ګټورې ميوې

انسان ډېر علوم حاصلولی شي خو ورو ورو او د وخت په تېرېدو سره ، نو ځکه الله پاک مخکي تر مخکي زيات شيان د انسانانو لپاره خلق کړي او انسانان يي يو پر بل پسي پيږني ، بله خبر دا چي اوسنيو علومو دا په ښه توګه روښانه کړي چي زياتره ميوي  د انسانانو د بدن له برخو سره ورته والی لري او د بڼي سره سم هماغي برخي ته ګټي هم رسوي ، چي ځيني بېلګي به يي دلته راواخلو :

ګازري : که يوه ګازره په منځ کي دوه ټوټي کړو نو و به وينو چي د سترګي بڼه لري ، د ګازري منځنۍ برخه ځغلېدلي ريښې،او ځلا ټول د انسان د سترګو په شان ښکاري ، اوسني طب هم دا ثابته کړي چي د ګازرو اوبه په وجود کي د وينو بهير په تېره بيا سترګو ته منظم او چټکوي .

سره بانجان يا روميان:

که يو رومي ټوټه کړو نو وبه وينو چي څلور خوني يا برخي لرې، او ټول پاخه روميان سور رنګ لري ، د انسان زړه هم څلور خوني او سور رنګ لري ، د رومي خوړل پر زړه  فشار يا بوج کموي، او د صاف او روغ زړه لپاره د غذا حيثيت لري .

انګور:

 انګور په يو اوښکالي يا خوشه کي سره راغونډ او ځوړند وي ، چي زړه هم ورته بڼه يا شکل لري، د انګور هره دانه د ويني د حجرو په شان ده ، د انګورو په هکله وروستۍ څيړني دا ښيي چي د زړه لپاره ډېر ګټور دي ، او د ويني صافولو له لاري زړه تازه ساتي .

چارمغز يا غوځاڼ :

که يو کوچني چارمغز ته ځير شو نو وبه وينو چي د انسان د سر دماغزو بڼه لري .کله يي چي ښۍ او چپي ژۍ وګورو نو د انسان دماغ اصغر او دماغ اکبر بڼي تري څرګنديدای شي .

چارمغز يا غوځاڼ :

 که يو کوچني چارمغز ته ځير شو نو وبه وينو چي د انسان د سر دماغزو بڼه لري .کله يي چي ښۍ او چپي ژۍ وګورو نو د انسان دماغ اصغر او دماغ اکبر بڼي تري څرګنديدای شي .  نور بیا…

که پښۍ ، رواش او ورته نورو سبو ته ځير شو نو د هډوکو بڼه لري ، په هډوکو کي ٢٣ سلنه سوډيم شته، چي په دغه راز سبو کي د سوډيم اندازه هم درويشت سلني ته رسيږي ، که چېري په خپل ورځني خوراک کي په کافي اندازه سوډيم ترلاسه نکړو ، نو هډوکي چي د وجود اصلي بڼه جوړوي کمزوري کيږي ، نو دغه راز سبزي کولای شي چي په وجود کي د کلسيم تشه يا کمبود ډک کړي .

انځر: 

انځر يا انجير له ګڼ شمېر زړو څخه جوړ شوی ، او که په ونه کي  د ميوي په وخت کي ورته ځير شو نو د دوه توپونو بڼي په شان راځوړند وي .د انځر خوړل په انسان کي د سپرم خوځښت په چټکه توګه زياتوي ، او کله داسي هم کيداي شي چي د انځر خوړل نارينه له شنډ توب څخه وژغوري .

خواږه کچالو:

د خوږو  کچالو بڼه  په وجود کي د تريخي يا پانقرانس غوندي ښکاري ، چي په حقيقت کي د ګليسيرين انډول او د شکري حالت تنظيموي .

زيتون:

 زچي يادونه په قرأنکريم کي هم شوېده د بدن لپاره ډېره ګټه لري، دغه نبات د هګيو په فعالولو کي ځانګړی رول لري .

مالټه:

نارنج ، مالټه ، کينو او د ستروس(نارنج ته ورته ميوې) کورنۍ د ښځينه و بڼه لري چي تل په پرده کي پټ وي ، چي په حقيقت کي د سينه د لويدو ، په بدن کي د يو ډول ځانګړي مايع د خوځښت او ورته نورو حرکتونو لامل ګرځي .

پياز:

پياز د انسان د بدن د حجرو بڼه لري ، وروستيو څيړنو ښوولي چي پياز د انسان له بدن څخه ټول بيکاره مواد پاکوي ، کله چي پياز ټوټه کوو نو د اوښکو بهولو لامل ګرځي ، چي اوښکي بهيدل د سترګو مخاطی پوښ يا طبقه مينځي .

هوږه:

هوږه هم په بدن کي د پياز د يو همکار دنده ترسره کوي ، او له وجود څخه د بيکار شيانو په لېري کولو او هغه مضر توکي چي په بدن کي موجود وي په بنسټيزه توګه له منځه وړي .
راځئ چي د خدای پاک پر دي ټولو نعمتونو شکر وباسو، چي نور هم راته زيات شي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب