جګړې، جهاد او غزاګانې

آيا شهادت طلبانه او فدایي عمليات جائز دي؟

 د جهاد په اړه څو داسي مهمي پوښتني راولاړي شوې چي په هرمحفل كي پرې بحثونه كېږي، هر مسلمان غواړي دې پوښتنو ته د قرآن او حديث په رڼا كي سم او صحيح ځواب پيدا كړي او د جهاد په اړه په خپل ايماني مسئوليت پوه شي. ما لازمه وگڼله چي دغو پوښتنو ته د قرآن او حديث په رڼا كي ځواب ووايم.

پوښتني دا دي:

1. آيا له جهاد فى سبيل الله نه مراد يوازي قتال دى كه هر جد وجهد؟ آيا هر جد و جهد ته جهاد ويلى شو؟ آيا تبليغ او دعوت ته هم د جهاد فى سبيل الله نوم وركولى شو؟

2. آيا د جهاد اعلان به د حكومت له خوا كېږي او له دې پرته جهاد جائز نه دى؟ او كه هرمسلمان په خپل سر دا كار كولى شي؟ او كه د اعلان لپاره ئې نور شرائط وي نو دا شرائط كوم دي؟

3. آيا شهادت طلبانه او فدائي عمليات جائز دي؟ آيا هغه چا ته شهيد ويلى شو چي په ځان پسې بمونه تړي او د دښمنانو په منځ كي د دې بمونو په چاودلو سره ځان او دښمن له منځه وړي؟ آيا دا كار د قرآن له دې آيت سره مخالفت نه دى چي فرمايي: ولا تلقوا بايديكم الى التهلكة: په خپل لاس ځان په تهلكه كي مه اچوئ؟

4. د قرآن د دې حكم معنى څه ده چي د دښمن په خلاف د خپل وس او توان په اندازه قوت او وسايل برابر كړئ؟ آيا معنى ئې دا ده چي زموږ وسايل به د شمېر او كيفيت له لحاظه له دښمن سره برابر وي بيا به د دښمن مقابله كوو او كه د خپل موجود توان په اندازه د وسايلو په برابرولو مكلف يو؟

5. آيا مسلمان د دې حق لري چي ووايي: زه د مكي دور په څېر صبر كوم، د نوح، ابراهيم، عيسى، يوسف او نورو هغو پيغمرانو عليهم السلام په شان له مسلحانه جهاد نه ډډه كوم چي د دښمن په خلاف ئې وسله نه ده استعمال كړې؟

د پورتنيو پوښتنو ځوابونه دا دي:

په دې خبري چي آيا له جهاد فى سبيل الله نه مراد يوازي قتال دى كه هر جد وجهد؟ هلته ښه پوهېدى شو چي څو ټكي په پام كي ولرو:

• قرآن د هر كار او عمل لپاره ځانگړي او خاص اصطلاحات لري، هره اصطلاح بايد په خپل ځاى او خپل خاص مورد كي استعمال شي، څوك چي په قرآن ايمان لري هغه ته پكار ده چي د قرآن هره اصطلاح په خپل ځاى كي وكاروي او له خپل خاص مورد نه پرته ئې د بل څه لپاره استعمال نه كړي.

• په قرآن كي د جهاد فى سبيل الله اصطلاح يوازي د دښمن په خلاف د مسلحانه جهاد په معنى راغلې، كه قرآن ته مراجعه وكړئ نو وبه گورئ چي د (جهاد فى سبيل الله) ذكر له (هجرت) نه وروسته راځي او دا ټول په هغو سورتونو كي راغلي چي په مدينه كي او د جهاد له فرض كېدو وروسته نازله شوې، د مكي دور په څو محدودو آيتونو كي د (جهدايمانهم)، ( وان جٰهدٰك) ، (جاهدوا فينا) او ( ومن جاهد) په صيغه راغلي چي هلته ئې مراد زيار او زحمت ايستل دي.

• د اسلام ټول ائمه په دې متفق دي چي له جهاد فى سبيل الله نه مراد قتال فى سبيل الله دى نه بل څه.

• د قرآن له هيڅ آيت نه دا نه معلومېږي چي (تبليغ) او (دعوت) ته دي (جهاد فى سبيل الله) ويل شوي وي.

• د الله په لار كي مالي قربانۍ ته (انفاق فى سبيل الله)ويل شوي نه جهاد فى سبيل الله.

• په مكي دور كي (دعوت) او (انفاق) وو خو دې ته په مكي سورتونو كي د جهاد نوم نه دى وركړى شوى، جهاد په مدينه كي فرض شوى او اساسي او تفصيلي ذكر ئې په مدني سورتونو كي راغلى، له دې نه معلومېږي چي جهاد بېل شى دى او دعوت او انفاق بېل.

• دا خبره چي (دعوت ، تبليغ او انفاق) هم ( جهاد فى سبيل الله) دي، په حقيقت كي هغه كسان كوي چي يا په دې نه پوهېږي چي د قرآن هره اصطلاح بايد په خپل ځاى كي استعمال شي او يا د الله په لار كي د جهاد كولو اراده او همت نه لري. د دې لپاره چي په نه جهاد سره ئې څوك ملامت نه كړي نو وايي: زما دعوت او تبليغ، زما وينا او ليكنه او زما سياسي او اجتماعي مبارزه هم جهاد فى سبيل الله دي!! دوى ته وايو: ستا دا ټول كارونه د قدر وړ دي، الله تعالى دې مزيد توفيق دركړي، خو هيڅ يو ئې جهاد فى سبيل الله نه دى.

د دوهمې پوښتني په ځواب د پوهېدو لپاره بايد لاندي خبري په پام كي ولرو:

• د قرآن په هيڅ آيت كي نه صراحتاً دا راغلي او نه تلويحاً او اشارتاً دا موندلى شو چي د (جهاد اعلان) به د حكومت او رياست لخوا كېږي.

• په ټول قرآن كي نه د (حكومت) او (رياست) الفاظ راغلي او نه دا خبره چي د جهاد اعلان به د حكومت، رياست، خلافت او امارت يا حاكم، رئيس، خليفه او امير لخوا كېږي.

• د پيغمبر عليه السلام په احاديثو كي هم دا نه شو موندلى چي د جهاد د اعلان لپاره ئې د (حكومت) او (رياست) شته والى ضروري گڼلى وي او دا په كي ويل شوي وي چي جهاد يوازي په هغه صورت كي جائز دى چي (حكومت) او (رياست) ئې حكم صادر كړي.

• څوك چي له قرآن او حديث نه ډېر لږ معلومات هم ولري په دې پوهېږي چي نه په قرآن كي د جهاد د اعلان لپاره د (حاكم) او (رئيس) يا (حكومت) او (رياست) شرط لگول شوى او نه په احاديثو كي. كه څوك ووايي چي له جهاد نه مخكي جماعت ضروري دى، دا خبره صحيح ده، خو كه څوك ووايي چي د جهاد اعلان به د يوه برحال حكومت لخوا كېږي، نو دا خوشې بې بنسټه خبره ده، دا له دين نه د يوه بې خبره سركاري مفتي خبره كېدى شي خو د يوه واقعي عالم فتوى نه شي كېدى.

• د پيغمبر عليه السلام له قول او فعل نه دا معلومېږي چي د جهاد د پيل لپاره دوو اساسي شيانو ته ضرورت دى: (جماعت يعني حزب او ډله) او (مهجر يعني د هجرت ځاى)، پيغمبر عليه السلام فرمايي:

آمركم بخمس الله أمرني بهن بالجماعة والسمع والطاعة والهجرة والجهاد فى سبيل الله، فإنه من خرج من الجماعة قيد شبر فقد خلع ربقة الإسلام من عنقه، إلاّ أن يرجع، ومن دعا بدعوى الجاهلية فهو من جثاء جهنم، قالوا: يا رسول الله وإن صام وإن صلى؟ قال: وإن صام وإن صلى وزعم أنه مسلم:

په پنځو هغو شيانو تاسو ته امر كوم چي الله تعالى ماته د هغه امر كړى: په جماعت، سمع، اطاعت، هجرت او جهاد فى سبيل الله او څوك چي د يوې لوېشتې په اندازه له جماعت نه لري شو نو هغه د اسلام كړۍ له خپلي غاړې وايستله (له اسلام نه ووت) مگر دا چي بېرته راوگرځي او چا چي د جاهليت شعارونو ته بلنه وركړه هغه به د دوزخ خس شي، خلكو وويل: يا رسول الله! كه څه هم روژه ئې نيولې وي او لمونځ ئې كړى وي؟ وئي ويل: كه څه هم روژه ئې نيولې وي او لمونځ ئې كړى وي او په ځان ئې دا گمان كړى وي چي مسلمان دى.

له دې مبارك حديث نه په څرگنده توگه معلومېږي چي له جهاد نه مخكي بايد جماعت جوړ شي او بيا د حاكم نظام له سلطې نه د وتلو په خاطر هجرت وشي او بيا مسلحانه مزاحمت پيل شي. پيغمبر عليه السلام په مكي دور كي جماعت جوړ كړ او مدينې ته له هجرت سره سم ئې د قريشو په ضد مسلحانه مزاحمت پيل كړ.

• بايد دا خبره په خيال كي وساتو چي دغه پنځه كارونه پر مسلمانانو واجب دي، په دې مأمور شوي چي جماعت به جوړوي، داسي جماعت چي په سمع او اطاعت ولاړ وي، بيا به د حاكم سياسي نظام له سلطې نه د وتلو لاري لټوي، د ضرورت په صورت كي به هجرت كوي او بيا به د همدې نظام د رانسكورولو لپاره وسلې ته لاس كوي.

• رياست جوړول خو د اسلامي جهاد هدف او مقصد دى، نه دا چي لومړى به حكومت جوړېږي بيا به دا حكومت د جهاد اعلان كوي!! جهاد خو د دې لپاره فرض شوى چي په دې سره غيراسلامي نظام رانسكور كړى شي او پرځاى ئې اسلامي حكومت قائم شي. پيغمبر عليه السلام د ابوجهل د حكومت د نسكورولو او د ټول حجاز په مركز او پايتخت (مكه) كي د يوه اسلامي حكومت د قائمولو لپاره جهاد پيل كړ. نه خو غيراسلامي حكومتونه په خپله رانسكورېږي او نه اسلامي حكومت له جهاد نه پرته له بلي لاري قائميدى شي، څوك چي دا غلطه او بابيزه خبره كوي او د جهاد د اعلان لپاره د حكومت شته والى شرط گڼي، هغه دې ووايي چي پيغمبر عليه السلام ولي په داسي حال كي جهاد پيل كړ چي په حجاز باندي د قريشو واكمني وه، دى له پايتخت (مكي) نه د مدينې يوه ووړ كلي ته مهاجر شوى وو، هلته ئې نه حكومت وو او نه فوځ!! دې جنابانو ته وايو: آيا د روسانو په ضد به د جهاد اعلان ببرك كارمل كولو؟!! آيا په فلسطين كي به د جهاد اعلان شارون كوي، په كشمېر كي واچپائي، په چيچين كي پوتين او اوس په افغانستان كي جنرال ډيويډ بارنو يا كرزى!!

• د جهاد اعلان هغه څوك په حكومت پوري تړي چي يا د حكومت نوكر وي، يا د جهاد مخالف وي او يا د جهاد اراده او همت نه لري، داسي فتوى تل سركاري مفتيان وركوي، هيڅ داسي غيرسركاري عالم نه شئ موندلى چي په قرآن او حديث پوه وي او هغه دې جهاد په حكومتونو مخصوصاً موجوده مفسدو او غيراسلامي حكومتونو پوري مربوط كړي. كه لږ دقت وكړئ او د دا راز مفتيانو پټې اړيكي وڅيړئ حتماً به درته معلومه شي چي دا كسان د اسلام او جهاد د مخالفينو له خوا استخدام شوي، د كومي مسيحي او تبشيري مؤسسې لپاره كار كوي، د كومي كليسا لخوا د جوړي شوې خيريه مؤسسې مأمور دى. انگرېزانو په اسلامي نړۍ د خپلي سلطې په دوران كي داسي ډېر مفتيان استخدام كړي وو، اوس غربي مؤسسې په ټول توان طاقت د دې هڅه كوي چي د جهاد مفهوم د اسلامي امت له ذهنه وباسي، د هجرت، جهاد، شهادت، اسلامي خلافت، الفاظ د اسلامي هېوادونو له تعليمي نصاب نه خارج كړي، امريكايانو په افغانستان او عراق كي همدا كار وكړ، له پاكستان او سعودي نه ئې همدا وغوښتل چي نه يوازي جهادي مفاهيم له نصاب نه وباسي بلكي قرآني آيات هم وباسي. كه د پاكستان د تعليم وزير په پارلمان كي له تعليمي نصاب نه د قرآني آيتونو د ايستلو خبره كوي، دا د ده خبره نه ده، دى خواركى خو په هغه څه ويلو او كولو مكلف دى چي د امريكا سفير ورته امر كوي.

• په مكه كي د ابوجهل حكومت او رياست وو، پيغمبر عليه السلام د بعثت له لومړۍ ورځي نه د دې رياست د نسكورولو او په ځاى ئې د يوه الهي او ديني رياست د قائمولو لپاره كار پيل كړ، كه په مكه كي ئې وسله وال جهاد نه دى اعلان كړى نو خلكو ته خو ئې ويل: څوك چي په دې طاغوتي نظام كافر نه شي خداى ئې ايمان نه قبلوي، په الله ايمان هلته منظور او مقبول دى چي له طاغوتي رياست او نظام نه انكار وكړي. دې نطام ته به د خپلو شخړو او منازعاتو د حل او فصل لپاره رجوع نه كوئ، د ټولو منازعاتو د حل او فصل يوازنۍ مرجع به د الله دين گڼئ.

• د اسلامي نړۍ اوسني حكام او حكومتونه ټول غاصب او جابر حكومتونه دي، نه د ملتونو په خوښه او د داسي بيعت له لاري راغلي چي له اكراه او اجبار نه پرته ترسره شوي وي، نه د ملت په وړاندي د مسئوليت احساس كوي، نه په دې ځان مكلف گڼي چي په ما انزل الله به حكم كوي او له ولس سره مشوره، نه له خدايه وېره لري او نه په ولس ترحم، نه واكمني يو الهي امانت گڼي او نه بيت المال د ولس امانت، د پرديو د مټو په زور مسلط شوي او د پرديو د گټو لپاره د خپل ولس قرباني كولو ته چمتو، يو هم له ابوجهل او د ابوجهل له حكومت نه غوره نه دي. ابوجهل ځانته خادم حجاج بيت الله او خادم الحرم الشريف ويل، ځان ئې د كعبې متولي گڼلو او په ديانت كي ئې ځان هومره په حقه گڼلو چي ويل به ئې: اې خدايه!! كه محمد په حقه او موږ په ناحقه يو نو پر موږ له آسمانه تېږې ووروه!! دا جنابان دې ووايي چي په دې حكومتونو كي داسي كوم څه نشته چي د ابوجهل په حكومت كي وو؟ قرآن په مكه كي د فرعون قصه د دې لپاره رااخلي چي خلكو ته ووايي: ستاسو ابوجهل همغه فرعون دى چي موسي عليه السلام ئې مقابلې ته لېږل شوى وو، د دې لپاره چي خلك پوه كړي چي محمد عليه السلام د مكي د موجوده فرعوني نظام په ضد همغه څه كوي چي د ده سلف موسى عليه السلام كول. پيغمبر عليه السلام فرمايي چي ابوجهل زما د امت فرعون دى. د موجوده حكومتونو ملگري او حاميان په اصل كي د فرعون او ابوجهل ملگري دي، څوك چي وايي: د دغو حكومتونو د اجازې په صورت كي جهاد جائز دى او له دې پرته جهاد په فساد او بې امنيتۍ منتج كېږي!! دا همغه كسان دي چي د موسى عليه السلام او محمد عليه السلام په اړه به ئې ويل: دوى شر خوروي، بې امنيتي راولي، اقتدار غواړي. څوك چي د اسلامي ملكونو موجوده حالت د امن حالت گڼي او وايي يا غواړي چي دا حالت بايد دوام وكړي او دا وايي چي په دې كي داسي څه نشته چي د شديد بحران نوم وركړو او د جهاد ضرورت احساس كړو!! دا كس يا ډېر ناپوه او بې خبره دى، هم له دين نه او هم له دنيا نه او يا ډېر غرضي دى او د حكامو نوكر او خادم. د اسلامي ملكونو حالت هومره بد دى چي تر دې د زيات بد حالت تصور نه شي كېدى. فقر، لوږه، د غني او فقير تر منځ ژور تفاوت، د مظلومانو په سر، مال، عزت تېرى، اخلاقي فساد، شرك، الحاد او بې ديني، د پرديو په وړاندي ذلت، اسارت او غلامي، دا ټول خو پرېږده نن اكثر اسلامي هېوادونه نه سياسي استقلال لري او نه اقتصادي، له سياسي، اقتصادي، نظامي او فرهنگي لحاظه پردي ورباندي حكومت كوي، نن په پاكستان كي ايف بې آي او سي آى اې حكومت كوي، هرڅوك په هر وخت كي نيولى شي، په پاكستان كي د امريكايانو نظامي اډې دي، له دغو اډو نه په افغانستان كي نظامي عمليات ترسره كوي، د پاكستان حكومت د د مظلومو مسلمانانو په وژلو او نيولو كي د امريكايانو مرسته كوي، حتي د خپل ولس په ضد جنگېږي، پاكستان ته د هر امريكايي هيئت له راتلو سره سم د پاكستان په سرحدي قبايلي سيمو كي د قبايلو په ضد د دې لپاره عمليات ترسره كېږي چي امريكايان‏ په دې قانع كړي چي اسلام آباد د تروريزم په ضد جنگ كي د امريكا مخلص او وفادار ملگرى دى او هرڅه كولو ته تيار، د پاكستاني تلويزيون په صفحه هر ورځ د بې دينۍ او اخلاقي فساد خورولو هغه صحنې ښودل كېږي چي مثال ئې يوازي د غرب په هغو سيكس تلويزيوني شبكو كي ليدل كېږي چي د رسمي فاحشه خانو لخوا اداره كېږي او د آزاد او بربنډ جنسي عمل فيلمونه ښيي. نه د فرعون په نظام كي تر دې زيات فساد وو او نه د مكي د جاهليت د دور په نظام كي. قرآن د فرعوني نظام څو ځانگړتياوې بيانوي چي دا ټول او تر هغه نه زيات په موجوده نظامونو كي گورو:

1. فرعون ځان د مصر د ټولو شتمنيو واكمن گڼي، زموږ اوسني واكدران همداسي د ملك هرڅه د ځان غنيمت گڼي.

2. فرعون خپل ولس په حاكم او محكوم، شتمن او نيستمن وېشلي او په مصر كي ئې طبقاتي نظام رائج كړى وو، مرفه او حاكمه طبقه او ناداره او محكومه طبقه، نن همدا نظام په اسلامي ملكونو كي رائج دى، د حاكم او محكوم تر منځ تفاوت هومره ژور چي د فرعون په طبقاتي نظام كي تر دې زيات نه وو.

3. فرعون ځان ټولواك گڼي، د هري پرېكړې آخري مرجع، د جائز او ناجائز او حلال او حرام د تعيين آخري مرجع، نن زموږ حكام همداسي دي، د مصر تر فرعون زيات مستبد او مطلق العنان.

4. فرعون د ستر قصر خاوند وو، زموږ د حكامو قصرونه كه تر فرعون نه زيات ستر، اشرافي او مرفه نه وي تر هغه نه له هيڅ لحاظه كم نه دي او كه دا قصرونه د عام ولس له څمڅو او گوډلو سره مقايسه كړو نو تفاوت ئې هومره دى چي د فرعون د قصر او د يوه عادي مصري د كيږدۍ تر منځ دومره تفاوت نه وو.

5. قرآن وايي چي فرعون د موسى عليه السلام د وژلو اجازه له خپلو درباريانو غواړي، همداراز وايي چي يوسف عليه السلام په داسي حال كي چي د مصر د هغه وخت ځواكمن وزير وو خو دا ئې نه شو كولى چي خپل ورور له قانوني دليل نه پرته څو ورځي له ځان سره وساتي، خو زموږ ټولواكان د هيچا د نيولو او وژلو په اړه له هيچا سره نه د مشورې ضرورت احساسوي او نه د قانوني مجوز ضرورت، د امريكا د وزارت خارجه د يوه مأمور ټيلفوني هدايت كافي دى چي د اسلام آباد چارواكي په واڼه كي خونړي عمليات ترسره كړي، بمونه ووروي، توپونه او ټانكونه استعمال كړي او د لسهاوو مظلومو مهاجرو افغانانو، قبايلو او مليشو ويني توى كړي. امريكا ته د نظامي اډو په وركولو كي او د افغانستان په ضد د امريكايانو ترقومندې لاندي جنگ كي د شريكېدو په اړه دا ضرورت نه محسوسوي چي له پارلمان نه موافقه ترلاسه كړي. شپږ سوه مظلوم مسلمانان نيسي او د كومي محاكمې نه پرته ئې امريكا ته حواله كوي.

6. فرعون ويل چي سمه خبره همغه ده چي زه ئې كوم، ستاسو ښېگڼه يوازي په هغه څه كي ده چي زه ئې وايم، زموږ واكداران له دې لحاظه ترفرعون نه ډېر ډېر مخكي دي، نه د خداى او قرآن پروا كوي او نه د قانون. دوى ته پارلمان او خلك د يوه توت په اندازه ارزښت نه لري، څه چي ئې زړه وغواړي همغه كوي.

• سركاري مفتيان له جهاد سره د مخالفت په فتوى كي په دې خبري استناد كوي چي پيغمبر عليه السلام په مكي دور كي حتى هغه وخت هم د وسلې اخيستلو اجازه ورنه كړه چي ياران ئې يو په بل پسې وژل كېدل!! برعكس هغوى ته ئې د صبر توصيه كوله!! دې جنابانو ته وايو: دا دوى ولي وژل كېدل او دا تاسو ته ولي څوك څه نه وايي؟ نه دا ظالم، جابر او بې دينه حكام تاسو ځوروي، نه مو په زندان كي اچوي، نه مو وژني!! دا ستاسو او د صحابه وو د ايمان ترمنځ څه فرق دى چي هغوى د ايمان په خاطر وژل كېدل منل خو ابوجهل او د ده نظام ته نه تسليمېدل؟!! كه هغوى دا ستاسو خبره كولى نو نه وژل كېدل او نه له ملك نه هجرت ته مجبورېدل. د دوى د وژل كېدو معنى خو دا ده چي دوى له حاكم نظام نه بغاوت كړى وو، د دې نظام واكمنان ئې نه منل، له نظام سره د ټكر او تصادم په حال كي وو، نظام له دوى نه وېره درلوده، د همدې لپاره ئې وژل. دا تاسو ولي په مكي كي د دوى په صبر استناد كوئ خو په مدينه كي د همدغو صحابه وو په مسلسل جهاد استناد نه كوئ؟!! ولي د دوى په هجرت استناد نه كوئ، ولي پر دښمن باندي د دوى په مسلسل بريدونو استناد نه كوئ؟!! ولي پر دې استناد نه شئ كولى چي پيغمبر عليه السلام د مدينې په لسو كلونو كي تر اويا نه زياتې نښتې له دښمنانو سره درلودې، يعني دا چي پيغمبر عليه السلام په هرو تقريباً څلورو مياشتو كي يوه داسي جگړه كړې چي په خپله ئې په كي برخه اخيستې ده او په هرو پنځوسو (50) ورځو كي ئې يوه داسي نښته تنظيم كړې، چي يا ئې په خپله هم په كي برخه اخيستې او يا د ځينو خاصو وجوهاتو له مخي ئې په هغه كي شركت نه دى كړى خو ويلي ئې دي: په هغه ذات مي قسم چي زما ژوند د ده په واك كي دى، كه د يارانو خاطر نه وى نو زه به له يوې هغې وړې ډلي (سريې) نه هم وروسته نه وم پاتې شوى چي جهاد ته درومي!! په همدې ذات لوړه كوي او وايي: دا غواړم چي د الله په لار كي يو ځل شهيد شم بيا راژوندى شم، بيا شهيد شم او بيا راژوندى شم او بيا شهيد شم… دا ولي هغه د بار بار شهادت تمنا كوي خو تاسو د شهادت خبره خو پرېږده د جهاد د خبري له كولو نه هم ډډه كوئ؟!!

• كه وغواړو چي د پيغمبر عليه السلام د سنت او اسلوب مطابق د سياسي او اجتماعي مبارزې يو انځور وړاندي كړو نو په هغه كي لاندي څلور مرحلې په څرگنده توگه موندلى شو:

1. د داسي دعوت مرحله چي په ټولني مسلط ځواكونه ئې نه شي زغملى، د تعذيب، زندان، مقاطعې، محاصرې او د تبعيد له گواښونو سره مخامخ دعوت، چي سازش او مصالحه نه مني، چي له دښمن سره د روغي جوړي خبره په كي نه وي، چي له حاكم نظام نه د كامل بغاوت او عصيان بلنه وركوي، د دې نظام له فكري او اعتقادي بنسټونو نه د برائت شعار وركوي. داسي دعوت نه چي له نظام نه ئې مجوز ترلاسه كېږي او يوازي هغه خبره په كي كېږي چي واكداران ئې زغملى شي او نظام ئې اجازه وركوي. مهمه نه ده چي دا دعوت به سري وي كه علني، مهمه دا ده چي خپل خصوصيات حفظ كړي او د مكي دور ټول ځانگړتياوې ولري.

2. كوم دعوت چي د پيغمبر عليه السلام د دعوت په څېر وي، سياسي، اجتماعي او فكري انقلاب غواړي او له دښمن سره د اصولو په سر سازش نه شي كولى، هغه به حتماً د هجرت له مرحلې سره مخامخ كېږي، هجرت د حقيقي اسلامي مبارزې يو طبيعي پړاو دى، دا پړاو په هوښيارۍ او احتياط نه بلكي له اصلي مسير نه په انحراف او له اصلي لاري نه په تېروتنې سره منتفي كېدى شي.

3. د مبارزى درېيم پړاو له دښمن سره د مسلحانه تصادم پړاو دى، دا پړاو د مهجر له موندلو سره سم پيل كېږي، پيغمبر عليه السلام د مدينې په څېر د يوه وړوكي كلي له موندلو سره سم خپله مسلحانه مبارزه پيل كړه. په لومړي سر كي پټه مسلحانه مبارزه، د وړو وړو چريكي ډلو په واسطه، چي هدف ئې د دښمن سلطه متزلزل كول او هغه امنيت له منځه وړل وو چي د حاكم نظام په گټه او د هغه د بقا باعث وو. او په دوهمه مرحله كي څرگنده مقابله او مخامخ نښته. د كفري نظام په گټه (امنيت او اقتصاد) جړكول او په ولس باندي د واكدارانو مسلط رعب او هيبت ختمول د دې مرحلې اساسي او مهم اهداف دي. همداراز نظام مالي امكاناتو ته اړ دى، له دې نه پرته هغه دوام نه شي موندلى، د چريكي عملياتو په نتيجه كي د حكامو د خوښي امنيت متلاشي كېږي، د لويو لارو امنيت ډېر ژر له منځه لاړ شي، نظام له دې عاجز شي چي بډاى او تاجر ته چي د نظام درېيمه ستنه ده ، د كار لازم او خوندي شرائط برابر كړي. هيڅ نظام دا حالت د اوږدې مودې لپاره نه شي زغملى، عام ولس چي د نظام له ظلم نه تل ځورېدلى خو له وېري نه نه څه ويلى شي او نه څه كولى، د دغو عملياتو په نتيجه كي د څه ويلو او كولو جرأت پيدا كړي او همدا د عمومي پاڅون مقدمه شي او د يوه ستر انقلاب كار له همدې ځايه پيل شي. په دا راز عملياتو سره د رژيمونو نسكورول او لويو ځواكونو ته ماتې وركول ممكنه ده، دا ادعا كولى شو چي له كودتاگانو نه وروسته د رژيمونو د نسكورولو تر ټولو آسانه لار همدا ده. كه د پيغمبر عليه السلام تر قيادت لاندي مسلحانه مبارزې ته ځير شو نو وبه گورو چي دا مبارزه د قريشو په ضد له چريكي بريدونو (سريو) نه پيل شوه، ورو ورو ئې لمن تر مخامخ نښتو خوره شوه، د مكي له فتحي نه وروسته د جزيرې له نورو ځواكونو سره او په پاى كي په نړۍ واله سطحه د روم او فارس په څېر لويو ځواكونو سره مخامخ شوه. دا بهير ښيى چي د مبارزى لمن بايد په تدريج سره او په طبيعي توگه له محلي ځواكونو نه تر منطقوي او بين المللي ځواكونو پوري خوره شي.

4. ځيني كارونه بايد د مركز تر فتحي پوري وځنډولى شي، په ټولني كي اقتصادي اصلاحات يو له دغو كارونو څخه دى، دا ځكه چي پيغمبر عليه السلام د مكي له فتحي نه وروسته دا كارونه كړي، له سنت نه د متابعت تقاضا همدا ده چي هر كار په همغه وخت او همغه توگه ترسره كړو چي پيغمبر عليه السلام ترسره كړي.

• دا جنابان په دې هم نه پوهېږي چي په مكه كي د جهاد د اجازت نه وركولو وجه دا وه چي هلته جهاد نه وو فرض شوى، مدينې ته له راتلو وروسته جهاد فرض شو، د جهاد دا فرضيت ترقيامته دوام كوي، دا ځكه چي د جهاد فرضيت نه دى منسوخ شوى. په مكي دور باندي د جهاد په اړه بايد له دې اړخه استناد وشي چي كه د مسلمانانو وضعيت داسي وي لكه په مكه كي او شمېر ئې هومره وي لكه په مكه كي د مسلمانانو شمېر، نو دوى ته په كار ده چي د صحابه وو په څېر صبر وكړي او وسلې ته لاس نه كړي. خو كه د دوى وضعيت داسي شو چي مدني دور ته ورته وي او د مسلمانانو شمېر هومره وي چي هلته د مسلمانانو شمېر وو نو دوى ته په كار ده چي جهاد ته ملا وتړي. د پيغمبر عليه السلام په سنت د عمل كولو تقاضا خو دا ده چي د جهاد په ميدان كي هم هغه څه وكړو چي پيغمبر عليه السلام كړي، هغه مبارك خو په مكه كي د يوه مؤمن جماعت جوړولو په كار لگيا وو او په دې هڅه كي وو چي كوم مهجر پيدا كړي، داسي كوم قوم پيدا كړي چي ده ته پناه وركړي او د الله په لار كي جهاد ته تيار شي، د مدينې يو شمېر اوسېدونكي دې ته تيار شول، مدينې ته له راتلو وروسته هغه جهاد پيل كړ، په لومړي سر كي ئې د عملياتو لپاره واړه واړه څو كسيز ټولگي لېږل، دښمن ئې تنگولو، په هر ځاى كي ئې دښمن ته تاوان رساوو، په ولس كي ئې د هغه رعب، وېره او اعتبار ختمولو، پرولس او ملك باندي د دښمن سلطه ئې جړقوله، بيا ئې د دښمن په تجارتي قافلو بريدونه پيل كړل، په بدر كي ئې له 314 يارانو سره د دښمن مخامخ مقابله وكړه، تاسو ولي دا خبره نه شئ كولى چي كله د مسلمانانو شمېر دري سوه څوارلس ته ورسېږي كولى شي همغه څه وكړي چي پيغمبر عليه السلام وكړل؟!!

• د جهاد مخالفين په دې نه پوهېږي چي د اسلامي امت دا اوسنۍ وضع د هغه ماتې نتيجه ده چي اسلامي خلافت په كي له منځه لاړ او غربي ځواكونو اسلامي نړۍ په خپلو منځونو كي ووېشله او په هري برخي ئې بېل بېل ځواكونه مسلط شول، له هغه وروسته دا څوومه پېړۍ ده چي مسلمانان په ذلت، اسارت او محكوميت كي ژوند كوي، له آزادۍ او خپلواكۍ نه محروم دى، په سياسي، اقتصادي او فكري لحاظ استعماري ځواكونه ورباندي حكومت كوي، لاس پوڅي حكومتونه ئې ورباندي مسلط كړي، له داسي اختناق او استبداد سره مخامخ دي چي د نړۍ په هيڅ گوټ كي ئې مثال نه شو موندلى، واكداران ئې د پرديو په وړاندي سپك او ذليل او د خپل ولس په مقابل كي مغرور او بې رحمه، دوى د پرديو غلامان دي او ولس د ځان غلامان گڼي. د غلامۍ، ذلت او محكوميت دغه دردونكى حالت په ولسونو كي د عزت النفس احساس، د آزادۍ او خپلواكۍ جذبه او د سرلوړي او پتمن ژوند تلوسه په كلكه ځپلې ده، يو وخت خو په ټولو اسلامي ملكونو استعماري ځواكونو مخامخ او د خپلو فوځونو په زور حكومت كولو، خو پس له هغه چي دا ځواكونه د خاصو عواملو په وجه ووتل نو داسي رژيمونه ئې شا ته پرېښودل چي د دوى گټې خوندي وساتي، د دې هېوادونو د مسلح ځواكونو جوړښت ئې داسي تنظيم كړ چي د لاس پوڅو رژيمونو مدافع او د هر ملي پاڅون د ځپلو لپاره د دغو ځواكونو په خدمت كي لاس په سينه ولاړ وي، تعليمي نظام او نصاب ئې داسي جوړ كړ چي په علمي مؤسساتو كي تر روزنې لاندي ځوانانو كي د آزادۍ او خپلواكۍ جذبه راولاړه نه شي، د پرديو په غلامۍ او تقليد كي د فخر احساس وكړي او له خپل اسلامي او ملي هويت نه پردي شي. د وتلو په وخت كي ئې د دې هېوادونو جغرافيائى نقشې داسي جوړي كړې چي له يوې خوا د دغو هېوادونو ترمنځ تل سرحدي منازعات روان وي او له بلي خوا هغه قومونه چي له استعماري ځواكونو سره جنگېدلي د مختلو ملكونوترمنځ ووېشلى شي، په اقتدار كي له برخي نه محروم كړى شي، هغو اقليتونو ته قدرت وسپارلى شي چي له استعماري ځواكونو سره ئې ملگرتيا كړې او په راتلونكي كي تل په دوى متكي وي او په اقتدار كي د پاتې كېدو لپاره د دوى شرائطو منلو ته اړ وي. د دې ښه مثالونه پښتانه او كردان دي، چي له استعماري ځواكونو سره د دوامدارې مبارزې په وجه يو په دريو او بل په څلورو برخو ووېشلى شو. استعماري ځواكونو په دې اوږدې مودې كي په پراخو تبليغاتو سره قومي، ژبني او محلي تعصباتو ته هومره لمن وهلې چي هيڅوك د لوى او متحد ملت او امت تصور او فكر ونه شي كړى، استعماري ليكي مقدس او تغيير نه منونكي وگڼي، دا دره د هغې بلي گاونډۍ درې اوسېدونكي پردي او حتى دښمن وگڼي او اصلي دښمن هېر كړي. په دې نه پوهېږي چي د اسلامي هېوادونو اكثر حاكم نظامونه يا پرديو تحميل كړي او لاس پوڅي او په اسلامي هېوادونو د زاړه استعمار د سلطې پاتې شونې دي، يا خانداني دي چي خاصي كورنۍ د ولس د ارادې خلاف په زور او د پرديو په مرسته پر دوى حكومت كوي، يا قومي او فرقه ئي بڼه لري، د يوې مذهبي فرقې پلويان اختيارات په واك كي لري، نور ئې له خپلو ټولو انسانى او اسلامي حقوقو نه محروم كړي، د دوى سياسي او مذهبي مشران وژني، چا د شيعه ترنامه لاندي سنيان ځپلي او له خپلو ټولو اسلامي او انساني حقوقو نه ئې محروم كړي او چا د سني په جامه كي شيعه محروم كړي، د اسلامي هېوادونو په دې دردونكي حالت به هغه څوك رضايت ښيي چي يا په غلامۍ او اسارت كي ستر شوى، د غلامۍ ذهنيت لري، آزادي نه پېژني او د آزادۍ خوند ئې نه دى څكلى او يا هغه څوك چي په خپلي ټولني كي له خور فساد، ظلم، بې عدالتۍ او بې امنيتۍ نه خبر نه دى، په دې نه پوهېږي چي دلته څه روان دي، هره ورځ څومره كورنۍ تباه كېږي، د څومره بې وزلو انسانانو په سر، مال او عزت تېرى كېږي، بډايان څنگه بډاي شوي او نادار ولي او د چا د ظلم او تېري په وجه له هرڅه نه محروم شوي؟!! هغه ته د ټولني موجود حالت د امن حالت برېښي، په دې نه پوهېږي چي دلته يوازي واكداران په امن كي دي، له حاكمانو نه پرته هيڅوك د امن احساس نه كوي، په سلو كي د پنځه نوي خلكو سر، مال او عزت خوندي نه دى، كه دلته تاسو له يوه عادي انسان نه پوښتنه وكړئ چي د يوه پوليس په خوا كي د تېرېدو په وخت كي څه احساس كوي؟ چي كله د ده كلي ته پوليسان ورشي كليوال څه احساس كوي؟ آيا دا گمان كوي چي دا پوليسان د دوى حفاظت كوي او كه دوى په يونيفورم كي د رڼا ورځي غله گڼي او له دوى نه هومره وېره لري چي له غلو ئې نه لري؟!! د محكمې او قاضي په اړه څه فكر كوي؟ هغه د مظلوم مدافع گڼي كه د ظالم حامي؟ د دفتر مأمور ته په كومه سترگه گوري؟ د ده په عدالت او امانت څومره باور لري؟ له نظام نه ئې څه ترلاسه كړي او څه خير ئې ترې ليدلى؟ له كوم ظلم نه ئې ژغورلي؟ چېري ئې د ده له سر، مال او عزت نه دفاع كړې او د چا په مقابل كي؟! راشئ وگورئ چي هر پوليس هره ورځ څومره خلك ځوروي، هره ورځ په هركلي كي خان، ملك، شتمن او د زمكو خاوند په بې وزلو كليوالو څومره ظلمونه كوي، د څومره كسانو زمكي او جايدادونه د ځواكمنو لخوا غصب كېږي، د بې وزلو څومره لوڼې په زور نكاح كېږي، د څومره پېغلو په عفت تېري كېږي، په هر دفتر كي هره ورځ څومره نارواوې او حق تلفي كېږي، په بيت المال كي څومره غدر او خيانت كېږي، چارواكو له هغه بيت المال نه په استفادې سره چي له بې وزلو انسانانو نه په يوه بل نامه په ناروا ترلاسه شوي، ځانته څنگه اشرافي ژوند برابر كړى او عام خلك څنگه د فقر، لوږې، خوف او سپكاوي دردونكى ژوند تېروي!! دا ډېره عجيبه ده چي څوك دې حالت ته د امن نوم وركوي او وايي: بايد داسي څه ونه كړو چي دې موجود امن ته صدمه ورسېږي، بايد هغه وخت د دې حالت د بدلولو هڅه وكړو چي مطمئن وو تر دې غوره حالت راوستى شو!! دغو له واقعيتونو نه بې خبره كسانو ته بايد ووايو: ټولو پيغمبرانو ته همدا خبره شوې چي دوى موجود امنيت ختموي، شرارت خوروي، د شخړو او جگړو باعث دي!! دوى ته بايد ووايو: هغه امنيت چي د بې عدالتۍ او ظلم په خدمت كي، د ظالمانو په گټه، د دوى د سلطې د دوام ضامن او د بې وزلو او مظلومانو په تاوان او په مظلوميت او محروميت كي د دوى د دوامدار پاتې كېدو باعث وي، دي ته اور اچول پكار دى، پيغمبران د دې لپاره راغلي چي دغه دروغجن امنيت ختم كړي او په ځاى ئې هغه واقعي امنيت راولي چي په عدالت ولاړ وي او مظلوم له ظلم نه وژغوري. عجيبه ده كه څوك په دې حقيقت نه پوهېږي چي د اسلامي نړۍ موجود حالت د داخلي ظالمانو او بهرنيو استعمارگرانو په گټه دى، په دې كي هره تبديلي د دوى د منافعو خلاف او د ملتونو په نفع دى. اوس په اسلامي هېوادونو كي يوازي اسلامي احزاب او ډلي منظم او ځواكمن سياسي قوتونه دي، فقط دا ډلي كولى شي له دې تبديلي نه استفاده وكړي.

د شهادت طلبانه عملياتو په اړه او دا چي آيا دا عمليات جائز دي؟ آيا هغه چا ته شهيد ويلى شو چي په ځان پسې بمونه تړي او ځان او دښمن له منځه وړي؟ آيا دا كار د قرآن له دې آيت سره مخالفت نه دى چي فرمايي: ولا تلقوا بايديكم الى التهلكة: په خپل لاس ځان په تهلكه كي مه اچوئ؟ په دې اړه بايد څو خبري په پام كي ولرو:

• دا مكمل آيت نه بلكي د يوه آيت يوه برخه ده، آيت داسي دي:

وَ أَنفِقُوا فى سبِيلِ اللَّهِ وَ لا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلى التهْلُكَةِ وَ أَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يحِب الْمُحْسِنِينَ * البقرة: ‏195

او د الله په لار كي انفاق وكړئ او ځان په خپل لاس په تهلكه كي مه اچوئ او احسان وكړئ چي الله محسنين خوښوي.

د دې آيت معنى دا ده چي د الله په لار كي انفاق نه كول، بخل او له قربانۍ نه ډډه كول، تهلكه ده، بايد قرباني وركړئ او د الله په لار كي خپل مال ولگوئ تر څو له دې تهلكي وژغورلى شئ. له دې آيت نه مخكي ويل شوي چي كه څوك په تاسو تېرى وكړي نو تاسو هم بالمثله ځواب وركړئ (فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ) له دې نه معلومېږي چي په دې وروستي آيت كي له انفاق نه مراد د دښمن په ضد جهاد كي قرباني وركول او مال مصرفول دي. له دې آيت نه دا انتباه اخيستل چي ځان په خطر كي مه اچوئ، يوه غلطه انتباه ده، دا سمه نه ده چي څوك د يوه كلام نيمائي برخه راواخلي او مخكنۍ او وروستنۍ برخي ته له پام نه پرته، له هغې خاصه معنى راوباسي. په دې آيت استناد كول او دا خبره ترې ايستل چي شهادت طلبانه او فدائي عمليات جائز نه دي، نه يوازي بې بنسټه او غلط استناد دى بلكي له آيت نه معكوسه معنى او انتباه اخيستل دي. آيت د قربانۍ بلنه وركوي او د عدم قربانۍ عواقب او پاېله تهلكه گڼي خو دوى معكوس مطلب ترې راباسي!!

• په مخكني آيت كي له دښمن سره بالمثله عمل جائز گڼل شوى، كه دا آيت او له دې وروسته راتلونكى آيت يو ځاى او د يوه مضمون د متصلو برخو په حيث په پام كي ولرو نو له دې نه دوه خبري معلومېږي: لومړۍ دا چي له انفاق نه په دې ځاى كي د دښمن په خلاف په جهاد كي قرباني وركول او د مال انفاق مراد دى او دا مطلب په گوته كوي چي د جهاد په سامان او وسايلو باندي د مال د نه مصرفولو عاقبت خطرناك او په خپل لاس ځان مرگ ته سپارل دي او دوهمه خبره دا چي له دښمن سره بالمثله معامله جائز ده.

• دا د شهادت طلبانه عملياتو مخالفين ولي دې ته توجه نه كوي چي قرآن له دښمن سره بالمثله معامله جائز گڼي؟! قرآن مضطر انسان ته حرام روا كړي، قرآن مجبور انسان ته د كفر د كلمي ويل هم روا كړي، قرآن مظلوم انسان په بدي وينا او ښكنځلو د مؤاخذي وړ نه گڼي، د ده د مظلوميت په وجه، د يوه ناروا او ناجائز كار سره سره، هغه ته معافي اعلانوي. څوك چي د اسرائيلو او امريكا په ضد شهادت طلبانه عمليات ترسره كوي، له يوې خوا مظلوم دى، له بلي خوا له ظلم نه د نجات بله لار نه گوري، له بلي خوا بالمثله عمل كوي او بالآخره دې ته مجبور شوى.

قرآن فرمايي:

وَ لَمَنِ انتَصرَ بَعْدَ ظلْمِهِ فَأُولَئك مَا عَلَيهِم مِّن سبِيلٍ * إِنَّمَا السبِيلُ عَلى الَّذِينَ يَظلِمُونَ النَّاس وَ يَبْغُونَ فى الأَرْضِ بِغَيرِ الْحَقّ أُولَئك لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ *

سبا:41-42

او چا چي له مظلوميت نه وروسته انتقام واخيست هيڅ الزام ورباندي نشته، الزام خو په هغه چا دى چي په ناحقه پر خلكو ظلمونه كوي او په زمكه كي فساد لټوي، دغو لره دردناك عذاب دى.

• كوم كسان چي د امريكايانو په ضد شهادت طلبانه عمليات ناجائز گڼي، هغوى په عراق او افغانستان كي پر امريكايانو د مجاهدينو نور بريدونه هم نه تائيدوى، دا سركاري مفتيان دي، هغه خبره كوي چي د دوى حكومتونه ئې كوي، هغه فتوى وركوي چي حكومت ورته ليكلي وي او پر هغې د مهر لگولو امر ورته شوى وي. كه يو سركاري مفتي په فرانسه كي د حجاب ممنوعيت د فرانسې داخلي مسئله گڼي او همغه فتوى وركوي چي د مصر حكومت ئې ترې غواړي نو دا به د امريكا په ضد د شهادت طلبانه عملياتو څنگه ملاتړ كوي او څنگه به د هغه د جواز فتوى وركوي؟!! څوك چي يوه شېبه هم د الله په لار كي جهاد ته نه وي وتلى، نه ئې وسله اخيستې، نه په سنگر كي پاتې شوى، نه ئې زندان گاللى، نه ئې د ظالمو حكامو په ضد يوه د حق خبره كړې، له دې نه څنگه دا طمع كوئ چي د شهادت طلبانه عملياتو ملا تړ وكړي او هغه جائز وگڼي؟!! د جهاد فتوى بايد له مجاهد عالم او مجاهد مفتي نه وغوښتى شي نه د قاعد او د جهاد مخالف سركاري مفتي نه.

• كه څوك شهادت طلبانه عمليات له هغې ځان وژنې سره مقايسه كوي چي يو كس د بې صبرۍ او د الله تعالى له رحمت نه د يأس او ناهيلۍ په وجه ځان وژني، دا ډېره غلطه مقايسه ده، د قرآن هغه آيتونه چي د خوف او وېري په وجه له ځان وژنې نه ممانعت كوي په شهادت طلبانه عملياتو تطبيقول ډېر ناروا تطبيقول دي. دا خو د وېري او يأس په وجه نه بلكي له الله سره د شديدې مينې او د ده پر دين باندي د غيرت كولو په وجه ځان قرباني كوي.

• نه پوهېږو دا كار چي څوك په خپلي چانټې كي بمونه، كارتوس او د راكټ مرمۍ اچوي او د هغه دښمن مقابلې ته درومي چي هم ئې تر ده وسايل زيات او مخكي تللي دي او هم ئې شمېر زيات دى او له هغه سره د ده د نښتې لوى او قوي احتمال دا دى چي دي په شهادت رسېږي، خو سره له دې سنگر ته درومي او د دښمن مقابله كوي او بلآخره په شهادت رسېږي، دا كار له دې څه فرق لري چي يو كس همدا بمونه په ځان پسې وتړي او د دښمن منځته ننوځي او هلته دا بمونه منفجر كړي او دښمن له منځه يوسي؟!! دا په داسي حال كي چي دى دغه كار ته اړ وو، بله چاره ئې نه لرله، له څرگندي وسلې سره دښمن ته نه شو نږدې كېدى، د دښمن د وژلو نوري لاري چارې ورته نه وي. ډېره عجيبه ده چي څوك هغه كار جائز او د مكافات وړ وگڼي او دا ناجائز او د سزا وړ. په كار خو دا ده چي دا كار په دې خاطر تر هغه بل هم د لوړ اجر مستحق وگڼلى شي چي دلته د الله په لار كي وژل كېدل يقيني او په هغه بل كي احتمالي دي. يو د الله په لار كي د شهادت وروستۍ او يقيني فيصله كوي او هغه بل د شهادت ترڅنگ د دې طمع هم لري چي ژوندى بېرته راوگرځي، دا د بريد په وخت كي ځا نته هم پام كوي او دا احتياط كوي چي ده ته صدمه ونه رسېږي خو هغه بل د ځان هيڅ پروا نه كوي، ټول هم او غم ئې دا وي چي د الله دښمن ته تر زيات نه زيات تلفات واړوي. كه د هر معيار له مخي دا دواړه مقايسه كړو نو د عدالت تقاضا دا ده چي د دې شهادت غوښتونكي كار تر هغه بل نه ډېر ډېر لوړ وگڼو. دا به ډېره عجيبه وي چي څوك دا يو كار شهادت وگڼي او هغه بل ته د شك په سترگه وگوري او له شهادت گڼلو ئې ډډه وكړي.

• مخكي له دې چي څوك په دې اړه څه ووايي چي په نيويارك او اسرائيلو كي د غيرمحاربو كسانو د وژل كېدو حكم څنگه دى، هغه بايد دا خبره په پام كي وساتي چي آيا امريكايانو او اسرائيلو دې ته ورته كار كړى كه نه، غيرمحارب كسان ئې وژلي كه نه، لاسونه ئې د بې گناه خلكو په وينو سره دي كه نه، د قاتلانو مرسته كوي كه نه، قاتل ته ئې پيسې او وسلې وركړې كه نه، په ښار، كلي او جومات ئې بمونه ورولي كه نه؟ كه هغوى دا كارونه كړي وي نو د دوى مقابل طرف ته له هره لحاظه دا حق حاصل دى چي د دوى په ضد همداسي وكړي، له دې لحاظه هم چي هغه مظلوم دى او د انتقام اخيستو حق لري او له دې لحاظه هم چي هغه ته هر عدالت د بالمثله عمل اجازه وركوي. لكه څنگه چي اسرائيليان هر فلسطيني محارب گڼي، د هغه په وژلو صرفه نه كوي، نه په لوى رحم كوي نه په ووړ، نه په ښځو رحم كوي نه په سړو، د شيخ احمد ياسين په څېر يوه سپين ږيرى، له دواړو سترگو او پښو محروم، له جومات نه د راگرځېدو په حال كي، له امريكايي هليكوپتر نه په راكټ ولي او له گڼ شمېر كسانو سره ئې يو ځاى په شهادت رسوي، امريكايان‏ همدا ستر جنايت يو جائز عمل گڼي او وايي چي اسرائيل له ځان نه د دفاع حق لري!! اوس كه څوك د امريكايانو او اسرائيلو په ضد دې ته ورته عمل كوي، هغه شرعاً، عدلاً او عقلاً د دې حق لري. امريكايانو او اسرائيلو په هغه څه چي دوى ئې په فلسطين، افغانستان او عراق كي كوي هر فلسطيني او هر مسلمان ته د دې مجوز وركړى چي هر امريكايي او اسرائيلي محارب وگڼي او خپل انتقام ترې واخلي. دا بېله خبره ده چي څوك مجاهدينو ته مشوره وركړي او ورته ووايي: په كار ده خپل بريدونه د دښمن هغو ځواكونو او ځايونو ته متوجه كړئ چي د دښمن جنگي ماشين پرچاو او د ملا تېر ئې ورمات كړي. خو كه هغه دا ونه كړى شي او ووايي چي هلته مي لاس نه رسي، هلته د رسېدو توان نه لرم، نو چي د خپل دښمن پر هرځاى بريد وكړي او خپل غچ ترې واخلي دا د ده مشروع حق دى.

• د دي پوښتني په ځواب كي چي د قرآن د دې حكم معنى څه ده چي د دښمن په خلاف د خپل وس او توان په اندازه قوت او وسايل برابر كړئ؟ آيا معنى ئې دا ده چي زموږ وسايل به د شمېر او كيفيت له لحاظه له دښمن سره برابر وي بيا به د دښمن مقابله كوو او كه د خپل موجود توان په اندازه د وسايلو په برابرولو مكلف يو؟ بايد ووايو: كه څه هم د دې آيت مطلب ډېر څرگند او واضح دى خو د جهاد مخالفين له دې نه هم غلط تعبير كوي او وايي چي يوازي هغه وخت به د دښمن مقابلې ته وځو چي د قوت او وسايلو له لحاظه له دښمن سره برابر وو!! د دوى د دغه غلطي انگېرنې په اړه څو خبري كول ضروري دي:

o په نوموړي مبارك آيت كي دا نه دي ويل شوي چي تاسو به خامخا د دښمن په اندازه قوت او وسايل برابروئ، برعكس ويل شوي چي د خپل وس او توان په اندازه قوت او وسايل برابر كړى. آيت دغه دى:

وَ أَعِدُّوا لَهُم مَّا استَطعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَ مِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَ عَدُوَّكمْ وَ ءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَ مَا تُنفِقُوا مِن شي‏ءٍ فى سبِيلِ اللَّهِ يُوَف إِلَيْكُمْ وَ أَنتُمْ لا تُظلَمُونَ * الانفال: ‏60

او د دوى لپاره له (قوت) او (له تړلو آسونو) نه چي څومره ستاسو په وس كي وي برابركړئ، ترڅود الله دښمن او خپل دښمن او له دوى نه علاوه چي تاسو ئې نه پېژنئ خو الله ئې پېژني، ووېروئ او څه چي تاسو د الله په لار كي خرڅ كړئ، تاسو ته به ئې بشپړ بېرته دركړي او پر تاسو به هيڅ ظلم نه كېږي.

o په دې آيت كي خو د جنگي وسايلو په جوړولو او برابرولو كي مالي مصرف ته مسلمانان هڅول شوي او ورته ويل شوي چي په دې اړه ستاسو مصارف الله تعالى نه ضايع كوي، نتيجه به ئې په بشپړه توگه تاسو ته دركوي، د جهاد مخالف سركاري مفتيان ولي د دې واضح مفهوم برعكس هغه د جگړي د شروع كولو لپاره د شرط په توگه معرفي كوي؟

o پيغمبر عليه السلام هغه وخت د قريشو په ضد جهاد پيل كړ چي نه ئې د مجاهدينو شمېر د قريشو د جنگياليو په اندازه وو او نه ئې وسلې او جنگي وسايل او امكانات. كه زموږ پيغمبر عليه السلام له دې آيت نه دا مفهوم نه وي اخيستى چي جگړه به له دښمن سره د قوت او وسايلو له تعادل او توازن نه وروسته پيل كوئ، نو ته څنگه او په كوم دليل دا غلطه معنى ترې اخلې.

• اما دا پوښتنه چي آيا مسلمان د دې حق لري چي ووايي: زه د مكي دور په څېر صبر كوم، د نوح، ابراهيم، عيسى، يوسف او نورو هغو پيغمرانو عليهم السلام په شان له مسلحانه جهاد نه ډډه كوم چي د دښمن په خلاف ئې وسله نه ده استعمال كړې؟ په دې اړه لاندي وضاحتونه ضروري گڼو:

• هيڅ په دين پوه انسان دا خبره نه كوي، څوك چي د اسلام نه ډېر لږ معلومات هم ولري دا خبره غلطه گڼي او له كولو نه ئې ډډه كوي، هغه پوهېږي چي د جهاد له فرض كېدو نه وروسته هيڅوك دا حق نه لري چي ووايي: د جهاد ضرورت بايد منتفي وگڼلى شي او په ځاى ئې د مكي دور په څېر صبر ته مخه شي، په دې هم هر مسلمان پوهېږي چي د قرآن له نازلېدو وروسته ټول مخكني كتابونه منسوخ شوي، اوس له قرآن نه پرته په بل كتاب عمل كول حرام شوي، هسي هم له قرآن نه پرته بله داسي ډاډمنه مرجع او كتاب نه دى پاتې چي د نورو پيغمبرانو په اړه موږ ته ثقه او ډاډمن معلومات راكړي او پر دې مو پوه كړي چي هغوى د كفري نظامونو د بدلولو لپاره كومه طريقه خپله كړې وه، اسلام موږ ته وايي چي كه عيسى عليه السلام زمكي ته بياراغى نو تورې ته به لاس كوي او د جهاد لپاره به ملا تړي، همغه عيسى عليه السلام چي بايبل خلكو ته د ده وينا داسي په گوته كوي: كه چا پر يوه مخ څپېړه دركړه، بل مخ هم ورواړوه!! كه رومي عسكر درته وويل چي دا پېټى مي يو فرسخ راسره يوسه، ته ئې دوه فرسخه يوسه!! خو كوم عقل به دا خبره ومني چي د عيسى عليه السلام په څېر يوه مجاهد پيغمبر به داسي خبره كړې وي؟!! پيغمبرانو عليهم السلام په اړه خو موږ ته قرآن په ټول صراحت سره وايي چي هر يوه په خپل وخت كي د مسلطو نظامونو مقابله كړې، ځيني زندان ته تللي، ځيني هجرت ته اړ شوي، ځيني په اور كي اچول شوي، د چا په صليب د خيژولو او په دار كولو فيصله شوې، ياران ئې وژل شوي، د اور په كندو كي ژوندي اچول شوي، موږ نه پوهېږو چي د دغو پيغمبرانو په څېر له صبر كولو نه د دغو كسانو مراد څه دى؟ له دغو پيغمبرانو نه خو يوه هم داسي صبر نه دى كړى چي دوى ئې وايي، نه پوهېږم ته د موسى عليه السلام په سنت عمل كول غواړي، كه د ابراهيم عليه السلام، كه نوح، داؤد، سليمان او عيسى عليهم السلام؟!! ته خو د بې دينه، مفسدو او ظالمو حكومتونو تر حكم لاندي آرام ژوند كوې، نه ته د واكدارانو په نارواوو اعتراض كوې او نه حكومت ستا مزاحم كېږي، د همدې حكومتونو نوكري كوې، نه زندان ته ولاړې، نه هجرت ته مجبور شوې، نه په اعدام محكوم شوې، نه په اور كي ولوېدې، نو زه نه پوهېږم تا د كوم پيغمبر په سنت عمل كړى او د دغو پيغمبرانو په سنت له عمل كولو نه ستا مقصد څه دى؟!! د دوى په سنت د عمل كولو معنى خو دا ده چي ته د ابراهيم عليه السلام په څېر تبر راواخلې او د نمرودي نظام هغه بت نسكور كړې چي د ټول نظام ماڼۍ ورسره ولړزي او د دې پروا هم ونه لرې چي په اور كي دي اچوي او يا د موسى عليه السلام په څېر له يوې عصا سره د فرعون مقابلې ته ولاړ شې او يا د نوح عليه السلام په څېر له زر كاله پټ او څرگند دعوت نه ستومانه نه شې، يا د عيسى عليه السلام په څېر چي له يوه ښار نه بل ته وايستلى شو او په پاى كي د ده د وژلو او په دار كولو فيصله وشوه!! خو كه مقصد دې دا وي چي په دې حكومتونو كي خپله نوكري د مصر په حكومت كي د يوسف عليه السلام له وزارت سره تشبيه كوې!! نو څو خبرو ته غوږ شه:

o يوسف عليه السلام دا كار په هغه وخت كي كړى چي لا په پيغمبرۍ نه وو مبعوث شوى. د پيغمرانو عليهم السلام يوازي په هغو كارونو د استناد كولو حق لرو چي له بعثت نه وروسته ئې كړي.

-لر او بر ویبپاڼه-

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: