښاریانو د حفاظت لپاره ځانګړي قطعاتو ته امر کړی وو چې د چا سر او مال ته زیان ونه رسیږي، سلطان په خپله ماسپښین په خپل ښکلي آس باندې سپور ښار ته ننوتلو چې په دې وخت کې یې عمر ۲۲ کلو ته رسېدلو، د اسلام بیرغ یې ورپولو او د شکر سجده یې پر ځای کړه، ایاصوفیا کې اذان او د مازدیګر لمونځ په جمعه ادا کړ.

په ۲۳ ورځو کې نور امور سره سم کړ او نوی فرمانونه یې صادر کړل چې لومړی دا وو چې د عثماني امپراطوري پایتخت به قسطنطنیه وی او نوم یې په اسلامبول ورته بدل چې بیا په استانبول بدل شو او په فاتح باندې ملقب شو نو ځکه په محمد الفاتح یادیږي، ټولو اسلامي مرکزونو، قاهره، دمشق، مکه او نورو ته د فتحې زېرې ولېږل شول او ټولو کې په دې باندې جشنونه ونیول شول او د ټولو اسلامي ښارونو او مرکزونو اسلامبول ته د مبارکۍ لپاره استازي ورواستول. او په دې سره د اسلامي تاریخ یوه ځلانده بله پاڼه پیل شوه.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: