افغانستان تاریخ

احمد شاه بابا تاریخ او فتوحات

د هېواد سياسي يووالي ته هڅه

احمد شاه بابا د خپل دولت د هيت تر ټاکلو او د اردو تر تنظيم او د اداري چارو تر ابتدايي سمون وروسته د خپل هېواد د بېلو بېلو سيمو سياسي يووالي ته مخه کړه او وې غوښته چې د افغانستان تيت او پرکې سيمې او هغه برخې چې د پرديو تېری کوونکو لخوا له خپل اصلي وجود څخه پرې کړې شوې وې بېرته ټولې په مرکزي افغاني دولت پورې وتړي او له هغو نه يو لوی متحد او خپلواک هېواد جوړ کړی نو د دې مقدس ملي مرام د تحقق دپاره تر هر څه دمخه لکه څنگه چې د ده ثابت اصول وو د ولس د مشرانو مشوره او صلا ضرور و لازمي گڼله، ځکه يې نو د ولس د مشرانو يوه لويه جرگه راوبلله چې په دې باب کې ورسره سلا او مشوره وکړي، او د ده دد پاچهۍ لا درې مياشتې پوره نه وې چې جرگه راغونډه شوه او احمد شاه بابا هغو ته د افغاني دولت د مرکز سره د ټولو افغاني سيمو او بېلو شويو برخو د يو کولو او د يوه متحد او خپلواک افغانستان د جوړولو تجويز وړاندې کړ، تر خبرو اترو وروسته د جرگې ټولو غړو په يوه اتفاق هغه ملي تجويز ومانه خو احمد شاه بابا ته يې دا سلا او مشوره ورکړه چې لومړی دې د غزني، کابل او پېښور خوا ته هڅه وکړي او تر هغه وروسته دې په يوه مناسب وخت کې د هرات خوا ته وخوځېږي.[۴۴]

لومړی سفر

د ۱۱۶۰ هـ س. کال په پای کې يا د ۱۱۶۱ هـ. س. کال په سر کې [۴۵] احمد شاه بابا هم د هېواد لمرختيزې خواا ته د هڅې دپاره ځان چمتو کړ، سردار جانخان سپهسالار يې د خپل مخکښ په توگه ولېږه او پخپله د درنې توپخانې او ټولو احتياطي وسايلو سره ورپسې رهي شو. دا چې په دې سفر کې د احمد شاه بابا د لښکر شمېر څو تنه ؤ، د مؤرخينو اختلاف دی، الفنسټون دوولس زره تنه دراني او بلوڅ بللي دي، فيض محمد او نورو په ۱۱۶۱ هـ. س. کال د لاهور خوا ته د حرکت په کې دېرش زره تنه ليکي، او گندا سېنگ بيا د لاهور خوا له پېښور څخه د احمد شاه بابا د لښکرو شمېر د ۱۸۴۷ ز. کال د ډېسمبر په مياشت کې اتلس زره تنه گڼلی او د نندرام مخلص د ليکنې سره سم پينځه ويشت زره تنه، او د عبدالکريم د يادونې په اساس دوولس زره تنه پلي او سپاره وو.[۴۶] خو لکه څنگه چې موږ دمخه ووييل احمد شاه بابا د خپلې پاچهۍ په سر کې شپاړس زره منظم عسکر چمتو کړي درلودل نو په دې سفر کې بايد څه نور غير منظم جگړن (يعنی قومي لښکر) هم پر زيات شوی وي، په تېره بيا له غزني نه تر پېښوره پورې ډېر پښتانه د احمد شاه بابا په لښکر کې داخل شوي وو، چې په دې حساب په دې سفر کې د احمد شاه بابا منظم عسکر دوولس زره او غير منظم قومي لښکر لس زره اټکل کېدای شي.

د کلات کلابندي

احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د غزني، کابل او پېښور په نيت د کلات خوا ته (چې اوس ېې زابل بولي) وخوځېد ، او لکه څنگه چې محمود الحسيني د احمد شاه بابا د دربار منشي په خپل کتاب ٫٫تاريخ احمدشاهي٬٬ کې ليکي احمدشاه بابا تر کلاته پورې درې پړاؤه (درې منزله ) ووهل او څلورمه ورځ د کلات د کلا نيم فرسخي ته ورتسليم او هلته يې واړول . د کلات کلا (لکه اوس چې هم ښکاري) پر يوه لوړې غونډۍ ودانه، او هغه وخت ډېره ټينگه کلا وه، چې محمود الحسيني يې په خپل کتاب کې داسې يادونه کړې: «قلعه کلات بر فراز تپه رفيع و زير پشته منيع واقع و از موضعی که شهر بر سر آن است»

کابل او جلال آباد

احمد شاه بابا د خپل لښکر سره له غزني څخه د کابل خوا ته وخوځېد، ناصر خان مقابلې ته چمتو شو، خو د مقابلې توان يې و نه شو درلودلای. د خپل بار اوښې سره د پېښور لورې ته وتښتېد، او په کابل کې د حکومت د زياترو چارو واگی د سيد درکاهی کابلي نومي سيد په لاس کې پاتې شولې.

د پاني پت جگړه

په ۱۱۷۰ ه/۱۷۵۸ کال کې په پنجاب کې نوي فیتنې پیدا سوې، سیکان هم په پنجاب کي قوت وموند او د لویدیځ له خوا هم د مرهټه لویو قوتو د ډهلي پاچا گواښله او پنجاب یې هم ونیو، دا مهال د هند اسلامي او د ډهلي امیرانو احمد شاه راوباله چې د هند د اسلامي پاچاهي د ساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي، امام الهند شاه ولی الله دهلوي هم د احمد شاه بابا حضور ته لیکونه واستول او دی یې هند ته وباله، ځکه نو احمد شاه بابا له کندهاره په ۱۱۷۱ ه کال د بلوڅو کلات ته د دیرشو زرو عسکرو سره ولاړ او هلته لس زره بلوڅ عسکر هم ورسره سول.

مرهټیانو هم د پخواني وزیر غازي الدین په مشرۍ پاڅون وکړ او په پای کې ډیلي ونیول شو. راجپوتان هم د جگړې ډگر ته راننوتل، ادینه بیگ او ورسره ټولو یاغیانو گڼ شمیر افغانان ووژل.

مرهټیانو نو په داسې حال کې پر افغانانو برید وکړ چې د دوه سوه زرو په شاوخوا کې جنگیالي ورسره ملگري ول. شهزاده تیمور او سردار جانخان له لاهور نه په شا شول او ځانونه یې اټک ته راورسول. دغو پیښو په نصیر خان هم اغیزه وکړه او د بلوچستان خپلواکي یې اعلان کړه.

احمد شاه د هیواد صدراعظم شاه ولي خان بلوچستان ته ولیږه او دی ورپسې ولاړ. نصیر خان عذر وکړ او خپله لور یې احمد خان ته ورکړه. ابدالی احمد شاه له دې وروسته کندهار ته راغی او په ۶۱-۱۷۶۰ کال کې د بولان له لارې سیند او بیا د پیښور په لور وخوځید او له هغه ځایه تیمور او جان خان هم ورسره مل شول. کله چې احمد شاه درانی سیمی ته ورسید په دغه وخت کې د ده د غلیمانو درې ځایه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې ول. خو افغان واکمن په “سهارنپور” کې نجیب الدوله او د روهیله نور سرداران لکه سوراله خان، حافظ رحمت خان، عنایت خان، قطب خان او نور له ځان سره ملگري کړل او د څلویښت زرو پوځونو په ځواک مخ په ډیلي روان شو. له خونړیو جنگونو وروسته سندیان او راجپوتان تسلیم شول او دی ډیلي ته ننووت. خو مرهټه له هندوانو او راجپوتانو سره په گډه یو پیاوړی ځواک جوړ کړ.

احمد شاه بابا له خپلو جنگیالیو سره ځان پاني پت ته ور ورساوه، او بیا یې خپل ځواکونه داسې ځای په ځای کړل چې د سیالو ځواکونو هغه لارې بندې کړي چې ورته د خوړو او نورو مرستو توکي رسیدل.

جگړه د ۱۷۶۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۶ نیټه د پاني پت په میدان کې ونښته او تر درې میاشتو اوږده شوه. دواړو لورو ته درانه زیانونه واوښتل. د سر له زیانه سربېره یوازې ۲۲۰۰۰ مرهټه سرتېري ونیول شول، ۵۰۰ پیلان ،زرگونه اوښان، پنځوس زره اسان او ۲۰۰ زره غوایان د احمد شاه ابدالی پوځ ته په لاس ورغلل.

له دی پرته احمدشاه بابا بیا هم هند ته سفر کړی دی خو د پاني پت جگړه ټاکونکې وه او په دغه جگړه کې ښایې چې افغانانو له ۱۰ څخه تر د ۱۵ زرو په شاوخوا کې جنگیالي له لاسه ورکړي وي.

د پاني پت جگړه د لسو لکو مرهټیانو او هندوانو سره وه، او پدی جگړه کې د دښمن دوه لکه کسان تر تیغ تیر کړل.

د ( ۱۷۶۰ ز) کال د څلورمې (جمادی الاخری) په شپږمه نیټه یې لویه سوبه (فتح) په برخه سوه، چې ددې ستري غزا جنگي ولجې او غنایم ۵۰ زره آسونه، دوه لکه غوایې، پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان او ۲۲ زره بندیان لاس ته ورغلل خو وروسته یې ټول وبخښل.

(حبیبي، عبدالحی، د افغانستان لنډ تاریخ ۱۳۸۲، ۲۸۴)

د احمدشاه بابا فتوحات

احمدشاه بابا د پښتنو ديوالی په منظور وغوښتل ټولی هغه سيمې چې پښتانه پکښې ا سېږيد لويې پښتونخوا په نامه سره يو ځای کړی او هند دهغو مسلمانانو په مرسته ورسېږي چې د فرقه پرستي او ثقافتي خصومتو له کبله يې هر کله هلته ژوند د تهديد او ناآرامي سره مخامخ ؤ ده په کندهار کې خپل وراره لقمانخان ته د سلطنت و کالت ورکړ او سردار جانخان يې دکابل پرلوری ولېږي.

 

د احمدشاه بابا د وخت د افغانستان نخشه

احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې دغزني او کابل د نيولو دپاره حرکت وکړ په غزني کې ناصر خان نائب الحکومه ؤ چې دی د نادرشاه د حملی په وخت کې د مغولو له طرفه ددغی علاقې حاکمؤ او د نادرشاه د حملی پېښور ته تښتېدلی ؤ هغه وخت چې نادرشاه پيښور ونيوي دی يې دکابل غزني او پېښور حاکم په حيث مقرر کړو او نادرشاه د مړينی وروسته يې ځان هلته د مستقل حکمران په حيث حړ کړی ؤ په دغه وخت کې د کابل په بالحصار کې دوولس زړه قزلباش لښکر موجود ؤ ناصر خان چې پو هيدی چې د کابل، غزني، او پيښور او سيدونکی د احمدشاه سره د قامولی له کبله جنگ نه کوي نو د هزارؤ او ايماق لښکر يې هم راټول کړل غزني د ناصر خان دطرفدارنو دلږ مقاومت څخه وروسته داحمدشاه بابا په لاس ورغی هزارؤ او ايماقوهم په لومړی سر کې د مقابلی څخه نټه وکړه د احمدشاه بابا لښکر و ناصر خان تعقيب کړ د کابل او پيښور څخه يې ويوست او دپيښور څخه يې دوتلو دمخه د عبدالصمدخان ممن زی پر سيمه باندی چې د احمدشاه بابا دطرفرارانو څخه وؤ د ناصر خان له خوا د هغې سيمې د حاکم په حيث ټاکل شوي حمله وکړه خو هغه وخت چې د احمدشاه بابا سپاه سالار پيښور ته ورسيد ناصر خان د کلابندي له ويرې څخه هغه سيمه پرېښوده او د اټک څخه تېر شو او د راولپنډی چهچه سيمې ته ترشاه شو په دی وخت کې يې ماينه چې د زبردست خان لور او عليمردان لمسی وه هم داحمدشاه بابا د سپه سالار په لاس کې بندي ولوېده ناصرخان ددی ځای څخه لاهور ته د هند مغولي پاچا ته پناه يوړه د پنجاب نايب الحکومه يې داحمدشاه په مخالفت د ځان طرفدار کړ.

احمدشاه بابا پيښور د هغې سيمې دپښتنو د مرکز په حيث وپېژاند او دهغې سيمېټول پښتانه يې پر ځان را ټول کړه د عزيزگلوي او قام دوستي ښگيڼی يې ورته بيان کړی دخپل او قومي سلطنت خوندونه يې وروښودل د همدغه کبله ؤ چې د هند په فتوحاتو کې دغو پښتنو د احمدشاه بابا سره زياته مرسته وکړه ددغه سفر وروسته احمدشاه بابا بيرته کندهار ته راغی.

احمد شه بابا څه لښکری دپیښور څخه دډېره جاتو او سند په لوری واستولې او هغه سيمې يې دخپل سلطنت ضميمه کړی، احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې ۳۰۰۰۰ لښکرو سره د اټک څخه پوريوت دجلم تير شو او د لاهور پر خوا رهي شو دده په مقابل کې دپنجاب نائب الحکومه شهنواز خان د ذکريا خان زوی د چناب په غاړه د مقابلی دپاره تياری ونيوی په دی وخت کې چې د چناب سيندډک بهيدی دواړه لښکری د سيندپر دې غاړه او هغې غاړه مخامخ پريوتی په يوه شنه سهار کې هغه وخت چې مغولي لښکرې را پاڅېدلی نه وي احمدشاه بابا د خپلو اتو زړو سپرو سره دچناب دسيند پريو پورتنی کذر پوريوت او د لاهور پ خوا يې لښکر سمی کړ شهنوازخان زيات و ډارېدی او د هلی ته يې په سلامي شو په دی وخت کې دهند مرکزي حکومت د احمدشاه بابا د مقابلی دپاره تياري نيوي احمدشاه بابا هم د هغه د تنبه کولو دپاره لښکرې سمې کړې.

د هند يو لک لشکر د هند د شهزاده پ مشري چې ددغو لښکرو فوماندانان د هند صدر اعظم قمرالدين خان نواب ابو المنصور صفدرجنگ درواج پوت مهاراج اسيري سنگ د سرهند حکمران جماالدين خان تالپوري دپټيالی حکمران سنگ جيت او نوروه، دغه لښکر د ستليج په غاړه د (ماچی واره) پر گدر باندی د احمدشاه دلښکر و دراتلو په انتظار کې وه په دې وخت کې د هند اردو خبر شو چې احمدشاه بابا خپله لاره گرزولی ده د (لود- هيانی) په ترخه کې ترستليج پوری وتی دی او پر سر هند يې حمله کړی ده.

کله چې جنگي نقشه واوښته د سرهند په څوملي کې د (مالو پور) په برخه کې دغه دوه لښکر سره مخامخ شول، دوی دواړه دوولس ورځی يو بربل د توپو په ډزومصروفه وه بيا د احمدشاه بابا لښکر د هند دلښکرو مواصلاتي خطونه پريکړه او پراوه لسمه ورځ يې د هند دلښکر و پر سنگرو مخامخ حمله وکړه.

دهند د لښکرو دښی خوا دتو پخنی قوماندان نواب ابوالمنصور خان صفدر جنگ او کيه خوايي مير منو دوزير الممالک ضفر الدين خان زوی اداره کوله وليعهد دخپل لاله صلابت خان سره د لښکرو ّپه منځ کې ځای نيولی ؤ.

د احمدشاه بابا د لښکرو ښی خوا جهانخان سپاه سالار او کيڼه خوا شاه پسند خان اداره کوله او خپله احمدشاه بابا د لښکرو په منځ کې ځای نيولی ؤ ددی سپکه توپخانه (زنبورک) چې په اوو سوو او ښانو وه د جنگ لومړی صحنی ته ړاوړه شوي وه درنه توپخانه يې چې او وه چنی جلوي توپونه ووه پر يوي حاکمی نعطی باندی مو جوده وه.

دښې خوا څخه پښتنو يرغل شروع کړ او ميرمنو شديد مقاومت کاؤ څرنگه چې پښتانه په تندی پرمخ تلل ميرمنو يې هم مخ نه شو گرزولای په دی وخت کې راجپوت مهاراج اسيری سنگ په مرسته راورسيد لښکرو يې چې زعفراني کالي اغوستي وه او لمنی يې په ملا پوری تړلی وی پرپښتنو حمله وکړه پښتنو هغوی سخت مات کړه دوی د ويریڅخه د ميرمنو سنگرو ته ننوتل او څه يې دو ليعهد د لښکر يو ځای شول، په همدغه ان د مردکو په يوه ميخ زين اورولگېد تو پو او باروتو اور واخست د پښتن د لښکرو يوه مهمه برخه دغه اور لوټ او وسوځول دپښتنو دسخت اوربل له کبله دهند وزير الممالک هم ووژل شو هغه وخت لاچه و زير الممالک خپل هسانه وه ورکړی خپل زوی معين الملک (ميرمنو) ته يې داسې وويل:- زما زويه زما عمر ختم شوی دی خود شاهين شاه کار لانيمگړی دی دمخه تر دی چې هغه خبر شي ته پر اس سپور شه يرغل شروع کړه وروسته بيا زما په فکر کې شه.) ميرمنو د خپل پلار پر فيل جنگ ته دوام ورکړ پښتنو هغه د اسيری سنگ سره ښه و ځپه دی په پښه زخمی شو او ادينه بيگ دوه ځايه په گولۍ ولگيد په دغه آن کې صفدر جنگ هم مرستی ته راو رسيد خو څرنگه چې دواړو ته زيات تاوانونه رسيدلی وه دهند وليعهد د سولی پېشنهاد وکړ او احمدشاه بابا هم دغه صلح نيکمرغه وبلله ځکه چې په کندهار کېدده دوراره لقمان څخه اداره بيخی ضعيفه شوی وه او غوښته يې کندهار ته ولاړ شي.

هغه وخت چې احمدشاه بابا د سرهند څخه بيرته وطن ته راتلی دملتان کورگاني حاکم زاهد خان ابدالي دخپل زوی شجاع خان سره د احمدشاه بابا حضور ته راغی خپل ځان يې د اسانو او اوښانو او نورو سوغاتونو سره ورتسليم کړ او احمدشاه هغه دو باره دخپلی خوا دوباره د ملتان حاکم مقرر کړ احمدشاه بابا د پېښور د لاری کابل او کندهار ته راغی او خپل وراره لقمان خان يې بندي کړ او هغه هلته په محبس کې مړ شو.

مغولي شهنشاه د ميرمنو د هغو خدمتو به مقابل کې چې مغولي سلطنت ته يې کړی وه دی نيې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

احمد شاه بابا په ۱۱۶۲ کې د کابل او پيښور د لاری د پنجاب د نيولو عزم وکړ د سيند څخه پوری وتی او دچناب دسيند د کنڼی غاړی د کوپری په برخه کې ديره شو د پنجاب نائب الحکومه معين الملک ميرمنو ته د لاهور څخه دده مقابلی ته رارهي شو دوزير اباد د ښار په څلور ميلي که هدره کلی په شاؤ خوا کې يې واړول، دهغه ځای څخه احمدشاه بابا ميرمنو ته وليکل که چېرې د څلورو ځايونو ماليه راکول دتل دپاره قبوله کړی او هغه باقيات چې د نادرشاه افشار دو ختو څخه پاته دی تحصيل او راتسليم کړی زه به بيرته ولاړسم ميرمنو چې په دغه وخت کې ضعيفه ؤ ددهلی د پاچا په خوښه يې صلح و غو ښتله او د اشرف کړ او سيالکوټ او رنگ اباد، گجرات او سرور ماليه يې چې ( ۱۴۰۰۰۰ ) لکه روپۍ کيدلی پر ځان قبوله کړه په دغه وخت کې چې د احمد شاه بابا د پاچاهي دوه کاله لانه وه تير شوی په کندهار کی مکمله ارامي نه شکاره کيدله ان نور محمد خان سليمانخيل چې د نادرشاه په وخت کې د ۱۶ زرو لښکرو مشرؤ او د شير سرخ په جرگه کې يې دتندمزاجي او کبر ؤ غرور له کبله نورو قومي مشرانو دپ پّ پاچا هي ونه مانه، پرده باندې ځني خانان اوعسکري مشران راټول شوی وه او غوښته يې چې په پاچاهي يې وټاکي په دغو کې کدو خان، محبت خان پلزی، او توپخانی قوماندان عثمان خان هم شامل ؤ او احمدشاه بابا چې کندهار ته راورسيد د غه توطئه يې شنډه کړه او گډون کونکي يې ووژل.

احمد شاه په ۱۱۶۳ کې

خپل هيواد پوری د هرات، بلخ، بدخشان، او بلوچستان د موښلولو دپاره د ۲۵۰۰۰ لښکرو سره حرکت وکړ په هرات کې نادرشاه لمسي شاه رخ ميرزايو عرب سردار چې امير خان نوميدی او د نادرشاه په وخت کې دتو پخانی مشرؤ نائب الحکومه مقرر کړی ؤ.

په شهد کې هم نادرشاه لمسي د ۱۱۶۱ کال څخه د نادر پرځای ناست ؤ خو په ۱۱۶۳ کې دهغه ځآی دمشرانو ديوی دسيسی له کبله شاه رخ بندی او ډونند شو او دامام رضا يو متولی چې سيد محمد نوميد احمدشاه په مخالفت تحريک کړ احمدشاه د ۲۵ زړو لښکرو سرو پياده او توپخانی سره په هرات کې د ۱۴ ورځو توقف وروسته چې امير په خپله سهوه پوه نه شو پر ښار تاندی د يرغل امر وکړ د احمد شاه بابا لښکر د هرات د ښار دخندق ډکولو او د کلا پر برجونو باندې مخامخ ورختلو له کبله زياته مېړانه ښکاره کړه د هرات د شار خلکو هم احمد شاه دلښکرو سره زياته مرسته وکړه.

امير خان د ښار دنيولو څخه خبر شو دڅه لښکرو سره دښار څخه ووت او پر پښتنو يې څپاو راوړ خو په جنگ کې مړ شو او دهرات ښار احمد شاه لښکرو ونيوی او احمدشاه درويش عليخان هزاره د هغه ښار د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

د هرات دنيولو وروسته احمدشاه وير شاه وليخان لسزرو لښکرو سره دمرو، ميمنی، بلخ، بدخشان، د سيمو د تنظيم پاره واستاوه او دی خپله کندهار ته راغی سر دارجهانخان سپه سالار چې ۵۰۰۰ سپرو سره د امير خان د طرفدارانو ماتولو دپاره چې دمشهد دخوا څخه رتلل لېږل وی ؤ سپاه سالار صاحب دتربت جام په برخه کې هغوی سخت مات کړل او ددغه خدمت دپای ته رسولو وروسته يې بيرته ځان د احمدشاه بابا لښکرو ته راورسا وه.

احمدشاه په خپل وطن پوری د بلوچستان د مو ښلولو لپاره سوقيات وکړل بلوچستان حکمران نصير خان بلوچ ؤ چې د افشار نادر د مړينې وروسته يې هلته ازاد حکومت کاؤ خو هغه چې داحمدشاه دراتلو خبر شو ده داحمدشاه نوم او نوښانلويی او وطندوستي ته ځان تسليم کړ او داحمدشاه بابا له خوا دبلوچستان د نائب الحکومه په حيث وټاکل شو او د ( ۶۰۰۰ )زرو بلوڅانو سره د احمدشاه په لښکرو کې شامل شو او ددغو قواؤ مصرفونوه يې د بلوچستان دماليه څخه قبول کړل.

دده خدمتونه په هند او نېشاپور کې داحمدشاه د قدراو ستاينه وړ وگرزېدل او ددغو خدمتونو په مکافات کې يې د (هنگی) سيمه چې په شال کې واقع ده او کا کړان پکښې اوسېدل ده ته وبخښل په دی وخت کې دشاه رخ زوی مشهد ته راغی او خپل پلار يې د بند څخه ازاد کړ احمدشاه بابا هم مشهد ته را ورسېد خو د مشهد حکومت يې شا هرخ ميرزاته پرېښود او وی نازوه .

شاه وليخان د هراب څخه مروې ته ولاړ او دهغه ځای څخه ميمنی، اندخوی، شبرغان، ته ورسېد يوه مفرزه يې تاشقرغان، ايبک، او باميانو ته بله يې قندز او بدخشان ته لېږله چې دهغه ځاي حاکمان نوی کړی، او د ماليه اخستلو سر ښته يې وکړي وزير شاه وليخان ددغو سيمو د تنظيم وروسته د اندراب، پنچشير، کوهستان او د کابل دلارې په ۱۱۶۴ کې په کندهار کې داحمدشاه بابا حضورته ورسېد احمدشاه بابا دغه وزير ښه ونازوه او دده د خدمتونو په مکافات کې يې دگلبهار په سيمه کې يوه بڼه ټوټه مځکه چې پخوايې ځوښه کړی وه وروبخښله په ۱۱۶۵ کې احمد شاه په خپل هېواد پوری د پنجاب، کشمير، دتړلو د ملتان او سند د چارو سمولو دپاره د کندهار، کابل دلاری د پيښور لور ته حرکت وکړ.

په دی وخت کې دده لښکرو په کندهار کې ددرومياشتو دپاره ښه استراحت کړی ؤ هغه وخت چې پیښور تهورسيد يورلس زره کسيز لښکر يې د عبدالله خان ايشک آقاسي په مشری دکشمير دنيولو دپاره رالېږي عبدالله خان تراباسين د اټک دبرخی څخه تير شو او دحسن ابدال دسيمی څخه يې دکشمير خواته مارش وکړپر دغه ولايت باندی هم مغولی خواجه عبدالله خان يې چې په کوچني عبدالله خان مشهور ؤ دهغه ځای د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او سکجيون يې دهغه د مستوفي په حيث وټاکي دغه هنددوزير شاه وليخان د مامورينو څخه ؤ خو وفا دارسړی نه ؤ او ددغه بيوفايي له کبله ووژل شو، بيا احمد شاه بابا کندهار ته راغی خپل وراره او ځني مخالفين يې تنبيه کړل.

احمدشاه بابا د پيښور څخه د لاهور خوا ته رهي شو او ميرمنو معين الملک دمقابلی دپاره ځان اماده کړ د ميرمنو سپه سالار راجا گورامل دسند څخه را پوری وتی او شاهدره ته نژدی يې عسکري چوڼۍ جوړه کړه احمد شاه بابا چې ورورسيد د دوی په منځ سخت جنگ و نوښت په دغه جنگ کې راجا گورامل ووژل شو لښکری يې ټيتی او پرکی کشوی او معين الملک مفتي عبدالله نومي داحمد شاه حضور ته ورواستوی او د وزير شاه وليخان په واسطه يې داحمدشاه باباڅخه عفو وغو ښته احمدشاه بابا هغه عفوکړ او بيرته يې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث وټاکي او لس مليونه روپی يې داحمدشاه خزانی ته تحويلی کړی او دا احمدشاه بابا په نسبت يې دوفا داری لوړه وکړه احمدشاه بابالاهور نه ورسيد او دهغه ځآی څخه يې قلندر خان افغان ديو ليک سره چې د پنجاب په خصوص کې څيړنی پکښې شو ی وی ددهلی دربارته ولېږي هند شهنشاه کو گاني احمدشاه چې د سرهند جنگ يې ور په يادوو د احمد شه سره يې جنگ زړه نه غو ښت د احمدشاه بابا پيشنهاد يې ومانه دستليج د سند ها غاړه يعنی پنجاب، سند، ملتان، او کشمير يې افغانستان ته پرېښودل .

احمدشاه د سند درود د راستی غاړی د چارو د تنظيم دپاره د اباسين څخه تير شو او د پښتنو سيمی يې د ډيرو څخه بياتر پیښور پوری وکتلی او د هغو سيمو د نظامي مالی، مځکنی محصولاتود نفوسو د شمير وسله بند خلکو او نورو چارو په خصوص کې دهغه ځای د خلکو او خوانينو سره وکتل کلونل ملسن او محمدحيات ددغی معاينی په خصوص کې وايي: احمد شاه بابا د گنداپور او اپريدو دوسله والو خلکو په شميرلو شروع وکړه چې د گنداپور و سله وال خلک ۱۲ زره او د اپريدو ۱۶ زره کسه تثبيت شول او همدا شاني يې دميانوالی د برخی ماليه په ۱۱۸۱ کې د يوی قلبی په اساس ۴۰ جريبه يوه روپی وټاکل او د مروټ د قام څخه يې د مځکی د مالياتو په عوض کې دوه سوه مهاری اوښان او د جنگ په وخت کې دوسوه بې معاشه سپارهواخستل د بنو ماليه يې د سورسات او د لښکرو د مصارفو علاوه ۱۲ زره روپۍ وټاکله احمدشاه بيا د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی.

احمدشاهي لښکر په نيشاپور کې

احمدشاه په ۱۱۶۶ کې خپلی لښکری د نشاپور پر لوری سمیکړی او د لښکرو د مخنيوي ټولگيو يې په لار کې دتون کلا د شاهرخ د نائب مير معصوم د مير علم د زوی څخه ونيوله، او د احمدشاه لښکرو سمدستي د نيشاپور ښار چې جعفر بيات پکښې حاکم ؤ کلابند کړ په دې جنگ کې جعفر ټپي شواو يو ۱۸ کلن ځلمی چې عباس قلي نوميد جنگ ته يې دوام ورکړ هوا ډيره يخه وه د يخنی او باران له کبله توپونه او نورې نظامي وسلې د يوځای څخه بل ځای ته نه وړلی کيدی او د حيواناتو اذوقه او الوفه هم نه پيدا کيدل نو احمدشاه په بيرته راگر زيدلو مجبور شو لوی توپونه چې نه وړل کېدل هغه يې په کارېزونو کې پټ کړل د تورې غونډی يا اسلام کلاه په سيمه کې دومره يخنی سوه چې دده د لښکرو څخه اته سوه کسه مړه شول احمدشاه بابا د هرات څخه کندهار ته راغی او دلته يې دژمي ورځی په استراحت تيری کړی او د نيشاپور د نيولو دپاره يې تياری ونيوی.

احمدشاه بابا د ۱۱۶۷ کال په پسرلی کې دنيشاپور د نيولو دپاره حرکت وکړ.

دی په دغه عزم د هرات څخه جام او لنگر او دهغه ځآی څخه مشهد ته ولاړ او د (جلوايي) سيمه يې خپله عسکري قرارگاه کړه په دې وخت کې د شاهرخ نائب اسلطنته اميرعلم په مشهد کې نهؤ او دهغه ځای مشرانو شاه رخ د احمدشاه مقابلې ته محبور کړ ځکه ده د احمدشاه بابا پر مخ يې کلا وتړله خو خلکو شاه رخ احمدشاه ته راوست احمدشاه هغه عقو کړ او بيرته يې د مشهد د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ ، نور محمد خان افغان يې د هغه معاون په حيث وټاکه په تشکيلاتو کې يې د جام، باخرز، خاف، تربت ترشيزسمی هم د هرات په ولايت پوری وتړلی.

همداشاهی احمد شاه د کندهار د قواؤ قوماندان شاه پسند خان پنځو زرو سپرو سره د شاهرو د بسطام، سبزوار، د انتظامي چارو د پاره واستاوه او په هغه ځای کې يې دامنيت راوستلو وروسته بيرته عمومي قرارگاه مشهد ته راغی.

ځني وايي چې شاه پسند خان سپرو د خذر د سواحلو د حکمران حسن خان قجر پر قواؤ هم يرغل وکړ ددی ځای څخه احمدشاه د نيشاپور لوری ته وخوځيد. کله چې احمدشاه نيشاپور ته ورسيد علی قلی باز ښار ورته کلابند کړ دده د يوی برخی سپرو د هر يوه سره چې کابل په تول دوه نيم چهارکه چودن احمدشاه د افغاني استادانو د تاريخ سلطاني په قول دفرنگي صنعت گرانو په واسطه يو لوی توپ جوړ کړ چې څلورسوه دوه اويا پونډه گولی به يې غورځوله ددغه توپ گولی چې د نيشاپور پر ديوال ولگيده د يوال او روڅرمه ټول کورونه يې ړنگ کړل د نيشاپور خلک د ډار څخه احمدشاه ته په تسليم راضي شول هغه وخت چې احمدشاه ښار ته ننوت عباس قلی ناببره حمله پر وکړه خو د لږ گړۍ وروسته مات شو او د احمدشاه په لاس ورغی . عباس قلی د احمدشاه څخه عفو وغوښته د احمدشاه چې دلاور ميړونه خوښ وه هغه يې معاف کړ او بيرته يې د نيشاپور د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او د ده قام يې غزني ته راوست احمدشاه په ۱۱۶۸ کې د هرات له لاری کندهار ته راغی او تر ۱۱۷۰ پوری په کندهار کې پاته شو.

ددهلي, پنجاب او کشمير د چارو تنظيم او د نيولو د پاره تياری نيول

احمدشاه بابا په اووم سفر کې په ۱۹۷۰ کال د پنجاب او کشمير د چارو د تنظيم او د ډيلي د نيولو د پاره تياری ونيوی . هغه وخت چې ميرمنو معين الملک د پنجاب نائب الحکومه په ۱۱۶۷ – ۱۷۵۳ مړ شو او احمدشاه بابا دده مقام د هغه کوچني زوی ميرمومن ته ورکړ چې د حکومت کولو په وخت کې مور مغلاني بيگمی او زوم خواجه موسی هم مرسته ورسره کوله خو د مير مومن دمړيني وروسته د مغلاني بيگمي او د لاهور د لويو مامورين په منځ کې اختلاف پيدا شو او د حکومت چاری وراني سوی احمدشاه بابا امان خان پوپلزی د سردار جهان خان ورور د هغه ځای د نائب الحکومه په حيث وټاکه . ددغه نائب الحکومه تر رسيدو پوری د پنجاب نورو اميرانو او د نائب الاحکومه گې مرستيالانو اوضاع دې حد ته ورسوله ، چې د دهلي د پاچا په موافقه شهاب الدين عه د الملک غازي الدين خان بهادر د هند ددولت وزير سيد جميل نومی د يو لښکر په مشرۍ د لاهور د نيولو دپاره امر وکړ . ده د ميرمنو مور په حيلی سره بندی کړه او ادينه بيگ نومی يې چې يو چالاک سړی ؤ د هغه ځاي د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

غازی الرين همدا شاهنی په کشمير کې سکحيون ستوفی تحريک کړ او هغه د کشمير نائب لاحکومه خواجه کوجگ او نظامي قوماندان ميلمستيا په دسيسه کې ووژل او د دهلي د نائب الحکومه په حيث يې په کال لاس پورې کړ . احمد شاه ته چې دغه خبر ورسيد ، د بلوچستان د شمالي برخی څخه سند ته راغی د انډاس څخه تير شو لاهور ته ورسيد ادينه بيگ چې وپوهيد د احمدشاه په مقابل کې نه دی او نه غازی الدين مقابله کولای شي ، لاهور يې پرېښود د هانسی کلا ته رهي شو ، احمدشاه چې غوښته د پنجاب امنيت د دهلي د دربار څخه د ضرر عناصرو ورکولو د لاری تامين کړی ، د خپلو ديرشو زرو لښکرو سره د ستليج څخه پوريوت او په دې وخت کې نورالدين خان باميزی هم د کشمير يا غيان رعيت کړل سکجيون مستوفی يې ونيوی او لاهور ته يې بندی واستاوه او احمدشاه بابا د دغه خدمت په مقابل کې دی د کشمير نائب الحکومه مقرر کړ(او په ۱۱۷۷ ) کې کندهار ته راغی ، هغه وخت چې د هند دربار د احمدشاه د هرکلی د پاره يې ترتيبات ونيوله او د هند افغاني سرداران لکهنجيب الدوله ، حافظ رحمت خان ، احمد خان بنگښ ، نواب دوندی خان ، سعدالله خان د احمدشاه د لښکرو ملگري شول.

د نجيب الدوله اصلي نوم نجيب خان ؤ . په ۱۷۰۷ کې له پېښور څخه ۲۵ کروه لری په مانيری نومی کلی کې زېږيدلی ؤ ، د پلار نوم يې اصالت خان ؤ ، چې د پښتنو د مشهوری قبيلی عمر خيلو څخه ؤ.

د نجيب الدوله اکا (بشارت خان) د اسانو سوداگر ؤ ، چې هند ته به يې تگ راتگ کاؤ . ده درو هلکينډيو پښتون نواب علی خان سره وپيژندله او ددغی پيژڼدگلوی له کبله بشارت خان خپله لور دغه پښتون نواب ته ورکړه . په بل وار کې چې بشارت خان د وطنه څخه هند ته تللی ، نجيب خان يې چې يتيم او د اکا د سر پرستی لاندی ؤ هم يې د ځانه سره بوتلی او کله چې هغه علی محمد خان وليدی په ده کې يې دد لاوري او وفاداری نخښې پيداکړی او د ( ۱۲ ) کسو سپاهيانو مشري يې ورکړه ، وروسته چې ده (بهارمل) مات کړ ډير فتوجات او ميړانی يې وکړی د بسولی او ددغه ځای شاو خوا علاقی نواب دوندی خان ته لورو کړه ( ۱۷۴۷ ) او دغه نواب ده ته د چاندپور، نگينه پور، بچنور او نوری سيمی وسپارلی ددی وروسته دی د نواب علی محمد خان نوکر نه بلکه د روهيله حکمرانانو کورنی يو غړی ؤ او په دغه کوچنی ځايونو کې يې نوابي شروع کړه.

احمد شاه د ډيلي څخه ديرش ميله لری وو چې غازالدين وزير د هند دولت په نامه د بسونيت په برخه کې دده هرکلي وکړ او د دهلي دربار سياسي خطا يې بخښنه وغوښته او احمدشاه د هند دربار د مصارفو په تاوانو ورکولو مجبور کړ خو څرنگه چې هغه ونه منله نو احمدشاه ددهلی ونيوی او د لښکرو په لاس يې زيات غنيمتونه ورغلل ددهلي په ۱۵ ميلي کې دهند شهنشاه محمد عزيز الدين (ثاني عالمگير) د احمدشاه مخې ته د هرکلي لپاره ورغی . ده د عالمگير ثاني لور خپل زوی تېمور ته په نکاح کړه او نجيب الدوله يې د هند سپه سالار مقرر کړ.

په دې وخت کې نو نجيب الدوله دروهلکينډ (د سهارانپور څخه تر شاه جهان پور پورې درو هلکينډ سيمه وه) يو نواب نه ؤ لکه ددهلی ددربار يوه مضبوطه ستن هم سوه.

د نجيب الدوله د مشورې پرته به پاچا څه کار نه کاوه. د پاچا نژدې کسانو لکه عمادالملک صفدر جنگ او ميرزا نجف خان د نجيب الدوله په مقام حسد خوړی او د خپلو مناقفو او د سيسه کاريو يې ضد گڼلیځکه دوی کله د جاټانو، کله د پنجاب دسکانو اومر هټيانو سره توطئ جوړولی او هغوی به يې پردهلي باندې د حملی کولو دپاره تشويقول احمدشاه يومياشت او څو ورځی په دهلی کې پاتهشو او سردارجهانخان يېد جاب دقوم درعيتولو دپاره ولېږی هغه ديلم گړ کلا او د (متری) ښار ونيوی او اگری ته ولاړ خو جات قوم د شديدی مقابله له کبله بېرته راوگرزيد.

په دهلي کې داحمدشاه د اوسيدلو په وخت کې دهند معزول و زير غازی الدين د مالياتو د ټولولو دپاره د شهزاده هدايت بخش د ثانی عالمگير د زوی او دده زوم ميرزا بابر او يو افغانی سردار جهان خان د يولښکرسره فرح اباد ته ولاړ.

په دی وخت کې سردار احمدخان بنگښ دهغه ځای والی مړشو ټول مال او سامان يې احمدشاه بابا نه وبخښی غازی الدين بيا اودی ته ولاړ داودی والی شجاع الدوله له جنگ ته حاضر شو خو روهيلي پښتون سعدالله خان هغه پريښود او د پنځه سوه زرو روپو په ورکولو يې مجبور کړ غازی الدين په دی وخت کې په فرخ اباد کې ټال شو او د احمدشاه حضور ته نه راتلی.

په همدغه وخت کې په هند کې شديده کالا راپېښه شوه څرنگه چې احمدشاه ددهلی ددربار وضع ښه بلله نو افغانستان ته دتلو حرکت يې وکړ.

هغه وخت چې احمدشاه د ستليج غای ته ورسيد عبدالصمد خان ممن زید قاضي عطاوالله خان په قول محمدزی يې د سرهند حاکم مقرر کړ همدا شان د ستليج او بيا په منځ کې يې سر فراز خان افغان حاکم مقرر کړ او دملتان نائب الحکومه گی يې شجاع خان ابدالي ته ورکړه.

احمدشاه چې لاهور ته راغی په دی پوهيدی چې سکانو بيا دهغه ځای امنيت خراب کړی دی نو سپاه سالار جهانخان يې دتمور دمرستی دپاره د امرت سر د سکانو د نتبيهه کولو دپاره مامور کړ د کشمير حکومت يې بلند خان سدوزی ته ورکړ او د پېښور د لاری يې د کندهار خواته حرکت وکړ.

احمدشاه په ۱۱۷۳ – ۱۱۷۴ کې د بلوچستان دنائب الحکومه درعيتولو او مرهټيانو د تنبيهه کولو دپاره تياری ونيوی.

احمدشاه لا په کندهار کې يوه مياشت نه وه تيره کړی چې د پنجاب امنيت دسکانو دنوی طريقی او تقويه کيدلو او د هند د شهنشاه د معزول وزير غازي الدين ابن قيروز جنگ او ادينه بيگ د توطئو له کبله خراب شو ادينه بيگ د وابه مخصوص (جلندر) په سکانو د لښکرو مشر سو ادينه بيگ د سکانو دوابه مخصوص (جلندر) سکانو لوټ کړ او عملا د پښتن په مقابل کې دوريدی خو دهند ندحکومت خطر تر پيجاب زيات ؤ

د اورنگ يب د سلطنت په وخت کې (سيواجی) نومی د هند په جنوب کې دمرهټو د حکومت اساس کښيښود او داورنگ زيب د مړينی ديرش کاله لا نه وه تيرشوی چې مرهټيانو د هند په جنوبي شبهه جزيره باندې سلط قا يمه کړه او ددوی پاچا (بالا جی) غوښته چې ټول هند يې تر لاس لاندې وي.

غازی الدين چې فرح اباد ته مرهټو ه تښتېدلی وو په دغه وخت کې يې احمد خان بنگښ په دی هيله چې ده ته په دهند سپاه سالاری ورکوي دځان ملگری کړ او د دکن مرهټيان يې هم د ځان طرفدار کړل د نجيب الدوله او شجاع الدوله د مځکو نيولو علاوه يې د شمالي هند او افغاني ختيځو سيمو د نيولو دپاره تحريک کړل همداشانی غازی الدين د هند په جنوب کې جاټان او په لويديځ کې يې راجپوتان پردهلي باندې د حملې کولو دپاره تحريک کړل خو دغه تحريکات په اوده کې دواب شجاع الدوله له دبيداری له کبله ناکام شول.

په ( ۱۱۷۲ ) کې (پيښوا) د زياتو پياده ؤ سپرو لښکرو او توپخانی سره د شمالي هند او پنجاب د نيولو دپاره عزم وکړ، ددغو لښکرو قوماندان د مرهټيانو دپاچا ورور (راگونات راو) چې را گويا نوميد ټاکل شوی ؤ ددوی سره غازی الدين (سنديا) هو لکر، جنگو راو، اود مر هټيانو څه نور مشران ملگري وه هغه وخت چې دغه لښکر د جاتانو مځکی ته راورسيد د پخواني تړون په اساس سورج مل جات هم ددوی ملگری شو.

يوه ټولگی عسکر يې د (جنگوراو) په قوماندانی د اجمير بله ټولگی عسکر يې د (سنديادتا) په قومانداني د پنجاب لوری ته وخوځېدل اوخپله (گوبا) د دهلی لوری ته وړاندی تگ شروع کړ او نجيب الدوله په هند کې افغانی سپاه سالار د مرکز مدافعه کوله خو څرنگه چې د افغانستان له خوا مرسته پې باندې بنده شوه او دده مدافع قواوی د مر هټيانو په مقابله کې هيڅ نه وی نو دی سهارنپور ته راتر شا شو هغه ټولگی عسکر چې پنجاب لوری ته خو ځيدلی وه په سرهند کې يې افغانی سر دارعبدالصمد ممن زی مخه ونيو له دغه افغانی سردار دومره په ميړانه او د لاوری و جنگيدی چې لښکر يې ټول تباه شو او خپله ددښمن په لاس ولويد.

په سر هند کې د ادينه بيگ قواوی هم ورسره ملگری شوې او دستليج څخه پورې وتلی سر دار جهانخان ته دخپلو قواو او ددښمن د قواو مواز نه ملومه وه نو ځکه لاهور ته ځنی راترشاشو دمريټيانو سر لښکر دير ژر لاهور ونيوی او افغاني سپاه سالار په جنگی تکتيتک پيښور ته ځنی راتر شا شو ځکه مرهټيانو دسند څخه تر اټکه پورې د اباسين کنڼی عاړی او د ستليڅ راسته غاړی ټولی ونيولی، سنديا يا ترستليج پوری وت او د سهارانپور خواته رهی شو ځکه غازی الدين د مرهټيانو دلښکرو سره د نجيب الدوله مقابلی ته لاړ نجيب الدوله د حافظ رحمت خان په مشوره داوده دنواب شحاع الدوله څخه چې دهغه موقعيتهم په خطر کې لويدلی ؤ مرسته و غوښته او هغه هم د نجيب الدوله له په مرسته د جنگ ميدان ته ورودنگل نو په دی ډول ددواړو قواؤ په منځ کې څه تعادل راغی په دی وخت کې سنديا هم د غازی الدين د مرستی دپاره راورسيدل که څه هم مرهټيان ډير په زور کې وه خو پنجاب ته د عليحضرت احمدشاه بابا د رارسيدلو خبر ددوی روحيات ضعيفه کړل.

پخوا هم احمدشاه بابا ته د هند د مسلمانانو، نوابانو او روحانيونو له خوا ليکونه رارسېدلی وه چې ددوی د ژوندانه وضع په هند کې د خطر او نيستی سره مخامخ ده په دغو کې ډير مشهور او غوره ليک د حضرت شاه ولي الله صاحب ؤ چې د خپل مريد فيروز بخت په لاس يې په کوئټه کې داحمدشاه بابا حضور ته تقديم کړ.

همدا شانی شاه ولی الله صاحب نجيب الدوله هم ددغه خدمت او غزاته دپاره رابللی ؤ لکه په خپل يو سياسي مکتوب کې چې وايي: ( دلوي خدای منبع الحسنا، امير المجاهدين، رئيس الغزات په نو نوو فتو حاتو او ډيرو برکتونو ولمانځی، د فقير ولي الله د خوا هيله ده چې خدای يې د هيله مند په څير په خپله درگاه قبوله کړی، او تا د اسلام دد ښمنانو شکست ورکوونکی کړی، او دخدای څخه مې هيله ده چې دا زما هيله ډير ژر په سر ورسېږي، په هندوستان کې دری فرقی په سختی او شدت سره يادېږي که ددغو قرقو سټه ورانه، نه شي بيا به نه کوم پاچا نه امير يا سردار او نه اولس په آرامه ځنی کښينی، ديني او دينوي مصلحت په دیپ کې دی چې دمرهټو دوهلو او جنگ گټلو وروسته ژر تر ژره د جاټانو کلاگانو ته مخ وگرزوی او دغه کار په غيبی برکت پای ته ورسوی، ددی وروست هبيا دسکانو وار دی دی قرقیته هم شکست ورکول په کار دی، د الله تعالی درحمتونو منتظر اوسه.

احمد شاه ته چې دمخه د پنجاب د سکانو او مرهټيانو خطر معلوم ؤ نو د شهزاده تمور او سپاه سالار جهانخان دروحياتو د تقويه کولو دپاره يې د نورالدين خان په مشرۍ يو ټولگی عسکر پنجاب ته لېږدولي وه دی چې داباسين څخه تير شو د احد شاه دراتلو اوازه په پنجاب کې خپره شوه د چناب تر غاړو پورې چا مقابله ورسره ونه کړه او وزير اباد ته ورسيد او دلته ډيره سوځکه ده تر هغو چې احمدشاه بابا نه وی رارسيدلی د مرهټيانو سره يې جنگ کول مصلحت نه گاڼه احمدشاه باباد بولان ددری څخه سند ته راغی او دشمال خوا ته يې د اباسين راسته غاړو ته حرکت وکړ دپیښور څخه شهزاده تمور او سپاه سالار جهان خان دځان ملگري کړل د اټک څخه تيرشو او وزير اباد ورسيد د احمدشاه بابا په وروسته پسی د کندهار غير منظمی قواوی هم راروانی وی.هغه وخت چې د مهټيانو د سرحد ساتنوالو ته دغه خبر ورسيددوی د انډس څخه لاهور ته تر شاه شول لاهور د سابا، نومي مريټي په لاس کې ؤ چې دادينه بيگ د مړينې وروسته يې په ( ۱۱۷۲ ) کې نيولی و ساباد د خپلو لښکرو سره د سند يا دلښکرو په مرسته د ستليج څخه راپوريوت حمد شاه بابا دخپلو لښکرو سره چې دير شو زرو کسو ته رسيدل په 1173 کې د پنجاب قطب دری ته ورسيد هلته د سند څخه تير شو او دسهارنپور لاره يې واخيستله.

مرهټيانو هم په دی ډول جنگی احضارات ونيول، سنديا او غازالدين چې په سکر تال کې د نجيب الدوله د محا صری کولو او داوده د نواب شحاع الدوله سره په حنگ کول ولگياؤ ددوی سره يې روغه وکړه غازی الدين ددهلیخوا ته ولاړ، او سنديا د مرهټيانو دلومړي لښکر د قوماندان په حيث د پنجاب لوری ته حرکت وکړ.

غازی الدين چې دهلی ته راورسيد د هند پاچا غزيز الدين محمد عالمگير ثانی يی په خصوص توگه د منځه واخست او دده په عوض کې ې محی السطنه بن کام بخش بن اورنگ زيب په نامه پاچا کړ او د هند د پاچاهی واگی يی دوزير په نامه په خپل لاس کې واخستی د مرهټيانو دوولښکرو د هلار او هلکر په مشری نظامي احضارات وکړل غازی الدين او جنکور ا په دهلی کې نظامي ترتيبات ونيوله راگوبا مرهټی ته تللی ؤ.

احمدشاه لاپه سهارانپور کې ؤ چې سپاه سالار نجيب الدوله او سعدالله خان بړيڅ روهيله د کترا (مراد اباد، بداون، بريلی) د سيمی مشر د خپلو سردارانو سره لکه حافظ الملک حافظ، رحمت خان زوی يې عنايت خان ، دو ندی خان، قطب خان دلسوزرو لښکرو سره ورسره ملگری شول.

شجاع الدوله د شخصي کارونو کولو دپاره او ده ته تللی ؤ احمدشاه د سهارنپور څخه ددهلی لوری ه حرکت وک شهزاده تمور او سپاه سالار جهان خان يې د لسو زرو لښکرو سره خی ته واستول ددهلی په لار کې دسنديا اتيازره لښکری چې د احمدشاه بابا د راتلو په انتظاريې يوست د جهانخان د لښکرو سره مخامخ شوی او شديد جنگ شروع شو دزياتو تلفاتو ورکولو وروسته هغه لښکری د افغانی لښکرو د فشار له کبله دهلی ته نژدی د بدنی ميدان ته ترشا شوی په دې وخت کې د احمدشاه بابا لښکر راورسيدلو او سندد ياتا په ميړانه وجنگېد خو په پای کې د زياتو تلفاتو ورکولو وروسته چې څو زره لښکری يې وتښتېدی او پښتنو هغه لښکر تر ۲۵ ميلو پورې پسی واخست سخت مات شول دغه فتح يې د 1173 کال په نيمې کې د جمادی الاخر په مياشت کې وکړه په دی جنگ کې د تاجی پټيل هم ووژل شو که څه هم مرهټيانو يو بل سردار ملهار او هلکر دته جی دپيټل په مرسته راورسيد خو احمدشاه چالاکی وکړه او پر هغو لښکرو يی هم نابو بره حمله وکړه تيت او پرک يی کړل غازی الدين چې دا احمدشاه ددغی فتح څخه خبر شو دهلی يې پېښود د جنوب خوا ته د جاتانو مځکو ته وتښتېد په دې وخت کې د مرهټيانو دوهم قوت د جمنا چپیخوا ته په مکندره کې ؤ احمدشاه ددغه قوت د ماتولو دپاره شاه پسند خان اسحق زی د پنځوزرو سپرو سره واستاوه دی دهلی ته ننوت او ترجمنا پوری وت او په مکندره کې يې پر دښمن شبخون و کړ ددښمن قوت يې مات کړ ا ددوی قوماندان (هولکر) د څو سپرو سره و تښتېد ټول تجهيزات يې د احمدشاه د لښکرو په لاس ورغلل درا جبوتو مشران د جپور او ماروار راجاگانو سوغاتونه د احمدشاه حضور ته ورولېږل جاتانو چې دهغه ځای امنيت خراب کړی ؤ احمد شاه بابا يو ټولگی عسکرد هغوی د تنبه کولو لپاره واستول او تر (ارام گده) پوری يې هغوی تر شاه بوتلل او ددغی کلا ټول تجهيزات د احمد شاه بابا د لښکرو په لاس ورغلل غازی الدين او سورج مل هم د خپلو حرکتونو څخه پښېمانه شول او د حافظ رحمت خان په شفاعت يې وبخښل او په انوب ښار کې نواب شجاع الدوله او دفرخ اباد څخه احمدخان بنگښ د لسو زرو غير منظمې لښکرې سره ورسره يو ځای سو همداشانی د کندهار څخه په زرو غير منظمې لښکرې د حاجي عطامحمدخان او کريمدادخان په مشری د احمدشاه حضورته راورسيدلی د احمد شاه منظم لښکر دهغو نورو لښکرو سره چې شجاع الدوله په گډ کړي وه تقريباً پنځوسو زرو ته ورسيد څلويښت زره د احمد شاه بابا خپل پښتانه لښکروه لس زره د شجاع الدوله او ديرش زره روهيلی منظم لښکروه د مرهټيانو د فوجو قوماندان د مرهټيانو د فوجونو قوماندان د مرهټيانو د پاچاهي وليعهد وسواس را وؤ دغه فوج د کن څخه پر دهلی راغی او د پښتنو قوت د لږ والي له کبله يې دهلي په 1760 د جولاي په 22 ونيوی.

احمدشاه د جمنا پر دا بله غاړه بروت و دسند داو بو د ډيروالي له کبله يې ددهلي سره مرسته کولای نه شوای او مهټيانوددهلي شمال ته گنج پوره هم ونيوله او دهغه ځای پښتانه لښکر يې تبا کړل احمدشاه په دغو واقعو ډير خفه شو او احمدخان يو سفزی ته ې امر وکړ چې د جمنا څخه پوری وزی خو مرهټو هغه وخت چې ددغه افغاني سردار لښکر دسند منځ ته راورسېدل گولی باندې چلولی او دغه لښکر نه مخکې تلای شي او نه تر شا او زيات تلفات هم ور ورسېدل احمدشاه بابا زيات په قهر شو او په خپله د اس په سپور له دې سره چې د جمنا رود ډک او خطرناک او به بهيدې او مرهټيانو گولی باندې چلولی د سند څخه خپلو قواو سره پوريوت او مرهټيان يې دپاني پټ ميدان خواته ترشا کړل احمدشه دوی پسې تعقيب کړل په دې وخت کې مرهټيانو د پاني پت په شمال کې استحکامونه جوړ کړي وه او د سنبالک په برخه کې پنځه ويشت زره پيش قراو لانو ځای نيولی ؤ احمد شاه بابا کندهار د قواؤ قوماندان شاه پسند خان چې پنځه زره رساله ورسره وه د هغو ی دمقابلی کولو دپاره امر کړ او په يوه ورځ يې ټول مات کړل د پاني پت په ميلي کې دواړه سره دښمن لښکر يو ويل مخامخ ته ددريو مياشتو دپاره پراته ؤ دپاني پت په جنگ کې احمدشاه بابا لوړ حربی تدبيرونه نيولی ه او دخپلو استخباراتو په واسطه يې ددښمن د لښکرو ذخيره او دارتباط وسيلی ښه کشف کړی وی او دخپلو گزمو په واسطه يې د شمال د خوا څخه د (الاجيت) نومی هندو د خوړو او ارزاقو مرستی بندی کړی او ددهلي خزانی چې مرهټيانو پاني پت ته وړلی او راوړلی راو گرزولی ا ضبطی يې کړی.

په دی وخت کې مرهټيانو بله ]ټکی وکړه گوبن پنډت نومی يو قوماندان يې دلسو زرو لښکرو سره پراودهاور هلکينډ باندې چې د شجاع الدوله له او نجيب الدوله وطنو نه وه په حملې کولو مامور کړخو ددهلی په 18 ميلي ک عطايی خان کندهاری د خپلو پنځوزرو سپرو سره پر هغه حمله وکړه او دغه لښکری مات کړ که څه هم مرهټيانو دوه ځله نوره نابوبره حملې وکړی خو سخت مات سول او دد څخه وروسته ديرغل کولو دلاوري ځني ولاړه.

قاضي عطاوالله په خپل تاريخ کې د الفنسټن په حواله وايي: که څه هم د درانو قوج هم د خرڅ او هم دخوراک له کبله په تنگ شوی ؤ خو د احمدشاه بابا د صبر بيداری تحمل له کبله به ډير مشکلات حل کېدل، څرنگه چې ټولو لښکرو پر هغه باندې اعتماد درلود او هغه به خپلو هندوستانی ملگرو سره په ښه نرمی او خوش خلقی سلوک کاؤ نو ځکه يې په لښکرو کې نا آرامي او زړی بدی نه پيښېده خو د مرهټيانو فوج دجنگ د مصيبتو څخه په تنگ شوی ؤ دغه مصيبتونه به يې د خپلو مشرانو ا نظامي کسانو د لاسه گڼل، که څه هم د مرهټيانو سردار بهاود نواب شجاع الدوله په واسطه د صلح پېشنهاد وکړ خو نجيب الدوله نه مانه او ويل به يې که احمدشاه بابا ولاړ شي مرهټيان به په قبرونو کې هم زموږ هډوکي پرېنږدي مرهټيان هغه وخت چې دلوږې او بد بويې څخه پ تنگ شول د چهارشنبی په ورځ د جمادي الاخر په 1146 قمري کې چې د 1761 کال د جولای د 16 سره متصادفه وه په جنگ کولو مجبور شول د مرهټيانو پاچا زوی (وسواس راو)تر قيادت اوسدايشو بهاو په قوماندانی حرکت وکړ د مرهټيانو د يرغل کونکی لښکر شاته ( 2400 ) پيلان او د ابراهيم خان تر مشری لاندې څلويښت زره کار د مسلمانانو حرکت کاوه ددوی منظمی توپخانې هم په اوربل شروع وکړه او په دلاوري مخی ته راتلل احمد شاه بابا هم په يو حاکم ځای موقيعت ونيوی او د جنگ دوضيعت څار يې کاوه او د افغاني لښکرو شا يې تقويه کوله په دغه وخت کې صدر اعظم شاه وليخان د لسو زرو زره پو شور مالی سره د احمد شاه بابا په حضور کې ؤ دپښتنو ديوی خو په لښکر کې سپاه سالار جهانخان او بليخوا يې شاه پسند خان قوماندان حرکت کاؤ او دجنگ په دمخه ليکوکی درو هلکينډ پښتانه سردارانو نجيب الدوله او شجاع الدوله ځای نيولی ؤ د احمد شاه بابا درنه توپ خانه هم په خدمت کې حاضره وه مرهټيانو نجيب الدوله او سردار عنايت خان دلسوز زرو لښکرو سره تباه شو شجاع الدوله د لسو زرو لښکرو سره سخت ير غل وکړوکه څه هم د پښتنو دراسته خوا قوت موجود ؤ خو چپی خوا قوت يی دمرهټيانو د زياتوب له کبله ماتيدو ته نژدی شو احمد شاه بابا چې دغه نازک حالت وليد خپلو لسو زرو لښکرو ته يې چې په 12 کنډکو ويشل شوی وو د يرغل امر وکړ دوو کنډکو په وار پر دښمن يرغل کاؤ په دغه اوربل شهزاده بسواس او ورسره منصبداران ووژل شول او ددښمن راسته خوا بيخی کمزوری شوه د شهزاده مړينی د مرهټيانو د لښکرو روحيات بيخی مړه کړل دپښتنو د توپخانی اوربلونو د مرهټيانو پيلان يازخمي او ياو تورول او ډيره يې انتظامي يې پيښه کړه د پښتنو لښکرو ته د حملی ښه زمنيه برابره شوه او عمومي يرغل يې شروع کړ دوی د تورو او لاس په لاس جنگ ته سره ورسېدل دغه دومره سخت او همناک جنگ ؤ چې غالب او مغلوبه نه شو معلومېدلی خو پښتانه په اخر کې عالب شو ل د مارسدن په قول دوه لکه مړی پر ميدان پاته شول هغه څه مرهټيان چې پاتې شوه پښتنو هغوی تر 40 ميلو پوری تعقيب کړه او ټول ي تباه کړل او ددرو مشهورو قوماندانانو هولکر، شميراو ، ماجی سنديا پرته نور ټول ووژل شول.

