اخلاق

اخلاق د شريعت يوه برخه ده

 اما د دغه صفتونو لاس ته راوړل چې د اعمالو له پايلو څخه لاس ته راځي لکه هغه پاک لمني چې د لمانځه په واسطه ترلاسه کيږي، يا هغه چې په معاملاتو کې د وجايبو مراعات کول لکه په بيع کې صدق، په دې کې اخلاقي ارزښت نه ترلاسه کيږي، ځکه چې د عمل موخه دا نه وه، بلکې حاصل شوي صفات د اعمالو پايلې وې او د واجب امر رعايت و چې د مومن لپاره هغه وخت خُلُقي صفات دي چې د الله تعالى عبادت کوي او يا معاملات ترسره کوي. ځکه مومن په لومړي نيت سره له لمانځه څخه روحي ارزښت ترلاسه کړ او په دويم قصد سره چې معامله وه (په تجارت کې يې) مادي ارزښت ترلاسه کړ خو همدا مهال په اخلاقي صفاتو سره هم وستايل شو.

شريعت هغه صفات بيان کړي کوم چې نېک اخلاق بلل کيږي او هغه اخلاق چې بد بلل کيږي. نو ښو اخلاقو ته يې انسانان هڅولي او له بدو څخه يې منع کړي دي: صدق، امانت، ورين تندى، حياء، له مور او پلار سره نيکي، صله رحم، له غمونو څه ځان ايستل، څوک چې د ځان لپاره څه خوښوي خپل ورور ته يې هم خوښ کړي او دغو ټولو ته يې د الله جل جلاله د اوامرو د پيروۍ له مخې انسانان هڅولي دي او د دغو له اضدادو څخه لکه دروغ، خيانت، کينه، فجور او نورو څخه يې د الله جل جلاله د نهى سره سمه منع کړې ده.

اخلاق د همدغه شريعت يوه برخه ده او د الله جل جلاله له اوامرو او نواهيو څخه ګڼل کيږي، د مسلمان په نفس کې يې له شتون پرته په اسلام باندې بشپړ عمل نشي کولى او د الله جل جلاله په اوامرو باندې عمل بشپړوي. بې له دې چې په ټولنه کې د اسلامي احساساتو له رامنځ ته کولو او د ډلې په غړو کې د اسلامي افکارو تحقق يوه اړتيا ده او په هېڅ صورت دا اخلاقو ته په دعوت سره نه ترلاسه کيږي. بلکې په ياده شوې لاره سره ترلاسه کېداى شي چې افکار او احساسات رامنځ ته شي، سره له دې چې په پيل کې تقاضا د دې وي چې بايد کتله په ټول اسلام باندې سنبال وي. په کتله کې افراد د ډلې د برخو په څېر وي، نه داسې چې مستقل افراد وي، ترڅو په ټولنه کې اسلام په بشپړه توګه ورسوي، نو دا مهال اسلامي افکار او احساسات رامنځ ته کيږي، انسانان په اخلاقو کې پوځ-پوځ شامليږي يعنې لومړى په اسلام کې پوځ-پوځ داخليږي او دا زموږ دا خبره څرګندوي چې اخلاق د الله جل جلاله د اوامرو د تطبيق لپاره اړينه لازمه ده او په دې ټينګار کيږي چې مسلمان بايد په نېکو اخلاقو سنبال وي.

په تحقيق سره الله جل جلاله د قرآن شريف په ډېرو سورتونو کې د انسان هغه صفات چې ضرور بايد ورباندې متصف شي بيان کړي دي، همدا دي چې ترلاسه کول يې واجب دي. دغه صفات عقايد، عبادات، معاملات او اخلاق دي. همداراز دا حتمي ده چې څلورواړه صفات به سره يوځاى شتون مومي. الله جل جلاله د لقمان په سورت کې فرمايي:

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ 13 وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ 14 وَإِن جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلاَ تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ 15 يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ 16 يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلاَةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ 17 وَلاَ تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ 18 وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ17.
ژباړه: ياد کړه هغه وخت چې لقمان خپل زوى ته نصيحت کاوه، نو هغه وويل زويه له خداى جل جلاله سره څوک مه شريک کوه، حق دادى چې شرک ډېر لوى ظلم دى. او موږ انسان ته د خپل مور او پلار د حق پېژندنې تاکيد کړى دى، د هغه مور د کمزورۍ د پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستى په خپله ګېډه کې يې و ساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو ولګېدل (له همدې امله موږ هغه ته نصيحت وکړچې) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پرځاى کړه. همدا زما لوري ته ستا راګرځېدل دي. خو که هغوى پر تا فشار راولي چې له ما سره ته داسې څه شريک کړې چې تاته د هغه معلومات نه وي نو د هغو خبره هېڅکله مه منه. په دنيا کې له هغو سره غوره چارچلند کوه، خو پيروي د هغه چا د لارې وکړه چې هغه زموږ لوري ته رجوع کړې ده. بيا ستاسې ټولو راګرځېدل همدا زموږ لوري ته دي.

 لقمان خپل زوی ته څه ښه ويلي

په هغه وخت کې به زه تاسې ته در وښيم چې تاسې څه عمل کاوه. ( او لقمان ويلي وو چې) زوى کيه! يوشى (نيکي يا بدي) که د اوري د دانې په اندازه هم وي او په کوم لوى ګټ يا په آسمانونو يا ځمکه کې پټ شوي وي الله جل جلاله به هغه را وباسي. الله جل جلاله باريک بين او باخبره دى. زوى کيه! لمونځ قايم کړه، په نېکۍ امر وکړه، له بدۍ نه منع وکړه او هر مصيبت چې درباندې راشي ورباندې صبر وکړه. دا هغه خبرې دي چې د هغو ډېر تاکيد شوى دى او له هغو خلکو سره په مخ اړولو خبرې مه کوه، پر ځمکه خيالولى مه ځه الله جل  جلاله هېڅ يو په ځان مين او وياړ ښکاره کوونکى انسان نه خوښوي. په خپل تګ کې ميانه روي غوره کړه او خپل غږ لږ ټيټ کړه له ټولو آوازونو څخه ډېر بد آواز د خرو وي.
په فرقان سورت کې وايي:

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلاَمًا 63 وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا 64 وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا 65 إِنَّهَا سَاءتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا 66 وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا 67 وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا 69 إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا 70 وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا 71 وَالَّذِينَ لاَ يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا 72 وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا 73 وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا 74 أُوْلَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلاَمًا 75 خَالِدِينَ فِيهَا حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا76
ژباړه: د رحمان اصلي بنده ګان هغه دي چې پر ځمکه باندې په ورو ځي او که  جاهلان يې مخې ته راشي نو وايي تاسې ته سلام. هغه کسان چې د خپل پروردګار په وړاندې په سجدو او قيام شپې تيروي. هغه کسان چې دعاګانې کوي، چې اې زموږ پروردګاره موږ د دوزخ له عذابه وساته. د هغه عذاب خو را پسې کېدونکى دى. هغه خو ډېر ناکاره هستوګنځى او ځاى دى. هغه کسان چې کله لګښت کوي نو نه بې ځايه لګښت کوي او نه بخيلي. بلکې د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په منځ کې په ميانه روى ولاړ وي. هغه کسان چې له الله جل جلاله پرته کوم بل معبود نه بولي. هغه نفس په نا حقه نه وژني چې خداى جل جلاله حرام کړى وي او نه د زنا مرتکب کيږي، خو هر څوک چې دغه کار وکړي هغه به د خپلې ګناه بدله ومومي. د قيامت په ورځ به هغه ته مکرر عذاب ورکړل شي او په هماغه کې به د تل لپاره ذليل پروت وي. مګر دا چې چا (له دغو ګناهونو څخه وروسته) توبه ويستلې وي او ايمان يې راوړى وي او غوره عمل يې کړى وي. د دغسې خلکو بدۍ به الله جل جلاله په نېکيو بدلې کړي او الله جل جلاله ښه بښونکى او پوره مهربان دى. څوک چې د توبې په ايستلو نېک عملي غوره کوي هغه نو د خداى جل جلاله لور ته داسې راګرځي، لکه څرنګه چې د ګرځېدلو حق دى. (او د رحمن بنده ګان هغه دي) چې د دروغو شاهدي نه وايي او که په کوم بابېزه شي باندې ورشي نو د شريفو انسانانو په څېر ورڅخه تيريږي. هغو ته که د هغو د پروردګار د آيتونو په اورېدلو نصيحت کيږي نو هغوى ورباندې ځان ړوند او کوڼ نه اچوي. هغه کسان چې دعاګانې کوي چې اې زموږ پروردګاره موږ ته د خپلو مېرمنو او اولادونو څخه د سترګو يخني راکړه او موږ د پرهېزګارانو امامان کړه، دغه دي هغه کسان چې د خپل صبر مېوه به د دنګې ماڼۍ په بڼه کې ومومي. په آدابو او سلامونو سره به د هغو هرکلى کيږي. هغوى به د تل لپاره هلته اوسېږي. څومره ښه دى هغه استوګنځى او هغه ځاى.
په الاسراء سورت کې الله سبحانه وتعالى فرمايلي دي:

وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا 23 وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا 24 رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ إِن تَكُونُواْ صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلأَوَّابِينَ غَفُورًا 25 وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا 26 إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُواْ إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا 27 وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاء رَحْمَةٍ مِّن رَّبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُل لَّهُمْ قَوْلاً مَّيْسُورًا 28 وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا 29 إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء وَيَقْدِرُ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا 30 وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا 31 وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً 32 وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا 33 وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً 34 وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذا كِلْتُمْ وَزِنُواْ بِالقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً 35 وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً 36 وَلاَ تَمْشِ فِي الأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولاً 37 كُلُّ ذَلِكَ كَانَ سَيٍّئُهُ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا 38
ژباړه: او ستا رب پرېکړه کړې ده چې تاسې د بل هېچا عبادت مه کوئ، مګر يوازې د هغه. له مور او پلار سره ښه چارچلند وکړئ. که له تا سره له هغو نه يو يا دواړه زړښت ته ورسيږي نو هغوى ته اف قدرې مه وايه. مه هغو ته په تور برېښ ځواب ورکوه بلکې له هغوى سره په درناوي خبرې کوه او په نرمۍ او رحم سره د هغو په وړاندې مات غاړى اوسه او دا دعا کوه چې (پروردګاره پر دوى رحم وکړه لکه څنګه چې دوى له زړه سوي او خواخوږۍ سره په ماشومتوب کې زه پاللى وم) ستاسې رب ښه پوهېږي چې ستاسې په زړونو کې څه دي. که تاسې صالحان اوسى نو هغه د دغسې ټولو کسانو لپاره بښنه کوونکى دى چې خپل قصور ته په متوجې کېدو د بنده ګۍ د سمې کړنلارې لوري ته راواوړي.

د خپلوانو، مسکينانو او مسافرو حق پوره ورکړه او بې ځايه لګښت مه کوه، بې ځايه لګښت کوونکي د شيطان وروڼه دي او شيطان د خپل رب ناشکره دى. که ته له هغو (يعنې اړو خپلوانو، مسکينانو او مسافرو) نه څنګ وکړې په دې اساس چې تر اوسه د الله جل جلاله د هغه رحمت په لټه کې يې چې ته يې هيله من يې، نو هغو ته نرم ځواب ورکړه. نه خپل لاس تر غاړې تړه او مه يې بيخي داسې غځولى پرېږده چې پړ او بې وسه پاتې شي. ستا رب چې چاته غواړي روزي پراخوي او چاته يې چې خوښه شي تنګوي يې. هغه د خپلو بنده ګانو له حاله باخبر دى او هغوى ويني. خپل اولادونه د بې وزلۍ له وېرې مه وژنئ موږ به هغو ته هم روزي ورکړو او تاسې ته هم. په حقيقت کې د هغو وژل ستره ګناه ده. زنا ته مه نژدې کيږئ هغه ډېر ناوړه کار دى او ډېره بده لاره ده. د نفس وژنې مرتکب کيږئ مه، هغه چې الله جل جلاله حرام کړى دى، مګر په حق سره او څوک چې مظلوم وژل شوى وي د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې حق ورکړى دى، نو په کار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي. د يتيم مال ته مه نژدې کيږئ مګر په ډېره ښه طريقه ترهغه پورې چې هغه د خپلې ځوانۍ منګ ته ورسيږي. د ژمنې پابند اوسئ. دا يقيني ده چې د ژمنې په باب به تاسې پوښتېدوني ياست او که په پېمانه ورکړه کوئ نو پوره يې ډکه کړئ، که تله کوئ نو په سمه ترازو يې وکړئ دا ښه کړنلاره ده او د عاقبت له پلوه هم همدا ډېره غوره ده. هغه څه مه تعقيبوه چې تا ته د هغه علم نه وي. غوږونه، سترګې او زړه هرڅه هرومرو پوښتېدوني دي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: