آيا د خاوند د ورور خدمت په ښځه لازم دى (فتوى)

پوښتنه:

ایا داسې کوم اسناد شته چې له مخې يې یوه نګور د خواښې په اطاعت مجبوره وي، یا دا چې خسر ته پکې د نګور د وهلو ټکولو روایت واضح شوی وي؟
که یوه ورندار د لیوره خدمت نه کوي (کالي مینځل، ډوډی ور وړل، او آن د هغه امر ته غاړه ایښودل)، آیا هغه مقصره بلل کیږي؟
ایا لیور دا حق لری خپله وریندار وټکوي؟
البته یوه خبره ده چې تاسو د نیک کار دی، یا د خیر کار دی، خبری وکړی. دا خبری په خپل ځای پریږدئ. د خیر په کار کې څوک اختیار لري، مګر هغه څه چې په هغه امر شوی وي بیا باید عملي کړل شي.
پدې هیله چی ځواب یې ما ته هم ایمیل کړی.

ځواب:

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
ستاسې له دين دوستۍ نه مننه چې غواړئ خپل ځان په دين پوه کړئ او په دې لاره کې هڅه او کوښښ کوئ چې خپل ځان د اسلام له دين نه خبر کړئ
لمړۍ بايد دا ووايم چې د ښځې د وهلو په اړه بايد ووايم چې صرف خاوند په ځينو حالات دا حق لري چي خپله ښځه ووهي او هغه هم بايد داسې ځايونو ونه وهي چې داغ يې پاتې شي لکه مخ او داسې نور، په دې اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه نقل شوي دي: يوه ورځ د صحابه کرامو ښځې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ببيانو کورونو ته راغلې او د خپلو خاوندانو نه يې شکايت وکړي چې دوى وهي، نور رسول الله صلى الله عليه وسلم خاوندان د ښځو له وهلو نه منع کړل، بيا څه وخت وروسته صحابه کرامو له خپلو ښځو نه شکايت وکړ چې هغوى يې خبره نه مني، نو بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې خاوندانو د ښځو وهل جواز لري البته که څوک يې نه وهي ښه کار دى.
نو له دې حديث نه معلوميږي چې خاوند د ښځې د ناسم کردار په وخت د هغوى وهل روا دي خو داسې بايد ونه وهل شي چې عيبداره شي، له دې نه علاوه خسر او ليور ته هيڅکله جواز نلري چې د زوى او ورور ښځې ته کنځل وکړي او يا يې و وهي ، خاوند ته هم جواز نلري چې ښځې ته کنځل وکړي.
ځکه داسې ژوند کول چې ښځه په کور کې محکومه وي او هر څوک ورباندې ظلم وکړي سم کار نه دى او د ښځې د  ډول ډول روحي تکليفونو سبب ګرځي، بايد په دې اړه توجه وشي او ښځو ته هم لازمه ده چې ځان سم او کنترول کړي او په کور کې ناوړه کارونه ونکړي او د خاوند خبره ومني او همدارنګه د خسر احترام وکړي او ليور احترام هم وکړي، او د کار کولو حق هيڅوک هم ورباندې نلري، تر دې پورې چې خاوند هم ورباندې دا حق نلري چې د کور کار ورباندې وکړي، بلکه ښځه بايد دا کار د کورني نظام د سم ساتلو په خاطر وکړي.
والله اعلم

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب