ایمان، عقیده او اړوند

اســــــــلام وپيژنۍ | اسلام څه ته وايي؟ ۲

« يا أيها الذين آمنوا ادخلوا في السلم کافة » صدق الله العظيم  .

په دغه برخه کښي د اسلام د مقدس دين د واقعيتونو او حقيقتونو په بيان پيل درته کوم  ، چي د همدغي برخه ونډه په دې شرحه ده  :

( ۱ ): د اسلامي دين له واقعيتونو څخه يو ستر واقعيت دادئ چي اسلام هر هغه کار ، هر هغه خوۍ ، هر هغه صفت نيک او ښه ګڼي   کوم چي د کائناتو د حقيقي واکدار او مالک په نزد ښه وي  ، او په واقع او نفس الأمر کښي ښه وي  ، او دارنګه د هر سالم عقل والا د هغه پر ښه والي باندي شاهدي او ګواهي ورکوي  .
او هر هغه کار ، صفت او خوۍ بد ګڼي کوم چي د سليم عقل په نظر کښي بد وي ، او نظر و واقع او نفس الأمر ته بد وي  ، او د الله ( جل جلاله ) په حکم سره بد وي  .

اسلام داسي دين او مذهب نه دئ چي د ناروا او فاسدو مقاصدو او مفاداتو پخاطر و ښه کار ته بد وايي او و بد کار ته ښه وايي  ، او له اسلام څخه پرته نور باطل يا محَرّف مذهبونه ددې پر خلاف د صفاتو ، اخلاقو او د أفعالو حسن او قبح ، ښه والئ او بدوالئ د ناجائزو او غلطو مفاداتو تابع ګرځوي  .

د مثال په ډول په  « تلمود » کښي ( چي د تورات شرح ده ، او د يهودو معتمد مذهبي کتاب دئ  ) او دا رنګه په « پروتو کولات حکماي سهيون »کښی  ( کوم چي  د يهودانو يو بل مخفي کتاب دئ  او د دنيا په مختلفو ژبو کښي ترجمه سوئ او چاپ سوئ دئ )   يوه برخه بيان په دې ډول راغلئ دئ چي هر سياستمدار که د انساني او د شرافت د اخلاقو خيال وساتي نو و مطلب  ته نسي رسيدلائ  ، هر څوک که غواړي چي اوچت او لوړ مقام ته ورسيږي نو بايد د شريفو اخلاقو پاي بندي ونکړي  .

له دې څخه دا خبره په ډاګه کيږي چي له اسلام څخه پرته ددنيا نور مذهبونه و خلګو ته داسي درس او تعليم ورکوي چي و اوچتو  مقاماتو ته رسيدل ، او دارنګه کاميابي او برئ تر لاسه کول په دې کښي دئ چي انسان بايد په دې لاره کښي له ناروا او ناجائزو اخلاقو او افعالو څخه استفاده وکړي  ، حال دادئ چي د اسلام مقدس دين وخلګو ته داسي تعليم او درس ورکوي  چي د کاميابۍ او د بري لار  ښه أخلاق اونيک  أفعال  او کارونه  دي، او دارنګه د انسان د ناکامۍ او د بربادي لار بد أخلاق او بد فعلونه دي   .

همدارنګه د يهودو په مذکورو کتابو کښي راغلي دي چي خبيث او ناروا خويونه ځموږ په مسلک کښي د شرافت خويونه دي  ؛ ځکه  چي موږ و مطلب ته رسوي ، او هر د شرافت خوۍ ځموږ  په مسلک کښي ناروا او بد خوۍ دئ  ؛ ځکه چي موږ له خپل هدف څخه راګرځوي  .
او بالمقابل اسلام ددې پر خلاف و انسانانو ته پر دې باندي سخت ټينګار کوي چي له بدو أخلاقو څخه به ( لکه وعده خلافي ، دروغ ويل ، عهد شکني ، دوکه ورکول  ) خپل ځانونه په ټينګه ساتي  ، او د ښو أخلاقو به  ( لکه رشتيا ويل ، په وعده وفا کول ،  له خلګو سره په اخلاص او صداقت چليدل  او پر خلګو باندي رحمت او شفقت کول ) پوره پوره خيال ساتي   .
په دې اړه د اسلام وځينو هداياتو ته ځير سۍ  !  :

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد  (صلی الله عليه وسلم) په يوه مبارک حديث کښي ( کوم چي مشکوة و غيره يې روايت کړئ دئ ) داسي فرمايلي دي  : «  ان مِن أحَبِّکُم الَي و أقربِکُم مِني مجلسا يومَ القيامة أحاسنکم أخلاقًا » .
يعني بېشکه ځيني له هغو خلګو څخه چي په تاسي کښي وماته ډير محبوب دي ، او د قيامت په ورځ کښي به و ماته د مجلس په حيث ډير رانژدې وي  هغه خلګ دي چي دوۍ د ښايسته ؤ او ښو أخلاقو خاوندان وي  .
تاسي د اسلام د پيغمبر په دغه حديث کښي فکر او سوچ ووهۍ چي اسلام په څونه اندازه و ښو أخلاقو ته خلګ رادعوت کړيدي  ، او په څونه اندازه يې ښه أخلاق د انسان د لوړ والي او د ارتقآء عوامل بللي دي  .

الله ( جل جلاله ) په قرآن پاک کښي فرمايلي دي : «  قــــــد أفــــــلــح مَن زکـــــهـــا و قــد خــاب مــن دســـها »  .
يعني په تحقيق سره کامياب او په مراد رسيدلئ دئ هغه څوک چي پاک يې کړ نفس خپل ( يعني له بدو او خبيثو أخلاقو څخه  ) او په تحقيق سره نقصاني او زيانمن سوئ دئ ، خاوند د خسران ګرځيدلئ دئ هغه څوک چي پټ کړئ يې وي نفس خپل  ( يعني په بدو او خبيثو أخلاقو سره )  .

تاسي فکر وکړۍ چي په دغه الهي کلام کښي په څونه لوړه کچه و ښو أخلاقو ته کتل سويدي ، او په څونه لوړه سويه يې بد أخلاق د انسان د بربادۍ ، هلاکت او د دنيا او آخرت د خُسران عوامِل بللي دي  .
همدارنګه د اسلام پيغمبر  (صلی الله عليه وسلم ) په يوه بل مبارک حديث کښي کوم چي بخاري وغيره يې روايت کړئ دئ فرمايلي دي  چي درې خويونه داسي خويونه دي چي هر څوک چي په ده کښي دغه درې خويه موجود سي نو هغه خالص او سوچه منافق دئ  ، چي اول له هغو خويو څخه دادئ چي کله چي خبري کوي نو دروغ وايي ، او دوهم له هغو درو خويو څخه دادئ چي کله چي وعده وکړي له يو چا سره نو بيا د خپلي وعدې مخالفت کوي ، دريم له هغو دريو خويو څخه دادئ چي کله چي وده ته يو شئ  امانت کيښودل سي ، پر يو شي باندي دَی أمين وګرځول سي نو دَی په هغه کښي خيانت کوي  .

خلاصه او مطلب دادئ چي د اسلام مقدس دين د ښو أخلاقو طرفدار دين دئ ، و ښو أخلاقو ته يې ټول عالم بشريت رادعوت  کړئ دئ او رادعوتوي يې   ، او له بدو او رزيلو أخلاقو څخه يې په ډير ټينګار سره انسانان رامنع کړيدي  .
اسلام پاکيزه او صفا أخلاق د فلاح ، بهبود او د بري او د دنيا او آخرت د سعادتمندۍ سبب ګڼي ، او رزيل او خبيث أخلاق اسلام د انسان د شقاوت او د بدبختۍ عوامل بولي  .
دا د اسلام د مقدس دين له واقعيتونو څخه يو واقعيت دئ  کوم چي ما په دې برخه کښي درته بيان کړ  .

والسلام ومن الله التوفيق

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: