حکمونه

آيا د قرضه حسنه په پيسو زکات شته؟

السلام عليكم…زما سؤال دی چې د قرض حسنه په پيسو باندې زكات كيږي او كه نه؟.

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

الحمد لله والصلاة والسلام علی روسول الله

که قرض پر داسې کس وي چې هغه ډیر ناداره وي او دقرض داداء کولو امید لږ وي، نو علماء په دې اړه وايې چې پر دې قرض زکات نه شته او کله چې دمال څښتن دقرض پیسې لاسته راوړې نو دیو کال زکات به ورکړي، که څه هم ډیر کلونه تیر شوي وي.

ولې که قرضدار نه دقرض د لاسته رواړلو امید وي، نو هر کال به دهغو پیسو زکات ورکول کیږي او هغه پیسې داسې معنا لري لکه چیرته چې امانت ایښې وي، او دمال څښتن به دهغه قرض زکات کال په کال ورکوي نه قرض اخیستونکی (پور وړی).

والله اعلم

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: