ادیبان، لیکوالان، شاعرانافغانستان مشران او مشاهیر

استاد قيام الدين خادم

د استاد قيام الدين خادم لنډ ژوندليك

كامه يونان دى او خادم په كې افلاطون دى

دا د هغه ستر اديب او د هنري د پنځوونكي وينا ده چې په همدغه يونان (كامه) كې يې سترګې غړولې دي ارواښاد قيام الدين خادم يادوم.
ارواښاد استاد قيام الدين خادم د ملا حسام الدين زوى او د ملا علي ګل اخندزاده لمسى دى.
خادم صيب پخپله ويلي (( زما د پلار پلار او دا رنګه زموږ وړاندې سلسله ټول د خپل وخت د مروجو علومو لوستي او عالمان وو زموږ په سلسله كې نالوستى سړى نه دى تېر شوى. موږ د پلار له خوا د كوز كونړ د شګې له اخندزاده ګانو څخه يو، ما د خپل پلار نه اورېدلي چې زموږ وړاندې نيكه د څوكنو مياعمر صيب دى له همدې امله په ورځپاڼو كې زما له نامه سره كله (كاموي) او زاخيلي او كله (مياعمرزى) ليكل شوى دى ولې زما تخلصي خادم دى، كله كله مې له خپل نوم سره سيلاني هم ليكلى ځكه چې زما مورنى نيكه سيد عبدالرحمن سيلاني نوميدى چې فقيرصيب يې بولي))، قيام الدين  خادم د ده د خپلې ليكنې له مخې په ۱۳۲۵ هجري ق يا ۱۹۰۷ م كې زيږيدلى دى.

زده كړې:
استاد خادم لا ماشوم و، چې په زده كړه يې لاس پوري كړ لكه چې دى خپله وايي:
((له كوچنيوالي زما والد زما او زما د نورو وروڼو په زده كړه كې كوښښ كاوه، قران شريف او ځينې د نظم كتابونه ما له خپل والد نه لوستي)) خادم صيب ويلي چې له ليك سره يې ډېر شوق وو او له خپل ځان سره يې قلمونه، كاغذونه او رنګونه ګرځول او تمامه ورځ به په ليك اخته و، كوم وخت به چې ورسره قلم او كاغذ نه وو نو په ډكو به يې په دېوالونو ليك كاوه. له همدې امله يې په لږ وخت كې املا او انشا زده شوه ، استاد د ليك په برخه كې خپل لارښود ملاخېل ښودلى دى. استاد خادم ويلي چې تر دې وروسته يې د فقې ستون تر كنزه پورې ووايه چې دا د هغه وخت د فقې مروج ستون و، بيا د خپل لار په تېره وينا د يو بل استاد په پيژندګلوۍ د كوز كونړ بوډيالۍ ته ولاړ او صرف مير يې هلته زده كړ، په يوه مياشت كې د اتلس بابه صرف مير تر زده كړې وروسته بېرته كور ته ولاړى استاد وايي چې د زده كړې په موخه يې پنځلس كاله له كوره بهر تيرې كړي دي.

رسمي او مطبوعاتي دندې:

استاد خادم په لومړي ځل پر ۱۳۰۴ ﻫ ش كال د كامې په يوه لومړني ښوونځي كې د ښوونكي په توګه پر دنده وګومارل شو.
استاد قيام الدين خادم نژدې دوه كاله په لواړګي كې و همغلته يې د شاعرۍ، ليكوالۍ او ادبي ذوق مرغه وزرونه وپړكول، اوله همدغه ځايه په ۱۳۱۲ ﻫ ش كال د كندهار د ادبي انجمن په غړيتوب و منل شو، او هلته ولاړى. لكه چې استاد بختاني په خپل كتاب ( دملي ادب او ژوناليزم خادم) كې ورته اشاره كړې ده چې د خادم صيب د رسمي دندې پيل د خدايي خدمتګارو د تحريك له پيليدو سره هم مهاله دى نو د ځان لپاره د خادم تخلص غوره كول هم له دې تحريك سره د خادم صيب يو ډول تړاو څرګندوي دغه راز استاد بختاني په خپل ياد شوي كتاب كې د ارواښاد خادم تړاو له افغان ملت ګوند سره ښودلى او آن هغه يې د دغه ګوند له رسمي بنسټ ايښودونكو له ډلې بللى.

په ۱۳۱۴ ﻫ ش كال د مركز په امر پښتو انجمن له كندهاره كابل ته راغى بيا په ۱۳۱۵ كال د كابل انجمن په پښتو انجمن كې حل او په پښتو ټولنه بدل شو، استاد په كې له ۱۳۱۸ نه تر ۱۳۲۱ كال پورې د تاليف او ترجمې د مشر او د پښتوټولنې د مرستيال په توګه دندې ترسره كړې چې په پښتو ټولنه كې يې دكار دا اوه كلنه دوره ډېره فعاله او د پام وړ ښكاري.
د زيري د جريدې مسول مديريت د استاد خادم لومړى مستقيم ژورناليستيك كار دى چې تر دې وروسته يې د اتحاد مشرقي مسول مديريت د طلوع افغان مسوليت د هېواد ورځپاڼې مسوليت د كابل مجلې مسوليت او د اصلاح ورځپاڼې مسوليت ترسره كړى دى، د استاد په نوښت د اصلاح ورځپاڼې خپرونې په سلو كې پنځه اويا پښتو شوې، استاد خادم د خپل ولس او ژبې د خدمت لپاره دوه ځلې د هغه وخت شورا ته د ټاكنو له لارې ځان كانديد كړ خو په خواشينۍ سره لكه چې په ټاكنو كې اوسنۍ درغلۍ له هماغه وخته را دود دي، د برياليتوب چانس يې ترلاسه نه كړ خو په پاى كې په انتسابي ډول د شورا د ديارلسمې دورې د غړي په توګه غوره شو.

د استاد چاپ او ناچاپ اثار:

د استاد قيام الدين خادم لومړى نظم چې په اتحاد مشرقي كې چاپ شو (شه بيدار پښتونه) نوميده او لومړى نثر يې چې د كار او صنعت په اړه له اردو ژبې نه ژباړه وه هم په اتحاد مشرقي كې چاپ شو، د دې تر څنګ استاد خادم په كابل كالنۍ كې يو شمېر څېړنيزې مقالې هم خپرې كړي چې د ځينو نومونه يې (پښتونولي، د پښتو نني ليكوال، د پښتو د نثر تاريخي تطورات، او د نثر ليكونكو تذكره، د كوچنيانو اخلاقي پالنه، اصحاب كرام، نوى ژوندون او په پښتانه شعرا كې د استاد برخه.)
د ملغلرو امېل د استاد د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چې په ۱۳۴۶ كې يې د څاروان په نامه دويمه ټولګه هم له چاپه راووته. په ټوله كې استاد ۳۰ چاپ شوي او تر ۲۰ زيات ناچاپ ارزښتناك اثار د پښتو ادب مينوالو ته په ميراث پرې ايښي دي، استاد خادم په ۱۳۵۸ ﻫ ش كې د څه وخت لپاره د زندان مزه هم څكلې ده.

مړينه:

ارواښاد استاد قيام الدين خادم د ۱۳۵۸ كال د وږي دمياشتې پر پنځمه د كابل په علي اباد روغتون كې د دوه اويا كالو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې كړې چې جنازه يې په كامې ولسوالۍ كې په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شوه.
اروا يې ښاده او پر ګور يې نور

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close