استمناء د قرآن، حديث او اجماع له نظره

د استمناء حکم څه دی؟

په لاس سره د شهوت خلاصول په قرآن او حدیث سره حرام دي، د اسلامي امت علماوو هم د قرآن او حدیث په رڼا کې دې کار ته جواز نه دی ورکړی او حرام یې ګڼلی.

د حراموالي دلایل:

له قرآن څخه:

الله جل جلاله وايي:

(و الذین هم لفروجهم حافظونالا علی ازواجهم اوماملکت ایمانهم فانهم غیرملومینفمن ابتغی وراءذالک فأولئک هم العادون*)

(اوهغه(کسان هم ریښتیني بریالي مؤمنان دي) چې دوی د فرجونو(ځایونه دشهواتو) خپلو لره ساتونکي دي، مګر د ښځو خپلوسره او د هغه وینځو سره چې دوی یې څښتنان شوي، چې (په دې صورت کې) پردوی هیڅ ملامتیا نشته، نو هر څوک چې وغواړي پرته له دغو(خپلوښځو او وینځو) څخه (په بل څیز خپل شهوت مات کړي) نو بیشکه همدغه کسان تجاوز کوونکي(ظالمان) دي).

پاک الله جل جلاله په دغه آیت کې د خپلو بریالیو مؤمنانو ټولی بیانوي، کوم چې فردوس جنت به د همدوی په برخه وي، او تل تر تله به پکې پاتې کیږي، دا ټولی کوم دی؟ دا هغه ټولی د مؤمنانو دی چې خپل شرم ځایونه یې له حرامو ساتلي، هیڅکله هم هغوڅیزونو ته نه نیږدې کیږي چې الله جل جلاله حرام ګڼلي، زنا او لواطت نه کوي، پرته له خپلو پاکو بیبیانو چې الله جل جلاله ورته حلالې ګرځولې بل څه ته نه نیږدې کیږي، نوڅوک چې هغه کارونه کوي کوم چې پاک خدای جل جلاله ورته حلال ګرځولې پر هغوی خو هیڅ نیوکه نشي کیدای، ځکه پاک خدای وايي(فانهم غیرملومین) څوک چې حلالوته نیږدې کیږي پردوی هیڅ ملامتیا نشته، (فمن ابتغی وراء ذلک) مګر چا چې پرته له خپلو نکاح شوو ښځو او وینځو څخه د نورو هڅه وکړه،(فأولئک هم العادون) نو همدغه ظالمان دي، تجاوز کوونکي دي چې دشریعت څخه یې پښې اوږدې کړې، حرامو ته یې لاس اچولی، او دخدای دغوښتنې سره یې ټکر کړی.

امام شافعي او ځینو نورو علماوو یاد شوی ایت د دې دلیل ګرځولی، چې په لاس سره شهوت ماتول حرام دي ځکه پاک خدای په یاد شوي آیت کې د شهوت د خلاصولو لپاره دوې لارې ښودلې، خپلې ښځې او په ولکه کې وینځې، که وګوروپه لاس د شهوت ماتول له دې دوو لارو وتلي دي، او الله جل جلاله هغه خلک ظالمان تجاوز کوونکي بللي چې پرته له حلالو په بل څه د شهوت ماتوالی کوي، نو په لاس سر د شهوت ماتول حرام دي او څوک یې چې کوي هغه له شریعت څخه مخ اړوونکۍ تجاوز کوونکۍ دی.

امام قرطبي وايي: (استمناء) یا په لاس د شهوت ماتول علماوو حرام بللي. او هغه یوه پټه ګناه ده چې شیطان را پیدا کړې او د خلکو ترمنځ یې خوره کړې، چې د غیرت څښتان د دې پلیت کار څخه مخ اړوي او نه ورته نیږدې کیږي.

علامة شنقیطي وايي: بې له شکه د دغه آیت (فمن ابتغی وراء ذالک فأولئک هم العادون) له عمومیت څخه دا هم ثابتیږي چې (استمناء) یا په لاس د شهوت ماتول حرام دي، ځکه څوک چې د خپل لاس په کارولو سره خوند اخلي تر دې چې مني یې تویې شي دغه کس د خپلو حلالو ښځو او وینځو څخه وړاندې د بل څه هڅه کړې د شریعت له نیغې لارې څخه یې مخ اړولی، تجاوز یې کړی او په حرامو کې نیښتۍ.

تر کومه چې ماته څرګندیږي د امام مالک، شافعي او نورو علماوو دغه دلیل چې په لاس د شهوت ماتول حرام دي، صحیح او د منلو وړ دی ځکه دا خبره په ښکار له قرآنه څرګندیږي نه کوم آیت او نه هم حدیث ورسره ټکر لري.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له حدیثو:

امام بخاري او مسلم په خپلو اسنادو د عبد الله ابن مسعود څخه روایت کړی، چې وایي: موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:(یامعشر الشباب من استطاع منکم الباءة فلیتزوج فانه اغض للبصر، واحصن للفرج، ومن لم یستطع فعلیه بالصوم، فانه له وجاء)

(اې ځوانانو! څوک چې د واده کولو توان لري نو واده دې وکړي، ځکه واده کول له نورو سترګې اړوونکۍ، او ښه د فرج ساتونکۍ دی، که څوک نشي کولی نو بیا دې روژه ونیسي، ځکه روژه د ده لپاره په دې حالت کې وقایه ګرځي)

نبي کریم صلی الله علیه وسلم ځوانانو ته لارښوونه کړې، که چیرې د واده کولو توان نلري نو روژه دې ونیسي ، پرته له شکه روژه نیول یو ستونزمن کاردی، که چیرې په لاس د شهوت ماتول جائز وای نو پاک نبي صلی الله علیه وسلم به د روژې پرځای ځوانانو ته په استمناء کولو امر کړی وو، ځکه (استمناء) یا په لاس د شهوت ماتول د روژې په پرتله آسان کار دی، او په دې کار کې خوند هم شته، نبي کریم صلی الله علیه وسلم هیڅکله هم د دوو روا او جائزو کارو ترمنځ ستونزمن نه دی غوره کړی، دا د هغه عادت وو مګر په هغه صورت کې چې له دوو کارو یو نا روا او غیر جائز وي، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دغه د ستونزمن کار(روژه نیولو) غوراوی پردې دلالت کوې چې تر څنګ یې آسانه کار(په لاس دشهوت ماتول) ناروا او غیر جائز دی.

نو اې هغو خلکو چې د دغه پټ عادت ګناه مو کړې، د ریښتینې توبې کولو هڅه وکړئ، له پاک خدای جل جلاله څخه د تیرو کړنو بښنه وغواړئ.

د علماوو څرګندونې:

1.    شیخ حطاب مالکي وايي: ( الاستمناء بالید حرام) په لاس د شهوت ماتول حرام دي

2.    امام نووي وایي: په لاس د شهوت ماتول پرته له خلاف څخه حرام دي

3.    ابن تیمیه وایي: په لاس د شهوت ماتول د ډیری علماوو په نزد حرام دي، چې د امام احمد څخه یو روایت هم همدا وايي، کوونکی یې باید تعزیري جزاء ومومي.

4.    د علمي بحثونو او فتواګانو ټولنه وایي: په لاس سره نکاح کول او شهوت ماتول حرام دي، که څوک دا کارکوي هغه ګناه کاردی، واجب ده چې توبه وباسي او له خپل خدای څخه د مغفرت او بښنې غوښتنه وکړي.


مراجع:

  1. تفسیر ابن کثیر ج ۳ ص ۲۴۰.
  2. تفسیر قرطبي ج۱۲ ص۱۰۶.
  3. اضواء البیان ۵/ ۷۶۹/ ۷۷۰.
  4. صحیح البخاري،۱۸۰۶ شمیره حدیث او صحیح مسلم ۱۴۰۰ شمیره حدیث.
  5. صحیح البخاري ۶۴۰۴ شمیره حدیث.
  6. دابن عثیمین دفتواګانو مجموعة ۱۹/ ۲۵۷.
  7. مواهب الجلیل ج۳ص۱۶۶.
  8. مجموع الفتاوی ج۳۴ص۲۳۰.

لیکنه: د.حمید یوسف

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب