ویروس
ویروس څه شی دی؟
ویروس (Virus) له لاتیني کلمې (Venome) څخه اخيستل شوی دی، چې د (زهرو) په معنا دی. ویروسونه د ناروغیو عامل کوچني موجودات دي، حجره نلري او د ژوندي موجود (کوربه) په حجره کې فعالیت او تکثر کوي.
ویروس له ژوندۍ حجرې څخه بېرون غیر فعاله وي او د ژوند ټولې نښې نه لري او کله چې یوې ژوندۍ حجرې ته داخل شي؛ نو فعالېږي. دا ځکه چې ویروس یا DNA لري او یا RNA او د یو ژوندي موجود لپاره دا دواړه اړین دي او باید په خپله حجره کې دواړه ولري. نو په همدې خاطر ساینس پوهانو ویروس د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو ترمنځ طبقه بندي کړی دی.
ویروسونه تر میکروسکوپي (Microscopic) ژوندي موجوداتو هم ډېر کوچني دي چې (SubMicroscopic) موجودات بلل کیږي، د نوري میکروسکوپ لاندې نه لېدل کیږي، یواځې د الکترون میکروسکوپ پواسطه لېدلو وړ دي.
ویروس ژوندی موجود ندی، بلکه یوه قطعه د هستوي تیزابونو (Nucleic acid) دي چې د پروتیني پوښ (کپسيد) پواسطه پوښول شوی. د ژوندیو موجوداتو د تعریف په اساس چې ژوندی موجود باید کم تر کمه یوه ژونکه یا حجره لرونکي وي، په دې اساس ویروس ژوندی موجود ندی.
د ویروسونو مطالعې ته ویروس پوهنه (Virology) وايي چې په بیولوژي کې د میکروبیولوژي (MicroBiology) یوه څانګه ده.
ویروس جوړښت:
ويروسونه حجروي جوړښت نه لري او پوهان يې د ژوند په باره کې شک لري، ځکه چې نه تنفس کوي، نه وده کوي او نه هم تغذيه کوي، يوازې د مثل توليد کوي او خپل ژوند ته ادامه ورکوي. دا عمل هم په داسې صورت کې سرته رسوي چې ژوندۍ حجرې ته داخل شي. ویروس د کوربه د حجرې باندې یو لوی مالیکول بلل کېږي.
ویروس دوه اساسي جوړښتونه لري:
۱- بهرنی پوښ (Capsid): چې له پروټین څخه جوړه ده. هر کپسيد د نورو کوچنیو واحدونو څخه جوړه ده چې د کپسومر په نامه یادیږي. د کپسيد جوړښت د ویروس ډول او جوړښت پورې اړه لري.
۲- داخلي هستوي تیزابونه (Nucliec Acid): هسته کې DNA/RNA شتون لري.
په ځینو مواردو کې د شحم (Lipids) یو بهرنی پوښ هم لري. د حیواني ویروسونو یوه ځانګړنه داده چې د حجروي غشاء له جنسه یو پوښ لري چې د شحم، پروتین او ګلیکو پروتین څخه جوړ.
که چېرې موږ کولای شوای ویروسونه په سترګو وګورو نو پوهېدلو چې ویروسونه په هر ځای کې شته، زموږ د بدن دفاعي سیستم کولای شي ډېری ویروسونه له منځه یوسي.
ویروس نظر نورو حجره لرونکو موجوداتو ته ساده جوړښت لرونکي دي. ترټولو لوی ویروس هم له ترټولو کوچني بکتریا څخه کوچنی دی. یوه نورماله باکتریا د ورېجې دانې څخه پنځه سوه زره (۵ لکه) ځله کوچنۍ ده، ویروسونه د باکتریاوو څخه تر لس زره ځله ډېر کوچني دي. تر ټولو لویه باکتریا ۰،۷۷ میلي متره ده، چې په سترګو هم لېدل کیږي. خو ویروسونه په سترګو یې لېدل ناممکن دي. . ويروسونه د اندازې او بڼې له مخې يو له بله سره توپير لري.
د ویروسونو قطر له 20 تر 500 نانو متره او اوږدوالی یې د 700 تر 1000 نانو مترو پورې رسيږي.
1NanoMeter=1/1,000,000,000 meter (یو نانومتر د متر میلیاردمه برخه ده).
د چيچک ویروس نظر نورو ته غټ دی، داخلي جوړښت یې هم پيچلی دی او مکعبي شکل لري. پداسې حال کې چې د انسانانو او نورو حیواناتو ویروسونه د کروي جوړښتونو لرونکي دي. د انفلونزا ویروس میله ای یا کروي شکل لري چې قطر یې ۱۲۰ نانو متره دی.
ویروییدونه (Viroids) د ویروس سره یوشان ځانګړتیاوي لري خو د ویروس په شان پروتیني پوښ نلري. ویروییدونه د ویروس لاندې (SubViral) ټولګه ده، په نباتاتو کې د ناروغیو سبب کیږي.
ویروس شالید:
هر چېرې چې ژوند وي هلته ویروس شتون لري. ویروس ښايي د لومړنیو موجوداتو څخه وي، خو مخینه او سرچینه یې ناڅرګند دي، ځکه چې ویروس فوسیلونه نه جوړوي. نو د ویروسونو پېژندلو لپاره د مالیکولي تخنیکونو څخه ګټه اخلي. د ویروسونو د سرچینې او بشپړتیا لپاره درې فرضيې شتون لري.
ویروس په لومړی ځل په کال ۱۸۹۲ م. کې د روسي ساینسپوه دیمیتري ایوانوسکي (Dmitri I. Ivanovsky) او په کال ۱۸۹۸ م. یو جرمني ساینسپوه مارتینوس بیجرنک (Martinus W. Beijerink) لخوا وپیژندل شو. خو ساینسپوهانو تر ۱۹۳۰ لسیزې پورې ویروس ونشوای لېدلی تر دې چې الکترون میکروسکوپ اختراع شو.
د ۱۹ مې پیړۍ لومړیو کې یو ډله ویروسونه کشف کړل چې بکتریاوې تر اغېز لاندې راوړي، چې د بکتریوفاژ (BacterioPhages) یا فاژ په نوم یاديږي. د ویروس تصویر لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۳۱ زېږدیز کې د جرمني پوهانو روسکا او ماکس نول لخوا د الکترون میکروسکوپ تر جوړېدو وروسته ترلاسه شو.
د شملې پيړۍ دویمه نیمه د ویروسونو د پیژندنې او مطالعې لپاره لاسته راوړنو ډکه دوره وه، پدې وخت کې ډېر حیواني، نباتي او بکتریاوي ویروسونه کشف شول. په ۱۹۵۵ ز. کې د ویروس ټول جوړښت وپيژندل شو. په ۱۹۶۳ ز. کې د هيپاټایټس ب ویروس د بلمبورګ لخوا کشف شو.
ویروس څرنګه فعالیت کوي؟
کله چې ويروس يوې حجرې ته ننوزي د هغې د سايتوپلازم ټول داخلي مواد مصرفوي او پرځای يې پخپله تکثر کوي. په پای کې حجره وژني ورڅخه بهر وځي او هر نوی ويروس په نورو حجرو حمله کوي. کله چې د ويروس د تاثير لاندې حجرې تخريبېږي، د ناروغۍ مشخصې علامې راښکاره کېږي؛ مثلا: د والګې يا رېزش د ناروغۍ په وخت کې ويروسونه د کومي او پزې د داخلي غشاء په حجرو حمله کوي او هغه تخريبوي او په پايله کې د ستوني د درد او له پزې څخه د اوبو څڅېدلو لامل کېږي.
کله چې ويروس د ژوندي جسم څخه جلا شي تکثر یې بند او د هغه ميتابوليکي فعاليتونه دريږي. يواځي د هغوي تکثر د ژوندي جسم په ژونديو انساجو کې چې د هغوی پواسطه ککړ شوي وي صورت نيسي. ویروس وده نه کوي، او د هومیوستازیس ((Homeostasis حالت نلري.
په عام حالت کې ويروسونه غیرې ژوندي ګڼل کېږي، ځکه کوم داخلي فعاليت نه لري، خو کله چې يوه کوربه ته دننه شي ژوندي کېږي، دا که ساده کړو داسې ده؛ ويروس په نورمال حالت کې د پروتین يو پوښ لري چې پکې ارثي يا جتیک مواد خوندي دي، خو کله چې همدا ويروس يوه کوربه ته دننه شي هلته خپل دا پوښ له لاسه ورکوي او ارثي مواد ازاد پاتې کېږي. ویروسونه پخپل ذات کې بې ضرره دي، د هغه رایبو نوکلیک اسيدونه دي چې خطرناکه کوي یې.
ويروس چې کله کوربه ته دننه شي نو خپل ارثي مواد د کوربه حجرې ته دننه کوي او په خپرېدو پيل کوي، وروسته د ویروس خپل ارثي مواد (RNA/DNA) د کوربه د ارثي موادو سره نښلوي او وروسته د تقسیم څخه د ويروس ارثي مواد هم تولیدېږي، له دې وروسته د کوربه څخه د ويروس ارثي مواد زيات توليدېږي او په دې ډول تر کوربه د ويروسونو شمېر زياتېږي. ويروس بدن ته دننه کېدو سره سم روغې حجرې په لاس کې اخلي او په هغوی هم د ويروس جوړول پيل کوي.
ځینې ویروسونه د یخني تر (-70° C) پورې مقاومت ژوندي پاتې کېدلای شي، خو ډېری یې تر منفي ۵۵ درجو له منځه ځي. ځینې ویروسونه د ایتر پواسطه له منځه ځي لکه د انفلونزا ویروس.
د ویروس ډولونه او وېش:
د ویروس ډلبندۍ او شجره په لاندې ډول ده:
Real (1)-> Subrealm -> Phylum (1) -> Subphylem(2) -> Class(6)-> Order(14)-> SubOrder(7)-> Family(150)-> Subfamily(79) -> Genus(1019)-> Subgenus(59)-> Species (5560)
تر ۲۰۱۸ ز. کال پورې 5560 ډولونه د ویروس پېژندل شوي دي.
ويروسونه کوربه ډول له مخې په څلورو عمده گروپونو تقسميږي:
۱- حيواني ويروسونه: په حيواناتو او انسانانو کي د ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي.
٢ – نباتي ويروسونه: په ډيرو کلونو کي دا ويروسونه په گلداره نباتاتو کي د ناروغيو د توليد سبب کيږي.
٣ – د بکترياو ويروسونه: په بکترياو باندي حمله کوي او ناروغه کوي يي.
٤ – د حشراتو ويروسونه: په حشراتو باندي حمله کوي او د هغوي پواسطه انسانانو ته انتقاليږي.
په طبیعت او چاپيریال کې میلیونونه ویروسونه شته چې له هغې څخه تر ۵۰۰۰ ویروسنه کشف او څېړل شوي.
ویروسونه د ځمکې په هر ډول ایکوسیستم کې شتون لري. همدارنګه په بیولوژیکي نوعو کې ویروس تر ټولو زیات پیداکېدونکی موجودات دي.
ویروس او ناروغي:
ټول ذره بیني موجودات چې د ناروغۍ سبب کیږي د پاتوژن (Pathogen) په نوم یادیږي. له هغې ډلې څخه: بکتریا، فنجي، پوتستا او ویروس.
حشرات او ځینې چینجيان هم کولای شي د ناروغۍ سبب شي چې دا ډله د پرازیت په نوم یادیږي.
ویروسونه کولای شي ټول ژوندي موجودات ناروغ کړي، د حیواناتو او نباتاتو نیولې بیا تر کوچني میکروسکوپي موجودات لکه باکتریا، ارک باکتریا، فنجي او پروتستا. ويروس په انسانانو او نورو حيواناتو کي د ځيني تومورونو د پيدا کيدو سبب کيږي.
د ویروسونو مختلف ډولونه کولای شي څو ډوله موجودات اخته کړي خو ډېر ویروسونه داسې دي چې ځانګړی او ټاکل شوی نوع تر حملې لاندې راولي. لکه چیچک ویروس یواځې انسانان نیسي. هغه ویروسونه چې نباتات اخته کوي، حیواناتو ته زیان نه لري؛ همدارنګه ډېری هغه ویروسونه چې نور حیوانات اخته کوي هم انسانانو ته زیان نه لري.
ويروسونه په حیواناتو کې هم د بېلابېلو ناروغيو لامل کېږي، د بېلګې په توګه: ساده ناروغۍ لکه: والګې او خطرناکې ناروغۍ؛ لکه: انفلونزا، شری (سرخکان)، دانې (چيچک)، ژېړی، سینه بغل، ایبولا، رابیس، سارس، میرس ايډز او نور د ويروسونو په واسطه منځته راځي.
نباتي ويروسونه په کچالو، بانجان رومي، گني، جوار، ککو، لبلبو، غنم، شفتالو، لوبيا، وريجي، بادرنگ، الوبالو، مڼه، الو، زردالو، تنباکو او نورو باندي حمله کوي او په هغوي کي د ناروغيو د توليد سبب گرځي.
ویروسونه او بکتریاوې کولی شي چې هم لومړنۍ یا عادي ناروغۍ رامنځته کړي او هم ددې توان لري چې کرونیک یعنې سخته یا اوږد مهاله ناروغۍ رامنځته کړي. همدارنګه کولی شي دداسې ناروغیو سبب هم شي چې کلونه کلونه یې هېڅ علایم یې ښکاره نه شي.
که څه هم ویروس او بکتریا داسې ناروغۍ رامنځته کوي چې علایم یې د یو بل سره ډېر زیات ورته والی لري، خو کله چې دا دواړه تر میکروسکوپ لاندې ولېدل شي نو د دواړو جوړښتونه د یو ونې او فیل دومره لوی توپيرونه لري.
معمولا خلک د باکتریا او ویروس نوم په اورېدو سره دا انګېري چې ګواکې دا ټول خطرناک او سبب د ناروغي دي. خو باید پوه شئ چې باکتریاوې هم شته چې ګټور دي. ځینې باکتریاوې زموږ په بدن کې هم شتون لري، زموږ بدن سره د خطرناکو ناروغیو د اخته کېدو په مخنیوی کې مرسته کوي. هغه باکتریاوې چې په خاوره او بحرونو او چاپیریال کې ژوند کوي زمونږ د ژوند څرخې مهم عناصر دي. ستاسو په معده کې موجود باکتریاوې مرسته کوي تر څو خواړه هضم او ویټامینونه جذب کړي، چې ستاسو بدن یې خپله نشي جوړولای. همدا باکتریاوې دي چې شیدې په مستو او پنیرو بدلوي.
ځینې ویروسونه نباتاتو ته د سړې هوا او وچکالي په مقابل کې مقاومت وربښي
د باکترياو په خلاف ټول ويروسونه د انسان لپاره مضر دي او وژونکې ناروغۍ رامنځته کوي. یخ وهل، هېپاټيټ بي، سي، انفلونزا او کرونا تر ټولو مشهور ويروسي ناروغۍ دي، په زياته کچه انسانان وژلي. ويروسونه تر ننه پورې په سل هاو ميليونه انسانان وژلي دي.
ویروس لېږد:
ویروسونو انتقال کېدای شي عمودي وي یا افقي.
عمودي په دې معنی چې له والدینو څخه اولاد ته لېږدول کیږي، ماشوم له پيدا کېدو سره په دې ویروس اخته وي؛ لکه هپټایټس ب او ایډز ناروغي. افقي یعنې له یو تن څخه بل ته لېږد، چې دا د ویروس د لېږد ډېر عام طریقه ده.
هر ویروس ځانګړې شوي نیونکي لري، یعنې یو ویروس کولای شي کوم ژوندي موجودات اخته کړي او همدارنګه بدن دننه کوم حجرې، نسجونه یا غړي تر اغیز لاندې راولي. یو ویروس کولای شي یو ډول حجرې یا ډېر ډولونه د حجراتو تر اغېز لاندي راولي.
ویروس په مختلفو لارو خپرېدای شي:
– د ناروغیو لېږدونکي (Vectors) ویروسونه او ناروغۍ خپروي، بېلګې په توګه حشرات د نباتاتو ترمنځ ویروس او ناروغۍ لېږدوي.
– په حیواناتو کې وینه زبېښونکي حشرات د چیچلو له لارې هم ویروس او ناروغۍ لېږدوي.
– د ټوخي او پرنجي پواسطه ناروغ څخه روغ کس ته خپرېږي. د انقلونزا او کرونا ویروس یې بیلګې دي.
– د جنسي اړیکو پواسطه: لکه د ایډز ویروسي ناروغۍ.
– مور څخه ماشوم ته د امیندوارې پړاو کې یا د زېږون پر وخت.
– پر ویروس ککړ وینې ورکولو له لارې.
– ځینې بکتریاوې او ویروسونه کولای شي د هوا له لارې انتقال شي.
– د ککړ شوو سطحو سره په اړیکه کې کېدل.
که چېرې په یوه سیمه او ټولنه کې د ویروس خپرېدل لوړې کچې ته ورسیږي وبا یا ایپیدیمیک (Epidemics) ورته وایي، اوکه چېرې ویروس په نړیواله کچه خپور شي ټول نیونه، وبا یا پاندیمیک (Pandemic) بلل کیږي.
د ویروس مخنیوی:
پر ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره خپل لاس وینځل غوره لاره ده. صابون ویروس له منځه نه وړي، صابون پر لاس شته ویروس لرې کوي او لاس له غوړ او خیرې څخه پاکوي چې ویروس هم پر همدې موادو پورې نښلي.
- ځینې ویروسونه د ایتر پواسطه له منځه ځي، لکه د انفلونزا ویروس.
- کله چې پرنجی او ټوخی کوئ نو خپله خوله او پزه وپوښوئ، تر څو د بل شخص د ککړېدو مخنیوی وکړئ.
دا چې ویروسونه ډېر کوچني دي، بیا هم د هوا له لارې نه خپریږي. ویروس په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د انسانانو او پرازیتونو له لارې خپرېږي، په دې توګه که روغتیایې لارښوونې مراعت شي مخنیوی یې آسانه ده.
ډېری حیواني او انساني ویروسونو لپاره د انکیوبایشن دوره ( پر ویروس د اخته کېدو څخه د ناروغۍ آثار او علایم تر ښکارېدو پورې دوره) لري.دا دوره له څو ورځو نېولې تر څو اونیو پورې وي، د ډېرو ناروغیو موده معلومه ده. همدارنګه د خپرېدا دوره (Communicability period) (هغه موده چې پر ویروس ککړ تن کولای شي بل تن په ککړ کړي)، دا دوره هم د ډېرو ویروسي ناروغۍ لپاره پېژندل شوې. ددې دواړو دورو اوږدوالي پېژندل د ویروس د مخنیوی په مهارولو کې ډېر مهم دی.
درملنه:
ويروسونه د انتي بيوتیک په واسطه یې درملنه نه کېږي، بايد د ځانګړو ویروس ضد درملو په وسيله درملنه او وقایه وشي، دا درمل د ويروس ډېرښت کموي، وروسته يې علايم کموي او له دې ورسته اصلي کار د بدن دفاعي سيستم ته پاتې دی چې ويروس له منځه يوسي.
واکسین کول پر ویروسي ناروغیو اخته کېدو مخنیوی کوي. نو باید د خپلو ماشومانو واکسین ته جدي پاملرنه وکړو.
دبدن د دفاعي ځواک د پياوړي کولو لپاره ګټور خوړو څخه باید استفاده وشي.
د ویروس د خپرېدا د مخنیوی او درملنې لپاره لازمه ده چې د ویروس سرچینه وپېژندل شي، همدارنګه د ویروس جوړښت. کله چې ویروس جوړښت وپېژندل شو، ورسره د خپرېدو څرنګوالی څېړل کیږي، چې څرنګه خپرېږي، تر څو یې مخنیوی وشي. کله ویروس چې وپېژندل شو د واکسین سره یې مخه نیول کیږي، که چېرې واکسین شتون ونلري، روغتیا ساتنه او ضد عفونت کول یې د مخنیوی اغېزمنې لاري دي.
عموما هغه کسان چې پر ویروس اخته شوي وي د خلکو څخه بېلېږي، تر یو لړ روغتیا سپارښتنو او درملنې لاندې نېول کیږي او پر ویروس اخته شوې سیمه قرنطین کیږي.
واسع صافی
طب پوهنځي زده کړیال