احمد شاه بابا سفرونه (یونونه)

د احمد شاه بابا سفرونه (يونونه):

احمدشاه بابا دافغانستان خپلواکي اعلان کړه، افغانان يې يو کړل او دافغاني پولو(سرحدونو) دپراختيا لپاره يې ډېرجګړه ايز يونونه وکړل،دمثال په توګه دا يونونه يادولاى شو:

لومړى يون:د١١٦٠ هـ ،(١٧٤٧ ز) کال په پاى کي يې غزنى،کابل اوپېښور ونيو.په کابل اوپيښورکې يې (تيمورى او نادري پخوانى حاکم)ناصرخان مات کړ.

ناصر خان هند ته لاړ،احمدشاه بابا هم دافغاني قبيلو له يوځاى کولو وروسته دستليج (اټک)له سينده واوښت، دلاهور والي چې مخکې يې ورته دسولي وعده ورکړې وه،جګړې ته دچناب په سيمه کې را وړاندي شو، داچې په هغو شپو کې سيند مست و،احمدشاه بابا له سينده د چناب تر ساحل څه لوړ پورېووت او په لاهور يې حمله وکړه،دلاهور والي شهنواز خان چې کله دا خبر واوريد، دډهلي په لوري وتښتيد.[8]

مغلي باچا هم داحمدشاه دوړاندي تګ په خبريدلو ، دخپل زوى شهزاده احمدشاه په مشري سل زره کسيز لښکر دهغه مقابلي ته راولېږو،دواړې لښکرې د ١١٦١ هـ کال په اوله خورکې،په مالوپور(مان پور،مانک پور)[9]کې سره ونښتې، دجګړې په پيل کي قمرالدين هندي صدراعظم په ګولۍ ولګيد،دهغه په مړينه يې زوى په لښکر کې دهغه ځاى ونيو.له بده مرغه دجګړې په ترڅ کې په احمدشاهي باروت خانه اور ولګېد او دشپې دتيارې په دبرېدلو احمدشاهي لښکر شاته شو.[10]خو دغبار صاحب په وينا دواړو غاړو سوله وکړه ،لامل يې داوو چې په کندهار کې لقمان خان بغاوت وکړ او په هندکې محمدشاه ګورګاني ناروغ شو،نوځکه دواړو لورو سولي ته غاړه کېښوده.[11]

دويم يون:پر١١٦٢هـ دکابل اوپېښورله لاري لاهورته لاړ.دلاهورله حکمران ميرمنومعين الملک سره يې روغه وکړه.دسيالکوټ،ګجرات،پنجاب،اورنګ آباد او امرتسر ماليات چي څوارلس لکه کېدل، دميرمنو پر غاړه کيښوده چي، هرکال به يې احمدشاهي اعلى ديوان ته رسوي.[12]

درېيم يون:پر١١٦٣هجري١٧٤٩ز کال دپينځوويشت زره لښکرسره هرات ته لاړ.هغه ځاى يې له څلورو مياشتو کلابندي وروسته له اميرعالم ونيو،شاه ولي خان پلوپلزئ يې شمالي ولاياتو ته ولېږو،خپله دمشهد په لوري روان شو،هغه ځاى يې شاه رخ ميرزا دنادر لمسي ته ورکړ،دنيشاپور په لوري يې پرمختګ وکړ،عباس قلي بيات دنيشاپورواکمن مقاومت وکړ،دژمي په راتلو احمدشاه باباکلابندي پرېښوده او بېرته کندهار ته راوګرځيد.[13]

څلورم يون: په ١١٦٣هـ کال بلوچستان ته دنصيرخان د بغاوت دماتولولپاره ولاړ،بغاوت يې وځاپه او نصير خان يې دهغه ځاى واکمن وټاکه.

پنځم يون: په ١١٦٤ هـ کال بيا احمد شاه له خپل لښکر سره دهرات له لاري پر نيشاپورحمله وکړه.نيشاپوريې ونيو، شاهرخ ميرزا چې بغاوت يې کړى و،له هغه سره يې سوله وکړه او شرط يې پر کېښود چې سکه او خطبه به داحمدشاه باباپه نامه وي اوهمدارنګه تربت جام، تربت حيدري، بافرز، خواف اوترشيز ولايتونه به په افغانستان پوري تړل کېږي.[14]

ښاغلي غبار داسنه ١١٦٧ هـ ښوولې ده.[15]

اووم يون: په ١١٦٥ هـ ١٧٥١ ز کال دپنجاب د نيولو لپاره لاهورته لاړ.لامل يې دمالياتو نه تسليمي وه.په دې يون کې احمدشاه ګورګاني ومنله چې سند،پنجاب او کشمير دي داحمدشاه بابا دواکمنۍ په قلمرو کې داخل شي.[16]

اتم يون: د ١١٦٧ هـ کال په سرکي احمدشاه سندته يوسفر وکړ.[17]

نهم يون: ميرمنو په ١١٦٧هـ (١٧٥٣ز) کال مړ شو، احمدشاه يې پرځاى زوى وټاکو اومور(دميرمنو ميرمن) يې سرپرسته وټاکله،خو دپنجاب نورو اميرانو ناخوښي څرګنده کړه،دامهال غازى الدين حمله وکړه اوادينه بيګ يې خپل والي کړ.[18]

په کشميرکې سکجيوان بغاوت وکړاوخواجه کوچه يې وواژه.

احمدشاه باباددې خبرونو په اوريدلوله کندهاره لاهور ته لاړ او دهغوسيمو تر نيولووروسته يې نورالدين خان باميزئ کشميرته واستاوه،هغه سکجيون ونيو اوکشمير يې بيرته په افغاني هيواد پوري وتاړه.

احمد شاه له لاهوره ډيلي ته مخه کړه او کرنال کي يې د اصالت خان يوسفزي زوي نواب نجيب الدوله مخي ته راغى،د(١١٧٠هـ) کال ددريمي خور جمادي الاول په ٧ مه دجمعي په ورځ ډيلي ته ننوت.دويم عالمګير يې د ډيلي پرتخت کښيناؤ،دوزارت چارې يې له غازي څخه واخيستي اود قمرالدين خان زوى نظام الدوله ته يې وسپارلې،نواب نجيب الدوله يې دهندسپه سالار وټاکه. په دې سفرکې احمدشاه ګورګاني خپله لور شاهزي تيمور ته په نکاح ورکړه.[19]

لسم- دپاني پت جګړه: احمد شاه بابا کندهار ته نه و رسيدلى چې په پنجاب کې غازالدين بيا بلوا جوړه کړه.

سيکان،راجپوتان اومرهټيان هم راپورته شول، احمدشاه بابادشوي تړون له مخي له نصيرخان څخه مرسته وغوښته، هغه دمرستي له ورکولو ډډه وکړه،له څو مياشتو جګړو وروسته نصيرخان تسليم شو،احمدشاه بابادبولان درې له لاري دپېښورخواته لاړ،هلته ورته تيمورشاه او جهان خان له مخکي چمتو ناست و،له هغوى سره يوځاى له اټک څخه واوښت ،نجيب الدوله ، سعدالله خان روهيله او شجاع الدوله هم ورسره يوځاى شول.

احمدشاهي لښکرو له هندوانو اوسيکانو سره تر ډېرو جګړووروسته چي دښمنانو ته يې ډېري ماتې ورکړې، وروستنۍ برخلېک ټاکونکې جګړه شپېتو زرو احمدشاهي لښکرو دپاني پت پر ډګر له درو لکو مرهټانو او هندوانو سره وکړه.[20]

دجګړې په پايله کې،دمرهټيانو اته ويشت زره مړې يواځي په خندقونو کې پراته ول، په دې جګړه کي يې د دښمن په زرو،زروجګړن (دوه لکه)کسان ترتېغ تيرکړل، د ١١٧٤ هـ١٧٦٠ کال د څلورمي جمادي الاخرى په شپږمه نېټه يې لويه سوبه (فتحه)په برخه شوه،[21]چي ددي ستري غزاجنګي ولجه اوغنايم ٥٠ زره آسونه، دوه لکه غوايي، پنځه سوه پيلان،څو زره اوښان او٢٢زره بنديان لاس ته ورغلل،له يوه ابراهيم نومي پرته يې نور ټول وبښل شول.[22]

يوولسم ځل يون: کله چې احمدشاه بابا دکندهار په چارو بوخت و،سيکانو دجيساسنګ په مشري بغاوت وکړ ، لاهور يې ونيواوزين خان مؤمند يې محاصره کړ.احمدشاه د١١٧٥هـ١٧٦٣ ز کال په لومړۍ نيمايې کي لاهور ته لاړ، په ٤٨ ساعته جګړه کي يې د امرتسرخوا ته ١٣٥ ميله واټن وواهه او په روهي کي دسيکانو له دوه سوه زريز لښکر سره مخامخ شو، د ١١٧٥ هـ کال د رجب د ١١ مي نيټې په جګړه کې دشلو زرو سکانو په شا وخوا کي ووژل او مات يې کړل.[23]

دپټيالي اوسرهندحکومت يې اميرسنګهـ ته ورکړ او د ١١٧٥هـ کال دبرات تر٧مې پورى لاهورته بريالى راوګرځيد.نورالدين باميزئ يې کشمير ته واستاوو. احمدشاه بابا په ١١٧٧ هـ کال کندهار ته راوګرځيد او دسختې ګرمۍ له امله په لاري ناروغ شو.[24]

دوولسم ځل بخارا ته تګ : پر١١٨١هـ کال وزيرشاه ولي خان له شپږوزروسپروسره له کندهاره بلخ اوبدخشان ته استول شوي ؤ.

دبخاراحکمران شاه مرادبي دافغانستان په شمالي سيمو کې باغيان پارول،نوځکه پرهمدغه کال په خپله احمدشاه دهرات له لارې ميمنه،اندخوى،بلخ اوشبرغان تصفيه کړل. دبخاراپاچاداموپه شمال قرشي کې لښکر راغونډکړي ؤ، خواحمدشاه دبخارا له مسلمان لښکر سره جګړه له خپل شان سره وړ ونه بلله،دبخاراله پاچاسره يې روغه وکړه اوامو سيند يى ددواړوهيوادونو بريد وټاکه.

په دغه سفرکې وزيرشاه ولي خان دجوزجان له فيض اباد څخه خرقه شريفه کندهارته راوړه،چي تراوسه په دغه ښارکي ده. [25]

ديارلسم- خراسان ته تګ:احمدشاه بابا په کندهار کي و، چې خبر ورته راغى ،نادر او نصرالله دړانده شاهرخ زامن دقدرت په سرپه لانجه دي.

احمدشاه بابا ١١٨٣هـ کال په پاي کې له کندهاره هرات او مشهدته لاړ.هلته يې نادرمقابله وکړه خو تسليم شو، مشهد يې ونيو.په دې يون کې شاهرخ خپله لور ګوهرشاد تيمور ته په نکاح ورکړه.[26]

احمدشاه بابا خپل هيواد او افغانانو ته ډيرستر خدمتونه وکړل،دهغه په وخت کې خرقه شريفه کندهار ته راوړل شوه، دشبرغان او کندهار ښارونه دده په امر ودان شول. همدارنګه نور ډېر ستر کارونه چي په تاريخ کې په زرېنو کرښو ليکل شوي دي.

 

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب