احکام او مسایلاسلام او ساینساسلام له نظره

استنساخ، څنګه او حكم يې په اسلام كې

• استنساخ د يوه شي د اصلي نسخې جوړولوته ويل کېږي، هغه که ژوندي کاينات، نبات، حيوان او انسان وي .
• انساني استنساخ بيا د يون اصلي انسان بله نسخه او کاپي جوړولو ته ويل کېږي، چې د همدغه اصلي انسان له اصلي بڼې نه بل جوړشي . هغه داسې چې د انسان د جسم يوه ژونکه واخيستل شي او بيا ددغې ژونکې يا حجرې زړی د ښځې په هګۍ يا تخمدان کې د تلقيح او مصنوعي اخصاب او خاصو کيمياوي موادو، معين برېښنايي پدېدې له لارې واچول شي، څو د ژونکې مندکه له هګۍ سره یوځای شي، د يوځای کېدا له بهير وروسته بيا نو يوځای شوې هګۍ د ښځې رحم ته د ژونکې د مندکې سره ننوزي چې هلته وده او ډېروالی وکړي او تيت شي ، او په پای کې د يوه بشپړ جنين بڼه غوره کړي او بيا په طبيعي ډول زيږېږي، چې په دې توګه د هغه اصلي انسان نسخه جوړه شي چې ژونکه ترېنه اخيستل شوې او د ښځې په هګۍ کې ځای په ځای شوې ده .
• د انساني استنساخ د عمليې تلقيح او اخصاب يا fertilization د انسان د جسدي خلاياوو (ژونکو) په منځ کې وي نه د هغه په جنسي ژونکو کې .
• د انسان په جسم کې په ميليونونو نه، بلکې په ميلياردونو ژونکې وجود لري، چې هره يوه يې ۴۶ کرموسومونه chromosome لري (هغه وراثي ماده چې د يوه شخص ټول وراثي صفتونه پکې موجود وي)، خو دا بيا په جنسي ژونکو کې نه وي، چې دا ډول ژونکې د نارينه وو په خصيوtesticles او د ښځينه وو په مبيض يا تخمدان کې وي . دغه هره يوه جنسي ژونکه بيا په نارينه او ښځينه وو کې ۲۳ کرموسومونه لري، يعنې د جسمي ژونکو نيمايي کرموسومونه جوړوي .
• په طبيعي تلاقح کې د نارينه ۲۳ کرموسومونه لرونکی منوي حيوان د ښځې له ۲۳ کروموسومونه لرونکې هګۍ سره يوځای کېږي . چې د منوي حيوان او هګۍ د يوځاى كېدا په صورت كې ۴۶ كرموسومونه رامنځ ته كېږي، چې نيمايي يې د نارينه او نيم نور يې د ښځې وي، چې په پايله كې په ماشوم كې د نر او ښځې دواړو صفتونه موجود وي .
• خو د استنساخ په عمليه كې بيا دهغه چا له جسم څخه ژونكه اخيستل كېږي چې ۴۶ كروموسومونه ولري، يعنې د يوه كس ټول وراثي صفتونه، چې په دې سره په زيږېدونكي ماشوم كې د هغه چا ټول صفتونه موجود وي چې د ژونكې مندكه ترېنه اخيستل شوې وي، نو په دې سره د اصل شي نسخه جوړه شي، دا داسې مثال لري لكه د فوتوكاپۍ ماشين ته چې هر ډول ورقه وركړئ هماغسې كاپي (لمېسه) يې وباسي،او هېڅ توپير پكې نه وي .
• خو د استنساخ عمليه بيا د نارينه (مذكر) او غيرمذكر له وجود څخه پيداكېږي، او د جنسي ژونكو له لارې نه، بلكې د جسمي ژونكو له طريقې منځ ته راځي . هغه دا چې د نارينه د ژونكې د نه شتون په حالت كې د ښځينه جسمي ژونكه راواخيستل شي او بيا ترېنه ۴۶ كرموسومونه لرونكې ژونه ترېنه وويستل شي، يعنې ټول وراثي صفات پكې موجود وي، او بيا دغه هګۍ د ښځينه په هګۍ كې واچول شي، او له هغې وروسته د ښځې رحم ته ولېږدول شي .
• په رحم كې د دغې هګۍ له ځاى پرځاى كولو سره ډېرېږي، وېشل كېږي، وده كوي، جنين منځ ته ترېنه راځي، او بيا يوه بشپړ جنين ته اړوي، څو ماشوم وزيږيږي چې دغه ماشوم د اصل يوه نسخه او كاپي وي . له دې سره د استنساخ عمليه په دې حالت كې پرته له كوم نارينه څخه په بشپړ ډول منځ ته راځي .
• د صفاتو په اړوند په طبيعي تلاقح كې د وراثت عمليه د پلار او مور له پلوه وي، چې له دې امله اولاد په يوه ډول او بڼه نه وي، او د اولاد، پلرونو، ميندو او وروڼو ترمنځ ورته والى په بېلابېلو شكلونو رامنځته كېږي، په اوږدوالي، سور او رنګ كې يو له بله توپير كوي، عقلي، نفسياتي او جسمي يا خَلقي وړتياوې يې فرق لري .
• دا د انساني استنساخ په اړه يو واقعيت و . يو بل ډول استنساخ هم شته چې جنيني استنساخ ورته وايي، دا ډول استنساخ د مور په رحم كې د جوړ شوي جنين له اصلي بڼې څخه كاپي جوړول دي، طب وكولاى شو چې دغه جنين پر دوو ژونكو ووېشي، بيا له دوو زيات، چې په پايله كې له يوې ډېرې يو شانته ژونكې له جنين سره ورته والى لري، او له دغه جنيني استنساخ څخه غبرګولى رامنځ ته كېږي، او له هغه جنين سره پوره ورته والى لري چې ژونكې ترېنه اخيستل شوې وي .
• اوسمهال بيا د نباتاتو استنساخ هم پيل شوى دى، لكه څنګه چې په دې وروستيو كې پر څارويو هم تجربې شوې دي، خو لا تر اوسه په انسان كې نه دى ازمويل شوى، نو ايا په شريعت كې د دغه استنساخ حكم څه دى؟
• په نباتاتو او څارويو كې له استنساخ نه موخه د هغوى د نوعيت د لا ښه كولو په موخه كېږي، څو يې توليد لا زيات او غوره شي، او د انساني ناروغيو د درملنې په موخه يو طبيعي علاج رامنځ ته شي، په ځانګړي ډول، د بې درمانه (علاج ناپذير)، او د هغو كيمياوي درملو له استعمال نه ډډه وكړي چې انسان ته يې تر ګټې زيان ډېر وي .
• په شريعت كې دغې موخې ته په رسېدو كې (د نباتاتو او څارويو د نوعيت د ښه كولو او توليد په زياتولو كې هېڅ ستونزه نشته)، دا مباح او روا كار دى . همدارنګه، د انساني امراضو د درملنې په موخه د نباتاتو او حيواناتو استنساخ، په ځانګړي ډول د بې درمانه (علاج ناپذير) ناروغيو د درملنې په موخه دا كار په اسلام كې روا دى، ځكه چې په اوسلام كې درملنه ضروري ده، او د درملنې په موخه درمل جوړول هم ضروري ګڼل شوي دي . امام احمد له انس رضي الله عنه څخه روايت كړى، وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: ( بېشكه الله تعالى چې ناروغي پيداكړې، دوا يې هم ورسره پيدا كړې ده، پس د خپلو ځانونو درملنه وكړئ . ) همدارنګه ابو داود او ابن ماجة له اسامه بن شريك څخه روايت كړى، وايي چې له نبي صلى الله عليه وسلم سره وم چې كوچيان راغلل، وويل: اى د الله رسوله، ايا موږ درملنه وكړو؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (هو، د الله تعالى بندګانو، تداوي وكړئ، ځكه چې الله تعالى هېڅ داسې مرض نه دى پيدا كړى چې د هغه لپاره يې شفا نه وي پيدا كړې …)
• نو له دې كبله د نباتاتو د نوعيت د لا ښه كولو او د هغه د توليد او انتاج د ډېروالي په موخه استنساخ جايز دى، همداراز د غوا، مېږو، اوښانو، كچر او داسې نورو د نوعيت د ښه كولو په موخه استنساخ روا دى .
حماد حلیمي

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: