اقتصادنړۍ مشاهیر

ارسطو (Aristotle) او اقتصادي نظریات ئې

پیدایښت ۳۸۴ مړینه ۳۲۲

ارسطو چي نوم ئې ترټولو ښه هدف (the best purpose) معنی لري د افلاطون یو مشهورشاګردئ. دی (۳۸۴) كال مخكي تر مېلاد د ستاژيرا(Stagira) په ښار کښي زېږېدلى دئ. د ده پلار نيكوماس(Nicomachus) د مقدونيې د پاچا دوست او شخصي طبيب ؤ. مور ئې پايستاس نومېده. د ارسطو پلار په سلطنتي ماڼۍ کښي ژوند كاوه. ارسطو هم د خپل پلار د مسلك علم الحيات (بيولوژي) سره مينه درلوده.

دارسطو دکوچینوالي په اړه ډېر معلومات نه سته. هغه وخت چي ارسطو اوولسو کلنۍ ته ورسېدئ، پلار ئې مړ سو چي دى ئې ډېر غمجن کړ. وروسته ئې نيت وكړ چي د افلاطون اكاډمي ته ولاړسي او درس ووايي، هغه ؤ چي په اتلس کلنۍ کښي اتن ته ولاړئ او د افلاطون په اكاډمي کښي شامل سو. ده په دغه اكاډمي کښي پوره شل كاله تېر كړه او درس ئې ولوست. د ارسطو ذكاوت او د فكر قدرت دونه ډېر ؤ چي افلاطون به دى (د اكاډمي عقل) (عقل) او يا (ډېرویوونكى) باله. افلاطون به ويل چي (د ده له پاره قيضه په كار ده، نه مهميزه یعني ارسطو ته ترغيب وركول غير لازمي كار دئ، بلكي بايد جلو ورولويږي. افلاطون دسیاسي فلسفې دپلار په نوم مشهور او ارسطو ته بیا دسیاسي علومو دپلار لقب ورکول سوی دئ.ارسطو د اكثرو علماوو او فلاسفه ؤ له خوا د لومړي ښوونكي/ المعلم الأول”The First Teacher”.په حيث پېژندل سوى دئ، ارسطو هيله درلوده چي افلاطون به د خپلي اكاډمي مشرتوب ده ته وركړي خو افلاطون داسي ونه كړه،دخپل پوهنتون مشرتوب ئې وخپل خوره یي(Speusippus) ته وسپارئ چي دارسطو د نارضايي سبب سو. په دې اړه ویل کیږي چي ارسطو د خپل استاد په مقابل کښي د بې احترامۍ څخه كار اخيستى دﺉ خو حقيقت چي د اكثرو مورخينو له خوا ليكل سوى دئ، دا دئ چي ارسطو د خپل استاد ډېر عزت او احترام درلود،مګر حقيقت تر هر شي پر ګران ؤ. ارسطو تر هغه وخته پوري چي د ده ښوونكى افلاطون ژوندى ؤ دهغه پوهنتون ئې پرې نه ښود او نه ئې عكس العمل ښكاره كړ،خوکله چي افلاطون مړ سو، ده هم هغه پوهنتون پرېښود او يو بل شغل ئې اختيار كړ. ارسطو د هیرمیاس (Hermias) دخپلي سوي (adoptive) لور پایتیاس (Pythias) -چي ددغي ښځي خورزه هم وه- سره واده وکړاو یوه لور ئې ورڅخه پیدا سوه. دواده څخه ژر ورسته په ۳۴۳ق م کښي دمقدونيې دپاچا په دعوت، مقدونيې ته ولاړ او د هغه ځاى د پاچا د زوى چي سكندر (لوى سكندر) نومېدئ، تربيه پر غاړه واخيستل. کله چي وظيفه ئې بشپړه سوه بیرته اتن ته ستون سو، په اتن کښي ئې د ليسن په سيمه کښي د لېسې په نامه خپل پوهنتون پرانيست. ارسطو په اتن کښي د يوه خارجي حيثيت درلود ځكه د هغه وخت د قانون پر اساس ئې د اوټ (رايه وركولو) حق نه درلود او نه ئې په سياسي ډلو او حزبونو کښي ګډون كولاى سواى،همداسي دى مكلف ؤ چي د مياشتي يوه اندازه پيسې د جزيې په ډول د اتن و ښاري دولت ته وركړي. كله چي اتنيانو د مقدونيانو په مقابل کښي ښورښ وكړ، دى په دغه پيښو کښي متهم سو، خپل ژوند ئې په اتن کښي بې فايدې وباله، خپل ابايي وطن ته ستون سو او په كال ۳۲۲ق م کښي وفات سو. دارسطو څخه به چي پوښتنه وسوه چي ستا ښوونكى څوك دئ؟ ده به جواب وركړ چي (ژوند او زمانه).

د ارسطو اقتصادي عقايد: ارسطو د فزیک، میتا فزیک، شاعري، تیاتر، موسیقي،منطق، ویاندويي(rhetoric)، ژبپوهنه(linguistics)، سیاست، حکومت، اخلاق(ethics)، بیولوژي او زولوژي مربوط لیکني کړي دي. ما ئې یوازي لاندي اقتصادي نظریات دښاغلي نادر ایوبي له اثر څخه راټول کړي دي:
كورنۍ:ارسطو خپل اقتصادي عقايد د كورنۍ پر صحيح ادارې او تنظيم درولي دي. افلاطون دكورنۍ او شخصي ملكيت سته والي، د اجتماع د فساد علل او د دولت د وحدت ضد بلل. ارسطو كورنۍ مهمه بولي اود اصلاح او تنظيم په اړه ئې فكر كوي، نه د هغې په وركولو کښي. همداسي كورنۍ طبيعي امر بولي او د دولت د جوړېدو په تاريخي سير کښي ئې لومړۍ خښته ګڼي.ارسطو د واده او اولاد د دپیداکولو او درلودلوطرفدار دئ اوهغه اشتراكيت چي د افلاطون له خوا وضع سوى ؤ، نه ئې خوښاوه، بلكي هغه ردوي او كورنۍ د دولت د لازمو عناصرو څخه بولي.

كمونيزم او شخصي ملكيت:ارسطو د شخصي ملكيت طرفدار دئ او هغه يو واقعيت بولي مګراشتراكيت ردوي.ارسطو د افلاطون دغه عقيده چي كمونيزم ته رسيږي بده بولي. په دې اړه وايي:”ايا ويلاى سو چي مالونه او ثروت د هيڅ حق درلودونكي نه دي؟” ارسطو د افلاطون د دغي پورتنۍ قضيې د حل لاره ناوړه بولي او وايي: “يوه لوټوونكې ديموكراسي تر يو استثمار چي اليګار شي ښه نه ده” ارسطو بيا وايي چي: “مالونه اخلاقي نتايج او تاثيرات په خپل ځان کښي لري، ځكه كه څوك وغواړي چي واقیعت په نظر کښي ونيسي نو به تر هغه اصول ډېر مهم وي چي په حساب کښي ئې رانه ولي او د صحنې څخه ئې وباسي.” د ارسطو مطلب دا دئ چي شخصي ملكيت او د كورنۍ اصول د دولت د وحدت او سياسي نفوذ له پاره بايد تر پښو لاندي نه سي او هم دى عقيده لري، هغه نظام (مراد ئې كمونيزم دئ) چي ټول شيان له منځه وړي هيڅكله تر استثماري نظام (چي مطلب ئې کپیټلیزم دئ) ښه نه دئ.
د دولت تشكيل د اقتصادي اړتياوو د ليري كولو پر اساس: دارسطو په نظر ،د دولت او هيواد مميزه صفت هغه دئ چي د تمدن د حقيقي ژوند شرايط برابر كړي. دلته ارسطو، د افلاطون په څېر عقيده لري چي دولت د اړتياوو دليري كولو له پاره جوړ سوى دئ خو ارسطو عقيده لري چي دولت داړتیاوو دایسته کولو سره- سره، د خلكو د ژوند د ښه والي له پاره هم دئ، او دولت تل دغه مرام چي د خلكو ژوند سم سي تعقيبوي، ځكه ارسطو هم د اقتصادي او سياسي لزوم پر اساس د ښاري دولتو كوچنيوالى او د خلكو لږوالى غواړي او حتی د افلاطون د خيالي ښاري دولت كورنۍ چي (پنځه زره او څلوېښت) دي، هم ډېري بولي. ارسطو دولت د خلكو د ډېر عالي فكر نتيجه ګڼي. د جامعې پخواني مختلف شكلونه د ساده كورنيو څخه بيا تر ټولنو پوري د ښاري دولت د سير تكاملي مرحلې بولي.
ثروت: دارسطو په عقيده حقيقي ثروت د خلكو د اړتياوو څخه عبارت دئ، كه شيان تر اړتياوو اضافه سي يا مصرف ونه لري،ثروت نه دئ. دى د ټولني هدف ثروت نه بولي، بلكي ثروت د ټولني د ارامۍ او رفا له پاره يوه وسيله بولي چي په دغه اساس كه د خلكو له خوا دغه وسيله غايه وبلل سي، اويا د هدف په شكل غوره سي د ارسطو په عقيده ښه كار نه دئ. د ارسطو د غه پورتنۍ عقيده اوس هم د تائيد وړ ده ځكه چي د ثروت څخه د وسيلې په ډول كار اخيستل كيږي او له بلي خوا د ثروت په ډېروالي کښي د ټولني د ژوند د سمون شرايط برابريږي او كه داسي پېښه سي چي ثروت د ټولني يا افرادو له پاره ښه ژوند او ارامي رانه وړي، د بې قيمته ډبرو سره توپير نه لري. ارسطو د ثروت تعريف داسي كوي:”ثروت د هغو ټولو مادي شيانو څخه عبارت دئ چي انسان د هغه څخه استفاده كوي”. دغسي تعريف د عصري زمانې داقتصادپوهانوله خوا هم منل سوى دئ.
د ثروت دلاس ته راوړلو ډولونه: دارسطو د اقتصادي عقايدو څخه داسي معلوميږي چي نوموړى ثروت پر دوو ډولونو وېشي: لومړى هغه ثروت دﺉ چي د طبيعي لاري څخه په لاس راځي لكه ښكار كول، ماهيان نيول، د حيواناتو تربيه، كرهڼه.دثروت دلاس ته راوړلو دوهمه طريقه غير طبيعي بولي چي ثروت د تجارت او مبادلې له لاري لاس ته راسي. ارسطو دغه ډول غير طبيعي ثروت بد بولي.
تجارت:ارسطو تجارت ښه نه بولي، ځكه د ده په عقيده تجارت پر درواغو او چمونو ولاړ دئ او په تجارت کښي د يوه ګټه او د بل تاوان دئ.
ارزښت: د ارزښت په باره کښي ارسطو داسي نظريه وركړې ده:”هرشى دوه ډوله ګټي لري، يوه ئې اصلي ګټه ده چي نن ورځ ورته منفعت ويل کیږي، لكه د بوټ استعمال. دوهمه فرعي ګټه ده چي په نني عصر کښي تبادلوي ارزښت ورته ویل کیږي، لكه د بوټو تبادله په غنمو سره. دارسطودارزښت له نظريې څخه عصري اقتصادي علماوو استفادوي ارزښت يا منفعت او تبادلوي ارزښت رامنځ ته کړي دي چي داقتصاد په علم کښي لوى- لوى بحثونه بلل كيږي.
د ثروت د تمركز بېره او د پيسو د تبادلې ډول:ارسطود شيانومبادله يو حتمي او طبيعي امربولي، ارسطو د شيانو د مبادلې ډول د يو دډېرو اړتياوو او د بل د لږو اړتياوو څخه بولي او په مطلق ډول د پيسو او سود د معاملو مخالفت كوي ځكه چي ارسطو پيسې يوازي د مبادلې وسيله ګڼي. د ارسطو په عقيده، كه پيسې په خپل اصلي ډول مصرف نه سي په جامعه کښي بې نظمي راځي، لکه په دې اړه چي وايي:”پيسې يوازي د مبادلې د وسيلې په ډول ښه دي مګر كه دوى وسيله سي چي خلك خپلي ګټي په مصرف ونه رسوي او د پور په وركولو سره خپل ثروت ډېر كړي، په دې ډول به پيسې غير مولد و راكدي وي، د خلكو د ثروت تر منځ به د ډېر توپير موجب سي او بې نظمي به را منځ ته کړي.
كاريګر او اجتماعي شكل ئې: ارسطو په ټولنه کښي د كاريګرو د ستونزوډک حال ګوري چي تل فزیکي كارونه كوي او همېشه ستړي وي. ارسطو دوى ته سياسي حقوق نه وركوي ځكه چي دوى دښه فكر كولو موقع نه لري، په دې اړه داسي وايي:”عادي صنايع او كارونه د كاريګرو بدني جوړوالى له منځه وړي، ځكه دوى دې ته اړ سوي وي چي د بې حركته ژوند او تغير درلودونكى وي، دخپل كور او كار د ځاى څخه ولاړ نه سي او حتی په ځینو مواردو کښي ټوله ورځ د اور دكورې ومخ ته ولاړ وي. څرنګه چي په فزیکي لحاظ ناجوړه او روحاً هم ورځ په ورځ ناجوړه كيږي، نوعادي صنايع او كارونه هيڅ ډول اراموالى نه لري، دمدني او اجتماعي ژوند مانع ګرځي، په دغه وجه دغسي خلك بد ملګري دي او خپل دمملكت په دفاع کښي بې علاقې وي”.
د مريانو طبقه: ارسطو د مريتوب د مؤسسې طرفدار،مريتوب طبيعي امر بولي او عقيده لري چي ځيني خلك طبعاً د لوړ فكر څښتنان وي اوځيني بیا طبعاً کوچنی/محدود فکر لري. د ده په عقيده افراد مساوي پيدا سوي نه دي او عدم مساوات يو طبيعي امر دﺉ. هر اساسي قانون بايد د جامعې د طبيعت او اړتياوو سره توافق ولري ځكه نو ښه اساسي قانون بايد د انسانانو عدم مساوات په نظر کښي ولري. په هغو موضوعګانو کښي چي انسانان مساوي دي بايد قانون، مساوات په نظر کښي ونيسي او په هغوکښي چي انسانان مساوي نه دي، بايد قانون د عدم مساوات مراعت وكړي. مريان ازاد پيداسوي نه دي بلكي په طبيعت کښي مريان پيداسوي دي، مريتوب او مؤسسه ئې دطبيعت داصولو سره موافقه ده يعني د مريتوب مؤسسه طبيعي ده، هر انسان (بېله مريي څخه) د يوې جامعې غړى او د يوه دولت تابع دئ ځكه نو د جهان د نورو خلكو سره نژدېوالى نه لري. ارسطو هم لكه افلاطون خارجي روابط او اړيكي د نورو مملكتونو سره ښه نه بولي. ارسطو يونانيان اشرف المخلوقات بولي او نور خارجيان د دوى په نسبت كښته بولي، يونانيانو ته دبادارۍ حق وركوي د نورو خلكو باداري پر يونانيانو ظلم بولي، په حقيقت کښي ارسطو د يوه ډول نېشنليزم طرفدار دئ. ارسطو د نارینه او ښځو ترمنځ هم فرق كوي، نر قوي او د ذكاوت خاوند بولي، ښځو ته په سياسي او عسكري چارو کښي حق نه وركوي.
منفعت او ارزښت: ارسطو د ارزښت دنظريې په باره کښي وايي “تبادلوي ارزښت په ګټه پوري تړلى دئ، او همدارنګه ارزښت دانسان په اړتياووپوري اړه لري.” د ارسطو دغه نظريه د اقتصادي علماوو په عقيده ډېره معقوله ده، څرنګه چي اقتصادپوهان وايي:” ګټه د تبادلوي ارزښت له پاره ضروري ده، كه څه هم تبادلوي ارزښت د خپل ګټي په توسط نه تعينيږي هغه شيان چي ګټه نه لري تبادلوي ارزښت نه لري.”

د ارزښت تعين: ارسطو عقيده درلوده چي د ارزښت په تعين کښي بشپړ قيمت (تمام شد قيمت) او داړتياوو د ليري كولو قدرت په نظر کښي نيول كيږي. د ارسطو له عقيدې سره سم، مبادله د عرضې او تقاضا دقوانينو پر اساس رامنځ ته کیږي.
متوسطه، كورنۍ او كورنى اقتصاد: ارسطو اقتصادي مسائلو ته ډېر اهميت وركړى دئ، نوځكه دی خپل اقتصادي نظريات د كورني اقتصاد څخه بېلوي. دلته بايد داهم وویل سي چي افلاطون كورنۍ د دولت د وحدت او د طبقاتو د ايسته كولو له پاره له منځه وړي او په ټولنه کښي د ورورګلوۍ تناوونه ټينګوي. ارسطو د كورنۍ دسته والي ډېرطرفدار اوپه ټولنه کښي ئې حتمي بولي، حتى د دولت اساس او مبدا ئې بولي. ارسطو كورنۍ ته په درنه سترګه ګوري، نودولت ته هدايت وركوي چي دخلكو ژوند سم او دهغو د خوښۍ وسائل برابر كړي. افلاطون افراد او كورنۍ په دولت کښي ګډ او حل بولي د افرادو ټول سرنوشت (دين، تعليم، او د جنسي روابطو لارښووني) دولت ته سپاري. ارسطو په ټولنه کښي متوسطي طبقې ته ډېر اهميت وركړى دئ او د دوى سلطه او قدرت غواړي او د دغي ډلي او طبقې څخه هيله لري چي اجتماعي عدالت تامين كړي. ارسطو په سياسي، اقتصادي او اخلاقي امورو کښي ميانه روي او اعتدال د ترقۍ او پرمختيا سبب بولي، ځکه نو متوسطه طبقه د دغي وظيفې دسرته رسولوله پاره سمه بولي.

مساوات:ارسطو په يوه ټولنه کښي د مساواتو طرفدار دئ مګريوازي ئې د هغو خلكو ترمنځ لازم بللي چي شريف، فاضل او ازاد وي. مريان، نوكران، بزګران او صنعتګران په مساواتو کښي نه شاملوي، همدغسي د ازادو خلكو ترمنځ هم مطلق اقتصادي مساوات نه غواړي، بلكي ازاد خلك سياسي، مدني او حقوقي مساوات لري، ځكه دى شخصي ملكيت مني او د شخصي ملكيت په باره کښي وايي:”د ثروت او شتمنيو د ملكيت ګډون د انسان د طبيعت څخه مخالف او غير عملي كار دئ، دنفس دشرافت او سخاوت د حس چي د ملكيت نتيجه ده مانع ګرځي”.

پيسې: ارسطو تجارت د پيسو په وسيله ښه نه بولي او د ټولني د تباهۍ او بد اخلاقۍ وسيله ئې ګڼي. ارسطو د مال د مبادلې له پاره مال په مال ښه بولي، مګر له بلي خوا پيسې په جامعه کښي ضروري بولي او د پيسو څلور مهمي وظيفې ئې يادي كړي دي:

لومړى: پيسې د جريان وسيله ده.په ننۍ اصطلاح، پيسې د مبادلې وسیله ده چي رانيول او خرڅول اسانه كوي مګردمال مبادله په مال سره، تكليف پيداكوي. مال په مال اليشول، باید د دواړو خواوو اړتياوي لازمي وي. په داسي حال کښي چي يوه خوا يو ډول مال ته اړتيا ولري اوبله خوا د ده مال ته اړتيا ونه لري، نو په دغسي مالونو، دمالونو اليشول، دیو ناممكن كار غوندي دﺉ.
دوهم:- د پيسو په وسیله د ثروت اودارزښت ذخيره ښودلاى سو چي په راتلونكې زمانه کښي به د يو شي ارزښت څونده وي.
درېيم:- پيسې د ارزښت معيار دﺉ چي د هغو په وسيله سره د شيانو ارزښت معلوميږي.
څلرم:- پسې داينده پورونو معيار دئ چي د پور معاملات د هغو په وسيله په اسانۍ سره اجرا كيږي.
د پيسو دغه پورتنۍ څلور وظيفې د ارسطو له خوا ويلي سوي دي چي په راوروسته زمانو کښي د اقتصادپوهانو له خوا منل سوي دي مګر دځینو اوسني اقتصادپوهانو په عقيده علاوه پر پورتنيو څلورو نظريو د پيسو بل لوى كار د ا هم دئ چي تجارت اسانه كوي.

د پيسو ارزښت:- ارسطو د پيسو د ارزښت په باره کښي نظريه وركوي چي د پيسو ارزښت متغير دئ مګر بيا هم له بل لوري د هغو ارزښت نسبتاً پايښت لري البته د پيسو ارزښت د هغو د مقدار سره متغير دئ، كه د پيسو مقدار ډېر سي د هغو ارزښت كميږي ځكه د هغو د رانيولو قوه هم كميږي د شيانو قيمت مخ پر لوړه ځي او كه د پيسو مقدار لږ سي د هغه ارزښت ډېريږي ځكه د هغه د رانيولو قوه هم ډېريږي او د شيانو قيمتونه كښته کیږي.
ثروت او پيسې: ارسطو عقيده لري او ليكي چي بايد پيسې د ثروت سره ګډي نه سي ځكه چي پيسې ثروت دئ مګر ټول ثروت پيسې نه دي. دارسطو ددغه نظرسره د اوسني اقتصادپوهانو دځینو نظرياتو سره توافق نه ښكاره كيږي، ځكه چي په اوسنۍ نړۍ کښي لوټونه چي پيسې دي ثروت نه تشكيلوي مګر فلزي پيسې غير مستقيم ثروت كېداى سي،د ارسطو دغه عقيده د فلزي پيسو له پاره صدق كوي، د ارسطو په عقيده په خپله پيسې شى نه پيداكوي ځكه ارسطو سود منع كوي.

د افلاطون او ارسطو غايې ته د رسېدلو د وسائلو توپير:- په حقيقت کښي دواړه فيلسوفان يعني افلاطون او ارسطو د سياست او اقتصاد هدف اخلاق او فضيلت بولي. دوى دواړه سياست او اقتصاد د اخلاقو څخه نه بېلوي، دواړه عقيده لري چي د دولت او سياست او اقتصاد غايه يوازي د فضيلت او علم پيداكول دي. دوى دواړه د دولت هدف قدرت او ثروت نه بولي، په دغه وجه د افرادو تربيه دولت ته سپاري. افلاطون او ارسطو علي خير په فضائلو او اخلاقو کښي ويني. دوى ميانه روي او اعتدال د خوشحالۍ او مسرت باعث بولي او تل وايي چي خلك بايد په اخلاقي، سياسي او اقتصادي ژوند کښي محتاط وي.

ارسطو او افلاطون دواړه د دولت حاكميت پر فرد غواړي. دوى دواړه د اړتياوو له مخي د دولت تشكيل راغلى بولي. دوى دواړه هڅه كوي چي ښاري دولت محدود او لږ نفوس ولري. تجارت او اړيكي د نورو مملكتو سره باید نه وي بلکي بايد په تجارتي، اقتصادي او زراعتي امورو کښي بې نياز او پر ځان باندي د متكي اقتصاد څخه كار واخلي. څرنګه چي دواړه فلاسفه دمطلق عالي خير چي د دوى د مطلب كمال دئ ارزو لري او ټول شيان د هغه غايې دترلاسه کولوله پاره وسايل بولي، مګر دلته د افلاطون او ارسطو تر منځ و هدف ته د رسېدلو د وسائلو توپير او اختلاف هم سته. څرنګه چي افلاطون د يوه عالي هدف او غايې تصور كوي او د هغه له پاره ځيني د ستورونه وړاندي كوي،په خپلو دساتيرو کښي همېشه و عالي فكر او مطلق خير ته متوجه وي. په لنډ ډول افلاطون ظاهري مشاهداتو ته دونه اهميت نه وركوي، مګر د دغي طريقې په مخالفت ارسطو تل و پيښو، جرياناتو او هم مشاهداتو ته ډېره توجه لري كه څه هم د ارسطو مطلب هم مطلق عالي خير دئ مګر و دغه هدف ته رسېدل، جريانات، پيښي او مشاهدات مهم بولي. ګواكي افلاطون په اجتماعي مسايلو کښي يو اخلاقي مرستيال او لارښوونكى او ارسطو د واقعاتو او جرياناتو مبصر دئ، چي په دغه اساس سره ارسطو په خپل علمي طريقه کښي پيښي، واقعات او مشاهدات ويني بيا نو نظريات وړاندي كوي چي د ده د مرګ څخه تقريباً دوه زره كاله وروسته د اګوست كونت په فرانسه کښي د خپل مثبتي فلسفې اساس پر دغو ظواهرو او محسوساتو ايږدي. افلاطون د كمونيزم طرفدار او هغه په ټولنه کښي لازمي بولي مګر ارسطو د كمونيزم مخالف او شخصي ملكيت په ټولنه کښي لازمي امر بولي. افلاطون د مريانو طبقې ته په ښار کښي موقعيت نه وركوي مګر ارسطو مريتوب ته قايل او دغه يوه طبيعي مؤسسه بولي. افلاطون كورنۍ په دولت کښي حلوي مګر ارسطو كورنۍ ته ډېر اهميت وركوي او د هغه وجود لازمي او طبيعي بولي او كورني اقتصاد ته اهميت وركوي.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close