د تخم لنډه پیژندنه
د کرنیزو نباتاتو د تولید لومړنۍ بنسټ له تخم څخه عبارت دی چې د تکثري واحد په نوم سره هم یادیږي. تخم له دریو برخو څخه جوړ شوی دی چې له جنین (embryo)، غذایي مواد (endosperm) او پوښ (seed coat) څخه عبارت دي. نوموړی واحد د نباتاتو په ګلونو کې د ګرده افشاني (pollination) او القاح (fertilization) په نتیجه کې رامنځته کیږي او د وخت په تیریدو سره د پوښوالې مرحلې ته رسیږي.
د غوره حاصل او کیفیت د ترلاسه کولو لپاره باید له اصلاح شوو او غوره تخمونو څخه استفاده وشي.
دپوهیالي کفایت الله کاکړ