اسحق نیوټن څوک وو؟

د اروپا په تاریخ او ساینس کې ۱۶۴۲م کال ډېر مهم ځای لري. په انګلستان کې کورنی جګړه شروع شوې وه، د تیلې سکوپ د جوړوونکي ګالیلو د مرګ زیات وخت نه وه تېر شوی، چې په همدې کال د کرسمس په یخه ورځ د انګلستان په ول تروپ کلي کې اسحق نیوټن پیدا شو.

د نیوټن د مور )هانان( مطابق نوی پیداشوی ماشوم دومره کوچنی او کمزوری دی، چې په یوه غټ ګیلاس کې ځایېدای شي ،د دې ماشوم په یوه ورځ ژوندي پاتې کېدو کې د ټولو خلکو شک وه؛ خو برعکس دغه شخص ۷۲کاله ژوند وکړ.

د نیوټن پلار د ده د پیداکېدو نه مخکې مړ شوی وه ،مور یې دویم واده کړی وه، د دویم خاوند نوم یې برناباس سمت وه، چې یو مالداره شخص وه.

کوچنی نیوټن یې نیا ته ورکړل شو او لکه څنګه چې هره نیا د خپل لمسي سره مینه کوي، د نیوټن سره یې هم مینه وکړه، نیوټن چې د خپل مور او پلار د مینې نه محروم وه، دې کار یې په ژوند باندې ډېر بد اثر کړی وه.

په۳۴کلنی کې یې د خپل کور سره نږدې په تهم نومي مکتب کې داخل کړ ،نیوټن د کتابونو سره دلچسپي نه درلوده ،په صنف کې به زیاتره وخت اخري نمبر راته، د نورو په مخ کې یې د کمتری احساس کاوه.

هغه ورځ هم ډېر زر راغله، چې نیوټن د کمتری احساس ختم کړ، د نیوټن په مکتب کې د نورو مکتبونو غوندې د جګړه کوونکو کسان یو ګروپ موجود وه ،دغو قوي هلکانو به زیاتره وخت کمزوري هلکان په تنګول، نیوټن به زیاتره وخت د دغو هلکانو نه په تنګ وه. یوه ورځ نیوټن په تنګ شو او د دې ګروپ مشر یې په خیټه کې په لغته باندې وواهه، دغه کار د نیوټن د کمتری د احساس د ختمولو لپاره کافي وه، نیوټن د غصې په وجه لیونی شوی وه او په همدې لیونتوب حالت کې یې هغه مشر هلک سم وډبوه، هغه هلک دې کار ته ډېر حیران وه او نیوټن هم حیران وه.

د دې جګړې وروسته نیوټن د کمتری د احساس نه بیخې خلاص شو او خپله توجه یې درس ویلو ته واړوله. اوس نیوټن په ځان ډېر باور درلوده، هغه په ځان باور درلوده، چې یوه ورځ به د ساینس په میدان کې ډېره ترقي کوي.

نیوټن د خپل سبق ویلو بغیر په نورو کارونو کې کومه دلچسپي نه درلوده، په همدې وخت کې یې دا دویم پلار هم مړ شو او کونډه مور یې یو ځل بیا خپل پخواني ژوند ته ور وګرځېده ،مور یې په یوه فارم کې نوکري شروع کړه، هغې نیوټن ته ضرورت درلوده؛ خو نیوټن د فارم د کارونو سره هېڅ دلچسپي نه درلوده. هغه غوښتل، چې ساینس زده کړي، د میخانیک مضمون یې ډېر خوښېده ،د ماشینونو په لیدو به یې په لاس باندې خارښت لګېده، په نه زړه یې د مور سره کومک کاوه.

هغه په پټیو کې د خپلې مور سره د وښو د پرېکولو، ماشین چلولو او نور کارونه کول. د کار په جریان کې به ورته ډېر لږ وخت په لاس ورته، چې کوم بل کار وکړي، نیوټن دا فارغ وخت د خپل ځان لپاره ډېر قیمتي ګاڼه. د وخت نه د ښې ګټې اخیستنې لپاره به د یوې ونې لاندې کېناسته او د پخوانیو خرابو شویو پرزو د جوړولو کوښښ به یې کاوه.

یوه ورځ سخت طوفان راغی، د طوفان په وجه فصل او ځای ډېر خراب شول، د طوفان په لیدو سره نیوټن نه دا هېر شول، چې هغه یو دهقان دی، یو دهقان باید هر وخت د خدای نه خپل رحم او کرم وغواړي؛ ځکه هوا هر وخت خرابېدای شي. دې طوفان د نیوټن سره ډېره مرسته وکړه. هغه د دې لپاره چې خپل باغ ته وګوري، د هوا د طاقت او زور په اندازه کولو یې شروع وکړه، هغه د هوا په طرف او په مقابل طرف یې ټوپونه واچول، بیا یې دواړه ټوپونه اندازه کړل.

د وخت په تېرېدو یې مور ته معلومه شوه، چې زوی یې د کوم شي سره زیاته دلچسپي لري؛ خو دې ته تیاره نه وه، چې خپل زوی بیا مکتب ته ولېږي. د نیوټن دې کار ته یې د کاکا هم پام شو، د نیوټن کاکا د کمبرج د ټرینټي کالج غړی وه ،هغه نیوټن بېرته مکتب کې داخل کړ.

د نیوټن د سبق ویلو په اړه پوره معلومات په لاس کې نشته؛ خو د هغه د لاس د خارښت ثبوت موجود دي.

اوس نیوټن کولای شول، چې کوچني ماشینونه په پوره ډول سر بېل کړي او بیا یې بېرته وتړي، هغه د هوا په واسطه د چلوونکي موټر او ټیلي سکوپ سره هم همدا کار کولای شو. هغه د لمر ساعتونه جوړ کړل، چې د کور په دېوال باندې یې د ډېر وخت لپاره ځوړند کړی وه.

یو ځل نیوټن د شپې ګوډی )ګوډي پران( الوزول شروع وکړل، په ګوډی به یې یو کوچنی الیکین لګولی وه، دهقانانو به چې دا شی ولیده؛ نو ډېر به حیران شول؛ ځکه رڼا په هوا کې ګرځېده. دا اوس تاسو پورې اړه لري، چې دا کار د هغه پوهه ګڼئ او که شرارت.!

په دې کوچنیوالي کې د نیوټن په فکر کې څه نا څه ګرځېدل، کله چې به ورسره څه شی وه؛ نو په ساعتونو ساعتونو به یې اسمان ته کتل، د ستورو او سیارو حرکت به یې په غور سره مطالعه کاوه، په دې ډول به یې خپل فارغ وخت تېروه.

په۳۳کلنۍ کې یې د مکتب امتحان پاس کړ، ورپسې یې په ټرینټي کالج کې داخله واخیسته ،دا کالج په کمبرج پوهنتون کې دننه وه. نیوټن د یوې غریبې کورنۍ وه، هغه د خپل سبق ویلو لپاره د ویټر )په هوټل کې خدمتګار( وظیفه شروع کړه، سبق ویلو ډېره مزه ورکوله، ډېر زر د لایقو شاګردانو په قطار کې وشمارل شو.

نیوټن په ریاضي کې ډېر مهارت درلوده، په الجبر کې یې نوې نوې نظریې وړاندې کول شروع کړل ،په ځوانی کې یې بایونومیل تهیورم(Binomial Theorem)نظریه رامنځته کړه، دې په الجبر کې ډېر مهم رول ولوبوه، هغه کلکولسCalculusهم ایجاد کړ، چې د ریاضي یوه مهمه څانګه ده.

Binomial-Theorem
Binomial-Theorem

د یوې پېښې وروسته نیوټن د هندسې سره مینه پیداکړه. یو ځل نیوټن په بازار کې د نجوم د علم پورې مربوط کتاب واخیست، په دې کتاب کې د ستورو او سیارو اړوند معلومات او په انسانانو یې اثر څېړل شوی وه، نیوټن په دې کتاب باندې سم پوه نشو. استاد یې اسحق بیرو ورته وویل، چې دا کتاب باید دویم ځل هم ولولي، د لوستلو وروسته یې د نجوم د علم سره هم مینه پیداشوه، اوس هغه په کائناتو کې د موجودو سیارو او ستورو په زاویو باندې ښه پوهېده.

ډیسکارټس یوه ستر فرانسوي ریاضي پوه وه، د ډیسکارټس په وجه وه، چې نیوټن د ریاضي د علم سره دلچسپي پیداکړه .

په ۱۱۱۳م کال کې په انګلستان کې د طاعون مرض خپور شو، ټولې تعلمیې ادارې او مکتبونه بند شول، نیوټن هم خپل فارم ته راغی، د کلي ماحول د ګرد وغبار نه ډېر وه، په دې ارام او پاک ماحول کې د نیوټن سره د فکر کولو لپاره ډېره ښه موقع وه، د مزې لپاره به یې زیاتر مسائل په بایونومیل تهیورم او کلکولس په ذریعه حل کول. یوه ورځ نیوټڼ خپل ځان په یوه بنده او تیاره کوټه کې بند کړ ،بیا یې په کړکی کې یو کوچنی سوری وکړ، د سوري په کولو سره د لمر رڼا کوټې نه ننوته، د رڼا مخې ته یې یو منشور کېښود، منشور د شیشې نه جوړ شوی وه، منشور دې خواوې لري، د منشور نه د رڼا په تېرېدو سره نیوټن حیران شو، هغه ولیدل، چې د منشور بلخوا اووه مختلف قسمه رنګونو رڼا وځي او په دېوال باندې لګیږي، نیوټن دا تجربه یو ځل بیا وکړه ،هغه بیا همداسې حالت ولیده، چې مخکې یې لیدلی وه، د منشور نه اووه قسمه رڼا وتله او په دېوال یې اووه رنګونه لیدل، هغه د دې اوو رنګونو مجموعې ته ویبګیور وویل. دا په انګلیسي ژبه کې د رنګونو د نومونو لومړني توري دي. زیاتره وخت به تاسو په اسمان کې همدا رنګونه وینئ؛ خو دا کار په یوه مناسب وخت کې کیږي، هغه وخت چې باران وي او لمر ښه رڼا خوره کړې وي.

نیوټن دا ثبوت هم نه مانه، د دې په اړه یې نورې تجربې کول هم غوښتل ،اوس نیوټن د دوو منشورونو د ایښودلو فیصله وکړه، کله چې رڼا د دې دوو منشورونو نه تېرېده؛ نو سپینه رڼا یې په دېوال باندې لیدل کېده، په دې ډول د نیوتن دا تجربه کامیابه شوه ،هغه غوښتل، ثابته کړي، چې رڼا د شعاعګانو د مختلفو رنګونو مجموعه وي، کله وچې دا شعاع د یوه منشور نه وځي؛ نو په اوو رنګونو باندې ویشل کیږي، د دې وروسته کله چې دغه رڼا د دویم منشور نه ووځي؛ نو اووه رڼا ګانې په یوې سپینې رڼا باندې بدلیږي، همدا عمل هر ورځ د لمر سره هم تکراریږي. د رڼا د شعاعګانو په اړه د نیوټن علم نور هم زیات شو ،نیوټن بلاخره یو داسې ټیلي سکوپ ایجاد کړ، چې د لینز پر ځای په کې منعکس کوونکې شیشې لګېدلې وې. مخکې له دې چې کوم ډول دوربین )ټیلي سکوپ( جوړ شوی وه، کمزوری وه، په هغه دوربین کې عکس )تصویر( په صحیح ډول نه لیدل کېده. د ډېرې مودې وروسته نیوټن داسې یو دروبین جوړ کړ، چې ایډیا یې د ډېر وخت راهیسې د نیوټن په ذهن کې موجوده وه ،هغه په دې جوړ شوي دوربین کې یوه شیشه ولګوله، تر څو تصویر منعکس کړي، چې دا دوربین شپږ انچه لوړ وه او یو انچ لنډوالی یې وه. هر هغه څه چې په کې لیدل کېده، د خپل اصلي شکل نه یې۲۱ځلې غټ ښوده. په دې دوربین کې به یې د جوپیټر سیاره هم لیدلای شوه ،کومه چې د ځمکې شاوخوا ګرځي.

اسحق نیوټن یو ډېر ستر ساینسپوه دی او ساینس ته یې ډېر خدمتونه کړي دي ،د ده د مڼې )سیب( کیسه ډېره مشهوره ده، چې ځمکې ته یې د هغې د راولېدلو اصلي وجه وړاندې کړه. دا کار د ثقل د مرکز په وجه کېده؛ خو په دې کې هم ډېرې خبرې دي، چې یادول یې ضروري دي. ډېرو زیاتو ساینسپوهانو لیدلي ،چې مڼه ځمکې ته راغورځیږي او ډېر کسان په دې پوهېږي، چې په ځمکه کې داسې قوه شته، چې مڼه ځمکې ته راکشوي؛ خو یو ساینسپوه هم پرې نه پوهېده ،چې دا قوه کومه ده او سپوږمی ولې ځمکې ته نه راځي. د دې په اړه د نیوټن کار د ستاینې وړ دی. نیوټن به زیاتره وخت اسمان خواته کتل، هغه په اسمان کې موجودې خزانې تر مطالعې لاندې نیولې وې، هغه د سیارو او ستورو حرکت تر ژور غور لاندې نیولی وه.

د نیوټن نه مخکې زیاتو ساینسپوهانو لکه کوپرنیکس او ګالیلو دا خبره ثابته کړې وه، چې لمر د شمسي نظام مرکز دی او ټولې سیارې د لمر شاوخوا ګرځي؛ خو دا کار ولې کیږي؟ تر اوسه هیچا ته هم د دې خبرې ځواب معلوم نه وه. نیوټن د دې مسئلې په اړه ډېر فکر وکړ، یوه ورځ نیوټن په باغ کې ناست وه او په همدې مسئلې یې فکر کاوه ،هغه خبر نه وه، چې شپه شوې او د سپوږمی رڼاخپره شوې ده ،نیوټن فکر کاوه، چې سپوږمی ولې همېشه په یوه لاره باندې وي ،په همدې وخت کې یوه مڼه په ځمکه راغورځېده. دلته وه، چې نیوټن د خپل یوه پخواني سوال ځواب پیداکړ ،لکه څنګه چې د ځمکې د کشش قوه مڼه خپل ځانته کشوي، په همدې ډول د ځمکې د کشش قوه ده، چې سپوږمی په یوې خاصې لارې باندې ګرځېدلو ته مجبوروي، چې دې لارې ته مدار(Orbit) وایې. د ځمکې د ثقل د قوې په وجه ټول شیان د ځمکې پورې تړلي دي، ځمکه د لمر په یوه مدار ګرځي او سپوږمی د ځمکې شاوخوا ګرځي، دا ټول د یوې قوې په واسطه چې(Gravity) یې بولي، سرته رسیږي.

زیاتو ساینسپوهانو دې مسئلې ته خپله توجه اړولې وه؛ خو دا نیوټن وه، چې دا مسئله یې حل کړه. په همدې ورځو کې یو انګریز ساینسپوه ایډمنډ هیلی د نیوټن سره ولیدل، هغه په همدې مسئلې باندې تحقیق کاوه، هغه چې د نیوټن خبرې واورېدې حیران شو او د هغه قابلیت ته قائل شو. د انګلستان شاهي کورنۍ هم په نیوټن باندې خبره شوې وه.

اوس نیوټن ډېر مشهور شوی وه، منعکس دوربین په وجه یې په شاهي کورنۍ کې یو لوړ مقام حاصل کړی وه، د کلکولس او بایونومیل تهیورم په وجه خلک د ریاضي پوهانو ډېر احترام کوي. د کشش د ثقل په وجه په ساینسپوهانو کې د ډېر ممتاز شخصیت ګرځېدلی وه، په روښنایی او د هغې په رنګونو باندې کړی کار یې د فزیک پوهانو لپاره ډېر مهم وه. په دې وخت کې ډېر زیات ساینسپوهان موجود ول؛ خو د نیوټن غوندې ساینسوهان چې د ساینس په هره برخه کې کار وکړای شي، ډېر کم ول، د ډېر حیرانتیا خبره داده، چې نیوټن دا لوړ مقام د خپل عمر په۴۲کلنی کې ترلاسه کړی وه.

د طاعون د مرض په ختېدو سره نیوټن بېرته کمبرج کالج ته راغی او په ټرینټي کالج کې یې تدریس شروع کړ، د پوهاند اسحق بیرو د تقاعد کېدو وروسته نیوټن د ریاضي د پروفیسور په حیث وټاکل شو، نیوټن ډېر ژر خپل مشهور کتاب أپټکس خپور کړ، چې دا کتاب یې په ریاضي کې ډېر مهم دی.

هغه کار چې نیوټن د رڼا او د هغې په رنګونو باندې کړی وه، اوس یې په هلکه ډېرې خبرې شروع شوې وې، د نیوټن د فکر برعکس دا سلسله تر ډېره روانه وه؛ خو د نیوټن دا بحثونه هېڅ نه خوښېدل، کله چې به داسې حالات پیداشول؛ نو نیوټن به خپل ځان ملامت ګاڼه، هغه نه غوښتل، چې یو متنازع شخصیت وپېژندل شي.

نیوټن د رڼا او د هغې په رنګونو باندې خپل کار شاهي کورنۍ ته ولېږه ،رابرټ هوک د شاهي کورنۍ لخوا د هغه کاغذونه ومنل؛ خو د هغه سره یې د هغه کړي کارونه ونه منل .په دې کار سره په ټوله اروپا کې بحثونه شروع شول ،دې بحثونو په نیوټن باندې هېڅ منفي اثر ونکړ او خپل کار ته یې نوره هم توجه زیاته کړه.

نیوټن د حساس طبیعت خاوند وه، همېشه به ارام وه، په نیوټن کې د برداشت حوصله ډېره زیاته وه ،هغه په ساعتونو د کار کولو عادي شوی وه. نیوټن یو کوچنی سپی هم ساتلی وه، چې ډایمنډ )الماس( نوم یې پرې ایښی وه، ډایمنډ به د نیوټن په پښو کې ناست وه او نیوټن به په ساینسي دنیا کې انقلابونه رامنځته کول ،ډایمنډ به یوازې د خوراک او تشناب ته تللو په حالت کې پاڅېده، نور به د نیوټن سره یو ځای وه.

یو ځل نیوټن په کوم کار کې ډېر وخت تېر کړ ،نیوټن خپل قلم، کاغذ او دواتپه مېز باندې پرېښودل، چې دا شیان ترې هېر شوي وه ،د هغه په مېز باندې شمعهم لګېدلې پاتې شوې وه. ډایمنډ په ډېر صبر سره هلته ناست وه او د خپل مالک د راتګ انتظار یې کاوه ،یو ناڅاپه یې په مېز باندې موږک ولیده، ډایمنډ د موږک خواته ورټوپ کړل ،شمع په کاغذونو باندې ولوېده او اور یې واخیسته، ټول مهم کاغذونه وسوځېدل، د نیوټن د میاشتو میاشتو خواری ضایع شوې. کله چې نیوټن بېرته راغی او دا حالت یې ولیده؛ نو ډېر خفه شو، دا د هغه د حوصلې قوت وه ،چې هر څه یې برداشت کړل، هغه یوازې داسې وویل: اوه! ډایمنډه دا تا څه وکړل؟ ته نه پوهېږې، چې تا ماته څومره زیان اړولی دی. د دې وروسته یې ایرې راټولې کړې، هر څه یې پاک کړل او هغه څه چې یې ضایع شوي وه، بیا یې په لیکلو شروع وکړه.

نیوټن ټول عمر واده ونکړ، کېدای شي، چې هغه غوښتل، خپل ټول وخت خپل کار ته وقف کړي، نیوټن همېشه د خلکو نه لرې خاموش ژوند کاوه، په کار کې د غرقېدو وروسته به یې د هېڅ شي پروا نه کوله، زیاتره وخت به یې خپل ځان هم هېر کړی وه.

کله کله به یې خپل دوستان ډوډۍ ته دعوت کول، په یو دعوت کې یې د کوم شي کم محسوس کړ، د خپل ځایه اوچت شو او د هغه شي په پیداکولو یې شروع وکړه، د شي په پیداکولو پسې د کوره بېرون ووته. په همدې وخت کې یې په ذهن کې یو خیال راغی ،دا خیال یې د هغه مسئلې په اړه وه، د کومې په اړه یې چې نن سبا تحقیق کاوه، د خیال په راتلو سره یې هر څه هېر کړل او مطالعې ته یې شروع وکړه، هلته یې خپل مطلوب کتاب پیداکړ او کار یې شروع کړ. هغه دا هېر کړي وه، چې دوستان یې ډوډۍ ته دعوت کړي دي، اوس هم خلک ناست وه ،خلکو د لږ وخت لپاره د نیوټڼ کمی نه محسوسوه؛ خو لږ وخت وروسته پوه شول، چې نیوټن نشته، ځینو مېلمنو دا کار بد وګاڼه ،چې هغه موږ دلته یوازې پرېښودو او خپله لاړه. ځینې مېلمنو یې لټون شروع کړ، ځینې یې ووتل او د هغه د مطالعې ځای ته ورسېدل، هلته یې ولیدل، چې نیوټن په خپله دنیا کې مست ناست دی، نیوټن چې هغوی ولیدل؛ نو ډېر پرېشانه شو، چې دا یې څه کړي دي ،دوستانو یې پېژنده، چې نیوټن یو ستر ساینسپوه دی؛ نو ځکه یې د هغه راتګ دلته بد ونه ګاڼه. ځینو د ټوکې په ډول وویل: موږ باید د نیوټن داسې کارونه د مخکې نه وپېژنو.

یو ځل نیوټن په یوه تجربه باندې کار کاوه ،ملازم یې د غرمې ډوډۍ ورته راوړه، په مېز باندې یې ورته کېښوده او لاړه. په همدې وخت کې یې یو ملګری د لیدو لپاره راغی، هغه ولیدل، چې نیوټن په کار کې مصروف دی او ډوډۍ یخیږي. ملګري یې ټوله ډوډۍ خپله وخوړه، نیوټن د خپل کار د ختمولو وروسته د ډوډۍ د خوړلو لپاره مېز ته راغی ،هغه ولیدل، چې ډوډۍ خلاصه شوې ده او قابونه هم لړلي پراته دي. د ځان سره یې وویل: نیوټنه ! زما په فکر تا ډودۍ نه ده خوړلې؛ خو قابونو ته چې ګورم داسې ښکاري چې ډوډۍ دې خوړلې وي.

نیوټن د دوو کلونو لپاره په پارلمان کې د پوهنتون په څوکی باندې ناست وه ،دغه وظیفه یې د لږ وخت لپاره وکړه. اصلاً نیوټن غوښتل، چې بېرته خپلې مطالعې ته راشي او په کار کې غرق شي.

د انګلستان علاوه د نړۍ نور ساینسپوهان پوه شول، چې نیوټن مریض شوی او څه ورپېښ شوي دي. هغه د انسومنیا )هغه کسان چې خوب نه ورځي( مرض نیولی وه ،چې دې کار نیوټن باندې ډېر بد تأثیر وکړ، ځینو ملګرو یې فیصله وکړه، چې نیوټن باید د ذهني ناروغانو په شفاخانه کې داخل شي.

دلته هم د نیوټن قوي همت په کار راغی، هغه دې مرض ته شکست ورکړ ،کله چې نیوټن د دې مرض نه خلاص شو؛ نو حکومت هغه ته د انسانیت د خدمت په وجه د لوړې رتبې د ورکولو فیصله وکړه، هغه یې د سکو )د هغه وخت د پیسو( د جوړولو د کارخانې څارونکی مقرر کړ. دلته نیوټن ته د انګلستان دمکتبونو د لوړولو او ښه کیفیت باندې د جوړولو کار ور وسپارل شو ،دا یوه ډېرهمهمه وظیفه وه، نیوټن پوه شو، چې دا یو ستر کار دی او په دې سره کولای شي ،چې د خپل قوم او هېواد خدمت وکړي.

په دې وخت کې د انګلستان سکو خپل قیمت )ارزښت( تقریباً د لاسه ورکړی وه، اصلاً د سکو د جوړولو کارکوونکي زیاتره بې ایمانه اشخاص ول، چې د سکو وزن به یې کموه. ځینو کسانو به اضافي پټې سکې هم جوړولې او پټ به یې بازار ته لېږلې.

کله چې نیوټن د څارونکي په ټوګه وټاکل شو؛ نو حالات ډېر خراب ول، نیوټن لومړی سکې صحیح کړې او بیا یې بازار ته ولېږلې. هغه د موادو )د سکو د موادو( د غلا د مخنیوي لپاره سمې لارې چارې جوړې کړې .

نیوټن د کارخانې د مسئلو د حل کولو لپاره د ډېر فکر او عقل نه کار واخیست، حکومت د هغه دې ښه کار ته په کتو سره، نیوټن د څارونکو مشر وټاکه، اوس د انګلستان ټولې پیسې د نیوټن په لاس کې وې. یقیناً دا د نیوټن لپاره یو ستر عزت وه، چې د انګلستان حکومت د هغه شخصیت ته په کتو سره ورکړ.

د جعلي سکو د بندولو لپاره یې یوه ښه طریقه جوړه کړه ،چې په دې کار سره د سکو په ارزښت کې ښه والی رامنځته شو، د جعلي سکو د جوړولو لپاره یې په سکو باندې د اوبو نښې ولګولې.

نیوټن د خپل مرګ پورې په دې وظیفه باندې پاتې شو، هغه دې کار ته زیات وخت ورکړی وه؛ خو د دې سره په ریاضي او ساینس کې هم تحقیقات او څېړنې کولې. په۳۸۱۱م کال کې نیوټن د شاهي ټولنې مشر وټاکل شو، د یوه ساینسپوه لپاره دا ډېره غټه خبره وه، هغه د خپل د مرګ تر وخت پورې د دې ټولنې مشر وه، تقریباً۴۱کاله یې د دې ټولنې مشري په غاړه درلوده.

په دې وخت کې شهزادګۍ ویني د خصوصي مېلمنې په توګه د کمبرج کالجدوره وکړه ،هغه ته یې د سر(Sir)لقب ورکړ او یو شانداره مجلس یې ورته جوړکړ، د دې وروسته سر اسحق نیوټن د انګلستان تر ټول قابل عزت او د مشهور شخصیت په توګه وپېژندل شو.

په نیوټن کې د تحمل، دوستی او تنګ نظری یو عجیبه ګډوله موجوده وه، غالباً هغه وخت چې نیوټن د دماغي کمزوری ښکار شوی وه؛ نو دا رویه یې خپله کړې وه.

کله کله خو به یې د لیونیانو حرکتونه کول ،ځینو خلکو فکر کاوه، چې هغه په حاکمانه ډول د شاهي ټولنې مشري کوي، په دې خلکو کې مشهور نجوم پوه فلسمسډیډ هم شامل وه، نیوټن به زیاتره وخت د هغه نه مرسته غوښته؛ ځکه چې هغه په خپل کار کې ډېر لایق وه. فلسمسډ د سپوږمی په اړه د لونر نظریه د څېړنې لاندې نیولې وه.

یو ځل نیوټن غوښتل، چې د هغه کار وګوري؛ نو فلسمسډ ونه شوکولای، چې ضروري مواد هغه ته برابر کړي، په دې سره نیوټن د هغه نه خفه شو، نیوټن د هغه د تنګولو کوښښ شروع کړ، چې دا کار لس کاله اوږد شو، دا کار د ټولو ساینسپوهانو لپاره خطرناک او افسوسناک وه. د نیوټن د لیب نیز سره هم مشکل پیداشوی وه، لیب نیز یو جرمني ریاضي پوه وه، هغه په ریاضي او کلکولس کې ډېر خدمت کړی دی، د نیز د مرګ نه وروسته هم خلکو دغه بحثونو ته دوام ورکاوه، دې کې هېڅ شک نشته ، چې نیوټن لومړنی شخص وه، چې په کلکولس کې یې کار کړی وه ،اصلي مشکل دا وه ،چې نیوټڼ د کلکولس په اړه تر اوسه څه لیکلي نه وه؛ خو نیز لومړنی شخص وه، چې د دې مسئلې په اړه یې تحریري لیکل کړي وه، همدا وجه وه، چې خلک د نیز د لیکنو په واسطه د کلکولس سرهاشنا شوي ول؛ خو نیوټن سره د دې هم دا کشمکشونه او بحثونه نه خوښول؛ مګرنیوټن د خپلې ذهني کمزوری په وجه ونشو کولای چې ځان د دې بحثونو نه لرې وساتي .

نیوټن د ساینس نه بغیر په دینیاتو کې هم دلچسپي درلود ،هغه په دې اړه ډېر څه لیکلي ول، خپل جذبات یې د لیکنو په واسطه بیان کړي وه، هغه په انجیل باندې هم کار شروع کړی وه.

سر اسحق نیوټن ساینس ته ډېر خدمتونه کړي دي. په۳۸۴۸م کال کې نیوټن ډېر زیات ناروغ شو، د همدې کال په مارچ کې هغه د دې ناروغی له امله ومړ ،په دې وخت کې۷۱کلن وه. نن نیوټن زموږ په منځ کې نشته؛ خو د هغه ایجادات او تحقیق نن هم زموږ لپاره د لارې د مشال کار ورکوي.

د ژباړې پای

زاهد خلیلی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب