روژه چې په عربي ژبه کې ورته صوم وايي، په لغت كې د ځان ساتلو په مانا ده او د شرعې په اصطلاح كې، د سهار له رابره كېدو څخه بيا د لمر تر لوېدو پورې د روژې په نيت سره، د روژې له ټولو ماتوونكو شيانو څخه ډډه كول دي.
د اسلام له مهمو ركنونو څخه يو هم روژه ده، چې په كال كې يوه مياشت په هر هغه مسلمان باندې فرض ده چې د نيولو شرايط يې پوره كړي.
یانې: په ځانګړي وخت کې له خوراک، څښاک او جماع څخه منع کېدلو ته روژه وايي.
روژه يو بدني عبادت دی او د رمضان د روژې حکم فرض دی، الله تعالی فرمايي:
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة : ۱۸۳)
ژباړه: اې مومنانو! پرتاسو باندې روژه داسې فرض شوې ده، لکه چې له ستاسو نه پرمخکنيو فرض شوې وه، ددې له پاره چې تاسې (له ګناهونو) ځان وساتئ (او پرهيزګاران شئ؛ ځکه چې روژه د شهواني توان ماتونکې ده.)
طلحة بن عبيد الله رضي الله عنه وايي: يوه ورځ يو ببر سری اعرابي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او عرض يې وکړ: “يا رسول الله! ماته ووايه چې خدای پاک څومره لمونځ راباندې فرض کړی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: پنځه لمونځونه؛ خوکه نفل ورسره کوې (هغه مستحب دي)، هغه بيا وويل: څومره روژې راباندې فرض دي؟ رسول الله صلی الله ورته وويل: د رمضان مياشتې روژې خو که نفل ورسره نيسې (هغه مستحب دي)، هغه بيا پوښتنه وکړه: راته ووايه چې څومره زکات راباندې فرض دی؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د زکات او د اسلام د نورو احکامو په اړه معلومات ورکړل نو اعرابي وويل: په هغه ذات قسم چې تاته يې عزت درکړی! زه به نه له دې څخه څه زيات کړم او نه به څه کم کړم، د نوموړي په دې خبره رسول الله صلی الله وويل: که رښتيا يې ويلي وي؛ نو کامياب دی –او يا- که رښتيا يې ويلي وي، جنتي دی”(۱).
۱- صحیح البخاري – کتاب الصوم ، باب وجوب صوم رمضان، حدیث رقم (۱۸۹۱)
له حديث څخه د استدلال توري: د اعرابي دا وينا چې: “څومره روژې راباندې فرض دي؟
لوى خداى ( ج ) په قرآن كريم كې فرمايي، ژباړه: ( اې هغو كسانو چې تاسې ايمان راوړى دى (اې مومنانو!) فرض كړل شوې ده په تاسې باندې روژه، لكه چې فرض كړى شوې وه په هغو كسانو چې پخوا له تاسې څخه وو (لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدمه پورې) – د بقرې سورت ۱۸۳ آيت.
او همدارنګه يې د سپيڅلي كتاب قرآن عظيم الشان په بل ځاى كې ويلي، ژباړه: (د روژې مياشت هغه مياشت ده، چې نازل كړل شوى دى په دې كې قرآن، چې هدايت دى، لپاره د خلكو او دليلونه دي ښكاره (له جنسه د هغو شيانو ) چې هغه لاره ښيي او بېلوونكی د حق او باطل دى. نو هر څوك چې ومومي له تاسې (اې مكلفينو) دا مياشت نو ضرور ده، چې روژه ونيسي د هغې (مياشتې). – د بقرې سورۀ ۱۸۵ آيت
د خداى رسول ( ص) د روژې په باره كې فرمايي: «بني الاسلام علي خمس، شهادة ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله، و اقام الصلوه، و ايتاء الزكاه و حج البيت، و صوم رمضان.
یانې د اسلام بنسټونه پنځه څيزونه دي؛ شاهدي وركول پر دې چې له الله پرته، بل خداى نشته، او دا چې محمد د خداى رسول دى، د لمانځه ادا كول، د زكات وركول، د بيت الله شريفې حج او د رمضان روژه» (له بخاري او مسلم څخه روايت شوى).
اسلامي امت پر دې اجماع لري، چې روژه په هر مكلف مسلمان فرض عين ده او په فرضيت يې د مسلمانانو هېڅ يو مذهب او ډله شك او ترديد نه لري او ټول يې په يو آواز فرض بولي.
خواله رسنیو کې موږ سره مل شئ
له نورو سره یې شریکه کړئ
#مننه_چې_یاستئ