دهغه دوری يو مؤرخ د نجيب الدوله د ميړانې او توريالتوب په خصوص کې ليکي:ـ

کله چې د ابدالي لښکرو سپاه سالاران جهانخان، شاه پسندخان او شاه وليخان او هم دروهلکينډ نوابان حافظ رحمت خان، احمد خان بنگښ او نجيب الدوله د مرهټيانو توپونو سره راگير کړل، اخرنجيب الدوله خپل سرپرميدان کښيښود دلسو زرو پياده روهيله ځوانانو سره يې په مرهټو په او ربلونکو کلا گانو ورو ځغاست او روهليو د نورو په ځای په توپکو مقابله کوله د مرهټو مشهور جنگيالی سردار (بهاؤ) او ښی (بلونت راو) ووژی او نجيب الدوله له خپله ميړانه او وطندوستی دټولو په مخ کې په اثبات ورسوله.

په دغه جنگ کې دنقدو پيسو علاوه پنځوس زره اسان دوه لکه غويان 500 پيلان، څو زره او ښان دمجاهدينو په لاس ورغلل په متوسط حساب هر پښتون عسکر ددښمن د پنځو نفرو په مقابل کې جنگيدی او هر يوه دښمن دری نفره وژلی وه او هرو درو کسو ددښمن دری کسه بنديان نيولی و، په دی جنگ کې ددښمن 66 زره کسه ونيول سول ابراهيم کار دی چې مسلمان ؤ ووژل شو او نور مشران وبخښل شوه.

ددغی فتح وروسته احمدشاه دهلی ته راغی او ددهلی تخت يې شاه عالم مغولی ته ورو بخښه او د هند سياسي او اداري چاری يې نواب شجاع الدوله له ته د هنددو زير په نوم چې خپله احمد شاه بابا ده ته د فرزند خان او د هند د رستم لقب ورکړی وروسپاري او نجيب الدوله له يې هند دلښکرو عمومي قوماندان و ټاکی او نصيحت يې ورته وکړ چې د پاچا سره واوسه او دهغه پوره پوره ملگرتيا کوه.

احمدشاه بابا جې لاهور ته ورسيد د پنجاب حکومت يې زين خان مهمند ته ورکړ او خپله د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی او د کندهار د اوسنی ښار په جوړولو يې پيل وکړ.

د ځنو مؤرخينو په نظر د مرهټيانو د غی ماتی انگريزانو ته په هند کې د پيشقدمي زمينه مساعده کړه که احمدشاه بابا ددهلی تخت مغولی پاچاته نه وای ورو پخښلی د خپل سلطنت مرکز يې لکه د پښتنو نورو پاچا هانو د دهلی او يا لاهور انتخاب کړی وای د سکانو د حملو څخه به هم دی او هم دده زوی په امان وای او داسی سلطنت به يې جوړ کړی وای چې لويه پښتونخوا او هند به يې ترنگين لاندې وای.

جی ډی، کننگهم چې د سکانو تاريخ ليکلی دی د احمد شاه بابا په خصوص کې درومی مؤرخ تيسټيس هغی قصی ته اشاره کړي ده چې درومی گيلبه په خصوص کې يې ليکلی وه دي وايي چې درومی پاچا او فاتح ؤخو د سلطنت نظم او نسق يې نه شو کولای خو د سر اولف کيړو په عقيده احمدشاه بابا د پښتنو دسلطنت اساس کښيښود چې اوس هم د هغه سلطنت واگی دهغه دقبيلی د يوی بلی درانی څانگی په لاس کې دی دی زړور او دلاور وو د افرادو او قبيلو په تنظيم او رهنمايي کې ماهر وو هغه يقيناً مرد ميدان ؤ فطر تازړه سواندؤ سياست يې داؤ چې تر خپله وسه به يې روغی او جوړی زيار يوست هغه يو داسی پاچا ؤ چې هيچيری يې د ولس څخه ارتباط نه ؤ شلولی.

هغه وخت چې د احمدشاه بابا اردو د سکانو د سيمی څخه تيريدی په دې ځل د ادينه په عوض جيساسنگ چې د الاجيت له خوا تقويه کيدی لاهور نيولی ؤ او زين خان مهمند يې د کوت په کلی کې محاصره کړي ؤ همدا شانی سکانو د کشمير سکان هم پارولی وه او د هغه ځای پر محلی حکومت باندې يې يرغل کړی ؤ په 1175 کې د پنجاب ا کشمير مرکزونه دياغی سکانو په لاس ورغلل احمدشاه بابا چې د سکانو د بغاوت څخه خبر شو

لاهور ته يې د سفربری امر وکړ کله چې احمدشاه بابا لاهور ته ورسيد 1175 نيمايي کال تيرشوی وو په دې وخت کې د (چنداله) او کوب په کليو کې سکانو د پښتنو د منصبدارانو سره جنگ کاؤ احمدشاه بابا پښتنو ميصبدارانو ته مخصوصه اطلاع ورکړه چې دده د لښکرو د حملی په وخت کې د دوی د لښکرو افراد شين پاڼی په خوله ونيسي چې دسکانو د لښکرو څخه وپيژندل شي احمدشاه بابا پر سکانو نابو بره حمله وکړه او دسر هند خواته يې تر شا بو تلل ددغه ځای څخه احمدشاه بابا دوی تعقيب کړه د ستليج څخه تير شو په 58 ساعته کې يې ( 135 ) ميله لار ووهله او سخته حمله يې باندې وکړه او د اويا زرو سپرو او اوه زرو پياده سکانو څخه 75 زره تنه ووژل شول او نور يې وتښتېدل ددغه جنگ وروسته سکان بيخی مات سول او دغه جنگ ته (کلو کارا) ځکه ويل کېږي چې ډير سکان ووژل شوه.

احمدشاه بابا د هند څخه سپاسالار نجيب الدوله راوغوښت او ددغی سيمی د امنيت په خصوص کې يې لازمي لارښوونی ورته وکړی د پتيالی او سر هند حکومت يې يو وفادار سيک (امر سنگ)ته ورکړ چې دغه سيک د وزير شاه وليخان په احترام په خپلو ليکنو کې امرسنگ ب ميزائی لاس ليک کاؤ.

د احمد شاه بابا هغه لښکر چې نورالدين په مشر تابه کشمير ته استول شوی ؤ په 1775 کې کشمير بيا ونیوی او نورالدين بيا هلته حکومت ټينگ کړ هغه وخت چې احمدشاه بابا د پنجاب امنيت څخه فارغ شو بيا يې زين خان مهمند د پنجاب حاکم کړ او بيرته کندهار ته راغی او دغه يې دختيځی خواو روستی سفر بلل کېږي او تر 1183 په کندهار کې پاتی شو.

احمد شاه بابا د بادو (جذام) په ناروغی اخته ؤ پزه يې گرده باد و خوړه چې په پروتی به يې په حلق کې خواړه په قاچوغه خوړل او کله چې يې په خبرو څوک نه پوهيد او ناروغۍ يې سخته شوه د کندهار د توبی غره ته چې ښه اب او هوا لري د استراحت دپاره ولاړ او هلته وفات شو.

 

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: