آیا دنورو ژویو (حیواناتو) روح هم مَلَکُ الموت قبض کوي؟

پوښتنه:
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
مونږ څه ملګري په دې کې سره په بحث وو چې انسان څنګه مري او بیا یو ملګري وویل چې د حیواناتو روح هم ملک الموت اخلی او که نه؟ او آیا له هغوی سره هم د قیامت په ورځ حساب کیږي؟ او ځینو ویل چې حیوانات روح نه لري.
هیله ده په دې اړه معلومات راکړئ.
مننه
ورور مو احمدشاه شیرزاد له کابل څخه

ځواب:
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:
لومړی خبره دا چې په دې اړه بحث کول اصلا صحیح کار نه دی او نه هم کومه فایده لري، او نه الله جل جلاله مونږ په دې اړه مکلف کړي یو چې په دې باره کې بحث وکړو، او نه هم له مونږ نه په دې اړه پوښتنه کیږي، او هغه څه چې نه د دنیا او نه هم د آخرت په ګټه وي، په هغه کې بحث کول د وخت ضیاع ده او کله کله انسان ګناه ته وباسي، په هر صورت، په دې کې شک نه شته چې ژوی روح لري او د اکثره علماء رایه داده چې روح یې ملک الموت قبض کوي.

په (موسوعة المؤلفات العلمیة لأئمة الدعوة النجدية) کې راغلي: هذه مسائل نقلها الشيخ حمد بن ناصر بن عثمان من أجوبة لابن حجر الهيتمي، مسألة هل ملك الموت يقبض أرواح الحيوانات كلها أو ما يقبض إلا أرواح بني آدم فقط؟ وأين مستقر الأرواح بعد قبضها؟ الجواب الذي دلت عليه الأحاديث أن ملك الموت يقبض أرواح الحيوانات من بني آدم وغيرهم، من ذلك قوله مخاطبا لنبينا صلى الله عليه وسلم: والله يا محمد لو أردت أن أقبض روح بعوضة ما قدرت حتى يكون الله هو الآمر بقبضها. قال القرطبي: وفي هذا الخبر ما يدل على أن ملك الموت هو الموكل بقبض كل ذي روح، وأن تصرفه كله بأمر الله، ومن ذلك ما في خبر الإسراء عن ابن عباس رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال عن نفسه: فقلت: يا ملك الموت فكيف تقدر على قبض أرواح من في الأرض برها وبحرها؟ الحديث. وذكر أبو نعيم عن ثابت البناني قال: الليل والنهار أربع وعشرون ساعة ليس منها ساعة تأتي على ذي روح إلا وملك الموت قائم عليها، فإن أمر بقبضها قبضها وإلا ذهب. قال القرطبي: وهذا عام في كل ذي روح، ومن ثم لما سئل مالك رحمه الله عن البراغيث أن ملك الموت هل يقبض أرواحها؟ أطرق مليا ثم قال: ألها نفس؟ قيل: نعم، قال: ملك الموت يقبض أرواحها: الله يتوفى الأنفس حين موتها… انتهى.
ژباړه: دا مسئلې شیخ حمد بن ناصر بن عثمان د ابن حجر الهیثمي له ځوابونو را نقل کړي دي، آیا ملک الموت د ټولو حیواناتو روحونه قبض کوي او که یوازې د بني آدم (انسانانو) روحونه قبض کوي؟ او روحونه له قبض کولو وروسته چېري وي؟ ددې ځواب د ملک الموت دا خبره ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې کړي، چې اې محمده، په الله مې دې قسم وي، که زه دیو ماشي د روح اخیستلو اراده هم وکړم، زه دهغه روح نه شم اخیستلای، تر هغو چې الله جل جلاله دهغه دروح داخیستلو امر نه وي کړي.

قرطبي رحمه الله وايي: له دې خبر نه معلومیږي چې ملک الموت الله جل جلاله د هر ژوي د روح اخیستلو لپاره مقرر کړی دی. (ځکه چې ماشی له انسان نه پرته حیوان دی). او دروحونو د اخیستلو اختیار یوازې له الله جل جلاله سره دی. او په دې اړه له ابن عباس رضي الله عنهما نه د اسراء په اړه چې کوم حدیث له رسول الله صلی الله علیه وسلم رانقل شوی دی چې هغه فرمايي: ما وویل: اې ملک الموت، ته څنګه کولای شې چې په وچه او بحرونو کې د ټولو روح قبض کړې؟ … ابو نعیم له ثابت البناني نه روایت کوي، چې وايي: ورځ او شپه ۲۴ ساعته ده، او په دې ټوله موده کې داسې یوه ګړۍ هم نه راځي چې ملک الموت دې دهر ذي روح پر سر نه وي ولاړ، که چېرې ورته امر وشي چې روح یې واخله، نو دهغه روح قبض کوي، او که نه نو ځي. قرطبي وايي: نو دا خبره هر ذی روح (روح لرونکي) ته عامه ده، (یعنې داچې دټولو ژوندیو شیانو روح ملک الموت اخلي). او کله چې له امام مالک رحمه الله نه پوښتنه وشوه، چې آیا د ورګو (یوه وړوکې حشره ده چې دحیواناتو او انسانانو وینې خوري) روح هم ملک الموت قبض کوي؟ هغه لږ په فکر ولاړ، او بیايې وویل: آیا هغه نفس لري (ژوندۍ دي)؟ ورته وویل شول چې هو! امام مالک وویل: چې ملک الموت یې روح اخلي: اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا (يعنې الله پاک هغه ذات دی چې د مرګ پر مهال روحونه قبضوي). (سورۀ زمر ٤٢ ايت)…
امام الطحاوي وايي: … ونؤمن بملك الموت الموكل بقبض أرواح العالمين…. انتهى. او مونږ پر دې ایمان لرو چې ملک الموت د ټولو عالمیانو پر روح قبض کولو ټاکل شوی دی. او عالمین له الله جل جلاله نه پرته ټولو ته راجع دی.
نو داکثره علماء له اقوالو او د احادیثو په رڼا کې دا خبره ثابته ده چې: ملک الموت د ټولو حیواناتو (که هغه انسانان دي او که نور) روحونه قبض کوي.

ولې ځنې علماء بیا وايي چې ملک الموت یوازې د انسانانو روح قبضوي او د نورو حیواناتو روح الله جل جلاله پخپله قبضوي، او قرطبي په التذکره کې دا خبره کړې ده. خو قوي قول همدا دی چې دټولو مخلوقاتو روح د الله تعالی په امر ملک الموت قبض کوي.

بل داچې نورو ژوي لکه دانسان په شان نه دي چې په آخرت کې پرې عذاب او یا ثواب وي، ځکه چې حیوانات غیر مکلف دي، او په احادیثو کې راغلي چې دا ټول حیوانات به هم د قیامت په ورځ حشر کیږي او یو له بل نه به بدل خلي، او په دې اړه علماء وایي چې دا به بدله به د تکلیف نه وي بلکې دمقابلې به وي، نووي رحمه الله دمسلم په شرحه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې حدیث په اړه چې رسول الله فرمايلي: لتؤدن الحقوق إلى أهلها يوم القيامة حتى يقاد للشاة الجلحاء من الشاة القرناء.. (ټول حقوق به حقدارانو ته وسپارل شي، تردې چې یو بې ښکره پسه (ګډ) به له ښکر لرونکي ګډ څخه خپل بدل اخلي). امام نووي وايي: د یو دلیل دی پر دې چې ټول حیوانات به دقیامت په ورځ حشر کیږي. خو د الله له لوري پر هغوی کوم تکلیف نه شته او نه هم ترینه پوښتنه کیږي، بلکې یوازې به د مقابلې په ډول له بل حیوان څخه بدل اخلي، ولې انسان چې الله جل جلاله مکلف پیدا کړي دي، که له یو حیوان سره یې هم ظلم کړی وي، دهغه جزاء به ورکول کیږي او که یې ښه ورسره کړي ؤ، نو دهغه اجر او ثواب به ورکول کیږي.
والله أعلم.

 

  • د نصاب کتابونه
  • د نصاب کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